Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, July 16, 2012

د رمضان المبارک فضائل او ځانګړتياوې



د رمضان المبارک مياشت د اسلام په مقدس دين کې يو معظمه او با برکته مياشت ده چې لاندې فضائل او ځانګړتياوي لري :
۱- الله جل جلا له  په دغه مياشت کې پر مسلمانانو باندې روژه چې د اسلام څلورم رکن دی فرض کړی ده .
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ) البقرة / 183
ژباړه : (ای مؤمنانو ! پر تاسې (داسې ) روژه فرض کړشوې ده لکه پر هغو کسانو چې فرض کړ شوې وه چې تر تاسې پخوا وو .
او فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ (185 البقره )
بخاري (8) او مسلم (16) نقل کوي چې د ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
” بني الإسلام على خمس شهادة أن لا إله إلا الله , وأن محمدا عبد الله ورسوله , وإقام الصلاة , وإيتاء الزكاة ، وصوم رمضان , وحج البيت “
۲- الله جل جلا له  په دغه مياشت کې قرآن نازل کړی دی چې په مخکنې آيت کې بيان شو : ( شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ ) البقرة / 185 ، وَقَال سُبْحَانَهُ وتَعَالَى : { إنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ }
ژباړه : (د روژې مياشت هغه (مياشت ) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی ، چې د خلکو د پاره هدايت دی او د هدايت لپاره روښانه دلايل او د (د حق او باطل ) تر منځ بېلوونکی دی ) .
۳- الله جل جلا له  په دغه مياشت کې د ليلة القدر شپه ګرځولي ده چې غوره ده له زرو مياشتو څخه ( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ . وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ . لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ . تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ . سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ ) القدر / 1_5 .
په فضيلت د دغه شپې کې مکمل سورة نازل شوی دی او ددې شپې په فضيلت کې زيات احاديث روايت شوي دي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ ” رواه النسائي ( 2106 ) وأحمد (8769)
يعنې : پر تاسې د رمضان مبارکه مياشت راغله چې الله تعالی د دغه مياشتې روژه پر تاسې فرض کړې ده ، په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانيستل کيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي ، په دې مياشت کې شيطانان تړل کيږي ، په دې مياشت الله جل جلا له  لره يوه غوره شپه ده چې په دې شپه کې عبادت کول له زرو مياشتو غوره دی .
۴- الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول د بندګانو د ګناهونو د بخښنې ذريعه ګرځولې ده .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2014 ) ، ومسلم ( 760 ) .
(څوک چې د رمضان د مياشتې کې دشپی روژه  د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي)
قال صلى الله عليه وسلم : ” ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه ” البخاري ( 2008 ) ومسلم ( 174 )  
او همدارنګه فرمايي : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپی قيام وکړی (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او دثواب لپاره نو دهغه آينده ګناهونه بخښل کيږي
۵- الله جل جلا له  په دغه مياشت کې جنت دروازې پرانېږي او د دوزخ دروازې بندوي ، شيطانان تړي لکه د بخاري او مسلم په حديث کې چې راځي : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” إذا جاء رمضان فتحت أبواب الجنة , وغلقت أبواب النار , وصُفِّدت الشياطين ” . البخاري ( 1898 ) ، ومسلم ( 1079 )
يعنې : کله چې رمضان راشي د جنت دروازې خلاصيږي ، د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان پر ځنځيرونو تړل کيږي .
۶- الله جل جلا له  د رمضان هره شپه د دوزخ څخه د خلاصون وسيله ګرځولې ده .
قال النبي صلى الله عليه وسلم : ” لله عند كل فطر عتقاء ” أحمد (5/256) ، صحيح الترغيب” (987) .
وروى البزار (كشف_ 962) من حديث أبي سعيد قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إن لله تبارك وتعالى عتقاء في كل يوم وليلة _ يعني في رمضان _ , وإن لكل مسلم في كل يوم وليلة دعوة مستجابة ” .
او امام البزاز د ابی سعيد رضی الله عنه حديث نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : يقيناً د الله تعالی په نزد په رمضان المبارک هره شپه او ورځ کې نجات دی او د هر مسلمان د پاره د رمضان په هره شپه او ورځ کې يوه قبوله دعا ده (يوه دعا يې قبليږي ) .
۷- د رمضان المبارک په مياشت کې مخکنی کوچني ګناهونه بخښل کيږي په دليل د دغه حديث شريف : كما ثبت في “صحيح مسلم” (233) أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ” الصلوات الخمس , والجمعة إلى الجمعة , ورمضان إلى رمضان , مكفرات ما بينهن إذا اجتنبت الكبائر ” .
۸- د رمضان د مياشتې روژه نيول د لسو مياشتو د روزې نيولو برابر ثواب لري ( ځکه بدله لس څلنده ده ) :
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ” من صام رمضان , ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر( صحيح مسلم-1164) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې رمضان روژه ونيسي او بيا په هغه پسې د شوال شپږ روژې ونيسي داسې ده لکه ټول عمر يې چې روژه نيولې وي ( که هر کال داسې وکړي نو ټول عمر به ور ته حساب شي ) .
۹- په دې مياشت کې د تراويحو لمونځ په جماعت سره داسې ثواب لري لکه ټوله شپه يې چې په عبادت کولو رڼه کړی وي په دليل د دغه حديث شريف : عن أبي ذر رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إنه من قام مع الإمام حتى ينصرف كتب له قيام ليلة ” أبي داود (1370)
۱۰ – په دې مياشت کې عمره د حج برابر ثواب لري په دليل د دغه حديث شريف :
عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه
له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي
.
۱۱- په دې مياشت کې اعتکاف سنت دی چې زيات فضيلت لري :
عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )
ژباړه : عايشه رضي ‏الله‏ عنها د رسول  الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .
۱۲- په رمضان المبارک کې د قرآنکريم ډير ډير تلاوت کول ثواب لري ځکه چې په هر شپه د رمضان المبارک کې به جبريل عليه سلام د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته تشريف راولو او د هغه سره به يې قرآن تکرارولو :
فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ (البخاري 6)
۱۳- روژه نيونکې ته د روژه ماتي برابرول د روژې نيولو ثواب لري :
 من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي ) .
چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .
۱۴- په رمضان المبارک کې دعا قبليږي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم
والله تعالى اعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  

Popular Posts : Most viewed All time


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User