په روژه کې قی وهل
همدا راز په قي وهلو روژه نه ماتېږي، خو که يې قصدًا په ډکه خوله قی وواهه روژه يې ماته ده، قضاء به راوړي:
ژباړه:
که چېرې چا ته خودبخوده قی راغی، نو روژه يې نه ده ماته په دليل د دې قول د
رسول الله ص که چا قی وواهه، نو قضاء نشته، ليکن که يې قصدًا قی وواهه، نو
قضا به راوړي. (الهداية کتاب الصوم صفحه ٢٠٠)

