عالیقدره د الله ج له درباره ستاسو د هلو او ځلو نیکه جزاء غواړم پوښتنه داده چی د سپی ساتل په کورکی او دهغی پالنه د اسلام له نظره څنګه ده له بعضو می اوریدلی چی کچیرته سپی په کور کې وي نو ملایکی هغه کورته نه ځی او په حضرت محمد مصطفی ص ډیر وخت وحی را نغله ځکه چې دهغه په کوټه کی پیشۍ وه او که بل څه
په درنښت
ستاسو د څواب په هیله -عبدالواحد
ستاسو د څواب په هیله -عبدالواحد
______________________
Is keeping of wolf,dog) admissible in house
M. Mujtaba
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په کور کې بې ضرورته د سپۍ ساتل منع دي
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی
الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله صلی الله عليه وسلم :
«مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ
قِيرَاطٌ إِلاَّ كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ» وعـنهt في رواية: «إِلاَّ
كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ». (بخارى: 2322)
د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله
عليه وسلم فرمايلي : هر چا چې سپۍ وساتلو د هغه کس د هرې ورځې له اعمالو
څخه يو قراط کميږي مګر د کرهنې د فصل ساتلو ،د کورنيو ځناورو نيولو او په
بل روايت کې راغلي مګر دا چې د کرهنې د فصل ساتلو ، دام نيولو او يا د ښکار
د پاره وي .
وقال النووي رحمه الله :
“وَأَمَّا اِقْتِنَاء
الْكِلَاب فَمَذْهَبنَا أَنَّهُ يَحْرُم اِقْتِنَاء الْكَلْب بِغَيْرِ
حَاجَة , وَيَجُوز اِقْتِنَاؤُهُ لِلصَّيْدِ وَلِلزَّرْعِ وَلِلْمَاشِيَةِ .
والأصح : أنه يجوز اقتناء الكلب لحفظ البيوت ، قِيَاسًا عَلَى الثَّلَاثَة
المذكورة في الحديث ، عَمَلًا بِالْعِلَّةِ الْمَفْهُومَة مِنْ
الْأَحَادِيث ، وَهِيَ الْحَاجَة” انتهى بتصرف . (
زمونږ په مذهب کې بې ضرورته په کور کې د سپي ساتل حرام دي ، او د ښکار ،
زراعت او ځناورو نيولو د پاره جايز دی ، او د کور حفاظت هم قياس دی په دريو
ذکر شویو شيانو کوم چې حاجت دی ) .
د حرمنيو عالم ابن عثيمين ليکي : د ضرورت په وخت کې د کور د
حفاظت او چوکدارۍ د پاره په هغه صورت کې جايز دی چې کور يې له ښار يا کلی
څخه وتلی وي او يا په صحرا کې وي .
او په کوم کور کې چې سپۍ وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ، الحديث : (لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ) رواه البخاري (3225) ومسلم (2106) . يعنې هغه کور ته ملائکې نه ننوځي په کوم کې چې سپی او تصاوير وي .
او کوم کس چې په کور کې بې ضرورته سپۍ ساتي او محبت ور سره
لري مچي کوي يې او په غيږ کې نيسي نو دا عمل د کافر قوم سره تشبح ده ځکه چې
دا کار د کافرانو له عاداتو څخه يو عادت دی .
من تشبه بقوم فهو منهم د حديث شريف په وعيد کې شامل دی
د سپي لاړی او پسخورده د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نجس ده .
دوهم : دا چې د پشۍ په وجه وحي بنده شوي ده هيڅ اصل نه لري .
آن لاين اسلامې لارښود
- په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
- مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
- د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
- مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
- د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
- هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
- د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
- د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
- كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
- واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
- پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
- دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
- پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
- پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
- پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
- پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
- ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
- ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
- د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
- د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
- د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
- له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
- د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
- په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
- د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.