Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 17, 2013

ترڅلورو ښځو سره نکاح کول





نورې ښځې او دښځو تر منځ عدالت
لومړی دامسئله چې په اسلامې شريعت کې د يوې نه علاوه نورو ترڅلورو ښځو سره نکاح کول کوم واجب حکم نه  دي بلکې رواه ده هغه هم د عدالت قايمولو په چوکات کې .
 
فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً النسآء ۳
ژباړه : پس که تاسې ويريږی چې عدالت به ونه شی کړای نو يوه ښځه وکړﺉ .
وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ النسآء ۱۲۹
دښځو په منځ کې په تمامه معنی عدالت ستاسې په وس کې نشته که تاسې وغواړی هم نه يې شی کولای له همدی امله دالهې دستور له مخې تاسې يوی لورې ته دومره ميلان مه کوی چې هغه بله معلقه وکرځوی .
معلقه داسې چې نه ميړه لرونکې وي اونه بې ميړه نه .
ډير خلک داسې وي چې دوهم واده وکړي نو لومړی شاته کړي بلکې دوهم واده د عدالت په قايمولو سره روا دی .
هرهغه څوک چې څوښځې لري نوپه ده باندې واجب دی چه د دوی په خواراک ،پوښاک ،راکړه ورکړه ، د شپې د بيدکيدو نوبت بيل بيل هستوګنه اوجلاجلا شپه تيرول او نورو کې پوره عدالت کول .
که کوم ميړه دخپلو ښځو په منځ کې عدالت نه کوي نو دقيامت په ورځ کې به ګوزن وهلی پاڅيږي او داسې به درومې چه له خپله ځانه سره به يولاس اوپښه اونور نيمايی بدن کش کاږي .(کابلی تفسير د النسآء ۳ آيت  او انوارالقرآن تفسير)
مـلطب داچې دوهم واده کوم واجبي حکم نه دی بلکې د عدالت ساتلو په شرط جائز دی په مسلمانانو کې داسې کسان ډير کم دي چې هغه د دوهم واده کولو لپاره واجب الشرايط وي
د ۱۹۷۱ کال د سروی له مخې په سلو کې ۹۶٪ مسلمانان يواځې يوه ښځه لري او۴٪ دوې ښځې لري اوکوم چې ۳ يا ۴ ښځې لري هغه ډير کم دی چې په فيصدی کې نشی راتلای . (علامه وهبة الزحيلي  فقه معاصر) .
د يوې نه علاوه بلي نکاح حکمتونه :
ګر چه د څو ښځو د حکمت بيان ته ضرورت  نشته ځکه چه الله تعالی دهرڅه پيداکونکی دی اوپه هرڅه ښه پوهيږي قوله تعالی : أَلاَ يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (الملک ۱۴ )
(آيا هغه دې دمخلوقاتو په حال ونه پوهيږي چې هغه ټول پيداکړي دي پداسې حال کې چې هغه باريک بين اوپه دقيقو اسرارو پوه اوښه باخبر دی ) .
خو ځنو علماؤ د څو ښځو حکمتونه داسې بيانوي :
۱- دنر اوښځې ترمنځ فطري اختلافات :
دايوواضح حقيقت دی چې دنر اوښځې تر منځ فطرتاً اختلافات
موجود دي نر هر وخت دجنسي اړيکو لپاره اماده وي مګر ښځه په هره مياشت ،هرکال يادوه کالو کې د حيض او نفاس دوري طی کوي چې په دغه دورکې ښځه د جنسی اړيکو لپاره اماده نه وي اوپه دغه دوران کې جنسي اړيکې په اسلام کې حرامې دي .
اسلام کې زنا او هغه اسباب ټول حرام دي که له يوې خوا زنا اواسباب يې حرام دي خو له بلی خوا دهغه دارضاع لپاره نکاح او له يوې نه علاوه بلې سره نکاح مباح ګرځوي داځکه چې که کوم شخص د ښځې دفطري امراضو په جريان کې دصبر توان نه لري دحرامو طرف ته د ميل خطر وي نو بل واده کولای شي خو د عدالت قايمولو په چوکات کې .
داسې کسان په ټولنه کې ډير کم وي چې دوی دې د  دوهمې نکاح لپاره شرايط برابر کړي اوبيا دې عدالت قايم کړي .
۲- دنکاح يومقصد دنسل دوام دی :
داسلامې نکاح يوهدف دادی چې ټولنی ته پاک ادرس لرونکې نسل وړاندې کړي چې سرپرست يې معلوم وي اود تربيه او اصلاح مرجع ولري .
که دکومې ښځې اولاد ونه شي نو دنکاح يومقصد به له منځه لاړ شي نوځکه دوهم واده ته ضرورت دی تر څو دنسل دوام منځه ته راشي .
همدارنګه که دښځې د مړګ او طلاق په صورت کې بل واده ته ضرورت وي .
۳- دښځې عمر نظر نر ته کم وي .
ښځه د ۴۰-۵۰ کالو پورته جنسي قوت له لاسه ورکوي مګر نرينه زياتره تر ۸۰ کلنی پوري فعال وي چې ددی نسبت تقريباً ۱:۲ راځې .
۴- د ښځو تعداد زيات دی
نرينه زياتره په خونړيو جنګونو کې مړه کيږي چې په دې سره د ښځو شميره ذياتيږي ډيرې کونډي پاتې کيږي چې اکثره يې د پاخه عمر وي نودابه مناسب وي چې هغه له يوځوان سره واده وکړي ؟
يا به دامناسبه وي چې بې نکاح پاتي شي ؟
اوکه به داښه وي چې له خپل همسن سره يې واده وکړي د سرپرست او خپل کور اونفقې خاونده وګرځي .
داسلام دوښمنو عجيبه نيوکې :
اسلام دوښمن عناصر د اسلام پدې حکم چې څنګه د يوې نه علاوه تر څلورو ښځو د نکاح اجازت شته چې مخکې مو اشاره ورته وکړه چې يواځې ۴٪ مسلمانان دوهمه  نکاح لري پداسې حال کې چې په کفري ټولنو کې ديوې د تش په نوم نکاح نه بغير دبلې نکاح حق نلري ولې له سلو ښځو سره يې غير مشروع اړيکې وي هغه ته نکاح نه وايې هغه ملګري ده .
چې خپله تش په نوم ښځه يې په ډاک پريښی او خپله په نورو ښځو پسی د غير مشروع اړيکو لپاره کرځي .
يو وخت د قزاکستان ښځو مجلس داير کړ چې مونږ خپلو خاوندانو ته د يوې نه علاوه تر څلورو ښځو پورې اجازت ورکوو ولې دا اولسنی حالت  نشو زغملای ځکه که څلور ښځې وکړي نو ځای خو به يې معلوم وي مګر اوس خو يې ځای نه وي معلوم چې چيري ورک وي .
په اسلام کې غير مشروع اړيکی او دهغه اسباب ټول حرام دي د مسلمان ټوله توجه خپلی بی بی ته وي او دمسلماني بی بی خپل خاوند ته وي دې ته وايې د ستر کرامت لرونکی بشر ژوند نن د ځنګلي  ژوند لوپر هم  ستر الهی دين ته ګوته نسي او دنورو د ځګلی کيدو په آارمان دي .
 
د دوی د سردارانو معاشرې ته يوه لنډه اشاره :
د مخالف لوري لپاره به زمونږ دغه يو دليل هم بس وي چی په غرب کې د اصلي ښځې سربيره نورې معشوقی لري او چاپیره ورڅخه ګرځې اوله هغوی سره غير مشروع مباشرت کوي .
دامريکا پخوانی ريسې جمهورې کندي ويلي ؤ چه ميړه يې له ۳۰۰-۲۰۰ پورې ملګريې نجونې لرلې اوله هغوی سره يې غير مشروع اړيکی تر سره کولې ،اودهغوی ګدايان يا سوالګرو په غيرمشروع ډول ښځو سره اړيکی شميره تر سلو اوړي وار خو يې د پورته طبقو خلکو شو هرسړي يې د معشوقو لښکرې لري اوله هغه سره بې له کوم مانع نامشروع اړيکي لري چې د سختو مرګونو امراضو سبب شوي دي .
جورج ۱۸۳۹- ۱۸۴۱ کالوکې د فرانسی په حکومت کې لوړمقام ترلاسه کړه په داسې حال کې چه هغه په خباثت اوزناکاری کې ډير مشهور ؤ
دغه کس ۸۰۰ معشوکې لرلې چې له هغې څخه يې ۴۰ نامشروع زامن تولد شوي ؤ ،ويل کيږي چې کله دمعشوکو له ډلې د يوې امريکايي ښځې  څخه  خيانت وليد نوپه نيمه شپه کې ويښ شو هغه يې په يوه لرې کوچه کې په توره شپه کې خوشې کړه . (الاهرام ورځپانه انيس مصور ۱۹۷۹ مصر )
آيا داد تعجب خبره نه ده چې دغه سړي يوشی د ځان لپاره روا بلل او دبل لپاره حرام ؟
که نه دا دشهوترانې د ليونتوب فيصلی وي .
نو ويلای شو چې که اسلام څو ښځې سره نکاح رواه کړي هغه خو دعدالت په چوکات کې ده .
ولې که څوک د بل واده دحقوقو د پوره کولو توان نلءی هغه به په يوه ښځه اکتفا کوي او بس .
داسلام خادم
آن لاين اسلامې لارښود
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  
  28. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  29. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  30. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  31. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  32.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  33. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  34.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  35. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  36.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User