asalamo alikom zama yewa poshtana da hagha da chi za dir
zayat zikar kawoma aw ham lomonz aw ham tilawat kawoma kho bya ham zama
zra deer zayat khapa wee aw korany jowand mi ham da aw ham ha bachyan
larma da khalko sara deer ha kawoma pa
khapal jowand ki deer zayat khapa yema khalko ta chi gorama deer
khoshala wee aw zama ghondy zayat ebadat ham nakwy staso da jawab pa
hilla ka sa zikar ya qurany aitona rata wohyee
Talib Jan Ahmad Zai
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمان د غم او خفګان وجه د الله تعالی څخه وېره ده ، که څه
هم د ايمان او نيک عمل خاوند وي مګر بيا هم هميشه په وېره کې وي چې زما
اعمال به د قبول وړ وي او که نه ، زما آخره خاتمه به څنګه وي ؟، د حشر په
ميدان کې به زما څه حال وي؟ او بلاخره د الله تعالی خوښي او رضا به مې نصيب
شي او که نه ؟
دا د رښتينو مؤمنانو صفت دی .
الله تعالی د رښتېنو مؤمنانو د صفت په بيانولو کې د هغوی له درناکو زړونو پرده پرته کوي او فرمايي :
إِنَّ الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ (المؤمنين 57)
ژباړه : په رښتيا هغه کسان د خپل رب له وېرې لړزېږي .
يعنې : د ايمان او نيک عمل سره سره له خپل رب څخه په وېره کې وي .
حسن بصري وايي : د مؤمن په خيال او فکر کې هميشه وېره وي ، او د منافق په خيال کې هميشه بد کاري او امن وي .
وروسته فرمايي :
وَالَّذِينَ هُمْ بِآَيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ (58) وَالَّذِينَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ (59)
ژباړه :او هغه کسان چې د خپل رب پر آيتونو ايمان راوړي ، او هغه کسان چې له خپل رب سره هيڅوک نه شريکوي .
وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آَتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ (60)
ژباړه: او هغه کسان چې ورکوي هغه چې دوی يې ورکوي حال دا چې زړونه يې له دې کبله لړزيدونکي وي چې خپل رب ته ورتلونکي دي .
تفسير : سره له دې چې دوی زکات او صدقات ادا کوي بيا هم وېره
لري چې دا صدقات به څنګه يې چې حق وي هسې ادا شوې وي او که نه ؟ ، آيا هغه
به قبول شوي وي او که نه ؟ داسې نه چې الله تعالی ته د ورتګ پر مهال د هغه د
نا خوښي او عذاب سبب شي .
حضرت عايشه رضی الله عنها فرمايي چې ما ددې آيت مطلب له رسول
الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې دا کار کوونکي وېريدونکي خلک هغه دی
چې شراب څښي يا غلا ګانې کوي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
(لا يا بنت ابي بكر، يا بنت الصديق، و لكنه الذي يصلي ويصوم ويتصدق وهو يخاف الله عزوجل):
ای د صديق لورې ! داسې نه ده بلکي دا هغه خلک دي چې روژې نيسي
او لمونځونه کوي او صدقي ورکوي او له دې سره سره له دي وېريږي چې کيدای شي
زمونږ دا اعمال د الله تعالی په وړاندې (د څه کوتاهۍ په سبب ) قبول نه وي ،
دا ډول خلک په نيکو کارونو کي بېړه او مسابقت کوي (رواه احمد ، ترمذي او
ابن ماجه ) .
حسن بصري (رحمه الله )فرمايي : مونږ داسې کسان ليدلې دي چې
نيک عملونه به يې کول او دومره به وېرېدل چې تاسو په بد عمل کولو سره هم
دومره نه وېرېږئ (قرطبي )
(تفسير انوارالقرآن او مارف القرآن )
و الله اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
- په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
- مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
- د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
- مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
- د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
- هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
- د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
- د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
- كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
- واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
- پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
- دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
- پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
- پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
- پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
- پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
- ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
- ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
- د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
- د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
- د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
- له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
- د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
- په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
- د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.