بسم الله الرحمن الرحیم
د اسلام دریمه بناه روژه ده
دروژی فضيلت :
د نورو امتونو په پرتله د حضرت محمد
صلی الله عليه وسلم امت ته د هری نيکی په بدل کې لس چنده يا تر هغه هم
زياته بدله ورکول کيږي ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .
الهی پيغام دی چه روژه د بنده له
طرفه ماته يوه تحفه ده او زه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به
ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل
پريږدي, نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم (بخاري او مسلم ) .
بل حديث شريف كې راغلي : اِن َّ فِي
الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ
يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).
ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغی ته باب الريان وايې پدی دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوی
خطبی په آخره برخه کې وفرمايل : وهو شهر اوله رحمة و اوسطه مغفرة و آخره
عتق من النار و من خفف عن مملوکه فيه غفرالله له و اعتقه من النار .
( ددی مبارکې مياشتی اوله حصه رحمت
دی دوهمه حصه يي مغفرت دی او آخري دريمه حصه يي د دوزخ څخه خلاصون
دی ،ددينه پس يي وفرمايل کوم سړی چه په دی مياشت کې دخپل خادم يا مزدور په
کار کې تخفيف او کمی وکړي الله تعالی به د هغه مغفرت وکړي او د دوزخ له
اوره به آزادی ورکړي (شعب الايمان للبيهقی ).
عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال
رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها
الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )
له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې
رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه
پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته
رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .
يعنی ټول عمر روژه نيول د يوې ورځی د رمضان په اندازه ثواب نشي پوره کولای چې ددې څخه د رمضان المبارک غوره والی او فضيلت څرګنديږي .
عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه)
له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه
روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د
حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله
عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي .
عن عثمان سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول الصيام جنة من النار کجنة احدکم من القتال ( بخاری ،مسلم ، ابن ماجه )
حضرت عثمان رضی الله عنه وايي : له
رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واوريدل چې فرمايل يې : روژه د اور
څخه داسې سپر او ډال دی لکه چې سپر او ډال وي ستاسې په جنګ کې .
لکل شی ءٍ زکاة و زکاة الجسد الصوم والصوم نصف الصبر ( ابن ماجه )
د هر شي د پاره زکات وي د بدن زکات روژه نيول دي او روژه نيول نيم صبر دی .
لخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک ( بخاری او مسلم )
د روژه لرونکی د خولې بوی الله تعالی تر عطرو او مشکو غوره دی .
شک روژه مه نیسی
په اکثره خلکو کې دا عادت وي چې د
رمضان المبارک څخه يو ورځ يا دوی ورځي مخکې روژه نيسي که ور ته ووايي دا
روژه ولی نيسی نو در ته وايي به که رمضان شو نو فرضي روژه به وشميرل شي او
که نشو نو ثوابي روژه به وشميرل شي چې ددې ته شک روژه وايي .
او بغير له شک روژې هم داسې کول منع دي مګر هغه څوک چې دايم په روژه نيولو يا په مياشت کې دری ورځې په روژه نيولو عادت وي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه
عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لا يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ
رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ إِلاَّ أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ
كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ». (بخارى: 1914)
ژباړه : ابوهريره رضی الله عنه
روايت کوي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : د د تاسې څخه بايد
هيڅ څوک هم د رمضان څخه يو يا دوې ورځي مخکی روژه ونه نيسي ، مګر هغه څوک
چې په روژه نيولو مقيد وي ( مثلاً د دوشنبه ، پنجشنبه .. روژه ) نو داسې
کس ته د روژي نيولو اجازت شتته .
بل حديث شريف کې راغلی دی : من صام اليوم يشک فيه الناس فقد عصی أبا القاسم ( نسايي او ابوداؤد )
يعنې
څوک چې په داسې ورځ روژه ونيسي چې خلک په رمضان او نه رمضان کې شکمن وي نو
داسې کس د ابو قاسم ) رسول الله صلی الله عليه وسلم ) له امر او فرمان څخه
سر غړونه وکړه
د روژی فردي ګټې:
روژتی د روژې په نيولو د لوږو تندو
سره مخامخ او روږدی کيږي ،نو کله چه پرې د ژوند په اوږدو کې ناچاپي بې وسي
او ستونزې راشي د هغوی په مقابل کې په پوره صبر او حوصلې سره مقاومت کوي او
خپل ځان نه بأيلي .
مګر ددې پرخلاف هغه څوک چه د روژې
نيولو سره روږدی نه وي او دلوږې او تندې د مشکلاتو سره مخامخ شي ژر صبر او
حوصله د لاسه ورکوي او خپل ژوند بأيلي .
د روژي اجتماعي ګټې :
شتمن او بډای مسلمانان پخپله تل
آسوده او سوکاله ژوند کوي ،نوکله چه بډايانو ته د روژې په نيولو سره د لوږې
او تندې په سختيو او کړاوونو کې د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو حالت ور په
زړه کيږي . سمدستي فکر کوي چه د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو ټول ژوند په
لوږه او بې وسۍ کې تيريږي ،ځکه يې پر هغوی زړه سوی پيدا کيږي او ورباندې یې
د مهربانۍ او مرستی کولو ولولې په جوش راځي په نتيجه کې د خپل مال او شتو
ځنې څه حصه غريبانو او بې وزلو ته ورکوي .
بې وسه او بې وزله کسان د بډايو په
دې ډول خواخوږۍ او مرستي سره له هغوی څخه خوشحاليږي . په پای کې د بې وزلو
او بډايو تر منځ مينه او دوستي پيداکيږي او هر يو ،يو دبل تر څنګ هوسا او
ډاډه ژوند تيروي چه دا پخپله د ټولنې د نيکمرغۍ سبب ګرځي .
د روژی صحي ګټې :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : صموا تصحوا (روژه ونيسئ تر څو صحتمند شئ )
د روژې نيول انسان ته لاندنۍ ګتې رسوي .
۱- پوره يولس (۱۱ ) مياشتې چه معده
په پرله پسې توګه خوړو او ابو څخه ډکه وي نو ينه (ځيګر) هم مجبوريږي چه د
صفرا د کڅوړې تيزابي مواد تل ترتله د خوړو هضمولو په وخت کې تيار او ور
باندې مصرب کړي .په يوې مياشتنۍ روژه کې د صفرا کڅوړه څخه څڅيدونکي تيزابی
مواد په معده کې جمع شوو خوړو باندې ورڅڅيږي او هغه په بشپړه ډول هضموي .
۲- د کال په يوه معلوم وخت کې (روژه ) کې لږ خوراک او څښاک د ناروغتيا د علاج لپاره ډیر غوره لاره ده .
۳- د هاضمې د جهاز ،پښتورګو او ينی ناروغۍ چه په دارو درملويې علاج نشی کيدای ، په روژې نيولو سره په ښه ډول تداوي کيږي .
۴- د ناوړه هضم ښه دارو درمل د روژې نيول دي .
۵- د ځيګر يوه خاصه ناروغي چه د زيړی
يې بولي په روژه نيولو سره له منځه ځي ، ځکه چه دا ډول ناروغي زياتره د
ينې د ستړتيا له کبله پيدا کيږي او د ينې زيات کار کولو په وخت کې له وينې
څخه د صفرا مواد نه جلا کيږي .
۶- د
روژې په مياشت کې د روژتي ډیر خوراک او چښاک نه کوي ، نوځکه يې اشتها هم ښه
کيږي . دښه اشتها په صورت کې د خوړلو د هضميدو نه وروسته د بدن د اړتيا وړ
کيمياوي مواد په ښه توګه بدن ته جذبيږي او روغتيا ته ګټه رسوي .
رمضان، د ايمان مدرسه
(اى موْمنانو! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې، څرنګه چې له تاسې نه په وړاندې خلکو فرض شوې وه. تر دې چې پرهيزګاره شی.)
(د بقرې سورت د ۱۸۳ آیت ترجمه)
نيكمرغې مياشتې ښه راغلې!
د رمضان نیکمرغه میاشت یو ځل بیا له
خپلو ټولو پیرزینو او برکتونو سره د الله پر ریښتینو بنده ګانو راوګرځیده
او اسلامی امت یې په ورین تندی هرکلي ته لاس په نامه ولاړ دی. ښه راغلې اې د
رمضان میاشتې! ته راغلې چې د هجران پر ټپونو د وصال مرهم ولګوې او د الله د
مینې تږي زړونه د ایمان په خوږو خړوب کړې. نو هرکله راشې زموږ محبوبې
میاشتې! د کال له ټولو غوره میاشتې، د رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون
میاشتې، د تقوی، توبې، صبر او الله ته د ورګرځیدلو میاشتې، د شپې رڼولو، له
الله سره د راز او نیاز، صدقاتو او په نیکیو کې د سیالۍ میاشتې، نو ستا
قدم زموږ په لیمو ای د ایمان مدرسې او د ښیګڼو سرچینې!
پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیری ورکوي
- (کله چې د رمضان لومړۍ شپه
راورسيږي، نو شیاطین او سرکشه پیریان بندي کړل شي، د دوزخ دروازې وتړل شي
او هیڅ یوه دروازه یې هم وازه نه پاتې کیږي، د جنت دروازې پرانیستل شي او
هیڅ دروازه یې تړلې نه پاتېږي، ناره کوونکی ناره کوي: ای د خیر غوښتونکیه،
وړاندې راشه او د بدۍ غوښتونکیه: لاس ونیسه. او الله بنده ګان له اورڅخه
آزادوي او دا د رمضان په هره شپه کې جریان لري.) (رواه ترمذی و ابن ماجه)
- (الله متعال فرمایي: د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم.
روژه له ګناهونو څخه مخ نیوی کوي، نو
ستاسې نه چې څوک روژه ولري، له بد ویلو، ناوړه خبرو، چیغو نارو او جاهلانه
کړنو څخه دې ځان وساتي. که څوک ورته ښکنځلې وکړي یا یې ورسره جګړه وکړه،
ځواب دې نه ورکوي بلکه دوه ځله دې ووایی: زه روژه یم. په هغه ذات سوګند چې د
محمد نفس د هغه په لاس کې دی، د روژتي د خولې بوی، د قیامت په ورځ الله ته
د مښکو تر بوی نه غوره دی.
روژتي دوه خوښۍ لري چې خوښوي یې: یو د روژه ماتي پر مهال او بل چې کله له الله تعالی سره مخامخ کیږي.( (صحیح مسلم)
- (څوک چې د الله په لار کې یوه روژه ونیسي، الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوزخ له اوره لرې کوي.) (متفق علیه)
کېدای شي دا دې وروستی رمضان وي
ګرانه وروره او درنې خورې! رمضان له
خپلو ټولو ښیګڼو سره راغله، خو ته چیرته یې؟ آیا ته د دغه میلمه هرکلي ته
چمتو یې؟ روژه خو سږ کال هم د نورو کلونو په څېر راځي او تیریږي، خو تا ته
پر الله سوګند درکوم چې مه پریږده دا ستره موکه دې له لاسه ووځي. داسې موکه
چې یواږې څو ورځې ورته پاتې دي. څوک پوهیږي چې آیا راتلونکی کال به بیا
روژې استقبال کړې او که نه؟ ګرانه لوستونکیه! باور وکړه چې هیڅ ضمانت نشته.
څومره ځوانان چې تیر کال ږموږ تر منځ او هم مو تر څنګ وو خو سږ کال یې پر
قبرونو د خاورو څلی جوړ دي.
ژوند ته له سره کتنه
رمضان د ژوندون د مسیر د ارزونې غوره
فرصت دی چې باید پکې د خپل ژوند تګلوري ته له سره کتنه وکړو او ډاډه شو چې
د آیا په هماغه لوري دی چې الله جل جلاله راته ټاکلی اوکه د کعبې په ګمان
ترکستان ته روان یو؟
رمضان، د بدلون میاشت
رمضان د بدلون میاشت ده. راځه د
بدلون په هوډ له خپل رب آشتی وکړو، راځه خپل الله چې په ناوړه کړنو مو
ناراضه کړی، له ځانه خوښ کړو او د هغو په څېر نه شو چې د الله په هیرولو
سره یې نفسونه هېر شوي دي. تاسې ځنګه؟ آیا راتلونکي رمضان ته کومه ځانګړې
برنامه لری؟ آیا په ژوند کې د بدلون لپاره تیاریاست؟
رمضان، د ارادو د نندارې فرصت
رمضان د ارادې او عزم د پخوالي میاشت
ده. هغه میاشت چې ناآشنا هوډونه زیږوي. دلته وږی او تږی هوډمن دی چې له
سهاره تر ماښامه به نه څه خوري او نه څښي. سبحان الله! آیا هغه چې د الله
په امر یې دې هر څه ته شا کړې، دومره وس نلري چې له ژوند څخه ناسمې کړنې
لرې کړي؟ حتما چې لري یې. روژه د ناوړه عادتونو او حیواني شهوتونو له ولکې
څخه د خلاصون میاشت ده. هغه میاشت چې مؤمن له امارة بالسوء نفس سره په
مبارزه کې دا ثابتوي چې د نفس بنده نه دی، بلکې نفس د هغه تر واک لاندې دی.
پدې میاشت کې مؤمن خپل پوخ عزم نندارې ته ږدي. هو، هغه د روژې له پیله هوډ
کړی چې لمنځونه په جماعت سره اداء کوي، غیبت نه کوي، دروغ نه وایي، سترګې
او غوږونه له ناروا څخه ساتي، نه حرامو ته لاس ور وړي او نه په طاعت کې
ټنبلی کوي… او که همت لوړ وو نو د الله په مرسته حتما همداسې کیږي، ځکه د
رحمن پالونکي په وینا: (هغوی چې زموږ په لار کې تکل کوي، موږ به هرو مرو
خپله لار وروښیو.) (د عنکبوت سوره د ۶۹ آیت مفهوم)
پاڅه او خپل پیاوړی هوډ وازمایه
تاسې همدا سږ کال دا وآزمایاست او
بیا وګورئ چې څرنګه مو مخې ته د نیکمرغۍ دروازې پرانیستل کیږي. اې وروره چې
تر اوسه دې د ریښتیني مؤمن په توګه د ایمان خوند ندی څکلی، اې ځوانه چې تر
اوسه له ګناهونو څخه د نفس په راګرځولو نه یې برلاسی شوی.اې خورې چې د
حجاب او اسلامي آدابو په پلي کولو کې پړه راغلې یې، اې پلاره چې لا دې له
حرام مال څخه لاس ندی اخیستی، اې مورې چې د اولاد په روزنه کې دې ټنبلي کړې
ده، اې واکمنه چې د الله د اوامرو له پلي کولو غافل یې، اې دعوتګره چې د
حق د پیغام په رسولو کې دې لټی کړې! پاڅه، پاڅه او د دې ایماني فرصت څخه په
ګټې اخیستې سره د خپلې ارادې پیاوړتیا وازمویه.
څرنګه له رمضان څخه غوره ګټه واخلو؟
۱. د الله شکرانه ادا کړو چې تر بل رمضان پورې یې د ژوند فرصت راکړ.
۲. په خالص نیت سره د دې میاشتې د روژې نیولو هوډ ولرو.
۳. د کتابونو د مطالعې یا هم د سي ډي او کستو د اوریدلو له لارې د روژې د احکامو په اړه معلومات ترلاسه او روحي تیاری ورته ونيسو.
۴. د روژې له پیله په رښتینې توبې او
پوره جدیت سره د تېرو ګناهونو د لمنځه وړلو تکل وکړو او هوډمن اوسو چې نور
د ګناهونو لمن ونه نیسو.
۵. په جماعت سره د پنځه ګونو لمونځونو اداء کولو ته پاملرنه وکړو.
۶. په خپل ذهن کې د آخرت او مرګ د یاد روحیه ژوندۍ کړو
۷. له الله څخه پدې میاشت کې د لا زیات طاعت او عبادت توان وغواړو.
۸.له مناسب پلان سره سم،خپل او د کورنۍ وخت په نیکو کړنو ډک کړو.
۹. د دې میاشتې له برکتناکو شیبو څخه د دین د اړینو مسائلو په زده کړه کې ګټه واخلو او په ځان کې د مطالعې او زده کړې دود غښتلی کړو.
۱۰. د روژې په لوږې او تندې سره باید
هغه خلک را یاد شی چې د خوړلو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او له هغو سره د
مرستې لپاره ګام واخلو.
۱۱.د پیشمني پرمهال دتهجد په لمانځه سره دنفس په روزنه کې هڅه وکړو
۱۲. د روژې له باطلوونکو ځان وساتو:
ډیری روژتیان د روژې له ماتوونکو (خوراک، څښاک او جماع) څخه ډډه کوي خو
باطلوونکو ته یې چې د روژې اجر له منځه وړي هیڅ پاملرنه نه کوي. رسول الله
فرمایي: (ډیر روژتیان داسې دي چې د روژې لاس ته راوړنه یې یواږې لوږه او
تنده او د لمانځه ونډه یې یوازې بې خوبي وی.) (ابن ماجه) اړینه خو دا ده
چې زموږ ټول غړي روژه وي تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
(که څوک روژتي ته ښکنځلې وکړي، هغه دې متقابل عمل نه کوي بلکې ودې وایي چې
ما روژه نیولې.) (صحیح مسلم)
۱۳.د تراویح لمونځ: رسول الله
فرمایي: څوک چې د رمضان په شپو کې له ایمان او اخلاص سره لمونځ وکړي. تیر
ګناهونه یې بښل کیږي. (متفق علیه)
۱۴. په رمضان کې صدقه ډیر زیات اجر لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: تر ټولو ښه صدقه هغه ده چې په رمضان کې ورکړل شي. (ترمذی)
۱۵. سخاوت: په روایت کې راځي چې په رمضان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخاوت له روان نسیم څخه هم زیات وو.
۱۶. د قرآن كريم تلاوت: رمضان د قرآن
میاشت ده ځكه نو بايد پكې د قرآن د تلاوت او زده کړې زیاته هڅه وکړو.
اړینه ده چې قرآن په پوره تدبر سره تلاوت کړو او هڅه وکړو چې په معنی او
مفهوم یې پوه شو.
۱۶. رمضان د ذكر، دعاء او استغفار ښه وخت دی چې ترې ګټه واخلو.
۱۷. عمره: رسول الله فرمايي: په رمضان کې عمره د حج اجر لري. (بخاري)
۱۸. اعتکاف، په ځانګړې توګه په وروستۍ لسیزه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د نفس د روزنې ښه فرصت دی.
۱۹. د رمضان په وروستۍ لسیزه کې د قدر شپې د ترلاسه كولو په نيت چې تر زرو مياشتو غوره ده، تر ډيره عبادت او طاعت ته ملا وتړو.
۲۰.روژتیانو ته په روژه ماتي ورکولو سره،وعده شوى ثواب لاس ته راوړو.
۲۱. په پوره نشاط سره ورځنیو چارو ته حاضر شو او د روژې معنویت په بې حوصلګۍ او له نورو سره په جنجالونو زیانمن نه كړو.
۲۲.له بې ګټې او عبث مجلسونو څخه ځان وساتو او خپل ارزښتمن وخت په قرآني درسونو او نورو دينې مجالسو كې په ګډون سره ولګوو.
۲۳. د فطر د زکات وركړه: دا چې بايد د
اختر له لمانځه څخه وړاندې بې وزلو ته ورسيږي نو له اختر څخه څو ورځې
وړاندې یې هم ورکول جائز دي څو پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
۲۴. د كوچني اختر په لمانځه کې په
ګډون سره د خیر او برکت دا موسم پای ته ورسوو له رمضان وروسته له الله سره د
تل لپاره دعبادت ژمنه وکړو.
د روژې فضایل
- د روژتي د خولې بوی، الله ته د مشکو له بوی څخه غوره دی.(متفق علیه)
- جنت د روژتیانو لپاره ریان په نامه ځانګړې دورازه لري. (بخاری)
- روژه د الله په وړاندې د روژتیانو
شفاعت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: روژه او قرآن د قیامت په
ورځ د بنده شفاعت کوي. روژه وایي: ای زما ربه! ما هغه په ورځ كې له خوړلو
او شهوتونو منع کړی وو، نو زما شفاعت يې په اړه ومنه. قرآن وایي: ای زما
ربه! ما هغه د شپې له خوب څخه منع کړى وو، نو ما د ده لپاره شفیع وګرځوه.
نو د دواړو شفاعت به قبول شي. (رواه احمد)
- روژه ځانګړی ثواب لري: پیغمبر صلی
الله علیه وسلم فرمایي: د هر عمل ثواب دوه برابره، لس برابره او تر اوه سوو
برابره پورې ورکول کیږي، خو الله تعالی فرمایي: روژه يوازې زما لپاره ده
نو ثواب یې زه پخپله ټاكم. (ابن ماجه)
- د افطار پر وخت د روژتي دعا نه ردیږي. (ابن ماجه)
د روژې آداب
- په افطار كې بیړه كول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: تر هغه چې خلک په روژه ماتي کې بیړه کوي په خیر کې دي. (متفق علیه)
- روژه په خرما او اوبو سره ماتول.
- د افطار وروسته دعاء:ذهب الظمأ وابتلت العروق ثبت الاجر انشاء الله
- د شپې په وروستۍ برخه کې پیشنمی کول.
- ډیر خوراک نکول چې د ناروغیو مور او د روژې د حکمت منافي ده.
سلف صالحو به د رمضان څه ډول استقبال كولو؟
- له رمضان سره ژوندون: معلی بن
الفضل وايي: صحابه کرامو به شپږ میاشتې له الله څخه روژه غوښته او شپږ
میاشتې به یې د قبولۍ دعاوې کولې.
- د قرآن تلاوت ته ځانګړې پاملرنه:
صحابه به د قرآن له تلاوت څخه ډیر متأثر کیدل او زړونه به یې په ورسره
نرمیدل. په ځانګړې توګه په رمضان کې به یې د قرآن زیات تلاوت كاوه او په
هغه کې به یې زیات فکر کاوه او هغه به یې زیات زده كولو.
- عبادت ته ځان وزگارول: روایت دی چې
کله به خلک کورونو ته لاړل نو ابن عمر رضي الله عنه به مسجد ته لاړ او تر
سهاره به یې لمونځ کولو.
- سخاوت او انفاق: روایت دی چې ابن عمر رضی الله عنه له مسکینانو پرته
روژه نه ماتوله. که به کوم سوالګر
ورغی نو خپله ډوډۍ به یې هغه ته ورکوله او چې په کور کې به یې د خوړلو
لپاره نور څه ونه موندل نو د دویمې ورځې لپاره به ېې همداسې په لوږه روژه
نیوله.
- له زیات خوراک څخه ډډه: پدې باور
ول چې که څوک غواړي په روژه کې له لمانځه څخه خوند واخلي نو لږه ډوډۍ دې
خوري، ځکه لوږه زړه نرموي، نفس کمزوری كوي او غوسه له منځه وړي.
- په وروستۍ لسیزه کې زیات
زیاراېستل: د رمضان وروستۍ لسیزه به چې راورسیده نو په عبادت کې به یې حرص
څو برابره زیات شو. ابن جریر فرمایي: ډيرى سلفو به د شپې غسل كاوه، عطر به
یې لګول، ښې جامې به یې په تن كړې او په عبادت به لګیا شول. ځکه پدې باور
ول چې د قدر شپه په همدې شپوکې ده.
- قیام اللیل او اوږدې تراویح.
- د ژبې ساتل او له زیاتو خبرو ډډه كول.
رمضان د قرآن، جهاد، تعاون، تغيير او تقوا مياشت
رمضان قرآن كريم ته ورگرځيدو مياشت
ده، راځئ د هغه د پوهاوي تكل وكړو، احكام يې په فردي او كورني ژوند كې پلي
كړو، خپل ملت ته يې پيغام ورسوو او د تنفيذ په لار كې يې لاسونه سره وركړو.
رمضان د جهاد مياشت ده، راځئ د ټولو مفاسدو پر وړاندې د مبارزې توغ پورته
كړو. رمضان د همكارۍ مياشت ده، راځئ اړو انسانانو ته د مينې لاس ور اوږد
كړو، رمضان ځان ته د راګرځیدلو میاشت ده، راځئ د الله د خوښې وړ او نجات
وركونكي بدلون په اړه سوچ وكړو. بالاخره رمضان د عاداتو له تنګې دایرې څخه د
الله د عبادت پراخې نړۍ ته د ګام اخیستنې میاشت ده چې د عبادت میوه هم
تقوا ده، نو څومره به ښه وي چي د تقوا سیوري او د ایمان په رڼا کې ډاډمن
ژوند تجربه كړو.
پشلمی يا سحري
قال النبي صلى الله عليه وسلم: (تسحروا، فإن في السحور بركة ( بخاری ۱۸۲۳)
نبی صلى الله عليه وسلم فرمايي : پشلمی کوﺉ ځکه په پشلمي کې برکت وي .
بل حديث شريف کې راغلی :
السحور برکة فلا ندعوه ولو ان يجرع احدکم جرعة من ماء ٍ فان الله و ملئکته يصلون علی المسحرين (مسند احمد ) .
په پشلمي کې برکت دی هغه هيڅ کله مه
پريږدﺉ که بل څه نه وي نو دغه وخت د ابو يو غړپ وڅښئ ځکه چې په پشلمي
کوونکو باندې د الله رحم نازليږي او فرښتی د دوی د پاره د مغفرت دعاوی کوي .
فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب، أكلة السحر” (مسلم ۱۰۹۶ )
زمونږ او داهل کتاب د روژې په منځ کې فرق پشلمی دی .
په روژه ماتی کې بيړه او په پشلمي کې تأخير کول :
عن أَبي هُريرةَ قَالَ:- قَالَ
رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَالَ الله عزَّ وجلَّ:
أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً” (الترمذي ۶۹۶ ) .
له ابی هريرة (رض) نه روايت دی چې
رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي : د الله تعالی ارشاد
دی چې پخپلو بنده ګانو کې ماته هغه بنده خوښ دی چې په روژه ماتي کې بيړه
کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .
د بخاري شريف بل حديث کې فرمايي :
لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر. (بخاری 1856)
څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوی به په ښه حال کې وي .
إِذَا أَفطَرَ أَحَدُكًم فَلْيُفطِرْ عَلَى تمرٍ فإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيُفطِرْ عَلَى ماءٍ فَإِنَّهُ طَهُورٌ (سنن الترمذي ۶۹۱ ) .
په تاسې کې چې دچا روژه وي نو هغه به
روژه په خرما يا کجوړه ماتوي که خرما نه وي نو بيا به يې په اوبو ماتوي
ځکه چې الله تعالی اوبه (طهور) پاکی ګرځولی دي .
روژه دار ته د روژه ماتي برابرولو ثواب :
من فطر صآئماً او جهز غازیاً فله مثل اجره ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي ) .
چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره
څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو
هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .
ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام اوحق غوښتونکی مظلوم .
په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
پدی اړه دغه حديث شريف ولولی :
مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )
ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی دده خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .
دروژی مکروهات :
۱- بدخويی کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولی خبرې او داسې نور حرام اعمال او خبرې .
۲- د لوږی تندی په وجه وارخطايي او ناآرامي ظاهرول .
۳- څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .
۴- د خوراکی څيز څکل خو د ښځی او
خادم لپاره چه خاوند يا مالک يي بدخويه وي د خاوند يا مالک دتندخويی د دفعی
په وجه چه بدرد ونه وايي باک نلري چه د خوراکی شی مالګه وڅکي .
۵- په خوله يا پوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پورې لاړی شي
۶- د غاّښو مينځلو کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه پاک او صفا کول .
۷- په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .
۸- که دشهوت ويره وي له خپلی بی بی نه مچي يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلری .
۹ – مور لره په خوله کې د څه شي جويل او بيا ماشوم ته د هغه ورکول .
پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږی فاسيديږي نه ولی ثواب يی کميږي .
دروژی فاسدوونکي :
په روژه کې له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دي .
۱- له څه خوړلونه .
۲- له څه څښلونه .
له جنسی فعل نه .
پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره
روژه فاسيديږي .خو د روژی فاسدوونکی څيز دخپل نوعيت له مخې پردوه ډوله دي ،
هغه چه يوازی قضايي ورباندې واجبيږي او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه
ورباندې واجبيږي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړي او دا
يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړي خو ورسته ورته معلومه شوه
چه سبا ختلی ددغه روژی قضايي روژه واجبه ده .
۲- چا د لمرلويدو نه مخکې داسې فکر
وکړ چې لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خو ورسته پوه شو چه ماښام لا ندی
شوی نو قضايی روژه ورباندې واجبه ده .
۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .
۴- د رمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .
۵- که په روژه کې د چا خولې ته د
اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړ او ده
هغه څاڅکي خيټې ته تير کړل .
۶- که چا له سره د روژی نيت ونه ګړ، خو له خوړلو اونورو يې ځان بند وساته ، يا يې له زوال نه ورسته نيت وکړ .
۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه
خوله کانګی وګړی يا د خولې په غرغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه
تير شي قضا پری واجب ده .
۸- که چا داسې شی چه غذا نه وي لکه د اوسپنی ټوټه، ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وي قضا پری واجب ده .
۹- په غوږ کې تيل اچول يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .
۱۰– که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.
۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانې برابر يا له هغه نه لوی وي تر حلق تير شي .
۱۲- د جماع او وحشی عمل لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه .
۱۳- غاښونه وينی شي او وينی پر لاړو ذياتی وي له ستونی څخه تير شي .
په پورته ټولو صورتونو کي روژه ماتيږي قضايی روژه به بيا نيسي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :
۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول
يا که دخولی له لاری نه وی پر بله هره طريقه سره بدن ته غذا ي داخلول وغيره .
د روژی کفاره :
ديوی روژې په بدل کې دوی مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ کې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .
که دا يې په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوي.
دفطردصدقې معنی :
د فطرلغوی معنی ده روژه ماتول او د
فطرصدقې معنی ده د روژي ماتولو صدقه او په اصطلاح کې د فطر له صدقی نه مراد
هغه واجبه صدقه ده چې د روژی د مبارکې مياشتې په ختميدو او روژی ماتولو
باندې ورکول کيږي .
دفطر دصدقی حکمت او ګټی :
اول دا چه کله مسلمان د رمضان روژه
ونيسي نو دده په زړه کې خوشحالی او د الله جل جلاله د شکر جذبه پيداشي چه
شکر خدايه ستا په فضل مې د رمضان روژه ونيوله نو دغه صدقه فطر به يوه
شکرانه شي د غريبو اوبې وسو به امداد ورباندې وشي .
دوهم دا چه که په روژه کې له سړی څخه څه خطاګانې شوی وي نو صدقه فطر به د هغه کفاره شي .
دحضرت عباس رضی الله عنه نه روايت
دی چه : (( رسول الله صلي الله عليه وسلم دفطرصدقه ددی لپاره مقرره کړی
ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو او د بې حيا لغزشونو څخه
پاک کړي او د غريبو بې وسو د خوراک څښاک څه چاره وشي ، نو څوک چه د اختر د
لمانځه نه مخکې سرسايه ورکړي هغه به د قبليدو عزت تر لاسه کړي او څوک يې چې
د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقي په شان وي ))
. (ابوداود، ابن ماجه )
دفطرصدقې حکم :
د فطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی
،ښځه او نابالغ باندې واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه د دومره مال
لرونکی وی چه د زکات نصاب ته ورسيږي داچې پردغه مال باندی زکات واجبيږی او
که نه (مذهب امام ابوحنيفه ).
د امام شافعی او امام مالک په مذهب کې که څوک د يو شپی او ورځی د تيرولو توان ولری صدقه فطر ورباندې واجبه ده .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم
ارشاد دی : (( خبر اوسئ ! د فطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه كه
نر وی او که ښځه ،آزاد وی که مريی بالغ وی او که نابالغ )) . (ترمذی )
د فطرصدقی داداکيدو وخت :
د صدقه فطر د ادا کولو وخت خو د اختر
د لمانځه نه مخکی دی ليکن غوره داده چه د اختر څخه دوه څلور ورځې مخکې
اداء شي د پاره ددی چه مستحقين په دې سره خپل ضروريات پوره کړي او د اختر
لپاره به دوی هم څه برابر کړی وي .
خو ضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکې ورکړ شي .
صدقه فطر دکومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دي :
په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوي .
په مور باندې د اولاد صدقه فطر
لازمه نده ، همدارنګه دښځې او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نده که ښځه وس
ولری که خپله صدقه پخپله ورکړی ثواب لري او که وس ونه لری نو بيا به دهغه
خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوي .
دفطردصدقی اندازه :
د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشی يا مميز دي .
صاع د رسول الله صلي الله عليه وسلم
په دور کې د پيمانې يو لوښی ؤ ، ورسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده
د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې څه اختلاف شته .
مولانا شفيع محمد د ډيرو پلټنو او تحقيق وروسته ثابته کړي چې نيم صاع پاو کم دوه سيره کيږي
همدارنګه د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الله ندوي هم نيم صاع پاو کم دوسره بللی .
دغه پاو کم دوه سير د دارالعلوم ديوبندی لخوا څيړل شوي چې نوموړی مقدار له 1.666 کلو ګرام وزن سره سمون خوري .
د افغانستان علماؤ له پخوا وختو څخه
په مرکزی مناطقو کې د فطر اندازه خورد کم يو چارک غنم ټاکلی دی چې پدی
مناطقو کې رواجی من څلور چارکه او يو چارک څلور پاوه او يو پاو بيا څلور
خورده او همدا من له ۷ کلوګرام سره سمون خوری چې پدې حساب د فطر د صدقی
اندازه 1.650کلو ګرام غنم کيږي .
نو اوس په ډاډ سره ويلای شو چې د افغانستان ،پاکستان او هند د جيدو علماؤ څيولی مقدار تقريباً سره يو شان دي .
که دوی عشاری خانی يې حذف کړو 1.7 کلو به شي يعنی يو کلو او اوه سوه ګرامه .
چې بيا دغه مقدار د هری منطقی د غنمو په نرخ کې ور ضربيږي .
مثلاً که د غنمو د کلوګرام نرخ 25 افغانی وي نو د سرسايې اندازه به 42.5 افغانی وي
دفطر صدقه چا ته ورکړل شي :
د زکات د مصرف چې کوم ځايونه دی په همغو ځايونو کې صدقه فطر هم ورکول کيږي .
دزکات د مستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی .
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء
وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ
وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ
السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ ( التوبه
۶۰ ) .
۱- فقراء : د دی نه مراد هغه څوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره
کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت وي چه پخپله پری زکات فرض وي .
۲- مساکين : هغه
تش لاسی خلک دي چه د نفقی لپاره څه نه لري که څه هم کسب او کار ته ډير
لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي
چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وي .
۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وي بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وي ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وي .
۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې راغلی وي ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسې پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوي وي چه دقرض د ادا کولو توان ونه لري دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي اويا پر بله طريقه يې د دين نصرت ته ملا تړلی وي د زکات مستحقين دي .
۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وي که څه هم په خپل کور کی مالدار وي د زکات مستحق دی .
بغير له دغو اتو ځايونو نور په هيڅ
ځای کې د زکات او صدقه فطر ورکول جواز نه لري که څوک يې بغير له دغو ځايونو
څخه مصرف کړي نه ادا کيږي .
د امامت په اجرت کې د صدقه فطر ورکول
حرام دي ولو که امام د نصاب مالک هم نه وي مګر بغیر د اجرت نه که امام
مستحق وي د صدقه فطر ورکول جايز دي (د احنافو ستر مفتي کفايت الله دهلوي
رح ) .
د متبرکه باغظمته شپې (ليلة القدر) لنډه يادونه :
دا هغه متبرکه او با غظمته شپه ده چې
په قرآن او احاديثو کې ورته ليلة القدر وايي په قرآنکريم کې يو مکمل سورة
ددی شپې په فضيلت کې نازل شوی دی په احاديثو کې هم ددی شپې ډیر فضيلت بيان
شوی دی .
د ليلة
القدر معنی ده ليلة په معنی د شپې او قدر په معنی د اندازې لګولو،عزت اوقدر
او مقررولو ده د قدر يا اندازې شپه ځکه ورته وايي چې په ټول کال کې چې څه
کيدونکي وي دهغه ټولو پلان په همدې شپه تياريږي ، د بندګانو روزې مقرريږي
،د ژوند او مرګ او دهغه د کارونو په باره کې فيصله کيږي او کوم څوک چې په
دې شپه کې د الله تعالی په ذکر او عبادت کې مشعول وي د الله تعالی په دربار
کې هغه کس د قدراوعزت څښتن ګرځي او فرښتې دده د پاره دعا کوي .
په قرآنکريم کې راغلی دی چې دا شپه تر زرو مياشتو نه بهتره ده .
قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ
فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ 1 وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ 2
لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ 3 تَنَزَّلُ الْمَلاَئِكَةُ
وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ 4 سَلاَمٌ هِيَ
حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ 5
ژباړه : يقيناً مونږ نازل کړ دغه
(قرآن ) په شپه د قدر کې ، او ته څه پوهيږي (ای محمده ! ) چې د قدر شپه څه
ده ؟ (د عزت او شرافت له مخې ) ، د قدر شپه غوره له زرو مياشتو څخه (په دې
شپه کې نيکي کول تر زرو مياشتو نيکي کولو غوره دي ) ، نازليږي په دغه شپه
کې ملائکې او جبرئيل امين په حکم د رب د هغوی د پاره د هر کار (ټاکل او
مقررول د راتلونکې کال د پاره ) امان سلامتيا ده (له هر آفته ) ، دغه شپه د
صبا راختلو تر وخته پورې ده .
د پورته سورة له بيان څخه څو خبرې معلوميږي :
۱- په دې شپه کې د قرآن نازليدل شروع شوی دي .
۲- دا شپه د زرو مياشتو نه غوره ده .
۳- پدې شپه کې فرښتې د الله تعالی د احکامو سره نازليږي .
۴- دا شپه سراسر سلامتي ،خير او برکت دی .
۵- د صبا ختلو سره سم ددی شپې وخت ختميږي .
په احاديثو کې هم ددی شپې ډير فضيلت ذکر شوی دی :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه
قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ
الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ
ذَنْبِهِ». (بخارى)
له ابو هريره رضی الله عنه نه روايت
دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د ليلة القدر شپه د
ثواب په نيت رڼه سبا کړه ( يعنی دا شپه يې په ذکر او عبادت تيره کړه ) ټول
مخکيني ګناهونه به ورته عفوه شي .
د ليلة القدر د شپې تعيين :
له احاديثو څخه معلوميږي چې د رمضان
المبارک په اخري لسيزې طاقو شپو کې يوه شپه ده . داچې دا شپه واضح نه ده
تعيين شوی حکمت دادی چې د رمضان المبارک په دې ټولو ورستی لسيزه کې د ذکر
او عبادت زيات اهتمام وشي .
عن عائشة رضي الله عنها: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (تحروا ليلة القدر في الوتر، من العشر الأواخر من رمضان) (بخاري ) .
له عائشة رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايل : ليلة القدر د رمضان په اخري لسو طاقو شپو کې پلټئ .
په طاقو شپو کې بيا زيات احتمال د اوويشتمې شپې دی :
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه
عَنْهمَا أَنَّ رِجَالاً مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلی الله علیه
وسلم أُرُوا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْمَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ
فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ
تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا
فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ». (بخارى: 2015)
له ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي
چې د نبی کريم صلی الله عليه وسلم څو تنو صحابه کرامو خوب وليد چې ليلة
القدر د رمضان په اخري شپو کې اومه شپه ده ( اوويشتمه شپه ) رسول الله صلی
الله عليه وسلم وفرمايل : ( وينم چې ستاسې خوبونه د ليلة القدر په باره چې د
رمضان په آخري اوم شپه وي يو له بله موافق دي ) پس څوک چې د ليلة القدر د
پيدا کولو په تلاش کې وي هغه د آخري لسيزې په اوم ولټوي .
د ليلة القدر ځنې علائم :
په حديث شريف کې چې جابر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه روايت کړي د شب قدر ځنې نښاني بيان شوی دي
لکه : د قدر شپه معتدله وي نه به يخه
وي او نه ګرمه ، دغه شپه به رڼا او سپينه وي داسې چې ته وايي د پنځلسم
سپوږمۍ ځليږي ، په دغه شپه به شيطان د باندې نشي وتلای نو په اسمان کې به د
ستورو رڼاوې کوم چې شيطان ورباندې ويشتل کيږي نه معلومږي او بله نښه يې
داده چې کله د قدر د شپې په سبا لمر وخيږي له ځانه سره به وړانګی نه لري
(انوارالقرآن ۶ جلد ۷۵۱ صفحه ) .
ګرانو! که مو کور ته د کوم پاچا هيئت
در روان وي او د تاسې کارونه ګوري د آینده په اړه ستاسې د پاره څه اجرا
كول غواړي نو تاسې به څومره تياری ونيسئ ؟
په دغه شپه کې الهي
هيئت نازليږي د ستاسې د اعمالو څخه ليدنه کوي او د آينده کال د پاره د مهمو
بدلونو فيصلې کوي نو څه نا څه تياری پکار دی .
د اعتکاف تعريف
اعتکاف په لغت کې په کوم ځای کې
بنديدلو او يا کوم مقام کې دريدلو ته وايي ، او دشريعت په اصطلاح کې په
جومات يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي .
د اعتکاف حکم :
کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په
آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايه دی چې خپله رسول الله
صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړي دی او صحابه کرامو به
هم ورسره ادا کولو .
عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا
زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه
وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى
تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )
ژباړه : عايشه رضي الله عنهادرسول
الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم
د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته
له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .
که په کوم کلي کې بالکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي .
د اطرافو په ځنو سيمو کې دغه سنت بالکل ترک شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي .
د اعتکاف شرطونه :
۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .
۲- د اعتکاف نيت کول
۳- د سړو د پاره په جومات کې او دښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره حصاريدل .
د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت
هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضرور نه دي ،هدارنګه واجب اعتکاف وي چې د
هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .
واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .
د ښځو اعتکاف :
د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد لکه
څنګه چې د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دی همداسې د ښځو د پاره په
کور کې اعتکاف غوره دی .
د کور په کوم ځای چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .
هغه کارونه چې په اعتکاف کې حرام دي .
دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي :
لومړی قسم بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي .
ضرورتونه دوه قسمه دي طبعي ضرورتونه لکه : خوړل ،چښل ،جنابت ، قضايې حاجت او نور .
دوهم قسم شرعي ضرورتونه مثلاً د جُمعي د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او نور .
د ضرورياتو لنډ تفصيل :
۱- په جومات کې د رفع حاجت ځای نه وي
نوخپل کور ته د رفع حاجت د پاره تلای شي د رفع حاجت وروسته به فوراً جومات
ته ځي هلته به وخت نه تيروي .
۲- د فرض غسل د پاره چې احتلام ورته شوی وي که په جومات کې ځای نه وي بهر تلای شي مګر د بدن د پاکوالی غسل د پاره نشي تللای .
۳- که نوموړی جومات جامع نه وي د
جُمعی د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلای شي خو سنت به همدلته کوي د فرض
لمونځ او خطبي وروسته به بيرته راځي نور سنت به هم په خپل ځای کې ادا کوي .
۴- که د خواراک او چښاک يا د اواسه د ابو راوړلو څوک نه لري نو دهغه د پاره کور ته تلای شي .
۵- د کوم ضرورت د پاره چې د باندې وځي
د هغه د کولو وروسته به فوراً بيرته راځي او بهر به نه تم کيږي او نه به
بې ضرورته د چا سره خبرې کوي .
۶- د جومات نه د باندې وتلو مطلب دادی
چې په څومره ځای کې چې په عام طور لمونځ ادا کيږي هغه حصه په جومات کې
شامله ده نور د جومات تشنابونه ، احاطه وغيره په جومات کې شامل نه دي که بې
ضرورته ووتلو نو اعتکاف يې ماتيږي .
په اعتکاف کې حرام يا مکره تحريمي کارونه :
۱- مباشرت کول که قصداً وي يا سهواً په جومات کې د ننه وي يا بهر اعتکاف ماتوي .
۲- د ښځې مچي کول يا ور تر غاړه کيدل مکروه تحريمي دي .
۳- په اعتکاف كې بالکل چوپ پاتيدل مکروه تحريمي دي يعنی دی به څه ناڅه خپل وخت په تلاوت ،نفلو،ذکر،ديني مطالعه او ديني کتابت تيروي .
۴- كوم دينوي کار تر سره كول که په کور کې څوک نه وي نو بيا د ضرورت رفع کول باک نه لري .
ما من يوم يصبح العباد فيه الاملکان ينزلان ، فيقول أحدهما : الهم أعط منفقاً خلفا، ويقول الآخر : الهم اعط ممسکاً تلفا .
هر سهار دوې ملايکې راکوزيږي ، يوه يې
وايي : ای الله ! هغه چا ته چې په خلکو مال لګوي بدله ورکړي . دوهمه وایي :
ای الله ! د بخيل مال ضايع کړي (متفق عليه )
د روژې او قرآن شفاعت
الصيام والقران يشفعان المعبد يقول
الصيام ای رب انی منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فيه ويقول القران
منعته النوم بالليل فشفعنی فيه فيشفعان ( رواه البيهقي فی شعب الايمان ) .
روژه او قران دواړه د بنده شفاعت کوي
،روژه به وايي : ای پروردګاره ! ما دا بنده د ورځې د خوړلو،څښلو او نفسی
خواهش پوره کولو نه منع کړی ؤ – نن زما شفاعت دده په حق کې قبول کړه ، او
قران به وايي ما دی د شپې له خوب او آرام نه منع کړی ؤ الهی ! نن دده په حق
کې زما شفاعت قبول کړه ، د روژې او قران دواړو شفاعت به ددی بنده په حق کې
قبول شي (ددی بنده سره به د مهربانی او مغفرت معامله وشي او دده د پاره به
د جنت فيصله وشي او په خاصو رحمتونو سره به وپالل شي .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.