Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, January 13, 2013

سجدی ته دتلو په وخت کې لومړی په ځمکه کوم اندامونه ايښودل پکار دې ؟






پوښتنه می په لاندی توګه مطرح کوم . د لمانځه کی د سجدی په وخت کی باید کوم غړی پر مځکه تماس وکړی او په کوم ترتیب لومړی، دوهم او .......؟ که په پشپړه یی ځواب د حدیث او قران په رڼاکی راکړی ډیر مهربانی به مو وی؟؟؟؟

نوم می عتیق الله او فعلا د افغانستان د تخار ولایت کی ژوند کوم


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم 
 سجدی ته دتلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې  بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.
 
اختلف العلماء في هيئة الخرور إلى السجود أهي على اليدين أم هي على الركبتين ؟ فمذهب أبي حنيفة والشافعي وأحمد في إحدى الروايتين عنه أن المصلي يقدم ركبتيه قبل يديه بل نسبه الترمذي إلى أكثر أهل العلم فقال في سننه (2/57) : والعمل عليه عند أكثر أهل العلم : يرون أن يضع الرجل ركبتيه قبل يديه ، وإذا نهض رفع يديه قبل ركبتيه . واحتج القائلون بهذا القول بحديث وائل بن حجر قال : رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا سجد يضع ركبتيه قبل يديه ، وإذا نهض رفع يديه قبل ركبتيه . رواه أبوداود والترمذي والنسائي وابن ماجة والدارقطني (1/345) وقال : تفرد به يزيد بن هارون عن شريك ولم يحدث به عن عاصم بن كليب غير شريك وشريك ليس بالقوي . وقال البيهقي في السنن (2/101) : إسناده ضعيف . وضعفه الألباني في المشكاة (898) وفي الإرواء (2/75) ، وصححه آخرون من أهل العلم كابن القيم رحمه الله في زاد المعاد . وممن اختار تقديم الركبتين على اليدين في النزول شيخ الإسلام ابن تيمية وتلميذه ابن القيم ومن العلماء المعاصرين الشيخ عبدالعزيز بن باز والشيخ محمد بن صالح العثيمين .
وذهب مالك والأوزاعي وأصحاب الحديث أن المشروع تقديم اليدين قبل الركبتين واستدلوا بحديث أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا سجد أحدكم فلا يبرك كما يبرك البعير وليضع يديه قبل ركبتيه . رواه أحمد (2/381) وأبوداود والترمذي والنسائي وقال النووي في المجموع (3/421) : رواه أبو داود والنسائي بإسناد جيد .وصححه الشيخ الألباني في الإرواء (2/78) وقال : وهذا سند صحيح رجاله كلهم ثقات رجال مسلم غير محمد بن عبدالله بن الحسن وهو المعروف بالنفس الزكية العلوي وهو ثقة .
وقد ذكر شيخ الإسلام كلاما نفيسا فيما يتعلق بهذه المسالة في الفتاوى (22/449) فقال : أما الصلاة بكليهما فجائزة باتفاق العلماء . إن شاء المصلي يضع ركبتيه قبل يديه ، وإن شاء وضع يديه ثم ركبتيه وصلاته صحيحة في الحالتين باتفاق العلماء ولكن تنازعوا في الأفضل . انتهى . وطالب العلم يعمل بما ترجّح لديه والعاميّ يقلّد من يثق بعلمه والله أعلم .

الإسلام سؤال وجواب

الشيخ محمد صالح المنجد
 

خلاصه د بحث دا ده چه زنګون او ګونډې  به اول کیدې او که لاسونه
چه یو لمونځ کونکی کله سجدې له کوزیږی .
لیکن دا دجواز او عدم جواز مسئله نه ده بلکه د غوره والی مسئله ده
مشکوات شرېف کی هم په باب د تشهد کی په صفحه ۸۴ دا دواړه احادېث ذکر دې
یو د وائل بن حجر حدېث دې او بل د حديث أبي هريرة رضي الله عنه دې
لیکن په حا شیه کی د مرقات په حوله کی حدېث د وائل بن حجر قال : رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا سجد يضع ركبتيه قبل يديه : ته ترجیح ور کړې ده 
 
لیکن دواړه جائز دې
 

په لمانځه کې کوم ځای ته کتل پکار دي
د قيام په حالت کې به سړې خپل د سجدې ځای ته ګورئ پدې د ټول امت اتفاق دی دليل : ما رواه ابن حبان ( 4 / 332 ) والحاكم ( 1 / 652 ) عن عائشة رضي الله عنها قالت : ” دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم الكعبة ما خلف بصره موضع سجوده حتى خرج منها “ صححه الألباني  يعنې کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کعبې ته داخل شو نظر يې يوازې د سجدې ځای ته ؤ تر هغه چې له لمونځ څخه خارج شو ، همدارنګه په دې باره کې نور احاديث هم شته .
او د رکوع په وخت کې د ځنو په نزد پښو ته به ګورئ او ځنې بيا وايي د سجدې ځای ته به ګورئ او د سجدې په وخت کې به هم د سترګو مخامخ د سجدې ځای ته ګورئ .
د تشهد په حالت کوم ځای ته وګورې د علماء تر مينځ اختلاف دی او ځنې وايي خپلې سينې ته به ګورئ (کفايت الله ډهلوي )ځنې علماء وايی د شهادت کوتې ته به ګورئ (الجنة الدائمة ) او د سلام ګرځولو په وخت کې به خپلو اوږو ته ګوري (والله اعلم )
په لمانځه کې به د څه شی تصور کوئ :
په لمانځه کې به د الله تعالی د عظمت هغه طرف ته د رجوع او د خپلې بې چاره ګۍ او بې وسۍ خيال کوي
همدارنګه لکه څنګه چې تاسې په سوال کې اشاره ورته کړې ده په لمانځه کې به مرګ يادوي :
ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چې په لمانځه کې مرګ يادوه ځکه څوک چې په لمانځه مرګ ياد کړي هغه په ښه شان سره لمونځ ادا کوي ،او يو سړی داسې لمونځ کوي چې کله لمونځ وکړي نو دا ګمان نه کوي چې ما لمونځ وکړ او که بل څه لکه چې فرمايي : اذكر الموت في صلاتك ، فإن الرجل إذا ذكر الموت في صلاته لحريّ أن يحسن صلاته ، وصلّ صلاة رجل لا يظن أنه يصلي غيرها ) السلسلة الصحيحة للألباني او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوايوب رضی الله عنه ته وويل داسې لمونځ کوه لکه دا لمونځ دې چې وروستی لمونځ وي ( إذا قمت في صلاتك فصلِّ صلاة مودِّع ) رواه أحمد 5/412
او همدارنګه په لمانځه کې د خشوع د پاره د لمانځه په الفاظو کې تدبر کول ځکه د قرآنکريم د تلاوت او قراءت اصلي مقصد همدا دی  ( كتاب أنزلناه إليك مبارك ليدّبروا آياته وليذكّر أولوا الألباب )
او همدارنګه په لمانځه کې دا خيال کول چې زه د الله تعالی سره خبرې او مناجات کوم په حديث قدسي کې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی چې الله تعالی فرمايي : کله چې بنده په لمانځه کې وايی : فإذا قال : الحمد لله رب العالمين قال الله : حمدني عبدي فإذا قال : الرحمن الرحيم ، قال الله : أثنى عليّ عبدي ، فإذا قال : مالك يوم الدين ، قال الله : مجّدني عبدي ، فإذا قال : إياك نعبد وإياك نستعين ، قال : هذا بيني وبين عبدي ولعبدي ما سأل ، فإذا قال : إهدنا الصراط المستقيم ، صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين ، قال الله : هذا لعبدي ولعبدي ما سأل . ) صحيح مسلم
په لمانځه کې خشوع کول د لمانځه روح بلل کيږي الله تعالی په قرآنکريم کې د کامياب شويو مؤمنانو له ډلې يو هم هغه کسان ښودلې دي چې په لمانځه کې خشوع کوي . قوله تعالی : قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ 1 الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ (المؤمنون )
خشوع دې ته وايي چې تر خپله وسه زړه د غفلت ، وسواسو او بيروني سوچونو څخه وساتل شي او په زړه کې د الله تعالی د عظمت او د هغه طرف ته د رجوع خيال وساتي او همدارنګه خپل اندامونه له بې ځايه حرکاتو وساتي او د لمانځه ټول ارکان قيام ،رکوع ، سجده په پوره اطمنان ادا کړي ځکه چې کله په زړه کې خشوع پيدا شي نو د هغه اثر پر اندامونو هم پريوځي .
رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنينه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا».[1]
(کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه ).
د رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ د دغه ارشاد مبارک نه د ارکانو په آرامې او اطمنان سره ادا کول مراد دي ځنې خلک د لمانځه ارکان قيام ، رکوع ،قومه ،سجده ،جلسه او نور په ډير تيزی سره کوي چې په داسې ډول ډير څه پاتيږي .
زمونو په مذهب کې د ارکانو طمانيه واجب ده که واجب قصداً پريښودل شي لمونځ فاسدوي .



ويُسَن في السجود أن يُبعد بطنه عن فخذيه ، [ أنظر صورة 7د ].
* ويُسَن في السجود أن يفرق ركبتيه ، أي لا يضمهما إلى بعض ، وأما القدمان فإنه يلصقهما ببعض لفعله صلى الله عليه وسلم ذلك في سجوده ، لأنه صلى الله عليه وسلم كان ( يرص عقبيه في سجوده ) 18 [ أنظر صورة 7د ].



* ويُسَن في السجود أن يفرق ركبتيه ، أي لا يضمهما إلى بعض ، وأما القدمان فإنه يلصقهما ببعض لفعله صلى الله عليه وسلم ذلك في سجوده ، لأنه صلى الله عليه وسلم كان ( يرص عقبيه في سجوده ) 18 [ أنظر صورة 7د ].

* يكره أن يتكئ المصلي بيديه على الأرض في سجوده [ كما في صورة 9 ] لقوله صلى الله عليه ( لا يبسط أحدكم ذراعيه انبساط الكلب ) 19 ولكن يجوز أن يتكئ بيديه على فخذيه إذا تعب من طول السجود [ أنظر صورة 10 ].
يسجد مكبرا واضعا ركبتيه قبل يديه إذا تيسر ذلك ، فإن شق عليه قدم يديه قبل ركبتيه مستقبلا بأصابع رجليه ويديه القبلة ضاما أصابع يديه ويسجد على أعضائه السبعة : الجبهة مع الأنف ، واليدين ، والركبتين ، وبطون أصابع الرجلين . ويقول : سبحان ربي الأعلى ، ويكرر ذلك ثلاثا أو أكثر ، ويستحب أن يقول مع ذلك : سبحانك اللهم ربنا وبحمدك ، اللهم اغفر لي ، ويكثر من الدعاء لقول النبي صلى الله عليه وسلم : ((أما الركوع فعظموا فيه الرب وأما السجود فاجتهدوا في الدعاء فقمن أن يستجاب لكم)) [6] ويسأل ربه من خير الدنيا والآخرة سواء كانت الصلاة فرضا أو نفلا ، ويجافي عضديه عن جنبيه وبطنه عن فخذيه وفخذيه عن ساقيه ويرفع ذراعيه عن الأرض؛ لقول النبي صلى الله عليه وسلم : ((اعتدلوا في السجود ولا يبسط أحدكم ذراعيه انبساط الكلب)) [7]
10 - يرفع رأسه مكبرا ويفرش قدمه اليسرى ويجلس عليها وينصب رجله اليمنى ويضع يديه علو فخذيه وركبتيه ويقول : رب اغفر لي وارحمني واهدني وارزقني وعافني واجبرني ، ويطمئن في هذا الجلوس .
11- يسجد السجدة الثانية مكبرا ويفعل فيها كما فعل في السجدة الأولى . 
  نضع المساجد السبعة على الارض

د لمانځه شرايط (د باندې فرائض)
١- د بدن پاکوالى، له بې اودسى او ګندکى نه.
٢- د جامو پاکوالى.
٣- د ځاى پاکوالى.
٤- عورت پټول.
٥- نيت کول.
٦- وخت پېژندل.
٧- قبلې ته مخ کول.
٨- که سړى مقتدي وي؛ نو د امام د متابعت نيت کول.
فايده: که چېرته زنانه داسې، جامې لري، چې بدن يې ښکاري او يا څادر نه يې ويښته ښکاري؛ نو لمونځ يې نه کېږي.
فايده: د سړي عورت او شرمګاه له نامه نه شروع تر زنګونو پورې دى او زنګون هم عورت دى او د زنانه ټول بدن په لمانځه کې عورت دى، بې له مخ، قدمونو او لاسونو څخه.
فايده: که چا په دې شيانو کې يو شى هم پرېښوده؛ نو لمونځ يې نه کېږي.
د لمانځه ارکان (دننه فرائض)
١- تکبير تحريمه (اول الله اکبر).
٢- قيام يعنې اودرېدل.
٣- قرائت کول.
٤- رکوع کول.
٥- دوه سجدې کول، هر رکعت کې.
٦- اخري قعده.
فايده: که په دې شيانو کې کوم شى پاتې شو؛ نو لمونځ يې نه کېږي.

د لمانځه واجبات
١- سورت فاتحه (الحمدلله) لوستل.
٢- سورت فاتحې سره اول دوه رکعتونو کې بل سورت لوستل.
٣- د لمانځه فرضونه په کراره کول.
٤- اوله قعده کول.
٥- تشهد (التحيات لله) لوستل.
٦- د سلام لفظ ويل.
٧- د اخترونو زوائد (اضافه) تکبيرونه لوستل.
٨- دعا قنوت په وترو کې لوستل.
٩- جهري لمونځ په جهر کول.
١٠- سري (خفيه) لمونځ په پټه لوستل.
١١- په اووه (٧) اندامونو سجده کول، خپې لګول پکې فرض دي.
١٢- د ترتيب خيال ساتل، يعنې کوم کار چې په لمونځ کې بار بار کېږي، لکه سجدې.
فايده: که په لمانځه کې چا نه يوه سجده پاتې شي؛ نو هغه دې اخري رکعت کې درې سجدې وکړي، بيا دې تشهد نه وروسته سجده سهوه وکړي.
فايده: که په دې شيانو کې چانه کوم شى په سهوه پاتې شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي او که قصداً يې پرېښوده؛ نو لمونځ راګرځول پرې واجب دي.

د لمانځه سنتونه
١- تکبير تحريمه کې لاسونه اوچتول.
٢- په جهر باندې تکبير ويل د امام لپاره.
٣- ثناء (سبحانک اللهم) تر اخيره پورې لوستل.
٤- تعوذ (اعوذ بالله) لوستل.
٥- تسميه (بسم الله) لوستل.
٦- ښي لاس په چپ لاس د نامه نه لاندې کېښودل.
٧- تکبير تحريمه نه بغير نور تکبيرونه لوستل.
٨- د رکوع تسبيح درې وارې لوستل.
٩- په رکوع کې زنګونونه په لاسونو نيول، چې ګوتې هم پراخې وي.
١٠- د سجدې تسبيح درې وارې لوستل.
١١- آمين په پټه ويل.
١٢- قومه کول (د رکوع نه پاڅيدل).
١٣- جلسه کول (د سجدو په منځ کې پاڅيدل).
١٤- په سجده کې به سړى خېټه، لاسونه او خپې يو بل سره نه يوځاى کوي او زنانه به يې يو ځاى کوي.
١٥_ زنانه به په کناټو کيني او خپې به ښي طرف ته وباسي او سړى به په چپه خپه کيني او ښي خپه به دروي.
فايده: که په دې شيانو کې چا يو شى ونه کړ، په سهوې سره؛ نو هېڅ پرې نشته او که قصداً يې پرېښوده؛ نو د قيامت په ورځ به ملامته کېږي.
د لمانځه آداب او مستحبات
١- په ولاړه کې د سجدې ځاى ته کتل.
٢- په رکوع کې قدمونو ته کتل.
٣- په سجده کې د پوزې نرمۍ ته کتل.
٤- په قعده کې غېږي ته کتل.
٥- د اسويلي په وخت کې خوله بندول يا په خوله لاس کېښودل.
٦- د لمانځه نه مخکې ډوډۍ خوړل، که خوراک ته يې اشتهاء وي.
٧- د لمانځه نه مخکې د قضاء حاجت نه ځان وزګارول.
٨- عاجزۍ سره لمونځ کول.
فايده: که دا شيان چا نه په سهوه کې پاتې شو؛ نو هېڅ پرې نشته او که قصداً يې پرېښوده؛ نو بهتر کار ترې پاتې شو، بايد قصداً پاتې نشي.
د لمانځه مکروهات
١- د سجدې د ځاى نه وړې تېږي لرې کول، بې له ضرورته.
٢- په لمانځه کې خوب راتلل.
٣- په لمانځه کې سترګې پټول يا پورته کتل.
٤- په لمانځه کې اسويلى کول.
٥- په لمانځه کې توکاڼې تو کول.
٦- په لمانځه کې پرلتى وهل.
٧- د سترګو په کونجونو کې ښي او چپ طرف ته کتل.
٨- په لمانځه کې جامې اوږدې ساتل، چې په ځمکه لګيږي.
٩- په رکوع او سجده کې د قرآن کريم لوستل.
١٠- په لمانځه کې څادر زوړندول.
١١- په لمانځه کې جامې راټولول، بې له ضرورته.
١٢- په سجده کې مټې د لاسونو سره په ځمکه کېښودل.
١٣- په لمانځه کې د ضرورت په وخت کې ستره نه کېښودل.
فايده: په لمانځه کې د دې شيانو نه ځان ساتل پکار دي.
د لمانځه ماتوونکي شيان
١- په لمانځه کې خبرې کول.
٢- د پرنجي والا ته ځواب ورکول.
٣- په لمانځه کې خندا کول.
٤- په لمانځه کې د تشو متيازو لوندوالى پېدا کېدل.
٥- بې له عذره د غاړې صفا کول.
٦- د مصيبت له وجې ژړل.
٧- په لمانځه کې د قرآن کريم نه لوستل.
فايده: که په دې شيانو کې کوم شى چا وکړ؛ نو لمونځ يې نه کېږي.
د لمانځه طريقه
نيت به وتړي او تکبير تحريمه به ووايي او دې سره به سړى خپل لاسونه د غوږونو تر نرمۍ اوچت کړي، بيا به (سبحانک اللهم) تر اخره ووايي، بيا به اعوذ بالله او بسم الله مکمله ووايي او بيا به سورت فاتحه (الحمدلله) ووايي او په اخر کې به يې آمين په پټه ووايي، بيا به يو بل سورت ورسره ووايي.
په تکبير ويلو سره به رکوع ته لاړ شي او د رکوع تسبيح به درې وارې ووايي، چې ملاء او سر به يې سيده برابر وي؛ نو بيا به (سمع الله لمن حمده) سره راپاڅي، ورپسې به (ربنا لک الحمد) ووايي او تکبير ويلو سره به سجدې ته لاړ شي.
په سجده کې به لاسونه، خپې او خېټه له يو بل سره نه جنګوي، د سجدې تسبيح به درې وارې ووايي.
له دې نه وروسته به تکبير ويلو سره پاڅي او نيغ به کېني، بيا به تکبير ويلو سره سجدې ته لاړ شي، درې ځلې به تسبيح د سجدې ووايي، بيا به تکبير ويلو سره دويم رکعت ته پاڅي او د لومړي رکعت په شان به يې وکړي.
په اخره کې به تشهد او ورپسې درود او دعا ووايي او بيا ښي او چپ طرف ته سلام وګرځوي.
فايده: د سړي او ښځې د لمانځه فرق دا دى چې: سړى به لاسونه تکبير تحريمه سره غوږونو پورې اوچتوي او زنانه به يې سينو پورې اوچتوي.
فايده: سړى به سجده کې لاسونه، خېټه او خپې يو بل سره نه يو ځاى کوي او زنانه به يې يو ځاى کوي.
که چېرته يو سړى امام پسې ولاړ وي؛ نو سورت فاتحه او سمع الله لمن حمده به نه وايي.
فايده: ډک رکعت، هغې رکعت ته وايي، چې د سورت فاتحې سره بل سورت ووايي.
فايده: نوافل، سنتونه او وتر واجب ټول رکعتونه ډک دي او په فرضو کې اول دوه رکعتونه ډک وي، ورپسې تش وي.
فايده: که چېرته يو سړى د امام پسې ولاړ وي او که ځانته وي؛ نو آمين به په پټه وايي.
-------------------------------------------
 

[6] رواه مسلم في ( الصلاة ) برقم ( 738 ) ، وأبو داود في ( الصلاة ) برقم ( 742 ) ، وأحمد في ( مسند العشرة المبشرين بالجنة ) برقم ( 1260 ) و ( مسند بني هاشم ) برقم ( 1801 ) .
[7] رواه البخاري في ( الأذان ) برقم ( 779 ) ومسلم في ( الصلاة ) برقم ( 762 ) ، والنسائي في ( التطبيق ) برقم ( 1098 ).




  1. په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
  2. په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
  3. په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
  4. په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول
  5. په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
  6. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  7. په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
  8. په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
  9. په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
  10. په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
  11. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  12. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  13. په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
  14. په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
  15. په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
  16. په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
  17. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  18. چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
  19. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  20. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  21. چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
  22. چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
  23. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  24. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  25. چی خپله خوریالورپه ډیـرو زیاتوروپو ورکوی او دهغی مهرپه خپل جیب کې اچـوی
  26. چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟
  27. چې اوبو سره استنجاء كولو وخت كښې څاڅكي راځي نوڅه وكړي ؟
  28. چې مريض ته پليتي ورسيږي اواوبه ورته نقصان رسوي نوپاكوالى څنګه كېږي ؟
  29. ډيرخلك له سجدې نه څلور ګوتې پورته شي دويمه سجده كوي دهغوي مونځ كيږي اوكه نه ؟
  30. ډیری ښځی دی اولیــأووشهـــیدانــوقبــرونوته ورځې اوهــلته ورته زانـګو اچوی
  31. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  32. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  33. ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي
  34. ښځورواج ده چــــی پــه مخ خالونه وهی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
  35. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  36. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User