Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 25, 2012

کوم فیشن دپردې سره مخالف نه دی،اوښځې ته روا دی ؟


           محترمو خویندو او وروڼو ! داسلام سپیڅلي دین فطرت کښي یعني فطرت له منځه وړونکی نه بلکه فطرت نواز،دفطرت خیال ساتونکی دی یعني دفطري غوښتنو څخه منع کوونکی نه دی . تر کومه ځایه چي دښځې دځان سنګارولو او زیب و زینت کولو په اړه کوم څه دي ، نو هغه خو ښځې ته اجازه ورکړل شوې ده چي په اخلاقي حدودو کي داوسېدو تر څنګ ځان سنګار کړي او زینت وکړي.نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم ، نه یوازي داچي اجازه یې ورکړېده بلکه ډیر ځله یې په خپله په دې اړه لارښوونې هم کړي دي.
               یو ځل رسول علیه الصلاة والسلام دیوې خوشحالې او سوکالې کورنی غړی ولیدی چي په کمزوري حالت کي وو، نو ورته ویې فرمایل : که چیري الله تعالی په مال او شتمني سره نازولی یې ، نو دهغه اظهار وکړه ،ستا په دغه کمزوري حالت کي او سېدل دناشکري نښه ده ، خلګ تا غریب ګڼي لیکن په حقیقت کي ته بډای یې .
(احیا العلوم )

            یو ځل نبي علیه الصلاة والسلام ته یو صحابي حاضر شو ، په داسي حال کي چي وېښتیان يې خواره واره وو، نو علیه  الصلاة والسلام وفرمایل:چي آیا دغه یو داسي څیز نه لري چي دا وېښتيان په منظم او سم کړي ؟ بل ځل یې یو بل صحابي ولیدی چي جامي یې چټلې وې ،نو ورته ویې فرمایل چي دغه یو داسي څیز نه لري چي دا جامي په ومینځي او په پاکي یې کړي؟
              دعطرو په اړه يې فرمایلي دي :(السواک والتعطر من سنن الانبیاء) مسواک اوعطر دانبیاؤ له سنتو څخه دي.
            اسلام ښځې ته دسرو زرو،سپینو زرو،ورېښمو او داسي نورو څیزونو داستعمال اجازه ورکړېده.چي ددغو څیزونو څخه دخپل حسن او زینت لپاره کار واخلي.او په دې اړه خپلي فطري غوښتنې پوره کړي،داسلام ددین له نظره دښځې ځان جوړول او سنګارول یو خوښ عمل دی، په احادیثو کي دښځي په اړه ویل شوی دي : چي هغه دي خپل بدن ښايسته کړي ،ښې جامې دې واغوندي،زیورات او ګېڼې دې استعمال کړي،عطر او نکریزې دې ولګوي.پاکه صفا دې واوسي.امام غزالي رحمه الله تعالی ویلي دي : چي که نر وي او که ښځه وي دتیلو او رنجو په استعمال کي دي بخل نه کوي،اودمرې یانو غوندي دې چټل نه ګرځي.(احیاء العلوم).لیکن دا ټول دځان زیب او زینت په ښکلو جامو ،نکریزو، رنجو،سرو اوسپینو زرو ،دخپلو مېړو او خاوندانو لپاره روا ګرځول شوي دي،نه د بل چا لپاره . په بازارونو کي دګرځیدلو لپاره ،یا ددکاندارانو،یابل پردي نامحرمو خلګو لپاره نه دي روا شوي.دزینت لپاره اسلام حدود ټاکلي دي،دحدودو څخه دباندي ورته اجازه نشته، چي دجهالت په څیر زیب او زینت وکړي،او بې غیرتي ته ملا وتړي.یا داسي جامې واغوندي ،چي دنورو دنفس او شهواتو د راپارولو لامل وګرځي.ددې حدودو څخه وتل هم خپله دښځي لپاره او هم دټولنې لپاره خطره ده.


           عن ابی هریرة رضی الله تعالی عنه قال: قال: رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم:صنفان من  أهل النار لم أرهما قوم معهم سیاط کاذناب البقر یضربون بها الناس ونساء کاسیات عاریات ممیلات ماءلات رؤسهن کاسنمة البخت المایلة لایدخلهن الجنة ولایجدن ریحها وإن ریحها لتوجد من مسیرة کذا کذا (رواه مسلم)
             ژباړه : دابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی:چي نبی علیه الصلاة والسلام وفرمایل چي: دوزخیان دوه قسمه دي چي ما نه دي لیدلي یو هغه قوم او خلګ دي چي دهغو سره به چلاخي وي لکه دغویانو د لکۍ په څېر،چي په هغه سره به خلګ وهي او بل هغه ښځې دي چي پټې لوڅې وي، نورو لره مایل کوونکي وي ،خپله هم نورو لره میل او شوق کوونکې وي،سرونه يې داسي غونډ او غټ کړي وي لکه د بختي اوښانو کاږه بوکونه،نه به جنت ته داخلې شي،او نه به دهغه بوۍ پیدا کړي ،او دهغه بوۍ موندل کیږي پر دومره دومره فاصله باندي.
            په دې حدیث شریف کي دوهم قسم د دوزخیانو، هغه ښځي ښوولي شوې دي چي نیمي پټي وي،او نیمي بربنډي وي یا داسي نازکي جامي یې اغوستي وي چي بدن یې ترې ښکاره کیږي.نور ځان ته راکشوي او جلبوي او خپله هم نورو ته میلان کوونکې وي.او الله تعالی په قرآن کریم کي فرمایلي دي : (ولا یُبدِینَ ِزینَتَهُنَّ )النور ۳۱ ) یعني ښځې دي خپل زینت او ښایست بل چاته نه ښکاره کوي،دلته ښځې دزینت داظهار څخه راګرځول شوې دي ،یعني نه دي د ښو جامو اظهار کوي،او نه هم دخپلو زیوراتو او ګېڼو، نه دې مخ سر لاس او پښې د دنیا په موجوده مختلف قسم آرایش او سنګار سره ښایسته کوي ددې لپاره، چي نور خلګ په فتنه کي وا چوي ،او نه دې داسي فاخرانه تګ او رفتار کوي ،چي نور خلګ ځان ته متوجه کړي او زینت یې ښکاره شي .
             په بل ځای کي دالله تعالی فرمان دي : ( وَلَا یَضْرِبْنَ بِاَرْجُلِهِنَّ لِیُعْلَمَ مَا یُخْفِیْنَ مِنْ زِیْنَتِهِنَّ )النور ۳۱).
           ژباړه : یعنی ښځې دي په تګ کي (ترداسي حده اهتمام وکړي)چي خپلي پښې دې پر مځکه په داسي زور نه ږدي چي په هغه سره دزیوراتو اواز (دنامحرمو خلګو) غوږو ته ورسیږي،یعني خپل کوم زینت چي دوئ پټ ساتلی دی دهغه معلومات پردو خلګو ته ونه شي، چي په شریعت کي دا ناروا دی،او دا ښځو ته ناروا دي ځکه دا هم په اظهار زینت کي داخل دی. نو په همدې وجه چي کله ښځو ته ددباندي راوتلو ضرورت پېښ شي نو پکارده چي معمولي لباس واغوندي ،په مکلمل ډول پرده وکړي او د  ګڼې ګوڼې دسړک پر ځاي دداسي لارې انتخاب وکړي چیری چي دخلګو تګ راتګ ،کم وي .
             په بل حدیث شریف کي راځي: المراة اذا استعطرت فمرت بالمجلس فهی کذا وکذا یعنی زانیة .(ترمذی)
             یعني: ښځه چي کله عطر ولګوي،او بیا دنارینه وو د مجلس سره تېره شي نو هغه داسي او داسي ده یعني زناکاره ده .
              نوالله تعالی دې موږ اوتاسو ټولو ته د قرآن کریم سره دموافق ژوند تېرولوتوفیق راپه برخه کړي.

 


  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User