Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, June 7, 2012

مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته هميشه فکرمنه وي



دمسلمانی بی بی صيفات
ګرانو مسلمانو وروڼو اوخوندو !
داسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشي دومره کټی حکمتونه به پکې وي چه په ليکلو يی کتابونه ډکيږي .
داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته امن ،سکون ،خوشحالې ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت وي ، رشوت ،غلا ،بی حيايې ،خيانت به نه وي .
داچه نن ځنی کسان څه يی چه په مخ ورځې مخ نه ور څخه اړوي دا دوی خپله بی غيرتي ،بی ننګي دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايې ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانې نه شي کولای .
اوس به راشو دمسلمانی بی بی صيفاتو ته :
 
۱- ستر : - دځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بې حېا ېو له منځه وړل ؤ ، قرآنکريم مسلمانوبيبيانو ته داسې لاښونه کوي :
 وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ….. (النور۳۱ ).
(ا و ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګې خپلی او ښه ټينګ دی وساتي
 ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کې ) اونه دی ښکاروي زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږي له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کې ) او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر
داچه ستر کومه اندازه په کومو شرايطو ورسته به اسلامی حجاب کې ذکر شي    .
 
۲- دخاوند(ميړه ) اطاعت کول :
مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوي او دقدر په سترګه به ورته ګوري ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی .
داسلام دسترپيغمبر ارشادات مسلمانی بی بی ته :
دابی هريره (رض) روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :
لاَ يَحِلُّ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ وَزَوْجُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإذْنِهِ ، وَلاَ تَأذَنَ فِي بَيْتِهِ إِلاَّ بِإذْنِهِ ( متفق عَلَيْهِ )
((دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کې دهغه داجازی پرته (نفلی ) روژه ونيسي ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل چاته اجازه ورکړي . اوبل حديث شريف کې دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی )).
همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی (رض) نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايې:
اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ ( تَرمذي ،نساءيی ).
((کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي )).
د
رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي.
 
۳- دحيا ساتنه :
مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته هميشه فکرمنه وي .
- د خپلی آبرو او پاک لمنتوب د ساتنې خيال ساتي ځکه که دميړه په زړه کې داسی کوم شک پيداشي ، نوبيا دښځی يوه نيکې اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشي .
که خدای (ج)  مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږي نوبيا د ژوند خوند آبرو او غزت هرڅه له منځه ځي .
پدی اړه قرآنکريم دالمؤمنون په سورت کې د شيږو صيفاتو لرونکو ته د کاميابی زيری ورکړی .
۱- هغه کسان چه دوی په لمونځوخپلو کې عاجزی کوونکې ويرودوونکې وي (له الله ج نه ).
۲- هغه کسان چه دوی له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکې دي ، ۳- هغه کسان چه دوی د زکوة  ادا کوونکې دی۴ ،- هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکې دي ، ۵- هغه کسان چه دوی د امانت او وعدو رعايت کوونکې دي ، ۶- هغه کسان چه دوی دلمونځو ساتوونکی وی (پنځه واړه لمونځونه پرخپل وخت ادا کوي ).
د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي .
 
۴- تقوی او دينداری :
 کومه ښځه  چه تقوای او دينداری ولری هغه به تر ټولو غوره بی بی مور وي ، کورنۍ ولس او ټولنی ته به دينداره اولاد وړاندې کوي .
 داسې بی بی به دکوراوخپل خاوند لپاره يو برکت او الهی رحمت وي  .
نوضرور ده چه مسلمانه بی بی پر ټولو اسلامی احکامو کلکه پاپنده وي ، پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت وکړي خير که مو کارونه ډير وي يا د اولاد روزنی مشعوله کړی وی ځان په وخت لمانځه ته وزګار کړی هسی هم د دينا کارونه نه خلاصيږی ، هغه کسان چه بی وخته لمونځونه کوی يا له لمانځه څخه غافله وي قرآنکريم   دغه  کسانو ته په سختو ويرولو سره داسی  خبرداری ورکوي   :فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ۴ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ(الماعون ۴-۵)
 (( دويل کنډه يا بربادی ده هغه کسانو لره چه دوی له لمونځونو خپلو عافل او بی پروا دي  )) .
همدارنګه نور ټول الهی اوامير ته تسليمی د کاملی مسلمانی بی بی صيفات وی چه داسی بی بی ته په بار بار  الهی او نبوی ص  ارشاداتو  کې  دجنت زيری ورکړشوی  دی .
 
۴- دخاونددکورسامان ساتنه :
مسلمانه بی بی به د خپل خاونددکور سامان ساتنه کوي له واده نه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وي داسی نه چه هغه يې کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسئ
دقرېشو دښځو په ستاېنه کې نبی کرېم   صلی الله عليه وسلم فرمايې:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دي ،پراولاد ډېری مهربانه دي اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکې دي (بخاری) .
 
۵- داولاد روزنه :
اولاد دخدای (ج) ستر نعمت وګنئ اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شي .
د اولاد په تعليم او تربيه کې د زری قدرې غفلت هم ستاسو د دنيا او آخرت ذلت او رسوايې ده ځکه مات لاس غاړې ته ځي ، اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندې وي په تيره بيا چه پلار يې مسافروي .
ترهرڅه مخکې خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او ديندارۍ عادت کړئ ځکه يواځی مسلمان او تقوی داره اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږني او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړي .
 
۶- نظافت او پاکوالی :
د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالې اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دي لاره کې دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وي نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنۍ عزت به مو مخکې په سند وړی وي نو پاکۍ ته ډېر پام کوی ،ځان خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون چه د خپلوانو کره ځی نوښه ځان سنګاروی

 

 

 

  1. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  2. ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
  3. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  4. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  5. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  6. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  7. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  8. تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
  9. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  10. جور كردن دوكان ها زيرمسجد
  11. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  12. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  13. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  14. خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
  15. خريد فروخت باغات وميوه جات
  16. خصوصی نشریات
  17. خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
  18. خواب كردن در مساجد
  19. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  20. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  21. د قربانی ېو اهمه مسئله
  22. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه
  23. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  24. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  25. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  26. د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
  27. د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
  28. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  29. د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
  30. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  31. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  32. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  33. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  34. د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
  35. د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
  36. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  37. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  38. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  39. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  40. د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
  41. د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
  42. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  43. د خوشحال اوسيدلو اصول د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
  44. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  45. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  46. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  47. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  48. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  49. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  50. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  51. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  52. د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
  53. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  54. د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
  55. د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
  56. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  57. د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
  58. د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
  59. د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
  60. د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟
  61. د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
  62. د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
  63. د لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟
  64. د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟
  65. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  66. د ليزر شعاع په وسيله د اضافي ويښتانو لرې کول
  67. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  68. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  69.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User