Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 9, 2011

د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟

 

د ميرمنې سره د مقعد له لارې کورواله کول څه حکم لري ؟

 

 


نساكم حرث لكم فاتوحرثكم اني شتم دلته خو اني فه معني دكيف سره ديونااهله خلكو ته ويلي دي جي قبول وي اوكه دبور فروانه لري ماورته وويل كه مخي نه راتك وي اوكه شانه خو مكان به يووي ستاسو نظرغوارم مسله روشانه كي جي زه خلكو ته دليل ووايم

 محمد نبی احمدزې
{3}
 که چیری یو څوک په ناپامی کی خپل د کور والا سره لواطت وکړی
 ایا کورولا پری طلاقیږی او که لطفا جواب راکی 
و . کا
{2}

د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم پسله سلامه يو ه پوښتنه  که يي تاسي جايز ګڼي کوم، هيله ده چي د اسلام په چوکات کي ددغه سوال جواب واورم او هم يي نور انډيوالونو او مسلمانانو ته چي د غربي اوامرو لاندي ژوند کوي واوره وم اوهم يي دليل ورته وړاندي کړم
پوښتنه: که يوڅوک خپل دښځي  د شاه له طرفه  سره نژدي والي وکړي حکم يي په اسلام کي څنګه دي؟

مننه

عبدالهادي مبارز – المان
{1}
سلام
زه یوه پوښتنه لرم

ایا د معقد له لارې خپلې میرمن سره نزدیکت څه حکم لري ؟

مننه – تريالی










ځواب













بسم الله الرحمن الرحيم





ګرانه وروره !
 

له ښځې سره د شا په طرف (مقعد ) کې کورواله کول حرام دي او د داسې عمل کونکی ملعون اولواطت کار دی .

د لواطت خطرناکې پايلې ټولو ته معلومې دی چې د لوط عليه السلام قوم چې په نوموړې عمل اخته ؤ د خدای جل جلاله لخوا د اسلامې پوهانو په اصطلاح په لومړې آسماني اټم بم وويشتل شول داسې له خاورو سره خاورې شول چې د ژوند نښانې بالکل له منځ لاړي  .

په دې اړه قرآني او نبوي ارشادات :

قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ((او هغه کسان (بريالي اوکامياب شول ) چې دوی د خپل شرمګاه ساتونکی دي ،پرته له ښځو خپلو )) (المؤمنون ) .

مطلب دا چې بغير له خپلې ښځې نه نور د شهوت پوره کول په هره شيطاني لاره چې وي حرام دي .

او د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي  :

 :« نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .
(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .
د کښت معنی نسل دی چې د نسل ځای معلوم دی  .
د ښځې سره د شاه په طرف (د فاضله موادو د خارخيدو په ځای ) کې د جماع کولو د حرمت او سختو وعيدو په باره کې هم ډیر احاديث ذکر شوی دي چې دلته مو يو څو را نقل کړل چې همدا کافي دي .
له ابوهریرهرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنه روایت دی چې وايي : پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايل:« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1]  څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »
او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2]  :
 « الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »
 له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل :
« لا تأتوا النساء في أعجازهن» أو قال «فی أدبارهن»[3] « د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ
مفتي کفايت الله دهلوي (رح) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱ ) .
که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .

وبالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و آله و صحبه و سلم
فتاوي البداحرام – کفايت المفتي




[1]  احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری” (9015)  او آلبانی په “صحیح ابی داود” (1894) حسن بللې دی .
[2] احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923) او نسائی په ” الکبری” (9014،9013) او ابن ابی شیبه (16811) او آلبانی په “صحیح ابن ماجه” (1560) هغه صحيح بللې دی .
[3] احمد (1/86) او هیثمی په “مجمع” (1/243) وايي : راویان د هغه موثق دی . ن .ک تفسیر ابن کثیر (1/263)  په تفسير آيت  223 بقره  « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ »

آن لاين اسلامې لارښود



ګرانه وروره ! هيله ده ددې ليک د لوستو سره سم د خپلې ځوانۍ تندی الله جل جلا له  ته په ځمکه ولګوې او په رښتنې ډول ثابته کړه چې د چا بنده يې او د څه د پاره پيدا شوې يې .
 
الله جل جلا له  دې زمونږ سره د توبې توفيق درکړي .


 ګرانه وروره ! د الله تعالی درکړي نعمتونه درپه زړه کړه، چې څومره ډېر دي، دهغه چا له حال نه ځان خبر کړه، چې کله دشپې مهال ويده کېږي، نو له يو عالم خفګانونو سره ويده کېږي، 

ټوله ورځ ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو له امله يې په بدن کې شيمه نه وي پاتې، هر سهار چې کله راويښيږي يا داده، چې دګرمي له امله ځوريږي،

 يا دسړو له لاسه رېږدي، له ډول ډول تکليفونو او دردونو سره مخامخ وي او شاوخوا يې بچيان ترېنه يوه مړۍ ډوډۍ غواړي؛ 

خو ته له هر اړخه بشپړ يې، هرڅه لري، بدن دې روغ دى او يوه مړۍ روزې هم دررسېږي. نو پام کوه او له دې ووېرېږه، 

چې دګناه او ناشکرۍ له امله يوه ورځ درڅخه دا ټول نعمتونه واخيستل شي.

ځنې وخت ګنهګار بندګان داسې ناهيلي شي چې دوی ګمان کوي چې زه خو نور بالکل غرق شوی يم زما لپاره کله د توبې لاره وي دوی نور له خپل رب (ج) نه شرميږي او خپل د عجز لاسونه نشي پورته کولای .
 
زما مسلمانه وروره ! دا د شيطان دسيسې دي چې بنده نه پريږدي خپل رب ته توبه ګار شي شيطان وايي ما د بنی آدم ملا په ګناهونو ور ماته کړه خو زما ملا يې پر استغفار او توبه را ماته کړه .
زما مسلمانه وروره !
که د الله تعالی مهرباني او شفقت درک کړي ډير به وژاړی او ډير وخت به دې سترګی په اوښکو لمدې وي مناسبه به نه وي چې د خپل مهربانه پروردګار څخه ياغي شي هغې ته شا کړي او خپل سر سخت دوښمن شيطان ته دې مخه کړي .
 
 
ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User