Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, July 29, 2011

امام حسن البنا د روژې په اړه وايي

امام حسن البنا د روژې په اړه وايي



زه له اسلامي هیوادونو دا غوښتنه کوم چې هغوی د نورو هیوادونو د قوانینو د سرغړوونکو په څیر د روژی نه نیوونکو ته درنده سزا وټاکي، تر څو چې هیڅوک هم ددې سپیڅلې میاشتې د حرمت د پایما لولو جرات ونکړي

شهید امام حسن البنا

ژباړه: زاهدالله مصلح



امام حسن البنا د رمضان  نېکمرغه مېاشتې په اړه ډېرې ليکنې کړي چې وخت په وخت  د مصرپه اخوان جريده کې خپرې شوي، دغو ليکنو اوس د يو کتاب بڼه غوره کړې چی د (خواطر رمضانيّه) په نامه سره يادېږی.

له نو موړي کتاب څخه څو مهم سرټکي ستاسو مخې ته ږدو:

ای د خېر غوښتونکيه پاڅه!

رمضان په کال کی يواځې يو ځل راځي، ددې مياشتې په پيل کې د اسمان دروازې پرانيستل کېږي، د الله په نېکو بند ګانو ډېر برکتونه وريږي، او د الله د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځي. په دغه مياشت کې الله د خپلو نېکو بندګانو دعاګانې مني، د اطاعت کوونکو بدله زياتوي، او د ګناهګارانو او خطاکارانو څخه مخ اړوی. زمونږ خوږ پيغمبرصی الله عليه وسلم ويلي:

کله چی رمضان راشي نو د اسمان دروازې پرانيستل شي او د جهنم دروازې وتړل شي، سرکښ شيطانان تړل کېږي او د الله له پلوه يو اواز کوونکی داسې اواز کوي: ای د بديو غوښتونکيه! ودرېږه، او ای دخيرغوښتونکيه پر مخ ځه!     بخاري

د روژې مياشت په داسې حالاتو کې راغله چې مسلمانان د ډول ډول ستونزو او کړاوونو ښکارشوي دي، ددې ستونزو سره مقابله د الله د تأييد او مرستی څخه پرته امکان نلري، لکه څرنګه چی الله جل جلاله د خپلو مومنو بندګانو سره ژمنه کړې :( مومنان هغه کسان دي، که چیرې مونږ دوی ته پر ځمکه ځای ورکړو نو دوی لمونځ دروي، زکات ورکوي،د نیکۍ امر به کوي او له بدۍ څخه به ایسارول کوي، او د ټولو کارونو پای الله لره ده.) الحج ۴۱:۲۲

نن مسلمانانو ته د نيل سيند، د فلسطين او د عربو د جزيرې،  د بر  عظیم، او د هندوستان او حيدر آباد په رياست کې د مسلمانو لږکيو ستونزې پرتې دي او له دې پرته په اروپا او افريقا کې د مسلمانانو مشکلات او داسې نورې ډېرې ستونزې شته چې ترې وتل د الله د مرستې او تأييد پرته ممکن نه دي. او د الله مرسته په نه منلو سره نه بلکې په اطاعت او مننې سره راځي، نو له دې امله خو ددې سترې موکې څخه د ګټې اخيستلو په خاطر خپلې ملاګانې وتړئ، زړونه مو له وسوسو څخه پاک کړئ، نفسونه مو چمتو کړئ، په زړه او روح دواړو سره د رمضان هرکلی وکړئ، ډېره زياته توبه او استغفار وکړئ، او تل د الله سره اوسئ او اړيکې ورسره ولرئ تر څو هغه لوی ذات له تاسی سره وي، نو بيا به هېڅوک هم پرتاسې ځواکمن نشي .

د عبادت حکمت

په اسلام کې چې هر څومره عبادتونه او عملونه فرض کړی شوي هغه له حکمت څخه خالي نه دي .

اصلا الله جل جلا له په خپلو بندګانو يو ستر رحم کړی چې داسې اصول اوضوابط يې ورته ټاکلي چې په پلي کولو سره يې د دنيا او اخرت دواړو برياليتوب تضمينېږي . د الله په وړاندې د عبادت د قبلولولپاره تر ټولو مهمه او بنسټيزه قاعده داده چی د نيت اخلاص او د زړه ګډون پکې وي . که چېرې د عبادت بنسټيز محرک د الله رضا او خوښي نه وي نو داسې عبادت بيا نه کوم حيثيت لري او نه هم کومه بدله ، بلکې حديث دی چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي: ډېر داسی روژتيان شته چې هغوی ته د هغوی له روژې څخه د لوږې او تندې پرته بل هېڅ شی هم نه رسيږي.

دوهم اصل دادی چی اسلام عبادت کوونکي په کړاوونو  نه اخته کوي، بلکې د عبادت لپاره يې آسانه شرايط ټاکلي او رخصت يې هم پکې ورکړی، لکه څرنګه چی څوک ناجوړه وي نو هغه ته دا ازادي شته چی روژه ونه نيسي او بيا يې کله د ځواکمنېدو پر حال ونيسي او که يې د ځواکمنېدو څه هيله نه وي نو بيا دې فديه ورکړي . (دا هم مه هېروی چی بې له کوم عذره له عبادت څخه محرومي همېشنۍ محرومي ده)

دريم ډېر مهم اصل دادی چې دا ټول عبادتونه بايد د انسان پر وګړيز او ټولنيز ژوند ژور اغېز ولري، دغه عبادتونه د اخروي بريا سره سره بايد په دنيوي ژوند هم ډېر اغېز ولري، او ګټه ورته ورسوي، اسلام هېڅ داسې عمل نه دی فرض کړی چی پايلې او اغېزې يې د انسان په عملی ژوند کې را څرګندې نه شي. شريعت چې کوم عمل هم فرض ګرځولی نو هغه ټول په ټوله خېر دې او د انسان پر ژوند يې نېغه اغېزه وي ، او چې له کوم عمل څخه يې منع کړی نو هغه  هم له دې امله  چی د انسان د ژوند لپاره ضرر رسوونکې وي.

زه له اسلامي هیوادونو دا غوښتنه کوم چې هغوی د نورو هیوادونو د قوانینو د سرغړوونکو په څیر د روژی نه نیوونکو ته درنده سزا وټاکي، تر څو چې هیڅوک هم ددې سپیڅلې میاشتې د حرمت د پایما لولو جرات ونکړي. په دی ضمن کې څو سرکاري محکمو ته زما د رسمي هدایاتو جاری کول بسنه نه کوي، چی نه یی پیروي کیږي او نه یی هم د سرغړونی په صورت کی کومه سزا ورکول کیږي. حکومت باید خپلی دندی او مسولیت ته پاملرنه وکړي او په داسی مواردو کې دروند غبرګون وښیی. (جولای، ۱۹۴۶)

د نیکیو پسرلې!

په اسلام کی د عبادت حیثیت د ټیکس یا جریمی د اداکولو په څیر نه دی ، بلکی ټول اسلامی عبادتونه د رب او بنده تر منځ یوه سپیڅلې اړیکه ده، چې په دی سره دبندګانو په زړونو کی یو تلپاتی نور را پیدا کیږي او ګناهونه،وسوسې او چورتونه یې له منځه ځي. ترټولو په زړه پوری خو لا دا چې دا د انسان عزت او تکریم دی، چی د خاورین پیدایښت سره سره بیا هم د عبادت له لارې د خپل ذوالجلال رب سره اړیکې ټینګولای شي. د رمضان میاشت د عبادت او اطاعت پسرلی دی، او په دی سره الله جل جلاله د بندګانو شپواو ورځوته ښکلا ور بخښي او همدا ددې مياشتې د ښايست لامل دی،  اطاعت خو تل يو غوښتل شوی صفت دی، خو د رمضان په مياشت کی نو بيا د هغی په قدر،  قېمت او ښکلا کې څو پلا ډیروالې راځي. د الله جل جلاله په وړاندی د عبادت ثواب او قدر ډیر زیات دی، خو په رمضان کی یی بیا بدله او ثواب بې شمېره دی. د رمضان د مياشتې تر ټولو ستر او مهم عبادت روژه ده. د فقهې له اړخه که روژه د ماتېدونکو شيانو څخه د لرې والي نوم دی، نو له روحاني اړخه روژه يواځې او يواځې د الله راضي کولو، د هغه نږدېوالي، د خپل نفس، فکر،ارادې، سوچ او شعور دمحور جوړولو ته وايی، په دې مياشت کې د قرآن سره د ځانګړیو اړيکو جوړول په کاردي، او په ډیروالي سره د قران تلاوت په کاردې ځکه چی دا مياشت د قرآن مياشت ده. جبراييل ( ع )   به په رمضان کې په ځانګړی ډول راته او د پیغمبر ص څخه به یی قرآن اوریده، پیغمبر ص د خپل ژوند په وروستي کال کې دوه ځلې جبراییل ع ته قرآن اورولی. دا هماغه قرآن دې چی د صحابه کرامو او زمونږ له مخکنیو سره موجود وو، مونږ يې هم هماغسې اورو او وايو لکه څرنګه چې هغوی اورېدلی او ويلی، نو بيا کوم لامل دی چی دې سپېڅلی قرآن زمونږ ژوند هاغسې بدل نکړ څرنګه يې چې د هغوی ژوند بدل کړی وو؟ په دی سپېڅلي کتاب سره ولې زمونږ په اخلاقو او معاملاتو کې هاغسې بد لون رانغی کوم چې د هغوی په ژوند کې راغلی وو؟

دا  ځکه  چې هغوی په دې کتاب ټینګ ایمان راوړی وو،  په تدبر سره یې لوست، احکام به یې پلي کول او خپل ځانونه یې په بشپړ ډول ورته وقف کړی وو، مونږ او تاسو هم د هغوی په څیر کیدای شو، که چیرې د هغوی په  څیر ایمان پرې راوړو، د هغوی په څیر سم ورسره لاړ شو، حرام یې حرام او حلال یې حلال وګڼو، په ایتونو کې یې غور او فکر وکړو، احکام یې پلی کړو، او د قران سره سم خپل ژوند عیار کړو، نو ایا مونږ دې کارته چمتو نه یو؟

ددې میاشتې د ځانګړيو او امتیازي عملونو څخه د بې وزلو سره مرسته او ډېره صدقه هم ده، پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې د ورکړې او سخا یوه نمونه وه، په دې میاشت کې به یې سخا د تیز باد په څیر کیدله.

همدارنګه دعا او په ډېر والي سره استغفار هم ددې میاشتې له ځانګړنو څخه شمیرل کیږي، دا میاشت ددعا د قبلیدو میاشت ده، الله جل جلاله د دعا غوښتونکو پر  مخ خپلې دروازې پرانیزي، د توبه کونکو توبه قبلوي او د روژتیانو دعا نه ردوي.

نو ای مسلمانانو ورونو!

پام چې ددې میاشتې نیکمرغه شپې درباندې د الله جل جلاله د خوښۍ او رحمت راټولولو پرته تیرې نه شي.

په دې میاشتني دور کې چې هره خوا ځان ځاني ده، د رمضان مبارکه میاشت الله جل جلاله د روح د ډاډ وسیله ګرځولې ده.

په دې کې د ورځې په روژې سره د ټولو دنیاوي خوندونو او بې هوده کارونو څخه لیرې والی را منځ ته کیږي، او د شپې د الله جل جلاله په وړاندې د ودریدو او د قران په تلاوت سره زړونه روښانه کیږي او روح ته ډاډ حاصلیږي.

نو ای زما ورونو!

ددې لپاره چې ددې فرصت څخه مو بشپړه ګټه اخیستې وي، نو د پیل له ورځې په ټینګ هوډ سره دې مدرسې ته ورننوځئ، هر وخت او هره شیبه خپلې توبې نوې کړئ، په غور او فکر سره د سپیڅلي قران تلاوت کوئ، خپل نفس د روژې له ګټو سره اشنا او روښانه کړئ، څومره چې کولای شئ د شپې د ودریدو اهتمام وکړئ، ډېر وخت په ‌ذکر تیر کړئ، خپل روح د مادیت له فتنې وژغورئ، او هڅه وکړئ چې ددې نیکمرغه میاشتې څخه متقیان او پرهېزګاران ووځئ!

حسن البنا

۱۹۳۶، نومبر، 

سرچينه  اصلاح انلاين

  1.  
  2. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  3. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  4. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  5. اعتکاف کے فضائل و مسائل
  6. السلف وقيام الليل
  7. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  8. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  9. اوقات سحری وافطاری افغانستان
  10. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  11. تابع كيف نستعد لرمضان
  12. حقیقت اختلاف مطالعہ ومسئلہ رؤیت ہلال
  13. د اختر مسايل'اداب‏
  14. د تراويح د لمانځه فضيلت
  15. د تراويح لمونځ
  16. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  17. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  18. د روژه ماتي اصول
  19. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  20. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  21. د روژې روغتيايي ګټې
  22. د روژې مادي او معنوي ګټې
  23. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  24. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  25. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  26. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  27. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  28. د روژې کولو نيت
  29. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  30. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  31. د صدقې فطر احكام
  32. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  33. د علماؤ ديني بيانونه
  34. د قرآن مجید دتلاوت ژوندۍ تلویزیون
  35. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  36. د هغو علماء کرامو لپاره چې دغه کتابونه نه لری او يا د اخيستلو وس نلری وړاندی کوو
  37. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  38. ددوزخ له اوره د خلاصون میاشت
  39. ددوعاكولو اداب
  40. درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې
  41. دروژی فاسدوونکی :
  42. دروژی فضيلت :
  43. دروژی مکروهات :
  44. دروژې ګټې
  45. دسهار اذان څه وخت كول په كاردى ؟
  46. دسهاراوماښام دعاګانى
  47. دعاء القنوت - عادل السنيد
  48. دعاء ختم القرآن دعاء په اوآذ د القارئ إدريس أبكر
  49. دفترونو کې نارينه او ښځي
  50. دوشنبه د رمضان المبارک لومړۍ نېټه اعلان شوه
  51. دوه روژې
  52. دټاكل شوي امام له اجازې بغير امامت اواذان صحيح دى اوكه نه؟
  53. دډوډى خوړلودوعا
  54. دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟
  55. راځئ روژه استقبال کړو- د روژې د درسونو سلسله
  56. رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
  57. رمضان او افغانان
  58. رمضان او ماشومان
  59. رمضان او ځوانان
  60. رمضان او ځوانه جوړه
  61. رمضان مسائل
  62. روزے کی حالت میں بیوی کا بوسہ لینے کا حکم
  63. روزے کی حالت میں کان میں پانی ڈالنے کا حکم
  64. روژه په څه ماتیږي اوپه څه نه ماتیږي
  65. روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
  66. رویت ہلال :پر دارالعوم کراچی کا فتویٰ
  67. ستاسو روژه په کومه ورځ ده؟ (خامخا يې ووايئ)
  68. سحور يا پشمنی
  69. سرسايه (صدقة الفطر) او په اړه يې ټولې مسآلې
  70. شب معراج کے متعلق خدشات
  71. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  72. شیخ سید عبد السلام رستمی تفسیر
  73. صدقة الفطر 30 افغانۍ + 5 سوال او جوابه
  74. عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
  75. عید کارڈ
  76. عیدین میں گلے ملنے
  77. كتابونه مطالعة كه دلته
  78. كرنسى كى تجارت كا حكم كيا ہے ؟
  79. كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
  80. لس كلن ماشوم روژه ونيسي كه نه؟
  81. لمانځه نه غافله مسلمان
  82. له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې
  83. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  84. ماہ شعبان کی فضیلت او رشب برات کی حقیقت
  85. مسائل عیدین
  86. مسنون دعاګانې
  87. ملك الموت نه تپوس
  88. مکہ اور مدینہ سے براہ راست پروگرام دیکھیں
  89. نابینا امام کی اقتداء میں جماعت کا حکم
  90. نجم الدين اخند زاده
  91. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  92. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  93. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  94. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  95. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  96. ولې ارږمي باسو؟
  97. په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
  98. په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
  99. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  100. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز
  101. په دينو حلقو کي برخوالو ته
  102. په روژه د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
  103. په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
  104. په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې
  105. په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
  106. په روژه په لاندې توګه خواړه وخورئ
  107. په روژه کښې خوب کې احتلام وشي
  108. په روژه کی د استمنا حکم
  109. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  110. په روژه کې قی وهل
  111. په روژه کې له دې خواراکونواو خواړو څخه ډډه وکړﺉ
  112. په روژه کې مسواک
  113. په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
  114. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  115. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  116. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  117. په مسجد کې سوال غوښتل
  118. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  119. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  120. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  121. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  122. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  123. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  124. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  125. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  126. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  127. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  128. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  129. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  130. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  131. کورنۍ، جومات او روژه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User