دمباشرت يا له خپلی بی بی سره ديوځايوالی آداب
لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولې د جاهليت د وخت بې شرمۍ له مينځه يوړې د هغه پر ځاي يې په ټولنه کې يوازي اسلامې نکاح منځ ته راوړه .
څنګه چه د ټولنی پر سطحه د نکاح سپيڅلی سنت طريقه شوه همدارنګه د نکاح په منځ کې د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه د دغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دي .
دمباشرت آداب :
۱-
دلومړی ځل لپاره چه کله ناويې له خپل خاوند سره يوځای کيږي سنت طريقه داده
چه اول د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايي بيا دا دوعا
ووايي :
الهم
انی اسلک خيرها وخيرما جبلتهاعليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه ((ای
خدايه زه له تا څخه خير د دغه ښځی غواړم ، په عاداتو د هغه له تا نه د خير
سوال کوم او له شره د هغه پناه غواړم )) .
۲-
دجماع د شروع کيدلو په وخت کې بسم الله ويل ضرور دي چه ډير ذيات برکات لري
يا دا دعا ويل الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ
د شيطان له شره لری وساتی او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا
زمونږ په نصيب کې ليکلی وي )) .
۳- دکورواله په وخت کې بايد سړی ځان لوڅ نه کړی يوه پرده پر ځان واچوي .
اوخپل انسانی کرامت وساتي .حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي : د حيوان په څير ځان مه لوڅوی (د ژوندانه آداب )
۴-
د حيض ( ماهوار د وينی جريان ) او نفاس (د ولادت وينی ) په جريان کې له
ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګۍ يا زخم دی چه پر
دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوي چه درد او تکليف هم
ورسره وي ،نو په دغه وخت کې يو ځای کيدل د نر لپاره د سختو مرضو سبب ګرځی
او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
همدارنګه
نفاس او د ولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لري او دغه وخت هم ښځی سخت
مرګونی دردونه تيرکړی وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .
الهی لارښوونه :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
((
پوښتنه کوي له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا
يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ،
کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل رواه دی ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .
بلکی
د احترام او قدر په سترګه ورته وکتل شي ځکه هغه د الله جل جلاله د يو بشر د
تولد لپاره سختی قربانی ورکړی وي او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم
دت صفيې مخکنی تياری وي .
۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف کې يوځايوالی سخته کناه ده .
بې حده لويه بې شرمی ده چه په حيواناتو کې هم داسې کار وجود نلری
ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع) قوم څنګه تباه شو .
پدی
اړه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايی : هغه کس ملعون يا لعنتی دی چه
له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کې جماع وکړي (رواه
ابوداود ،احمد ) .
۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يو راز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې ننګی ده .
د
حضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم
فرمايی : چه دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې
وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوي (رواه مسلم ).
- رياكول په دين كښ په خپل بدن باندى
- رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُجِبْ دَعْوَتَكَ... قارىء : حاتم فريد
- رڼاګانې پنځه دي
- زكوات دادن براي مدارس دينى
- زلزلوں کی کثرت کا سبب
- زما کلے
- زمزم ;فائدے
- زمزم سے استنجاء
- زمونږ هدف اومقصد
- زمونږ ويب پانی په اړه
- زموږ دعاګانی ولی نه قبلیږی؟
- زنا کی تباہ کاریاں
- زندګي ازدواجي
- زه ازاد افغانستان يم
- زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
- زيبائش واّرائش استعمال شانه خضابي ورنگ
- زړه او غم
- زړه حمله او نښې
- زکاۃ کے مسائل کا انسائیکلو پیڈیا
- زیادہ گوشت خوری مضرِ صحت
- زیارتونه ، مندرونه
- سائنس دان گنجے پن کے علاج کے قریب پہنچ گئے
- سائنسی تحقیقات قران پاک کی روشنی میں
- سادگی کیا ہے؟
- سانحہ ٔ کربلا
- سانس کي بدبو
- سب سے مہنگا کمپیوٹر ماءوس
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.