Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, March 7, 2012

له حاملګۍ او لنګون وروسته د مقاربت په هکله ډیر کسان ډیرې پوښتنې لري

 
 
له لنګون وروسته مقاربت/ د ډاکټر سباوون ځواب

Friday, 02.03.2012, 06:21pm (GMT)

منبع : تاند

ډيره ګرانه ډ اکتر صاحب سبا وون دهر څه مخکي  اسلام عليکم ورحمت الله وبرکا ته :  الله دي ښه صحت په نصيب که دقدر وړه ډيرو پوښتنو به ستړي کړي وي ؟  په ډيري بښني سره  داچي د شيطان مي منلي دي بيا هم زيا ته بښنه غواړم اګر چي د پښتو څخه ډيره ليري خبره ده پوښتنه : دميرمني مي اولاد پيدا شو طبیعي ده چي هره مير من  له تولد  وروسته  دميا شتني عادت ته ورته مريضي لري  چي کمترينه موده يي نا معلومه او زياته موده يي ( ٤٠ ) څلويښت ورڅي اټکل شوي ده  اوس  راڅم اصلي مقصد ته  ميرمني ( ٤٢ ) ورڅي وروسته څان صفا او غسل يي وکړو  ( ٤٣ ) دري څلويښتمه ورڅ  نفس را باندي غلبه وکړه او کور والي مي وکړو خو هغه هم عميق نه بلکه يواڅي ديوه انچ  قدري  دمبهل په خوله کي  ديوه شکمن  ټوپ وهل وو نور سمدستي مي ذکر دباندي کړ د کور والي دورڅي تر نن پوري  يواڅي  ( ١٥) ورڅي تيري دي  ډير زيات ويريژم هسي نه  خداي مکړه چي ميرمني مي حمل اخيستي وي  که په دي اړه داسي لاره را وښيي چي ډاکتر ته احتياج نه شم  او که حمل هم وي چي هغه  هم له مينڅه لاړشي او ددوايي  تجارتي نوم  او فار موله يي دواړه راته په ګوته کړي  چي په افغا نستان کي پيدا شي که په دي اړه دي راسره مرسته وکړه ډير به دي احسان من يم  دوهم پوښتنه : په دي ډول ده  چي يوخو( مني ) د ي او بل ( ماضي )  يعني هغه سپيني رڼي اوبه چي بغير دټوپ وهل او خوند څخه خا رجيژي ايا په دي سره هم دحمل امکان شته چي په مبهل کي دننه تويي شي ؟  په ډيري بښني سره نوم مي مه خپروي که څما پوښتني ته دي داوليت حق ورکړو نو پر ما به دي ډير ترحم کړي وي مننه
ځواب :
له حاملګۍ  او لنګون وروسته د مقاربت په هکله ډیر کسان ډیرې پوښتنې لري په تیره بیا دا چې ایا  میرمن حامله کیداي شي که نه او له لنګون څه موده وروسته میرمن  مقاربت ته چمتو کیداي شي ؟ موږ به په ټول کې په دې اړه خبرې وکړو خداي دې وکړي ددغه ورور ادیښنه  هم لیرې شي .

لومړنۍ پوښتنه چې پیدا کیږي دا ده چې  له لنګون وروسته کله میړه او میرمن مقاربت کولاي شي ؟

په دې هکله دقیقې نیته نه شو ټاکلی چې کله میرمن مقاربت ته چمتو کیداي شي  خو تر هغه چې میرمن خونریزي لري باید مقاربت ترسره نه شي  او غوره دا ده چې له لنګون  وروسته تر شپږو اونیو پورې مقاربت ونه شي  ځکه چې  د میرمنو تناسلي برخه شپږ اونۍ وخت غواړي چې عادي حالت ته ستنه شي البته که لنګون په طبیعي توګه ترسره کیږي ښه به دا وي چې مقاربت لږ په ځنډ تر سره شي البته په  دې وخت کې ممکنه ده  میرمن په تناسلي برخه کې لږ درد احساس کړي  چې  ددې برخې  د وچوالي له امله وي ددې لپاره چې  له ښویوونکو جیلونو استفاده وشي .

هغه پوښتنه چې دغه ورور کړې او له ډیرو سره مطرح ده ، هغه دا ده چې  له لنګون وروسته که مقاربت وشي ایا د حامله کیدا احتمالا شته ؟
په دې اړه باید ووایم چې  هغه میندې  چې ماشوم ته شیدې ورکوي د پرو لکټین په نامه دیوه هورمون د افرازیدا  له امله  په هغو کې  هګۍ نه  جوړیږي  او له دې امله دا احتمال شته چې حامله نه شي  دغه هورمون تر شپږو میاشتو پورې موجود وي او ترشپږو میاشتو پورې دا احتمال شته چې میرمن حمل وانه خلي  خو په ځینو میندو کې  له لنګون یوه میاشت وروسته ممکنه ده میاشتنۍ مریضي پيل شي په دغو میندو کې  د حاملګي امکان موجود دی  خو له دې سره سره باید میړه او میرمن توجه وکړي چې هر وخت ممکنه ده هګۍ د القاح لپاره موجوده وي باید له همغه پيله د مخنیوي رودې وکاروي له دې خبرې هدف دا دی چې دحمل امکان ډیر کم دی خو بیا هم که هګۍ دالقاح لپاره موجوده وي د حمل امکان شته .

په هغو میندو کې چې ماشو م ته شیدې ورکوي  د حمل د مخنیوي لپاره  د شیدو محرکې ګولۍ ښه تاثیر لري د لاینسترول په نامه یو هورمون دی چې غوره ده له لنګون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې مصرف شي خو په دې شرط چې  ماشوم دمور له شیدو پرته نور خواړه ونه خوري .
ددې لپاره چې له لنګون وروسته بیا حمل وانه خیستل شي غوره ده  له ډاکټر سره مشوره  وشي  او دمخنیوي یوه غوره وسیله په نظر کې ونیول شي  د مثال په توګه په ځینو میرمنو کې  چې له شپږمې اونۍ وروسته میکروبي حالت موجود نه وي ممکنه ده iud دستګاه ښه وسیله وي او یا هم  ممکنه ده  بیلابیلې ګولۍ په نظر کې ونیول شي .
خو ستاسو د پوښتنې په هکله باید ووایم چې که دغسې یو حالت موجود وي چې د بې احتیاطۍ له امله مني په مهبل کې تويې شي یا مو شک پيدا شي  که له مقاربت وروسته تر دریو ورځو پورې یو ډول ګولۍ چې  (Morning after pill)نومیږي وخوړل شي  ممکنه ده د حمل مخه ونیسي دغه ګولۍ یو ډول خاص هورمون لري  چې دحاملګۍ ضد تاثیرات لري  که له مقاربت وروسته ژر تر ژره دغه ګولۍ وخوړل شي په تیره بیا که څلور ویشت ساعته وروسته وخوړل شي ممکنه ده  دحمل مخه ونیسي.
لکه چې وویل شول که مو احساس وکړچې مقاربت شکمن دی او حاملګي رامنځته شوې د امیندوارۍ دمخنیوي یو ډول ترکیبي درمل شته  چې له مقاربته وروسته تر دوه اویا ساعتونوپورې که وخوړل شی ممکنه ده له حاملګي مخنیوی وکړي .
  دغه راز له امیندوارۍ د مخنیوي ګولۍ چې HD  ډوله ېې وي او سپین رنګ لري باید  سمدستي وخوړل شي له هغه دولس ساعته وروسته باید دوه نورې ګولۍ هم وخوړل شي  که دامیندوارۍ دمخنیوي HDډول ګولۍ درسره نه وې LD ډول ېې هم ګټه لري  چې کریمي رنګ لري  خو دغه ډول باید څلور دانې وخوړل شي  او دولس ساعته وروسته څلور دانې  نورېLDډوله ګولۍ باید وخوړل شي  دغه روده له مقاربته وروسته دحاملګي مخه نیولی شي خو سل په سلو کې یقیني هم نه ده څومره چې ګولۍ ژر وخوړل شي هومره ېې اغیز زیاتیږي ښايي دکانګو ،اسهال او سرګرځیدا په شان عوارض هم رامنځته کړي .
دهورمونونو مصرف هم که ژر وشي ممکنه ده مرسته وکړي  استروجين هورمون په کافي دوز سره  له مقاربته سمدستي وروسته نتیجه ورکوي دترسره شویو څیړنو په اساس  دDiethyl Stillbesrol= DES په نامه درمل هم ګټه لري او که دپنځو ورځولپاره هره ورځ ۲۵ یا ۵۰ ملي ګرامه واخیستل شي ممکنه ده نتیجه ورکړي اوله مقاربته وروسته دامینداورۍ مخه ونیسي خوپه دې شرط چې له مقاربته لږ ترلږه ۲۴ساعته وروسته استعمال شي  د رحم کورتاژ چې سمدستي وشي او تردې وړاندې چې هګۍ ځاي په ځاي شي مرسته کولاي شي له IUD استفاده هم مرسته کولی شي
البته  له لنګون وروسته د  مقاربت د پيلیدا لپاره باید  خاوند ځینو مسلو ته پام  وکړي دمثال په توګه دمقاربت لپاره باید له خپلې میرمنې سره مشوره وکړي اوباید میرمن راضي وي  ځکه چې ممکنه ده میرمن له روحي پلوه ژر دغه لومړني مقاربت ته چمتو نه وي له  خوا دماشوم له پیدا کیدا وروسته  میرمن ډیره سرګردانه او پریشانه وي  چې دا طبیعي چاره ده .
ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې که په دغو اوبو کې سپرم موجود وي حتي که  خوند هم ورسره نه وي نو ممکنه ده حمل رامنځته کړي خو که سپرم موجود  نه وي نو حاملګي نه رامنځته کیږي.
خو هغه سپینې اوبه چې کله ناکله له بدنه بهریږي دپروستات اوبه دي او ممکنه ده سپرم پکې موجود نه وي دغه اوبه  دسپرم لپاره مساعده زمینه برابروي چې ځان هګۍ ته ورسوي.
یوه یادونه اړینه ده او هغه دا چې  ځینې میرمنې له حاملګي  وروسته  په تیره بیا په لومړیو دریو میاشتو کې  له جنسي پلوه بې علاقې کیږي  او جنسي ګروهنه ېې کمیږي البته له علمي پلوه  دجنسي هورمونونو دزیاتیدا  او دغه راز  په لګن خاصرې او نورو جنسي غړیو کې  د وینې دزیاتیدا  له امله ممکنه ده  جنسي تمایل او علاقه نوره هم زیاته شي   ډیری میرمنې فکر کوي چې له دې ورسته ښايي دیوې میرمني په شان دخپل میړه لپاره په زړه پورې نه وي  ددې لپاره چې په میرمنو کې دغه جنسي علاقه بیرته پيدا شي تر هرڅه وړاندې باید میړونه احتیاط وکړي او خپله میرمن په زور جنسي اړیکې ته مجبوره  نه کړي  ځکه ښايي اپوته نیتجه ترلاسه کړئ  بله خبره دا چې که میرمن جنسي تمایل نه لري فزیکي تماس ورسره وساتئ  دغه فزیکي تماس مه قطع کوئ کله چې له خپلې میرمنې سره مینه کوئ  دهغې هورمونونه ترشح کیږي او ورو ورو  ددې سبب کیږي چې هغه بیرته جنسي تمایل پيد ا کړي  دحاملګۍ په وخت غوره ده میړه او ښځه  دمقاربت په هکله تفاهم ته ورسیږي او داسې یوه لاره غوره  کړي چې داوړه لورو ته په زړه پورې وي .
 خو کله چې ماشوم پيدا شي  دمیړه او خاوند اړیکه هم بدلون مومي او په دې ډول داړیکو یو مثلث جوړیږي چې ماشوم ېې په سر کې وي او مور او پلار ډیر د ماشوم  په فکر کې وي  دغه حالت پر جنسي اړیکو هم منفی تاثیر اچوي په تیره بیا  داچې زموږ کورنۍ هم ګڼي وي او نورې مسلې هم  ورسره یوځاي شي او پر جنسي ژوند ناسمې اغیزې کوي  په دې موده کې غوره ده میړونه دماشوم په پالنه کې له مور سره مرسته وکړي دا ښایي  د ګډ ژوند لپاره اړینه چاره وي ځکه دماشوم  پالنه سخته ده او پښتانه هم متل کوي چې د ماشوم لویول د یوه ښار جوړول دی نو که خاوند ورسره مرسته ونه کړي  میندې دماشوم له پاللو او دکور له  کارونو  دومره ستړی کیږي  چې  جنسي مسلو ته وخت نه شي کولی او حتي فکر پرې نه شي کولاي .
میرمنه باید پوه شي چې خاوند ېې یوازې دجنسي مسلو لپاره نه غواړي بلکه ورسره له زړه مینه لري  نو له حاملګي وروسته له مقاربت پرته  حتماً باید له خپلې میرمنې سره مینه  وکړي یوه  بله مسله چې په تیره بیا افغانان ورته ډیره توجه نه کوي هغه دماشومانو له لویدو وروسته  دمیړه او میرمنې ترمنځ واټن دی دواړه دکور او دندو او دغه راز دماشومانو په پالنه کې دومره بوخت شي چې له یو بل سره د خبرو ،مینې ،او  د احساساتو دتبادلې  وخت نه پیدا کوي  دغه چاره ددې سبب کیږي چې په لاشعورې توګه ژوند ګډو ډ شي  ښایي ډیر ځله  علت ته متوجه نه وي خو ژوند به مو تریخ وي

 



  1. دنامرد په ښځه با ندې هم هم عدت شته که يې خلوت شوې وي
  2. دنجومي دخبرې تصديق كول كفردى
  3. دنرښځى اذان اواقامت څنګه دى؟
  4. دنووجامواغوستلو دوعا
  5. دنووجامواغوستونكى ته دوعا
  6. دنوى مياشت دليدلو دوعا
  7. دهرقسم مالى ترقى لپاره درودشريف
  8. دوترومسائل
  9. دورِحاضر میں دینی تعلیم کا حصول اور والدین کی ذمہ داری
  10. دوسوسې علاج څه دی؟
  11. دوشنبه د رمضان المبارک لومړۍ نېټه اعلان شوه
  12. دوفات څخه ورسته خپلې بي بي ته وږه ورکول صحيح دي :
  13. دوه روژې
  14. دينى كتابونومطالعه كوى دغه په دے كتابوسره غنى نه ګرځى اګركه
  15. ديوان المتنبي
  16. ديوه طلاق په ورکولو سره چې يي کله راوکرځوله نورجعت وشو له بل سره دهغې نکاح صحيح نه ده ؟
  17. ديووهم اواشكال ازاله
  18. ديوڅوكالونه په پاكستان كښے درى اخترى كيږى اودوه اخترى دډيرى زمانى كيږى
  19. دټاكل شوي امام له اجازې بغير امامت اواذان صحيح دى اوكه نه؟
  20. دټولومصيبتونو دعلاج دعا
  21. دپنځووروڼوپه یوه ورځ له پنځوخوندوسره واده
  22. دپښو چاودې په افغانانو کې یوه عامه ستونزه ده
  23. دپیسو خزانه
  24. دڅكوونكى لپاره دوعا
  25. دډانلوډ کولوپروخت دقطع کیدلوهیڅ قسم فکرمکوه
  26. دډوډى خوړلودوعا
  27. دښآر نه ديو ميل په فاصله كې يوه علاقه ده په هغې كې دجمعې لمونځ جائزده اوكه نه ؟
  28. دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟
  29. دښځو حقوق داسلام ، ساينس او لويديځ له نظره
  30. دښځومالی حقوق:میراث{پشتو}
  31. دګران نبی عليه السّلام خواږه سنونه
  32. دینی اسلامی معلومات
  33. دینی مذهبی سوالونه او جوابونه
  34. رئیونڈاجتماع بیانات
  35. رات کو کمپیوٹر کا زیادہ استعمال نقصان دہ ہے
  36. راځئ روژه استقبال کړو- د روژې د درسونو سلسله
  37. راځي د بادموله ګټوڅخه ځان خبرکړو
  38. رحمان بابا نوی دیوان
  39. رسائل للحجاج والمعتمرين حج مراسم پښتو mp3
  40. رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
  41. رمضان او افغانان
  42. رمضان او ماشومان
  43. رمضان او ځوانان
  44. رمضان او ځوانه جوړه
  45. روژه په څه ماتیږي اوپه څه نه ماتیږي
  46. روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
  47. رياكول دى په شكل جوړولوكښ
  48. رياكول په دين كښ په خپل بدن باندى
  49. زمونږ هدف اومقصد
  50. زمونږ ويب پانی په اړه
  51. زموږ دعاګانی ولی نه قبلیږی؟
  52. زه ازاد افغانستان يم
  53. ستاسوتبصری ستاسوخبرې
  54. ستاسوکوراوستاسوعلاقه اوکلی معلوم کړی
  55. سحر یا جادو څوډولونه دي
  56. سحر٫ څه ته وائي
  57. سحور يا پشمنی
  58. سرسايه (صدقة الفطر) او په اړه يې ټولې مسآلې
  59. سعودي حکومت:دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده
  60. سود د افغانانو دروازه ورټکوي
  61. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  62. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  63. سید عطاء اللہ شاہ بخاری رحمہ اللہ کی طرف منسوب خطبہ کے بارے میں غلط فہمی کا ازالہ
  64. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب نوی اوتازا بیانات
  65. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن
  66. شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟
  67. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  68. شیخ القرآن مولانا محمد طاهراودتوحید اوسنت اصلاحی تحرېک
  69. شیخ القرآن مولانا محمّد طیّب
  70. شیخ سید عبد السلام رستمی تفسیر
  71. صدقة الفطر 30 افغانۍ + 5 سوال او جوابه
  72. ضرورې خبرتیا
  73. عبدالرحمان بابا
  74. عجیبه ناشنا اونایاب مناظر تصوېرونه او انځورونه دلته وګورئ
  75. عقیدوی خطاګانی: پشتو:
  76. عمر بن الخطاب
  77. عمر بن عبدالعزيز د يو كس جنازې سره

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User