Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, July 16, 2012

د رمضان المبارک د استقبال د پاره (10) وسائل


۱- صادقانه توبه :صور اسلامية متحركة (179).gif
توبه ايستل خو هر وخت واجب دي ، مګر د رمضان المبارک د راتګ سره سم خاص اهميت لري چې په توبه ايستلو بيړه وکړي : توبه د ده او الله تعالی تر مينځ له ګناهونو ، د ده او خلکو تر مينځ له حقوقو څخه ، او کله چې د رمضان مبارکه مياشت داخله شي په ښه شان په اطاعت او عبادت کې د زړه په اخلاق او اطمنان مشعول شي .
الله سبحانه و تعالی فرمايي : ( وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ) النور/ من الآية 31 .
(او ای مؤمنانو ! تاسې ټول الله ته توبه وباسئ ، هيله ده چې بری ومومئ )
او د اغر بن يسار رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ تُوبُوا إِلَى اللَّهِ فَإِنِّي أَتُوبُ فِي الْيَوْمِ إِلَيْهِ مِائَةَ مَرَّةٍ ) رواه مسلم ( 2702 ) .
(ای خلکو ! الله تعالی ته توبه وباسئ ، زه هر ورځ هغه (جل جلا له ) ته لس ځله توبه او استغفار کوم ).
۲- دعاء :
کله چې د رمضان المبارک مياشت را ورسيږي مسلمان به د هغه د پاره د خير ، توفيق او په شان روژه نيولو او عبادت کولو او نيکو اعمالو د سر ته رسولو دعا کوي .
لکه څنګه به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د رمضان نه مخکې داسې دعا کوله : ( اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان ( رواه أحمد والطبراني ) .
او کله چې د رمضان مياشت وليدل شي داسې دعا کول په کار دي : ( الله أكبر اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان والسلامة والإسلام , والتوفيق لما تحب وترضى ربي وربك الله ) ( رواه الترمذي , والدارمي , وصححه ابن حيان)
۳- د ددې عظيمې مياشت په راتګ خوشحاله کيدل :
ځکه دا عظيمه مياشت د الله تعالی لخوا د مسلمان د پاره يو ستر انعام دی ، رمضان د خير موسم دی ، هغه موسم چې د جنت دوازې پکې پرانيستل کيږي د دوزخ دروازې پکې تړل کيږي ، دا د قرآن مياشت ده او د مسلمان د پاره د خير او نيکو اعمالو زخيره کولو يو لوی جانس دی .
قال الله سبحانه و تعالى : ( قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ) يونس/58 .
(او ووايه : دا د الله ښګېګنه او د هغه لورونه ده چې دا شی واستوه نو په دې بايد خلک خوشحالي وکړي دا له ټولو هغو شيانو څخه غوره دي چې خلک يې را ټولوي )
۴- د احکامو او فضائلو زده کړه :
د رمضان المبارک د راتللو سره به مسلمان د روژې په احکامو او مسائلو ځان او خپل اهل خبروي او همدارنګه د رمضان المبارک فضائل به لولي تر څو په ښه اخلاص د روژې نيولو او په هغه کې د عبادت او اطاعت کولو ته د زړه په اخلاص چتموالی وښيي .
۵- د الله تعالی حمد او شکر :
د رمضان المبارک په را رسيدلو به مسلمان د الله تعالی حمد او شکر ادا کوي په داسې حال چې دی په صحت جوړ دی او د رمضان المبارک مياشت ورباندې را روانه ده ، په بنده باندې د الله تعالی تر ټولو ستر فضل دا دی چې هغه ته د عبادت کولو توفيق ورکړي ، کله چې په مسلمان باندې د رمضان مياشت راشي هغه به د الله حمد او شکر څنګه چې د الله (جل جلا له ) له ذات سره مناسب دی ادا کوي او په ډيره خوشحالی به د هغه استقبال کوي (کتاب الاذکار امام نووی رحمه الله ) .
۶- د رمضان المبارک په راتګ سره خوشحاله کيدل :
د رمضان المبارک په راتګ سره به مسلمان د خوشحالی احساس کوي ځکه دغه ډيره عظيمه د برکت او خيرات مياشت ده، په دغه مياشت کې د الله تعالی رحمتونه نازليږي .
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به صحابه کرامو ته د رمضان المبارک د راتګ زېری ورکولو او دوی ته به يې فرمايل : جاءكم شهر رمضان , شهر رمضان شهر مبارك كتب الله عليكم صيامه فيه تفتح أبواب الجنان وتغلق فيه أبواب الجحيم … الحديث . ( أخرجه أحمد ) .
همدارنګه صحابه کرام ، و تابعين به د رمضان المبارک د مياشتې راتګ ته خوشحاله کيدل ځکه دغه مياشت د نيکو کارونو موسم او رحمتونو د نزول مياشت ده  .
۷- د رمضان المبارک د پاره ټيګ عزم کول تر څو په ښه شان به ژوره نيسم او په دغه مياشت کې به د منکراتو څخه ځان ساتم :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَن لّم يَدَع قَولَ الزُّور وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُاَن يَّدَع َطَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )
ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی د ده د خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .
د دينوي مشغولتيا څخه لږ تر لږ ځان ګوښه کول او په رمضان مبارک د عبادت د پاره د شپې او ورځې يو منظم پروګرام جوړول تر څو د دغه ستر جانس څخه غوره استفاده وشي .
له بده مرغه نن ډير خلک په روژه کې خپل ځان ته ډير مشغولتونه ګوري تر څو د روژې د لوږې او تندې څخه يې پام بلې خوا ته وي او اخروي اعمالو ته توجه نه کوي .
اصلاً د روژې هدف دا نه دی چې يوازې خوله له څه خوړولو او څښلو وتړل شي بلکې روژه يوه لنډه تربيوي دوره ده څو د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبې وسيو خبر شي اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بې ګټی زهرجنو شيطانې اعمالو منع شي .
۸- دعوت الی الله
د خپل ولس موافق دعوت الی الله ، د اسلامې کتابونو ، رسالو ، بيانونو او اسلامې مطالبو تقسيمول .
۹- د زکات او صدقاتو د پاره چمتوالی :
چا چې مخکې د کال زکات نه وي ادا کړی هغه به خپله پانګه حساب او د زکات د مستحقينو ليست دې چمتو کړي تر څو په دغه عظيمه مياشت کې چې صدقات ډير ثواب لري خپل زکات او صدقات پر مستحقو کسانو وويشي .
ابن عباس رضی الله عنه وايي: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَجْوَدَ النَّاسِ وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ الْقُرْآنَ فَلَرَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَجْوَدُ بِالْخَيْرِ مِنَ الرِّيحِ الْمُرْسَلَةِ. (بخارى:6)
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو خلکو زيات سخي وو او ده زيات سخاوت نظر بل وخت هغه وخت وو چې لکه به په رمضان کې جبريل امين ده ته تشريف راوړلو . جبريل به ټول شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم سره قرآن تکرارولو، او آنحضرت صلی الله عليه وسلم په خير او نيکۍ کې د تيز باد څخه زياته بيړه کوله .
۱۰- په رمضان المبارک کې د ښې معاملې او سلوک کولو د پاره چمتوالی :
الف ) : د الله جل جلا له سره ښه معامله هغه ته په صدق توبه ايستل او د هغه جل جلا له د ښه عبادت د پاره چمتوالی .
ب) : د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت کول او د هغه نقش قدم باندې عمل کول .
ج ) : د مور او پلار خپلوانو سره ښه سلوک کول .
د ) : د خپلې ميرمنې او اولاد سره مهربانه رويه اختيارول :
ه ) : په خپلو ماتحتو او مزدانو باندې کار سپکول .

من رسالة لإستقبال رمضان شيخ محمد صالح المنجد و وسائل لاستقال رمضان خالد بن عبدالرحمن الدرويش

و الله سبحانه و تعالی اعلم


آن لاين اسلامې لارښود

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27.  

Popular Posts : Most viewed All time

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User