پۀ
پښتو ژبه، د مولانا غلام الرحمن په غږ کې، د ټول قرآن کريم ژباړه او
تفسير د لينکونو پۀ دوه لړليکونو کې د لومړي لړليک او دويم لړليک تر
عنوان لاندې ځای پۀ ځای شوي دي ، او لۀ دواړو لينکونو څخه کولی شئ چې د
سپېڅلي الهي کتاب پښتو ترجمه او تفسير ښکته کړئ .
د يادونې وړ ده چې د دويم لړ ليک څخه د يو کليک پۀ مرسته سورت ښکته کولی شئ او لومړی لړ ليک څو شېبې انتظار غواړي .
مونږ
د احتياط لۀ مخې دا سپېڅلي سورتونه پۀ دوه لړليکونو کې ځای پۀ ځای کړل ، د
دې لۀ پاره چې، کۀ چېرې د يو لړ ليک پۀ لينک کې ستونزه وي نو لۀ بل څخه به
کار اخيستل کېدای شي ـ
مولانا غلام الرحمن د لومړنيو
مجاهدينو لۀ ډلې څخه دی چې پۀ توره او ژبه يې د جهاد لۀ پيل نه تر ننه
پورې د خدای (ج) د دين خدمت کړی ، او لا کوي يې . د مولانا لوی خصوصيت دا
دی چې باعمله عالم دی، مجاهد دی او د چا پۀ شان پۀ کړي جهاد پښېمانه نۀ دی .
هغۀ د ترجمې پۀ جريان کې پۀ بيا، بيا دې خبرې ته اشاره کړې چې دا دين پۀ
جهاد ساتل کيږي او دطاغوت مخه پۀ جهاد نيول کيږي . هغۀ چا ته چې ويل ېې :
جهاد نۀ ؤ، هسې لېونتوب ؤ، ځواب ورکړې چې : کۀ تۀ لېونی يې ، يې به! زۀ خو
اوس هم پۀ خپل جهاد فخر کووم د هغه د خبرو او د قرآني اياتو پۀ تعبير،
تفسير او ترجمه کې يو خوند او لذت پروت دی او دا نعمت دهغه چا پۀ برخه کيږي
چې پۀ خپله يې د قران کريم سره عملي تعلق وي، نو يې ، خبره د خلکو زړونو
ته کوزه شي.
مولانا صيب د تعليم تر څنګ دې
ته هم اړ شوی، چې چېرته خواري مزدوري وکړي او يوه مړۍ حلاله روزي پيدا
کړي، هغۀ د جومات حلوا ته ډډه نۀ ده اچولې ، بلکې د تندي پۀ خولو يې ګټلې .
کۀ
چېرې لۀ کومې ستونزې سره مخ شوئ ، مونږ سره مشوره کوئ او يا هم نظر لرئ؛
نو د سورتونو د لړليکونو پۀ پای کې د تبصرې کولو اسانتيا شته!، مونږ سره
خپل نظرونه شريک کړئ .
ډونلوډ کولو طرېقه
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.