Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, August 5, 2012

پوښتنه: ایا غوږ ته په دوا اچولو روژه ماتيږي؟



پوښتنه: یو مریض که غوږ ته دوا  واچوي د روژې په ورځو کي دده روژه څنګه ده ایا ماته ده، مکروه ده او که صحیح ده ؟  

د پوښتني کونکي نوم : سید شاه سعادت    

جواب : په روژه کي وغوږو ته د څاڅکو په دوا اچولو روژه ماتیږي په هدا یة کي وایي : ( وَمَنْ احْتَقَنَ أَوْ اسْتَعَطَ أَوْ أَقْطَرَ فِي أُذُنِهِ أَفْطَرَ) لِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ } وَلِوُجُودِ مَعْنَى الْفِطْرِ ، وَهُوَ وُصُولُ مَا فِيهِ صَلَاحُ الْبَدَنِ إلَى الْجَوْفِ ( وَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ ) لِانْعِدَامِهِ صُورَةً .او که څوک په روژه کي اماله ووهي او یا په پزه یا غوږو کي دوا وڅڅوي په دې سره يې روژه ماتیږي، ځکه چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي روژه په هغه څه ماتیږي کوم چي بدن ته ننوځي او بله وجه يې دا ده چي دا ټول د بدن د اصلاح او روغتیا د پاره بدن ته دننه ننوځي  نو دا هم د ماتولو یعني د چيښاک او خوراک په معنا دي خو کفاره نه په لازمیږي ځکه د صورت له مخي د خوراک او چيښاک په شان نه دي ( وَلَوْ أَقْطَرَ فِي أُذُنِهِ الْمَاءَ أَوْ دَخلَهُ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ ) لِانْعِدَامِ الْمَعْنَى وَالصُّورَة.

 او که څوک په غوږو کي اوبه وڅڅوي او یا غوږو ته يې اوبه ننوځي روژه يې نه په ماته کیږي، ځکه دا نه په ظاهري شکل خوراک او چيښاک ګڼل کیږي او نه د بدن اصلاح په راځي چي د خوراک او چيښاک په معنا دي وبلل شي.
 نو ددې څرګندولو په اساس که روژاتي په پزه یا په غوږو کي د څاڅکو دوا واچوي روژه يې په ماتیږي خو کفاره باندي نسته فقط د یوې روژې قضا به راوړي او که په پزه یا غوږو يې اوبه ننوځي او یا غوږونه پریولي د غوږو د پریوللو د پاره اوبه غوږو ته ننباسي په دې يې روژه نه ماتیږي .ځکه زمونږ د ائمه کرامو د څرګندنو څخه چي څه معلومیږي هغه دا دي چي هر شی چي د خلاصو منفذونو د لاري دماغ او نس ته ننوځي او په هغه د بدن اصلاح راځي یعني د غذا یا دوا ځای نیسي په هغه روژه ماتیږي. 
خو په فتح القدیرکي ابن الهمام رحمة الله عليه و غوږ ته د اوبو د ننایستلو مسئله د قاضي خان څخه داسي بیانوي : 

إذَا خَاضَ الْمَاءَ فَدَخَلَ أُذُنَهُ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ .وَإِنْ صَبَّ الْمَاءَ فِيهَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَالصَّحِيحُ هُوَ الْفَسَادُ لِأَنَّهُ مُوَصِّلٌ إلَى الْجَوْفِ بِفِعْلِهِ فَلَا يُعْتَبَرُ فِيهِ صَلَاحُ الْبَدَنِ .که څوک په اوبو کي غوټه شي او اوبه يې غوږو ته ننوځي روژه يې نه په ماتیږي او که څوک په غوږو کي اوبه واچوي پدې مسئله کي د علماء اختلاف دئ صحیح قول دا دئ چي روژه په ماتیږي ځکه که څوک په خپله نس ته یو شی ورسوي دلته که څه هم دا شی د بدن د پاره ګټمن نه وي یعني غذا او دوا نه وي بیا هم روژه په ماتیږي.

ابن الهمام رحمة الله علیه په فتح القدیرکي د مخکني حدیث یعني : { الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ } اړوند وایي چي دا حدیث که څه هم ځني کسان ثابت نه بولي ځکه دا حدیث ابویعلی الموصولي په داسي سند رانقل کړی دئ چي په هغه کي ناپېژندلي روایت کونکي سته خو په موقوف ډول بېله کوم شک څخه د ډیرو کسانو څخه رانقل سوی دئ چي د هغوئ د جملې څخه یو ابن عباس او بل علي رضي الله عنهما دي چي دوی وایي : (الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ) هر شی یعني غذا یا دواء چي بدن ته دننه ننوځي په هغه روژه ماتیږي 

مولوي محمد عمر خطابي
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه



  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
  26.  
  27. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  28. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  29.   بسم الله الرحمن الرحيم الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله اسلامی سافٹ وير 2012  چه ډېر ېو عجیبه سافټ وېر دې دونل...
  30. {1} سلامونه عطرو سر تيلو سره روزه خرابي كي شرېف امان  {2} السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ایا د بدن د ښه بوی لپاره چه کومه خو...
  31.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  32. سلام زما یوه پوښتنه ده . چی په اسلام کښی د روژی ماتولو څه حکم ده .یعنی مونږ په اطاق کښی اته ملګری یوو څوک په تلویزون روژه ماتوی ،څوک...
  33. پوښـتنه: ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـ...
  34. ټولو کارکوونکو او کتونکو ته  اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! زما يو څو پوښتني دي هيله ده راته يي مفصل ځواب کړي د روژي په مبارکه مي...
  35. د واده لومړۍ شپه   ډاکټر سباوون محترم ډاکتر صاحب سباوون په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم ډاکتر محترم : زه یوه میاشت وروسته ...
  36. هډوال وېب له طرفه اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ ېو وېډېو دهډوال وېب له طرفه نشر شوه هیله ده ...
  37. دغه پاڼه د بې کسۍ او بې وسۍ سره سره چې ډیر کسان لا تر اوسه ورباندې خبر هم نه دي د جذب او تيز فعاليت په درلودلو سره د نړی د سلو ټاپ...

    Popular Posts : Most viewed All time

     
  38.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User