Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, June 7, 2012

د خاوند د اجازې بغير آرايشګاه ته تلل



که د یوانسان ښخه بیدون دمیړه دی ایجازی بازار  یا آرایشکاه ته لاره شی سه حوکم لری ؟
عبادالرحمن

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول دا چې : ښځې ته جايزه نه ده چې بې ضرورته د خاوند د اجازې بغير له کور څخه ووځي په دليل د دغه حديث شريف :
وقول عائشة رضي الله عنها للنبي صلى الله عليه وسلم : ” أتأذن لي أن آتي أبوي “. البخاري (4141) ومسلم ) .
همدارنګه ښځې ته جايزه نه ده چې د خاوند د اجازې پرته کوم څوک کور ته ننباسي ، په دليل د دغه حديث شريف : ولا تأذن في بيته إلا بإذنه ، ….” . رواه البخاري ( 4899 ) ومسلم ( 1026 ) .
دوهم دا چې : آرايشګاه د فساد مرکز او د قبيحو افعالو ورکشاپ بلل کيږي آرايشګاه ته د مسلمانې ښځې تلل په لاندې دلائلو جواز نه لري :
۱- په آرايګاه کې د شريعت خلاف سينګار تر سره کيږي لکه : د ورځو جوړول ، د سر د ويښتانو قيچي کول ، د نيمه بربنډو جامو سينګار ، د سر جالی او داسې نور …….. چې دا ټول حرام دی ، الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ارايشګاه واله او هغه ښځه چې ارايشګاه ته ورځي لعنت استولی دی :
 لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای جل جلا له په خلقت کې تغير راولې .
همدارنګه فرمايي : نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم  ان تحلق المراة راسها.
۲- ښځه به پخپل کور کې د خپل خاوند د پاره ارايش او سينګار کوي ، نه د خپل کور څخه بهر نه د بيګانه خلکو د پاره ځکه داسې کول تبرج دی او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی :
له أبوهريره رضي الله عنه روايت دی چه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ويل للنساء من الأحمرين الذهب والمعصفر» (أخرجه ابن حبان والبيهقي في شعب الإيمان).
زيان او هلاکت دی هغو ښځو لره چې (دوه سره څيزونه ) لکه : زيورات او خوشبويي بيګانه خلکو ته ښکاره کوي.
أبو موسى أشعري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا استعطرت المرأة فمرت على القوم ليجدوا ريحها فهي كذا وكذا، قال قولاً شديداً، وفي لفظ: فهي زانية» (حسن صحيح أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي ).
کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .
فضاله بن عبيد رضي الله عنه څخه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم) .
د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی ) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي ، او هغه ميځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلی وي او په همدې حالت کې مړه شي ، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي ) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسان عذاب درناک او سخت دی .
تبرج : بيګانه خلکو ته د سيګار ښکارول .
 ۳- د خپل کور نه بهر بل ځای کې د جامو ايستل او بدلول :
 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :: «أيما امرأة وضعت ثيابها في غير بيت زوجها فقد هتكت ستر ما بينها وبين الله» (صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه).
هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او خدای جل جلاله تر منځ پرده څيرې کړی ده .

د ښځې تأديب :
دا چې نارينه د خپل اهل عيال پر وړاندې مسؤل دی نو اسلامې شريعت هغه ته اجازه ورکړی ده چې د خپل اهل د اصلاح په نيت د د دوزخ څخه د خلاصون په نيت خپلې بی بی ته څه داسې جزا ورکړي کوم چې اسلامې شريعت تعين کړې ده .
قوله تعالی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْعَلَيْهَا
ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی .
وقوله تعالى : ( يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم ناراً وقودها الناس والحجارة ) التحريم/6 .
ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه چې خس يې خلک او تېږي دي وساتئ .
تأديب عبارت له : اول نصيحت بيا د خپلې بی بی څخه د بسترې جلا کول ، که په دې سره اصلاح نه شي لږ لږ وهل .
قوله تعالى : ( واللاتي تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن في المضاجع واضربوهن ) النساء/34 .
او هغه ښځې چې د هغوی د بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که ( په نصيحت سمې نه شوې ) د خوب ځای يې جلا کړئ (او که په دې هم سمې نه شوې ) و يې وهئ نو که غاړه يې کيښوده نو بيا پرې ( د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ باور وکړئ چې الله جل جلا له  له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .
د احنافو په نزد تأديب په څلورو ځايونو کې دی ۱- چې لمونځ نه کوي ۲- د طهر په حالت کې بغير له عذر څخه د جماع نه مخ اړوي ۳- د کور څخه بې اجازې وځي ۴- د خپل خاوند د پاره د سينګار ترکول .
وقد ذكر الحنفية أربعة مواضع يجوز فيها للزوج تأديب زوجته بالضرب ، منها : ترك الزينة إذا أراد الزينة، ومنها : ترك الإجابة إذا دعاها إلى الفراش وهي طاهرة ، ومنها : ترك الصلاة ، ومنها : الخروج من البيت بغير إذنه .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود



  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User