Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, July 27, 2011

راځئ روژه استقبال کړو- د روژې د درسونو سلسله


راځئ روژه استقبال کړو- د روژې د درسونو سلسله
ژباړن: زاهد جلالي

روژه هرکال راځي، اوس هم د معمول په څير رارسي، خو آيا موږ روژې ته تيار يو؟! آيا موږ هرکال دا د برکتونو مياشت سمه لمانځو او کنه؟! دا هغه پوښتنې دي چې ممکن ډيرې يې مثبت ځواب ورنکړي، دا چې ولې يې مثبت ځواب نشي ويلى د دې علتونه ګڼ دي، يا به انسان لټ وي، يا به نه پوهيږي چې څرنګه روژه استقبال کړي، دلته موږ ځنې لارښوونې لرو چې که څوک يې پرځان پلې کړي د روژې په استقبال کې به ورسره ډيره مرسته وکړي.
د روژې لپاره څو ډوله تيارى نيول کيږي چې په لاندې ډول دي:
لومړي: دى مبارکې مياشتې ته نفسي او عملي تياري نيول:
١ - د دعاګانو لوستل:
). أ- ( اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان
ب - ( اللهم سلمني إلى رمضان وسلم لي رمضان وتسلمه مني متقبلاً).
٢ – د ښو او نيکو کارونو نيت کول:
د نيت ښه کولو په اړه په صحيح مسلم کې يو حديث له ابوهريره (رضي الله عنه) څخه روايت دې چې الله جل جلاله په يوه قدسي حديث کې فرمايي: کله چې زما بنده د نيک عمل اراده وکړي، اجر او ثواب يې ورته ليکل کيږي
هغه نيتونه چې په دې مياشت کې وشي په لاندې ډول دي:
١ – د قرآن د څو څو ځله ختمولو او په تدبر سره د تلاوت کولو نيت.
٢ – له ټولو ګناهونو څخه د زړه له تله توبه ويستل.
٣ – نيت کول چې دا مياشت به د ټول عمر لپاره د نيکو او صالحو اعمالو پيل وي.
٤ – نيت کول چې په دغه مياشت کې ترټولو لوى اجر او ثواب لاسته راوړلى شي، په داسې حال کې چې په دې مياشت کې نيک عمل له نورو مياشتو څڅه ډير اجر لري.
٥ – په دې مياشت کې نيت کول چې له خلکو سره به ښه اخلاق، نيک سلوک، ښه معامله کول هم ډير ضرور دي.
٦ – نيت کول چې په دې مياشت کې به اسلامي دعوت ډير کوم او خلک به اسلام ته د نورو مياشتو په نسبت ډير رابلم.
٧ – نيت کول چې په دې مياشت کې به د ځان له پاره يو منظم تقسيم اوقات برابروم چې له اطاعت او عبادت څخه ډک وي او عمل به پرې کوم.
٣ – ايمانې مطالعه کول: 
له ايمانې مطالعې مطلب دا دې چې په دې مياشت کې د دې مياشتې اړوند ديني کتابونه مطالعه کول، تر څو په ايماني عاطفې سره ځان دې مياشتې ته د اطاعت او عبادت لپاره برابر کړو.
٤ – د دې مياشتې په اړه ډير کتابونه شته، هغه وروڼه چې په عربي پوهيږي د لطائف المعارف کتاب کې دې د وظائف شهر رمضان باب ولولي او ښه پايله به لاسته راوړي.
٥ – د شعبان په مياشت کې روژه نيول:
د شعبان د مياشتې د روژې نيول ډير ثواب لري او په دغه مياشت کې روژه نيول د رمضان د مياشت لپاره انسان تياروي، عائشه رضي الله عنها فرمايي: وما رأيته صلى الله عليه وسلم أكثر صياماً منه في شعبان. يعني نبي کريم صلي الله عليه وسلم په دغه مياشت کې ترټولو نورو مياشتو ډيره روژه نيوه.
٦ – د روژې په اړه مهمو درسونو کې چې په سيډيانو کې اړول شوي يا کسټو کې دي غوږ نيسي، تر هغې چې روژه رارسي ښه به ورته آماده وي، د ځان لپاره پروګرام جوړ کړه چې مثلا د ورځې به يوه او يا دوره کسټې اورم، چې په لنډه موده کې به يې پايله وويني.
٧ – د روژې د مياشتې دا مبارکي درپه يادوي، مثلا د مغفرت مياشت ده، د ګناهونو د بښل کيدو مياشت، د ليله القدر مياشت، د اجر او د ثواب د ډيريدو مياشت او... دا هم د روژې د استقبال ښه لار ده.
٨ – د روژې په اړه د قرآني ايتونو تفسير مطالعه کړئ.
٩ – د روژې د مياشتې په اړه جلسې او ناستې وکړئ:
په دې مياشتې کې له هغه چا سره کينئ چې تقوى لري او له خدايه ډير ويريږي په مينه کينئ او د روژې د فضايلو په اړه بحثونه کوئ، داسې ناستې د انسان پر زړه طبيعي اثر لري.
١٠ – له خپل معاش او عايد څخه په دې مياشت کې د ځنو کارونو لپاره وقف کړى چې لانديني يې له مهمو څخه دي: 
_ د صدقې لپاره
_ د کتابونو د اخستو او په هغو کسانو يې د توزيع لپاره چې مطالعه کوي يې.
_ د خلکو لپاره د افطار يا روژه ماتي د پروژو سره د مرستې له پاره.
_ حقيبه الخيري، حقيبه الخيري ديته وايي چې پر غريبو خلکو خوراکي موادو ويشل کيږي يا پيسې ور کړئ او له هغو سره مرسته وکړئ.
_ د عمرې د اداء کولو لپاره حرم ته تلل.
١١ – د روژې آداب او احکام زده کړئ:
د روژې په اړه په مساجدو يا په نورو علمي ځايونو کې پروګرامونه جوړيږي چې په هغو کې برخه اخستل درسره مرسته کوى چې د روژې آداب او احکام زده کړئ.
١٢ – د روژې د رارسيدو په اړه چې کوم پروګرامونه، محاضرات وي هغوى ته ورځئ.
١٣ – په کورکې ناسته او د کورنۍ له غړو سره د دې محترم ميلمه د رارسيدو په اړه پروګرامونه جوړول، مثلا کورکې يوه ته دا وظيفه ورکړل شې چې ته به کلي کې په خلکو د روژي اړوند کيسټې توزيع کوې او داسې نور پروګرامونه تر څو خلکو ته مو ګټه ورسي.
دوهم: دعوتي تياري
داعي په دغه مياشت کې دا ډول تياري نيسي:
١ – د روژې په استقبال کې په خلکو د کيسټو ويشل، د درسي پروګرامونو تيارول، د روژې په اړه د رسائلو توزيع کول، د مسواک ويشل، که څوک کولى شي او پوهه لري خلکو ته درس ورکول او داسې نور.
٢ – د روژې په اړه د وړو رسائلو ليکل، د داسې رسائلو چاپول او خلکو ته پکې د هغوى د وظايفو په ګوته کول چې په دغه مياشت کې څه وکړي.
٣ – د ځنو مهمو خبرو او اسلامي توجيهاتو برابرول او په مسجد کې يې د خلکو په وړاندې ويل او هغوى په دغو مسايلو پوهول.
٤ – د کورنۍ تربيه د ورځني او اونيز درس په واسطه.
٥ – د اسلامي کتابونو او کسټو په هغه چا توزيع کول چې ورته اړتيا لري.
٦ – په مکتب کې خپلو شاګردانو ته کله ناکله د روژې د فضائلو په اړه درسونه تيارول.
٧ – د افطاري پروګرامونو جوړول او خلک ورته رابلل.
٨ – د اسلامي موسسو سره دعوتي مرستې.
داعي وروره:
هرڅه چې کولى شې په دغه مياشت کې يې د مسلمانانو لپاره وکړه، کوښښ کوه خپله طريقه بدله کړې، هره ورځ له نوي طريقې څخه کار اخله، ترڅو روژې ته خلک تيار شي او په خلکو کې يو لوى تغيير راشي.


سرچينه زاهد جلالی


  1. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  2. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  3. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  4. اعتکاف کے فضائل و مسائل
  5. السلف وقيام الليل
  6. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  7. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  8. اوقات سحری وافطاری افغانستان
  9. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  10. تابع كيف نستعد لرمضان
  11. حقیقت اختلاف مطالعہ ومسئلہ رؤیت ہلال
  12. د اختر مسايل'اداب‏
  13. د تراويح د لمانځه فضيلت
  14. د تراويح لمونځ
  15. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  16. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  17. د روژه ماتي اصول
  18. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  19. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  20. د روژې روغتيايي ګټې
  21. د روژې مادي او معنوي ګټې
  22. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  23. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  24. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  25. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  26. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  27. د روژې کولو نيت
  28. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  29. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  30. د صدقې فطر احكام
  31. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  32. د علماؤ ديني بيانونه
  33. د قرآن مجید دتلاوت ژوندۍ تلویزیون
  34. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  35. د هغو علماء کرامو لپاره چې دغه کتابونه نه لری او يا د اخيستلو وس نلری وړاندی کوو
  36. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  37. ددوزخ له اوره د خلاصون میاشت
  38. ددوعاكولو اداب
  39. درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې
  40. دروژی فاسدوونکی :
  41. دروژی فضيلت :
  42. دروژی مکروهات :
  43. دروژې ګټې
  44. دسهار اذان څه وخت كول په كاردى ؟
  45. دسهاراوماښام دعاګانى
  46. دعاء القنوت - عادل السنيد
  47. دعاء ختم القرآن دعاء په اوآذ د القارئ إدريس أبكر
  48. دفترونو کې نارينه او ښځي
  49. دوشنبه د رمضان المبارک لومړۍ نېټه اعلان شوه
  50. دوه روژې
  51. دټاكل شوي امام له اجازې بغير امامت اواذان صحيح دى اوكه نه؟
  52. دډوډى خوړلودوعا
  53. دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟
  54. راځئ روژه استقبال کړو- د روژې د درسونو سلسله
  55. رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
  56. رمضان او افغانان
  57. رمضان او ماشومان
  58. رمضان او ځوانان
  59. رمضان او ځوانه جوړه
  60. رمضان مسائل
  61. روزے کی حالت میں بیوی کا بوسہ لینے کا حکم
  62. روزے کی حالت میں کان میں پانی ڈالنے کا حکم
  63. روژه په څه ماتیږي اوپه څه نه ماتیږي
  64. روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
  65. رویت ہلال :پر دارالعوم کراچی کا فتویٰ
  66. ستاسو روژه په کومه ورځ ده؟ (خامخا يې ووايئ)
  67. سحور يا پشمنی
  68. سرسايه (صدقة الفطر) او په اړه يې ټولې مسآلې
  69. شب معراج کے متعلق خدشات
  70. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  71. شیخ سید عبد السلام رستمی تفسیر
  72. صدقة الفطر 30 افغانۍ + 5 سوال او جوابه
  73. عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
  74. عید کارڈ
  75. عیدین میں گلے ملنے
  76. كتابونه مطالعة كه دلته
  77. كرنسى كى تجارت كا حكم كيا ہے ؟
  78. كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
  79. لس كلن ماشوم روژه ونيسي كه نه؟
  80. لمانځه نه غافله مسلمان
  81. له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې
  82. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  83. ماہ شعبان کی فضیلت او رشب برات کی حقیقت
  84. مسائل عیدین
  85. مسنون دعاګانې
  86. ملك الموت نه تپوس
  87. مکہ اور مدینہ سے براہ راست پروگرام دیکھیں
  88. نابینا امام کی اقتداء میں جماعت کا حکم
  89. نجم الدين اخند زاده
  90. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  91. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  92. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  93. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  94. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  95. ولې ارږمي باسو؟
  96. په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
  97. په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
  98. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  99. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز
  100. په دينو حلقو کي برخوالو ته
  101. په روژه د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
  102. په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
  103. په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې
  104. په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
  105. په روژه په لاندې توګه خواړه وخورئ
  106. په روژه کښې خوب کې احتلام وشي
  107. په روژه کی د استمنا حکم
  108. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  109. په روژه کې قی وهل
  110. په روژه کې له دې خواراکونواو خواړو څخه ډډه وکړﺉ
  111. په روژه کې مسواک
  112. په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
  113. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  114. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  115. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  116. په مسجد کې سوال غوښتل
  117. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  118. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  119. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  120. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  121. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  122. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  123. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  124. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  125. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  126. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  127. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  128. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  129. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  130. کورنۍ، جومات او روژه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User