Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, April 25, 2012

په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی



 
دښکلا او ښا يست په څیزونو کي لباس ډیر ارزښت او لوړ مقام لري.عمده او پاک لباس د درانه شخصیت او اعلی ذوق نښه ګڼل کیږي. آیات مبارک دی :

( یبني آدم خذو زینتکم عند کل مسجد )الاعراف ۳۱ 

       ژباړه : اې دآدم اولاده ، دهر عبادت پر موقع په خپل زینت سره آراسته شی.دلته په دې آیات شریف کي لباس او جامه دزینت او ښايست له څیزونو نه شمار شوېده .
        دلباس په اړه داسي تعین چي خاص دغه لباس اغوستل سنت دي نه دی راغلی . علامه ابن تیمیه رحمه الله فرمايي : دنبی کریم صلی الله علیه وسلم یا دهغه داصحابو او صحابیاتو رضوان الله علیهم اجمعین څخه دلباس دتعین په اړه داسي یو قاعده نه تر سترګو کیږي،چی دغه لباس لازمی دی او حتمی دی ،او ددې نه پرته بل لباس اغوستل حرام دي.په اصل کي دلباس مقاصد دمکان دمقاصدو په څیر دي.ښځي دداسي لباس پابندي دي چي په هغه سره ددوی پوره پرده خوندي شي.

 
        دلباس په اړه څه لاندي اصول په نظرکي نیول پکار دي: 
        ۱  : لباس داسي پکار دی چي دسرنه نیولي بيا تر پښو پوري ټول بدن په پټ شي.ځکه چي د ستر پټولو په اندازه لباس اغوستل واجب دي.(يبنی آدم قد انزلنا علیکم لباسا یواري سوآتکم وریشا ولباس التقوی ذلک خیر ذلک من آیات الله لعلهم یذکرون) الاعراف ۲۶.
        ژباړه : ای دآدم اولاده ، مونږ پر تاسو لباس نازل کړی دی ،چي ستاسو دجسم دشرم حصې پټي کړي او ستاسو دجسم دساتني او زینت زریعه هم وي ،او تر ټولو غوره لباس دتقوی لباس دی او دا دالله تعالی دنښانیو څخه یوه نښاني ده کیدای شي دوی پند واخلي.
       ( یاایهاالنبی قل لازواجک وبناتک ونساء المؤمنین یدنین من جلابیبهن ذلک ادنی ان یعرفن فلایؤذین وکان الله غفورا رحیما)احزاب ۵۹.
      اې نبي خپلو بیبیانو ،لونړو او د مسلمانانو ښځو ته ووایه چي پر خپل ځان باندي دخپلو ټیکریو پلوونه خواره کړي،دا ډیره مناسبه طریقه ده چی هغه وپیژندل شی(چی دا شریفی او باحیاء ښځي دي) ،او ونه ځورول شي ،او الله تعالی بخښونکی او مهربانه ذات دي.
         علامه ابن عابدین رحمه الله په رد المختار کي فرمايي : دومره لباس اغوستل فرض دی چي ستر پټ کړي .اعلم ان الکسوة منها فرض وهو ما یستر العورة ،(فصل فی اللباس )او دښځي مکمل بدن عورت(ستر) دی نو ټول بدن پوټول ضروري دي.
      الظابطة فی اللباس ان يکون ساترا بقدر العورة فالرجل یستر من سرته الی الرکبتین وجوبا وغیرها بالاولویة ، والمراة تسترها من الراس الی القدم فلا یجوز لها کشف الراس والید الی المرفق.
         ژباړه : په لباس کي اصل دادی : چي هغه به دستر اوعورت په اندازه پوټونکي وي،نو نارینه به خپل ځان د نامه څخه بیا تر ځنګنو پوري واجب دی چي ځان به پوټوي،او نور بدن غوره کار دی چي پټ یې کړي ،او ښځه به ځان دسر څخه بیا تر پښو پوري پوټوي نو دې ته نه دسر لڅول روا دي او نه هم دلاسو تر څنګلو پوري.(تکملة عمدة الرعایة )۴\۴۸ .
         ۲ : لباس به دومره نازک او نری نه وي ،چي بدن ترې ښکاره شي .
حضرت عایشة رضی الله عنها فرمايي: چي اسماء بنت ابی بکر نبی علیه السلام ته راغله ،او دې نازکي جامي اغوستي وې ،نو نبی علیه السلام مخ ورڅخه واړوه.
      وعن علقمه بن ابی علقمة عن امه قالت : دخلت حفصة بنت عبدالرحمن علی عاﺉشة وعلیها خمار رقیق ، فشقته عائشة وکستها خمارا کثیفا. مشکواة المصابیح کتاب اللباس ۳۷۷ .
     حضرت علقمه بن ابی علقمة دخپلي مور څخه روایت کوي ،چي حضرت حفصة بنت عبدالرحمن عائشې رضی الله تعالی عنها ته راغله او دې نازک پوړنی پر سر کړی وو ،نو عائشې رضی الله تعالی عنها هغه ورڅیري کړاو هغې ته یې بل پنډ پوړنی ور پر سر کړ.
     وعن دحیة بن خلیفة قال اتی النبی صلی الله علیه وسلم بقباطی فاعطانی منها قبطیة فقال اصدعها صدعین : فاقطع احدهما قمیصا واعط الاخر امراتک تختمر به ،فلما ادبر قال وامر امراتک ان تجعل تحته ثوبا لایصفها . مشکواة کتاب اللباس الفصل الثانی ۳۷۶ .
     حضرت دحیة بن خلیفة فرمايي : یو ځل نبی علیه السلام ته قبطي جامي راغلې،نو علیه السلام مبارک دهغو څخه یوه ماته راکړه ،او راته یې وفرمایل :چي دا څیري کړه او دوې ټوټې یې کړه ،دیوې څخه قمیص جوړ کړه او هغه بله خپلي ښځي ته ورکړه چي پوړنی ورڅخه جوړ کړي،بیا چي زه راستنیدم نو ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل :خپلي ښځه وګماره چي تر دې قبطي جامي لاندي بله جامه ورسره ملګري کړي چي (ددغه جامې دنازکوالي له امله) ددې وېښتان ښکاره نه شي.
        ۳ : لباس به دومره تنګ او په بدن پوري چسپ هم نه وي چي دبدن شکل او څرنګوالی ترې ښکاره شي .
     قال رسول الله صلی الله علیه وسلم (صنفان من اهل النار لم ارهما ،قوم معهم سیاط کاذناب البقر یضربون بها الناس ،ونساء کاسیات عاریات ممیلات مائلات رؤسهن کاسنمة البخت المائلة لایدخلن الجنة ولایجدن ریحها ،وان ریحها لیوجد من مسیرة کذا وکذا. صحیح مسلم کتاب اللباس ۲\۲۰۵ .
       رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددوږخیانو دوي ډلي دي چي ما نه دي لیدلي ،یوه هغه ډله ده چي دهغو په لاسو کي  دغوا دلکۍ په څیر چلاخي وي چي په هغه سره خلګ ناحقه وهي ، او دوهمه ډله دهغو ښځو ده چي په ښکاره به یې جامي اغوستي وي لیکن په حقیقت کي به بربنډې وي، نور نارینه به خپل ځان ته راجلبوي او خپله به نارینه وو ته میلان کوونکي وي ، ددوئ سرونه به دبختي اوښ دبوک په څیر ښوریدونکي وي ، داسي ښځې به نه جنت ته ننوزي او نه به دجنت بوئ  پیدا کړي په داسي حال کي چي دجنت بوئ ددومره دومره لیري والي نه راځي.
       ۴ :  ښځو ته دنارینه وو په څیر لباس اغوستل او دنارینه وو په څیر وضع قطع اختیارول حرام دي،داسي لباس به نه اغوندي چي دنارینه وو سره یو شانته وي.
       عن ابی هریرة رضی الله عنه :قال لعن رسول الله صلی الله علیه وسلم الرجل یلبس لبسة المرأة والمرأة تلبس لبسة الرجل .ابوداؤد کتاب اللباس ۲\۲۱۲ .
        حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوي : چي نبی علیه السلام پرهغه نارینه لعنت ووايه چي دښځي په څير جامي اغوندي او پر هغه ښځه يې لعنت ووایه چي دنارینه وو په څیر جامي اغوندي.
          ۵: د کافرانو ښځو او فاسقو ښځو فیشن به نه کوي.
         قال عبدالله بن عمروبن عاص : رأی رسول الله صلی الله علیه وسلم علي ثوبین معصفرین ،فقال ان هذه من ثیاب الکفار فلا تلبسها. صحیح مسلم کتاب اللباس ۲\۱۹۳ .
        عبدالله بن عمروبن عاص فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ما باندي دوې ژړ رنګ والا جامي ولیدې ، نو ويې فرمایل : دا دکفارو جامي دي دا مه اغونده.
        ۶  :په جامو کښي دې له فخر، تکبر او ریا څخه پرهیز وشي.
       عن ابن عمر رضی الله عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال : من لبس ثوب شهرة فی الدنیا ،ألبسه الله ثوب مذلة یوم القیمة .مسند احمد ۲\۲۲۱ احیاء التراث العربی بیروت .
      نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چي کوم څوک دعزت غوښتني ،او شهرت لپاره په دنیا کي جامي واغوندي الله رب العزت به هغه ته دقیامت په ورځ د ‌‌ذلت او حقارت جامي ورواغوندي.نو الله تعالی دي مونږ او تاسو ټولو خویندو او وروڼو ته دشریعت په هدایاتو دعمل کولوتوفیق را کړي .آمین 
 
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User