اسلام كې ژبې زده كول جائز دي
صحابه
كرام ته عبرانى او سريانى ژبه نه ورتله كله به چې كوم خط پيغمبر علیه سلام ته راته يا به چا ته ليكه
نو په يهودو به ليكه ، نو دا پيغمبر علیه سلام ته ډېر زيات تكليف وه .
حضرت
زيد بن ثابت رضی الله فرمايي پيغمبر علیه سلام ماته وويل ، ماته د يهودو
خطونه راځي ، زه نه غواړم چې زه هغه هر چاته وښايم .
آيا
ته سريانى او عبرانى ژبه زده كولى شى ؟ ما ورته وويل : هو ! نو ماته پيغمبر علیه سلام اجازت راكه ، بيا ما اولس
ورځو كې سريانى او عبرانى ژبه پوره ــ پوره زده كړه ، سبحان الله ! دېته ذهن وايي
بعضو رواياتو كې پنځلس ورځې ليكلي دي . ( حياة
الصحابه كاندهلوي او ردو جلد ۳ صفحه ۲۷۷ مكتبه زمزم كراچى ) .
زما
وروڼو اسلام يو وسيع دين ده ، اسلام كې د هر مشكل حل شته ، د هرې مسئلې حل شته ،
خوولېكن چې مونږ نه پوهېږو نو دا بايد ونه وايو چې دا مسئله اسلام نه ده بيان كړئ
، اسلام به بيان كړى وي خو مونږ به نه پوهېږو الله رب العزت دې مونږ ته په اسلام
باندې پوره علم او عمل راكى ، نور زه ستاسو وخت نه نيسم .
واخر
دعوانا ان الحمدلله رب العلمين

