Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 7, 2011

رمضان او افغانان

رمضان او افغانان



رمضان یوه ډیره درنه او باعظمته میاشت ده او دا د ډیرو وجوهاتو او لاملونو له امله چې ستر لامل یې دا دی چې پدې کې قرآن کریم دغه د انسانیت د هدایت او لارښوونې لپاره د الله (ج) وروستۍ نسخه رانازل شوی دی ، نو ځکه خو باید مسلمانان په همدغسې یوه عظمت او درنښت ورته قایل شي او داسې چمتووالی او تیاری ورته ولري لکه چې ددغې میاشتې له شان سره ښایي او داسې هرکلی او استقبال یې وکړي لکه چې د هغه له مقام سره مناسب وي.

زه باوري یم چې په نورو اسلامي هیوادونو کې به دغه کار شوی وي، مسلمانو افرادو او اسلامي ټولنو به داسې فردي او اجتماعي پروګرامونه جوړ کړي وي چې دغه د خیر او فیض له موسم نه به سمه او عظیمه استفاده وکړي، په جوماتونو کې به د دیني درسونو او قرآني ختمونو لپاره د ښو اوازونو لرونکي او د تجوید په علم سمبال او د قرآن ښه لوستونکي حافظان او عالمان ټاکل شوي وي ، هلته به ان د شعبان له میاشت نه د کورونو، جوماتونو، تعلیمي ادارو ، تلویزیونونو ، رادیوګانو، ویب پاڼو او دسیمې له عام حالت او فضا نه داسې جوتیږي چې د یوه  ستر میلمه، عظیم جشن، مهمې خبرې او فوق العاده مناسبت لپاره چمتووالی شوی دی.

زه چې اسلامي ویب پاڼې ګورم هره  یوه یې د رمضان په اړه له درسونو، موعظو، تلاوتونو، انځورونو او ویناوو نه ډکه ده، که اسلامي تلویزونونه او رادیوګانې ګورم او اورم هم خبره همداسې ده.


افسوس د افغانستان په حالت!!

خو افغانستان ته به یو نظر وکړو، له بده مرغه دلته حالت د افسوس وړ دی ، ته به وایې چې یا خو دا د مسلمانانو هیواد ندی او خلک یې د کوم بل دین تابع دي او په اسلام کې د رمضان په حیثیت او مقام له سره خبر ندي او یا خو داده چې رمضان چاته چندان ارزښت نلري.

د رمضان نه یوه اونۍ وړاندې منتظر وم چې په دغه اونۍ کې به په تلویزیونونو او رادیوګانو د رمضان د رارسیدو په اړه زیري ، درسونه او عملي برنامې وووینم او واورم خو افسوس هماغه خرک او هماغه درک دی، سندرې ، ګډاګانې ، لوده  بازار(خنده بازار) د ښځو بربنډې نڅاوې، پردي سریالونه او …روان دي او په رمضان کې به هم روان وي، ځکه چې څوک هم نشته کنټرول یې کړي،د دیني عالمانو شورا خو سیاسي شوې ده ، د اوقافو وزیر خو لا ما په تلویزون ندی لیدلی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خو له رمضان نه دوه ورځې وړاندې هم په دیموکراسۍ پورې نښتی وو او ځوانان او ځوانانې یې تشویقولې چې ښه سمه یې زده او تطبیق کړي!!.

د ښارونو فضا خو کاندیدانو لړلې ده، عکسونه او انځورونه دي چې هریو یې وینې نو شعار او کردار یې سره تضاد لري، شعارونه یې ( اسلام، وطن او سوله ) وي خو په حقیقت کې به عملا دغه درې واړه له همدوی نه بیزاره وي، د ښځینه کاندیدانوعکسونه خو داسې دي چې د مسلمان روژه پرې دوړه کیږي.

ویب سایټونه چې وګورو ټول پکې بې خونده لیکنې، انځورونه، تورونه ، دروغ او چټیات وي، یو عادي کار او مناسبت به وي نو په اړه یې ځانګړې لمانځ پاڼه جوړوي خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعریف، سیرت پیژندنې ، رمضان او بل دیني مناسبت په اړه بیا غلي وي، دغه حالت په ټولو افغاني ( پښتو او فارسي ) ویب سایټونو حاکم دی، یو ویب سایټ هم داسې نشته چې تاته ترې پته ولګیږي چې مونږ اوس په رمضان کې یو!!.


په جوماتونو کې بیا څه تیریږي؟

نو دلته هم د افسوس سره باید ووایو چې رمضان ته د هغه د شان او مقام سره مناسب تیاری نشته، په یوه جومات کې د رمضان داخلیدو په شپه ملاصاحب خلکوته وویل: خیر سبا ته خو په روژه کې شک ده خو مونږ او تاسې به تراویح وکړو او د نفلو نیت به پکې وتړو؟؟ هغه بل جومات کې یې د قرآن کریم ختم پیل کړی وو او ملاصاحب په ډاډه لهجه پخوا لدې چې چیرته میاشت ولیدل شي ویلي وو چې زه سل په سله کې پدې باور یم چې سبا ته روژه ده.

زه چې له جومات نه راووتم نو په کوڅه کې هم خلک ولاړ او هک پک وو چې سبا ته به څه وي، روژه او که بوزه؟؟ زه نه پوهیږم چې ولې د اوقافو وزارت پدې اړه خلکو ته د تلویزیونونو له لارې داسې معلومات نه ورکوي چې د دوی شک پکې لرې شي، زه یقین لرم چې د رمضان په لومړۍ ورځ به هم د ډیرو خلکو روژې ګډې وډې شوې وي.


تراویح او که خرپ او ترپ؟؟

په جوماتونو کې مو یا د تراویح لمونځونه پیل شوي دي او یا ختمونه، خو یو یې هم په سنت طریقه برابر ندي! تراویح خو داسې تیزې روانې وي چې د خشوع او خضوع لپاره پکې ذره وخت هم نه وي، خلک هم په امام پسې داسې ټیټیږي او جګیږي لکه چې په یوه ورزش او تمرین کې بوخت وي ، ښه ملاصاحب هغه وي چې په ۴۰ دقیقو کې یې خلاصې کړي! نو لدې نه فایده څه شوه؟ ولې په دومره عجلې سره؟ آیا امام ابوحنیفه (رح) به دغه ډول تراویح کولې؟؟ ولې داسې لمونځ وکړو چې ستړتیا مو په برخه کړي خو ثواب نه.

ختمونه هم اکثره داسې وي چې قاري صاحب پکې دوه نیمې، درې او ان څلور سیپارې وایي نو دی هم پکې داسې تیز ځغلي چې ته به وایي په صلوة خوف کې لګیا دی او ویره لري چې هسې نه دښمن مو لاندې کړي، ډیر ځله خو د قاري صاحب په تلاوت څوک نه پوهیږي خو چې کله ورو شي نو هلته به بیا ډیر مقتدیان وګورې چې ټیټیدو ته ځان جوړوي ځکه چې هغه یې همداسې عادت کړي وي،پوښتنه داده چې دغه سرعت ولې او دڅه لپاره؟ ولې هره شپه یوه یوه سیپاره نه وایي چې ښه کرار یې ووایي، هم د قرآن کریم ادب وشي او هم د لمانځه نه خوند واخلي.

په دغو ختمونو کې یوشمیرختم ته راغلي ځوانان بیا په کوڅو کې ولاړ وي ، سیګرټ وهي چې کله پوهیږي چې قاري صاحب کوزیږي نو منډه واخلي او ورپسې ودریږي او یا خو هم یو رکعت ترې تیر وي او بیا یې ځان ته کوي.

همدغه ستونزې دي چې افغانان له رمضان نه هیڅ ګټه هم نشي اخیستلی، روژه ددوی په اعمالو او کارونو کې هیڅ اغیز هم ونکړي او چې روژه تیره شي نو ان د اختر په ورځ هم د نارواوو مجالس ګرم وي.

هیله ده چې پدې اړه ټول اړوند لوري فکر وکړي او د اصلاح او سمون په هڅه کې شي.

منبع سورغر ورځپاڼه 



  1. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  2. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  3. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  4. اعتکاف کے فضائل و مسائل
  5. السلف وقيام الليل
  6. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  7. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  8. اوقات سحری وافطاری افغانستان
  9. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  10. تابع كيف نستعد لرمضان
  11. حقیقت اختلاف مطالعہ ومسئلہ رؤیت ہلال
  12. د اختر مسايل'اداب‏
  13. د تراويح د لمانځه فضيلت
  14. د تراويح لمونځ
  15. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  16. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  17. د روژه ماتي اصول
  18. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  19. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  20. د روژې روغتيايي ګټې
  21. د روژې مادي او معنوي ګټې
  22. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  23. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  24. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  25. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  26. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  27. د روژې کولو نيت
  28. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  29. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  30. د صدقې فطر احكام
  31. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  32. د علماؤ ديني بيانونه
  33. د قرآن مجید دتلاوت ژوندۍ تلویزیون
  34. د مړي له طرفه د قضايې روژو او لمونځونو فديه اداکول
  35. د هغو علماء کرامو لپاره چې دغه کتابونه نه لری او يا د اخيستلو وس نلری وړاندی کوو
  36. د ټيپ ،تلويزيون او کمپيوټر څخه د قرآن آوريدلو احکام
  37. ددوزخ له اوره د خلاصون میاشت
  38. ددوعاكولو اداب
  39. درمضان مياشتي ځانګړتياوي اوپكښي زموږدندې
  40. دروژی فاسدوونکی :
  41. دروژی فضيلت :
  42. دروژی مکروهات :
  43. دروژې ګټې
  44. دسهار اذان څه وخت كول په كاردى ؟
  45. دسهاراوماښام دعاګانى
  46. دعاء القنوت - عادل السنيد
  47. دعاء ختم القرآن دعاء په اوآذ د القارئ إدريس أبكر
  48. دفترونو کې نارينه او ښځي
  49. دوشنبه د رمضان المبارک لومړۍ نېټه اعلان شوه
  50. دوه روژې
  51. دټاكل شوي امام له اجازې بغير امامت اواذان صحيح دى اوكه نه؟
  52. دډوډى خوړلودوعا
  53. دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟
  54. راځئ روژه استقبال کړو- د روژې د درسونو سلسله
  55. رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
  56. رمضان او افغانان
  57. رمضان او ماشومان
  58. رمضان او ځوانان
  59. رمضان او ځوانه جوړه
  60. رمضان مسائل
  61. روزے کی حالت میں بیوی کا بوسہ لینے کا حکم
  62. روزے کی حالت میں کان میں پانی ڈالنے کا حکم
  63. روژه په څه ماتیږي اوپه څه نه ماتیږي
  64. روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
  65. رویت ہلال :پر دارالعوم کراچی کا فتویٰ
  66. ستاسو روژه په کومه ورځ ده؟ (خامخا يې ووايئ)
  67. سحور يا پشمنی
  68. سرسايه (صدقة الفطر) او په اړه يې ټولې مسآلې
  69. شب معراج کے متعلق خدشات
  70. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  71. شیخ سید عبد السلام رستمی تفسیر
  72. صدقة الفطر 30 افغانۍ + 5 سوال او جوابه
  73. عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره
  74. عید کارڈ
  75. عیدین میں گلے ملنے
  76. كتابونه مطالعة كه دلته
  77. كرنسى كى تجارت كا حكم كيا ہے ؟
  78. كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
  79. لس كلن ماشوم روژه ونيسي كه نه؟
  80. لمانځه نه غافله مسلمان
  81. له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې
  82. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  83. ماہ شعبان کی فضیلت او رشب برات کی حقیقت
  84. مسائل عیدین
  85. مسنون دعاګانې
  86. ملك الموت نه تپوس
  87. مکہ اور مدینہ سے براہ راست پروگرام دیکھیں
  88. نابینا امام کی اقتداء میں جماعت کا حکم
  89. نجم الدين اخند زاده
  90. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  91. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  92. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  93. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  94. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  95. ولې ارږمي باسو؟
  96. په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
  97. په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
  98. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  99. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز
  100. په دينو حلقو کي برخوالو ته
  101. په روژه د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
  102. په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
  103. په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې
  104. په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
  105. په روژه په لاندې توګه خواړه وخورئ
  106. په روژه کښې خوب کې احتلام وشي
  107. په روژه کی د استمنا حکم
  108. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  109. په روژه کې قی وهل
  110. په روژه کې له دې خواراکونواو خواړو څخه ډډه وکړﺉ
  111. په روژه کې مسواک
  112. په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
  113. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  114. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  115. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  116. په مسجد کې سوال غوښتل
  117. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  118. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  119. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  120. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  121. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  122. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  123. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  124. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  125. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  126. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  127. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  128. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  129. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  130. کورنۍ، جومات او روژه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User