Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, January 13, 2013

سږ کال ژمى د اسلام د زده كړې لپاره



چا ته چې الله جل جلاله د خير اراده وكړي، نو په دين كې پوهه وركوي (متفق عليه)
گرانه وروره او درنې خورې!
 السلام علیکم و رحمه الله و برکاته
دا دى د اصلاح پيغام په لسمه ګڼه كې له نوې موضوع سره ستاسې درنو په خدمت كې يو. داسې موضوع چې كيداى شي زما او ستا د ژوند تګ لورى بدل كړي او را نه شعوري او با رسالته مسلمان جوړ كړي.
ګرانه لوستونكيه! آيا كله مو هم سوچ كړى چې د ژوند څومره كلونه مو يو پر بل پسې له كومې مهمې لاس ته راوړنې پرته تېر شول؟ څومره د حيرانتيا خبره ده! هغه انسان چې د الله جل جلاله له لورې د لنډې مودې لپاره د ټاكلې دندې د ترسره كولو په موخه را استول شوى، له شلو، ديرشو او څلويښتو كلونو ورورسته لا هم نه پوهيږي چې پدې نړۍ كې يې دنده څه ده. دا ښاغلي! ويده ندى بلکې شپه او ورځ بوخت دى او سرلوې منډې وهي خو لا يې هيڅكله هم سوچ ندى كړى چې آيا دا منډې يې هغې موخې ته رسولاى شي چې د څښتن له لوري يې ورته ټاكل شوې ده ؟
زه مسلمان يم خو څرنګه!
نن د نړۍ هر څلورم وګړى مسلمان دي خو په حيرانتيا سره وينو چې نه يې آبرو او حيثيت محفوظ دي او نه يې مال او وطن په امن، نه يې وينه رنګ لري او نه يې خبره ارزښت… هغه مسلمان چې په تيارو كې پټ لويديځ به خپل شازادګان ورله د زده كړې لپاره راليږل، نن د پرمختګ له قافلې څخه دومره وروسته پاته دى چې آن نور يې په تاريخ هم سترګې پټوي. پوهيږې آخر ولې؟ ځكه چې دا مسلمان نن اصلا خپل دين نه پيژني. هو، هغه مسلمان دى خو څرنګه؟ يوازې دا چې له مسلمان پلار او مور څخه زيږيدلى….په مسلمانه ټولنه كې رالوى شوى… په تذكره كې يې اسلام ليكل شوي دي…. مور او پلار يې عبدالله، عبدالرحمن او محمد نوم ورته غوره كړى او بس! خو لدې پورته د اسلام په هكله هيڅ نه پوهيزي.
خو آيا په همدې مسلمانۍ؟
ګرانه وروره او درنې خورې! څه سوچ كوې چې آيا دا ډول مسلماني به له ما او تا څخه ياسر، سميه او عمار جوړ كړي؟ آيا پدې اسلام سره به د محمد بن قاسم او قتيبه تاريخ را ژوندى كړاى شو؟ آيا به دې پوهه د ربعی بن عامر ماموريت سر ته رسولاى شو؟ آيا په همدې باور كولاى شو د خُبَیب په څير د دار كړۍ ته وخاندو؟ آيا پدې ايمان د بلال، سلمان او صهیب خاطرې تجربه كولاى شو؟
آيا عجيبه نده؟
-که مو ځوان د ختيځ او لويديځ په فلسفو پوه شي خو د قران او سنتو له سپيڅلو سرچينو څخه ناخبره وي؟
-كه مو زده كوونكى د چنګيز او ناپليون تاريخ ولولي خو د خالد بن وليد او صلاح الدين ايوبي د فتوحاتو په هكله معلومات ونه لري؟
-كه مو ځوان د هندي فلم بازينګر د ځان لپاره بيلګه وټاكي خو د هدايت ستوري لكه ابوبکر، عمر، عثمان او علی رضی الله عنه … ونه پيژني؟
-كه مو مفكر د مارکس، لنین، گاندی، نیچه، فروید… افكار په دقيقه توګه مطاله كړي خو د بشريت د لارښود له سيرت څخه ناخبره وي؟
-كه مو روشنفكر! په هر مجلس كې له نشنلیزم، سیکولاریزم، پلورالیزم… او سلګونو نورو ايزمونو څخه وګړيږي خو د حق دين ونه پيژني؟
نو د حل لاره څه ده؟
كله مو چې د ټولنې دا حال وي، نو آيا اړينه نده چې په پوره بصيرت سره په خپل دين منګولې ټنيګې كړو او په وړانګو كې يې د خپل ژوند او الله په مرسته د امت په راتلونكې كې د رغنده بدلون لپاره هڅې وكړو. دې موخې ته د رسيدو لپاره اړينه ده چې له كره پلان سره، له خپل وخت څخه پوره استفاده وكړو. راځى د (سږ ژمى، د اسلام د زده كړې لپاره) له شعار سره د راتلونكو دريو مياشتو هركلى وكړو او د لاندې لارو چارو په پلي كولو سره د خپل دين د سمې پيژندنې په موخه ګام واخلو.
1. د قرآن كريم زده كړه: قران د هدايت سرچينه او د مومن د ژوند كتاب دى چې زده كړه يې هر مسلمان ته حتمي ده. ځكه نو بايد د قران كريم د تفسير په دورو كې د ګډون او يا هم د معتبرو تفاسيرو د مطالعې له لارې د هغه د زده كړې هڅه وكړو. همدا راز د قران تجويد زده كړو.
2. د جومات درسونه: جومات د زده كړې اصلي مركز دى. بايد د علماوو په مرسته په جوماتونو كې د درس داسې سيستم برابر كړو چې هم موږ پكې څه زده كړو او هم د ماشومانو په روزنه كې ونډه واخلو.
3. ګټورې انټرنيټي وبپاڼې: كه چيرې انټرنټ ته لاسرسى لري نو لاندې پاڼې د دينې معلوماتو لپاره ښې سرچينې دي:
www.eslahonline.net
www.islamtape.com
www.onislam.net
www.bidary.net
www.islamway.com
ww.sadaislam.com
www.mohtadeen.com/fa
www.aqeedeh.com
4. ديني راديو ګانې اوريدل: مثلا اصلاح غږ راډيو چې په FM 104.3 څپو په كابل او څيرمه ولاياتو كې اوريدل كيږي.
5. صوتي او تصويري كستونه: چې گټور درسونه او موعظې پكې وي.
6. اسلامي مجلې او نشريې مطاله كول: لکه ملی اصلاح،قافله، ژوند…
7. د اسلام هر اړخيزه مطالعه: مطالعه د انسان د پرمختګ غوره وسيله
ده. بريالي كسان به خپل ورځني مهال ويش كې د خوراك او څښاك په څېر د مطالعې لپاره هم ځانګړى وخت لري. نن د ځوان نسل يوه لويه ستونزه دا هم ده چې اصلا له مطالعې سره وران دي. كم شمېر يې هم چې مطالعه كوي نو داسې څه لولي چې نه ورله په دنيا كې ګټه لري او نه په اخرت كې، ځكه نو د باهدفه ځوانانو لپاره اړينه ده چې د خپل ښوونځي او پوهنتون د درسونو تر څنګ په لاندې مواردو كې ژوره مطالعه پيل كړي: د اسلام سمه پيژندنه، د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سيرت، د اصحابو او د امت د سترو شخصيتونو ژوند، د دښمن د دسايسو پيژندل، د اسلامي امت د روان حالت پيژندنه او د هغې په وړاندې د ځوان نسل مسئوليت.
پدې لړ كې په لومړي ګام كې د لاندې كتابونو د لوستلو سپارښتنه كيږې
شماره اسم کتاب مولف
1 له اسلام سره زما د تړاو حقيقت/ اسلامي خوځښت سره زما د تړاو حقيقت دكتور فتحی یکن
2 د كليسا د پردو تر شا پټ رازونه اشوک کولن یانګ
3 کندکاوی در اوضاع جهان و انحطاط مسلمین (ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمين) ابوالحسن ندوی
4 د اسلامی تحریک لومړى كتاب سيد اسعد ګيلاني
5 اخلاق اسلامی محمد غزالی
ګټورې مراجع:
ډيرى ځوانان چې له مطالعې سره مينه لري، له بده مرغه ګټور، موثق او مهم كتابونه نه پيژني. له همدې امله لاندې كتابونه مينه والو ته د ښو ديني مراجعو په توګه په هره برخه كې معرفي كيږي.
 
موضوع د كتاب نوم ليكونكي مترجم
تفسیر معارف القرآن شفیع عثمانی لدې نه هر یو چې ممكن وي
عزیز التفاسیر سلطان عزیز عزیزی
فی ظلال القران سید قطب
حدیث ریاض الصالحین امام نووی
معارف الحدیث (درى جلده) منظور نعمانی
سيرت، د پيغمبرانو كيسي،
د اصحابو ژوند سپيڅلي نبوي سيرت مبارکپوری محمود صلاح
د انسانيت لارښود نعیم صدیقی عبدالواسع صابر
د رسول الله د حكمت انقلاب سيد اسعد ګيلاني
د اصحابو د ژوند پلوشې رافت باشا بشار
د پيغبرانو كيسې په قران كې عفیف طباره خليل حنيف
اسلام پيژندنه د دعوت اصول عبدالکریم زیدان عبدالحكيم امل
د اسلام اساسي ښوونې د محمد شريف رحماني ژباړه
د اسلامي نظام فكري بنسټونه د محمد شريف رحماني ژباړه
د اسلام لاره سید قطب
تزکیه اصلاح قلب ها عمرو خالد او د عمرو خالد نور كتابونه
هدایت عمرو خالد
د آخرت توښه ابن قيم محمود صلاح
فقه آسانه فقه (دوه جلده) یوسف اصلاحی
حلال او حرام په اسلام كې قرضاوی
عقاید د اسلامي عقيدې اساسات سید سابق رحماني
د ایمان ارزښت په ژوند کې قرضاوی عبدالحميد
آداب په اسلام كې د ژوندانه آداب یوسف اصلاحی
جوانان ویژگی های مسلمان معاصر مصطفی طحان
نقش جوانان در دعوت اسلامی ناصح علوان
خپه كيږه مه عایض القرنی
د دښمن دسايس فكري جنګ سيد حبيب شاكر
لويديځ مشران وايي جلال عالم
اسلام و سیکولاریستها محمد قطب مومن حكيمي
اديان د اوسنيو دينونواو مذاهبو لنډه پيژندنه د نسيم ستانيزي ژباړه
تاريخي داستانونه محمد بن قاسم نسیم حجازی او د نسيم حجازي نور داستانونه
د غازي داستان نسیم حجازی
شاهين نسیم حجازی
اسلامی ویښتابه پیام بیداری حسن البنا
بیداری اسلامی و فرهنگ اختلاف قرضاوی
اسلامي ويښتابه، هيلې او انديښنې قرضاوی یونس برهان
موږ ولې اسلام قبول كړ؟
چگونه فرزاندان خود را تربیت نماییم ناصح علوان
اسلامي تهذيب او تمدن مصطفى سباعي زاهدي احمدزي
 
سربيره پردې د لا زياتې مطالعې لپاره د لاندې علماوو له نورو كتابونو څخه استفاده كولاى شى: شهيد سيد قطب، دوكتور يوسف قرضاوي، دوكتور عبدالكريم ذاكر نايك، شيخ احمد ديدات، مولانا سيد ابوالحسن ندوي، شهيد حسن البنا، علامه سيد جمال افغان، علامه اقبال لاهوري، سعيد نورسي، هارون يحيي، شيخ على طنطاوى، محمد غزالى مصرى، مفتى شفيع عثمانى، عمرو خالد، سعيد حوي، مصطفي سباعي….
يادونه: پورتني كتابونه د اصلاح افكار، مستقبل، رسالت او مركز كتاب فروشي شهر په كتاب پلورنځيو كې موندلاى شى. همدا راز كه كمپيوټر ته لاسرسى لرى نو د (عقیده) له سي ډي څخه چې ديني الكترونيكي کتابخانه ده او څلور سوه كتابونه لري استفاده وكړى.
 ټولې ستاينې الله U ته ښايي چې د اسلام سپيڅلى دين يې د ژوند د كاملې برنامې په توګه د بشريت د نيكمرغۍ لپاره راواستولو. ښايي چې موږ وخت په وخت د دغه سپېڅلي دين لارښونې واورو او په سيوري كې يې خپل ژوند جوړ كړو. (د اصلاح پيغام) هغه دعوتي لړۍ ده چې په همدې موخه په هرو پنځلسو ورځو كې په A4 کچه د بروشر په بڼه په پښتو او دري ژبو چاپیږي او په وړیا توګه ویشل کیږي.
 دا پيغام بيلابيل دینی او ټولنیز موضوعات د خپل ارزښت په انډول تر پوښښ لاندې راولي او د اسلام په رڼا كې يې حل لارې وړاندې كوي.
 د اصلاح پیغام تیراژ له ۱۰۰۰ ګڼو پیل شو، د الله په مرسته او د دین دارو وروڼو او خویندو په همت دا دی په لسمه ګڼه کې (۳۰۰۰۰) ته ورسید.
 د توزیع بڼه: هر دعوتګر ورور او خور د خپل وس په اندازه بروشر د پیسو په مقابل کې تر لاسه کوي او بیا یې په وړیا توګه ویشي چې دا د الله په لار کې د ایثار عملی تمرین دی، اوس مهال لله الحمد 150 تنه دعوتګر پدې دعوتي هڅه کې ګډون لري او دا پیغام چې تاسې ته رسیدلی هم په همدې بڼه دی،
 ستاسي ونډه: له تاسې دین دارو هیوادوالو څخه هم هیله کیږي تر څو د خیر پدې لړۍ کې له موږ سره په همدې توګه یو ځای شی څو په ګډه د اصلاح پیغام هر وګړي ته ورسوو.که تاسې د ویش امکانات نلری نو کولای شی په خپله مالی مرسته په یوه پوهنتون، ښوونځي، کورس، جومات….کې د پیغام ټاکلی شمیر تمویل کړی. موږ په هماغه شمیره پیغام په وړیا توګه په ټاکلي ځای کې وویشو.
 دا پيغام په پوهنتونونو، ښوونځيو، كورسونو، جوماتونو…كې ويشل كيږي. همدا راز د ایمیل له لارې د هیواد د ننه او بهر ۳۰۰۰ هیوادوالو ته رسیږي.
 د دغې لړۍ د لا بریا په موخه خپل نظریات له موږ سره شریک کړئ:
 
 



ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه



  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User