په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
نښې: زیاته خوله کول، کمزوري، ستړیا، د انرژی کمښت، پرکالتوب خصوصا د
جیګیدلو په وخت کي، الوتى رنګ او بې سیکه احساس چې دا حالت اکثره د ماسپښين
وخت كې واقع کیږي.
لاملونه: د کمو اوبو څښاک، د وجود د مالګي کمښت.
درملنه: ځان سوړ ساتل، د اوبو او د مالګي زیات اخیستل.
پاملرنه: که پورته نښي ولرى، نو د ویني ټیټ فشار باید د فشار آلي په
واسطه معلوم شي. او د جیګ فشار لرونکي خلک باید په روژه کی خپلي دوا ته
پاملرنه وکړي او د خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.
• سردردي
لاملونه: د تنباکو او کافینو زياد استعمال، د خوب کموالي، د ورځي په اخر
كې اکثره لوږه، د فشار ټيټیدل، سر درد او حتی د زړه بدوالي هم کیدای شي له
روژه ماتي د مخه پیدا شي.
درملنه: د تنباکو او کافین(نصوار او سګرټ) د روژی څخه دوه اونۍ د مخه
ورو ورو پریښودل او پر ځای یي د یو څه وخت لپاره د چای استعمال. په روژه کی
د داسې مهالویش جوړول چې خوب ته هم کافی وخت ولرى
• د ویني ټيټ شکر
نښې: کمزوري، پرکالي، ستړیا، په اسانۍ سره خوله، د وجود ریږدیدل، د فزیکي کړنو وس نلرل، سر دردي.
لاملونه: پرمختللى شكر، په پيشمني كې ډير خواږه اخيستل او د بدن د انسولين لوړوالى.
درملنه: په پیشمني یا سحري کی د داسي خوړو خوراک چې کم خواږه یا ګلکوز ولري.
پاملرنه: د شکر ناروغان ښايي په روژه کې د خپلي دوا خوړلو اندازې بدلې کړي نو د خپل ډاکټر سره د مشوره وکړي.
• د عضلاتو درد
لاملونه: په خوړو كې د کلسیم، مګنیزیم او پوتاشیم کمښت.
درملنه: د پورتنيو منرالونو لرونکي خواړه خوړل لکه، سبزي، میوه، لبنیات، غوښه او خرما.
پاملرنه: د جیګ فشار او ګردو د کاڼو د ناروغیو لرونکي ناروغان دی له ډاکټر سره مشوره وکړي.

