Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, May 27, 2012

دشپې او ورځې نفلي لمونځونه





سلامونه اونیکی هیلی : د هډوال ټول کارونکو او چلونکو ته د اوږد عمر دعا کوم چی همداسی د خپلو مسلمانو وروڼو په خدمت کی وی : یوه پوشتنه لرم :
چي د صلوات تسبیح د اداکولو او وخت په اړه معلومات را سره شریکړی : مننه


د تسبيح لمونځ :
 
ددی لمونځ کول لوی فضيلت لري ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ م
حمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ښودلی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو وارې ضرور او خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دي د نور لمونځونو پشان دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدې وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه په لاندې ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړي تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة وروسته لس ۱۰ واره بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم وروسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی ويلو وروسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئې چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت ته پورته شي  د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئې ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په همدی ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.

د غه لاندې وقتو نو نه بغیر هر وقت یی کولی شی

په كومووختو كښى لمونځ مكروه دى


سهاردلمرراختلوپروخت، 

غرمه دلمردزوال پروخت، 

اومازديګر د لمرلويدوپروخت هيڅ لمونځ روانه دى 

مګردهغى ورځى دماز ديګرلمونځ يادمازديګرقضائي لمونځ دلمرلويدو پروخت روادى . 

د لمر لويدو پروخت دى ومړى ته لمونځ نه وركوى

 اوهم دى دتلاوت سجده نه كوى، وروسته له سهارله لمانځه نه 

دلمرختومخ كښى نفل لمونځ مكروه دى، 

همدارنګه دمازديګردلمانځه نه وروسته ترلمر لويدوپورى نفل لمونځ مكروه دى

 مګركه په دغودواړو وختو كښى دهغه وخت قضائي لمونځ را وګرځوى

 يادتلاوت سجده وكړى يادمړى لمونځ وكړى نوڅه حرج نشته

 مګرپه مازديګركښى چه لمرضعيف شى دغه دى هم نه كوى، 

سهارله سپيدونه وروسته بيله دسهاردوه ركعته سنت نورنفل دى نه كوى

 همدارنګه دماښام دلمانځه نه مخ كښى دى نفل نه كوى .

(۱) صلواة  التهجد : دتهجد مونځ  دا دماسختن ته تر صباح صادق راختو لو پورې څلور ركعت نه تر لس ركعت پورې كولى شي : دېته دنيكانو مونځ هم ويلى شي او په احاديثو كې د دې ډېر فضيلت راغلى دى .
(۲) تحيَّةُ الوضوء :  دا د اودس نه پس متصل فورًا دوه ركعته مونځ دى دا هم ډېر اجراوثواب لري .
(۳) تحيَّة المسجد  : جماعت ته ننوتلو نه پس فورًا زر دوه ركعته نفل مونځ كولوته تحية المسجد وايي  په حديث كې ددې مونځ  ډېر فضيلت راغلى دى .
(۴) صلواة  الاشراق :   دلمر ختلو نه پس لږه شيبه  دوه ركعته يا څلور ركعته نفل مونځ كول دېته  داشراق مونځ وايي  په حديث شريف كې  د دې مونځ  ډېر ثواب بيان شويدى .
(۵) صلواة  الضحى :  كله چې لمر كافي ښه راوخيژي نو دوه  دوه ركعته مونځ كولوته اشراق وايي نبى5 به دا مونځ كولو .
(۶)  صلواة  حاجت :  كله چې يو مسلمان بنده ته څه حاجت پيښ شي هغه دې په ښه شان سره اودس اوكړي اوبيا دې دوه ركعته مونځ وكړي او بيا دې دالله(حمد او تعريف وكړي اوبيا دې په نبى5 درود شريف ووايي اوبيا دې خپل حاجت الله(نه وغواړي .
(۷) صلواة  الاستخاره :  چې كله يو انسان په د دوو كارونو كې راګيرشي نو دوه ركعته مونځ دې اوكړي او دالله( نه دې درهنمائى او دخير دتوفيق دعاء وغواړي.
(۸) صلواة  الكسوف :   دلمر دتندر نيولو په وخت كې دوه ركعته نفل مونځ كول دېته دكسوف مونځ وايي.
(۹) صلواة  الخسوف :  دسپوږمۍ دتندر نيولو په وخت كې دوه ركعته مونځ كول دېته دخسوف مونځ وائى.
(۱۰)  صلواة الاستسقاء :  دباران دنه كيدو په وخت كې دوه ركعته مونځ كول او دالله( نه باران غوښتل  دېته صلواة الاستسقاء وائى.
(۱۱) صلواة اوابين :  دماښام مونځ نه پس  سمدستي كم از كم شپږركعته نفل كولى شي د دې اجر او ثواب دومره دې لكه چې دلسوكالو دعبادت اجر اوثواب څومره وي .

(۱۲)صلواة  التسبيح  :  دڅلور ركعته نفلو نيت به اوتړي اول به ثناء  وو ايي دينه پس به (۱۵) كرتې سبحان الله والحمد لله ولا اله الا الله والله  اكبر و وايي دېنه پس به تعوذ تسميه او تحميد او يو سورة به ووايي سورت نه پس به دا تسبيح (۱۰) ځلي ووايي بيا ركوع كې پس د سبحان العظيم نه (۱۰) ځلي ووايي تسميع نه پس (۱۰) ځلي او په سجده كې (۱۰) ځلي جلسه كې (۱۰) ځلي دويم سجده كې (۱۰) ځلي نو د دويم ركعت په اول كې هم (۱۵) ځلي داشان  اخره پورې ووايي نو څلور واړه ركعتونو كې تقريبًآ(۳۰۰) مرتبې شوې د دې مونځ  په احاديثو كې نها يت فضيلت بيان شويدى .
(سجده سهوه ) سَهْوه په معنىٰ د هيريدلو سره ده يعنى يو واجب دمونځ ګذار په هيره پاتې شي سهوه انسان ته دشيطانئ سوچونه او فكرونو له وجې راځي نو چې كله سجده سهوه اوكړى شي نو شيطان ذليله او رسوىٰ شي .
(دسجده سهوې  طريقه) سجده سهوه د واجب په پريښودو سره واجبيږي دمونځ په اخري قعده كې دتشهد لوستلونه پس ښي(يمين) طرف ته دې سلام وګرځوي اوفورًا دې دوه سجدې اوكړي بيا دې تشهد درود دعاء ووايي او سلام دې وګرځوي .


 


 
  1. ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
  2. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  3. ايا موندل شوى مال تاوان لري؟
  4. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  5. ايت ( صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا ) باندي اوازسره دروويل څنګه دي ؟
  6. ايمان څنګه تقويه کړو ؟
  7. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  8. ای ګناهکاره : آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  9. ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
  10. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  11. بیرېشه او بی ګیرې هلکانو سره یارانه او دوستانه په شریعت کښی جائز او که نا جائز ېو تفصیلی وضا حت
  12. تعليم يافته زوی د والدينو لپاره بهترين اشتهار دی
  13. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  14. تولو ته سلامونه ډالی کووم. کرانه زما پوشتنه داده چی د اسلام له نظره د جنازی نه بعد دایره شته او کنه ؟
  15. تيمم چيست ؟ فرضهای تيمم و طرېقه
  16. جنازې سره جاى نماز وړل څنګه دي ؟
  17. جور كردن دوكان ها زيرمسجد
  18. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  19. خاوند د ديرشو {30} کلونو لپاره بندي شو اوښځه صبر نه شي کولاى نونکاح فسخ کيداى شي
  20. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  21. خريد فروخت اعضاء تحقېق کامل
  22. خريد فروخت باغات وميوه جات
  23. خصوصی نشریات
  24. خطبه جمع بايد به زبان عربي داده شود اگر به زبان ديگر گفته شود درين
  25. خواب كردن در مساجد
  26. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  27. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  28. د قربانی ېو اهمه مسئله
  29. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه
  30. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  31. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  32. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  33. د اسلامې تجارت دريم اصل دنرخونوآزاد پريښودل دی
  34. د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
  35. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  36. د بدل واده او نکاح { شغار } جايز دي او که نه ?
  37. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  38. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  39. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User