Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, July 1, 2012

اسلام ته د غير مسلمو د دعوت طريقه




{2}

سلام سنگه کولی شم یوی کافری ته د دین دعوت ورکرم له کوم زایه باشد شروع وکرم


خارج کی یوه جلی ده هغه عیسوی دی دا منی چی الله یو دی اوس خو یی دا هم راسره منلی چی محمد یو منونکی رهبر دی
دا راته ووایه جی له کومه زای ورته شروع وکرم تر سو په اسلام مشرفه شی
بخنه دیره زیاته غوارم که دا پوشتنه راته افلین ولیکی نو خوخ به شم او دی پوشتنی ته دیر سخت ضرورت لرم .

{1}
 
اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ

امید دی چی  دروغ صحت خاونداوسی

 محترمه منصور صاحب غواړم چی یوه موضوع درسره شریکه کړم هغه دا چی زه یو امریکایی دوسته لرمه چی ماسره روزانه په انټرنیټ باندی رابطه کو ما هغی ته داسلام دعوت ورکړو هغی ډیره دلچسپی وښوده او غواړی چی لازیات معلومات داسلام په باره کی حاصل کړی نو که تاسوراسره مرسته وکړی چی څنګه کولای شم  نومړی ته د اسلام دین اسانه او بل اخره مسلمانه شی داسی معلومات راکړی چی هغه په انکلیسی ژبه وی او  که دهغه امریکاینو کیسی درسره وی چی اوس اوس یی اسلام قبول کړی وی چی نومړی ورڅخه عبرت واخلی




ستاسو د جواب په طمع
نقیب الله حقمل هډه وال

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الله تعالی دې ټولو مسلمانانو ته دا همت او توفيق ورکړي تر څو د مسلمانانو د لږ بې کسه او بې وسه د فتح اسلامې کاروان سره يو ځای شي کوم چې د دين د نصرت او بقاء د پاره هلې ځلې کوي .
الله تعالی دې مونږ ته هم ددې توفيق راکړي چې د نړی هرې برخې ته د دين په رسولو کې برخه واخلو ، الحمدلله نن عصر د اسلام مقدس دين په ډير سرعت او چټکی سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته روان دی .
ان شآء الله ډير ژر به اسلام ته د غير مسلمو د دعوت د طريقو ټول ضروري مطالب په مخصتر ډول را ټول کړو .
د اوس لپاره په لاندې لينکونو کې د اسلامې دعوت طريقې او لارښوونې وګورئ :



**********************************************


اسلامی امت ته ورپاتی ستر مسئوليت (دعوت )

امربالمعروف او نهی عن المنکر

په هره زمانه الله (ج)  دانسانو داصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دی  چې ورستی او خاتم النبين پيغمبر حضرت محمد (ص) دی .
ولی تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځی ؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:
۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي  او دې  ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندی شي .
۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي  نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
۳- چې دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي  چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري  .
نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري  نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .
نواوسنی نړۍ نوی  تعليماتو ته  هيڅ ضرورت نلري  ځکه قرآنکريم  موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره  دهغه اقوال  او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي  .
همغه د محمد رسول الله  (ص)  دوخت تعليمات  په ټوله نړی کې داسې  روان دي  چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص)  ژوندی دی .
نو ثابته شوه چې  د پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی  .
د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص)  امت  غوره د امتونو دی  .
قوله تعالی :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب  (ج) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي  )).
دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي  غالباً حکمت په وينا کې  چه علم او موعظه او يا حکمت  د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي .
ابن زيد حکمت  داسې تعريفوي  : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف دعوت سبب شي  اويا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دي .
په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دي .
د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي دهغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .
(وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او    د داعی دعوت قبول کړي .
(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دعوت شرطونه
هغه کسان چې د الهی دين طرف ته بلنه کوي خلق د نيکی طرف ته بولی او له بدو کارونو خلق منع کوي  دده دعوت ،وعض او نصيحت به هغه وخت ګټور وي چې په لاندې شرايطو برابر وي  او که په لاندې شرايطو برابر نه وي ( د حکمت په طريقه ) نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې هيڅ اثر هم نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه صدمه شي .
دنبوت او خلفاء راشدينو په وخت کې چې اسلامې دعوت په حکيمانه ټوګه روان ؤ په ډير لنډوخت کې تقريباً ټولی نړی ته دين ورسيدو او اوس چې سوونه کاله تير شوي دي  داخو پر ځای پريږده چې نړي ته مو دين ونه رسولو بلکی خپل کور،کلی او ولس مو لاهم  د اسلام په ٪30 احکامو خبر نه کړل !!!!
۱- تقوی : دتقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو انجامول اود ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .
کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي  دپوهی او ادراک قوه يې لوړيږی  او الله تعالی (ج) دده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .
قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴).
د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده د اسلامې امت داعی به د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .
د داسې کس په اړه سخت وعيد دي
حديث :عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267).
ژباړه : اسمامه رضی الله عنه  وايې چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې ارويدلی چې ويې فرمايل :دقيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته وروغرځول شي اوپه تيزی سره به يې کلمی د باندې تويې شي په خپلو کلمو به دخره د څپر په شان غوبل کوي . دوزخيان به  دده چاپير راټول شي ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی آيا ته نه وي چې مونږ ته  به مو امربالمعروف  او نهی عن المنکر نه کولو؟ وايې به هو تاسې ته به مې په نيکی امر کولو خو خپله به می نه انجامول او تاسې به مې د منکر کار څخه منع کولی خو خپله به می انجامول .
۲- اخلاص :
يعنی  د دعوت  نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .
داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته  دعوت  کوي  ،يعنی ددی پرځای چې خلک د الله (ج)  دين ته دعوت کړي  خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .
دا ډير تباه کونی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لری  الله تعالی (ج) دې مونږ تری وساتی .
۳- علم :
بل شرط د دعوت لپاره علم دی  قوله تعالی  :
قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)
(( ووايه دغه لاره زماده چې خلق بولم د الله طرف ته  په بصيرت ( علم او ښکاره بيان  ))
حسن بصری رح  پدی اړه وايې : عمل کونکی بدون له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې  ورکه کړي وي .
۴- تواضع  :
ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړ لو ته تواضع وايې .
تواضع د خدای (ج)  د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده  نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق(رض) فرمائيلی : هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه د دټيټی مرتبی  مسلمان هم د خدای (ج)  په نزد لوی او محترم دی .
اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي .
۵- حلم :
حلم د قهر او غوصی په وخت کې د نفس کنترولوته او عقل نه کار اخيستلو او دعفوی او بخشش لاره غوره کولو ته  وايې .
چې د يوه دعوتګر لپاره آساسی شرط ګڼل کيږی  ځکه  دعوت ورکونکې هدف د زړونو لاس ته راوړل  او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .
حضرت علی (رض)  زړه د يوه حيوان سره تشبح  کړی  چې يوازی  په نرمی رام کيږي او بس .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دعوت فضيلت او دمسئوليت د نه احساس  وعيد
إذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”.(ابوداود 4345 ).
دحضرت عرس بن عميره (رض)د  رسول الله (ص) نه روايت کوي چې هغوی صلی الله عليه وسلم  وفرمائيل : چې کله په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) اوچې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدی ګناه راضی وي نوهغوی د هغی خلکو په په شان دی کوم چه دغه ځای کې اوسی ( د دوی په کناه کې به شريک وي ).
عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود 4339 ).
حضرت جابر وايي چې ما له رسول (ص) نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي چې دشريعت خلاف کارکوي (ګناه کوي ) او د دغې ټولنې خلک د توان او قدرت سر بيره د هغه اصلاح نه کوي دا کسان به الله ج له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړﺉ .
مطلب داچې دفساد پروړاندې بې پروايې اختيارول دالله په نزد داسې ګناه ده چې د آخرت د سختی سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ).
کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).
عَنْ أَبِي رَافِعٍ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 ).
که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پريوزی غوره دی ( طبرانی ) .
عن جابز قال قال زسول الله صلي الله عليه وسلم اوحي الله عزوجل الي جبزئيل عليه السلام ان اقلِب مدينة كذا و كذا بِاهلِها فقال يا رب ان فيهم عبدك فلانا لم يعصك طرفة عين قال تعالي اقلِبها عليه و عليهم فان وجهه لم يتمعر في ساعة قطُّ ( رواه البيهقي في شعب الايمان ).
دحضرت جابر (رض) نه رواِت چې  رسول الله (ص) وفرمائيل : چې الله تعالی(ج)جبرائيل علیه السلام ته حکم وکړ چه فلانی کلی سره له خپلی ټولی آبادی په بل مخ کړه ، جبرائيل عرض وکړ چې پدی کلی کې خو ستا فلانی بنده هم دی – چې د ستګی د رپ په انازه يې هم ستا نافرمانی نده کړی دالله (ج) دطرف نه حکم وشو چې دغه آبادی سره ددغه بنده په ټولو باندې واړوه ځکه چې د يوساعت د پاره هم ددغه بنده مخ زما له وجې متغير شوي ندی (البیهقی فی شعب لاایمان).
آن لاين اسلامې لارښود
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

آداب الطفل المسلم......في شكل بطاقات


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User