Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 12, 2012

ښځې ته په کتلو را څخه اوبه وځي څه وکړم؟


 {2}

اسلام علییکم محترم مولوی صاحب سوال می دادی دمنی اومزی ترمنز فرک سہ دی اوپہ تشومیتیا زوکی منی تلل بغیردی کوم شوق سخہ غسل واجیب کیژی اوروژہ پری واجیبی گی ؟

ناصر منصور 

{1}
السّلام عليکم و رحمة الله و برکاته:

هیله کوم چی ددی سوالونو ځوابونه را ته راکړې مهرباني به مو وي.
لومړۍ پوښتنه:

دا پوښتنه د غسل د واجبیدو په هکله ده، ډیر زیات کلونه وشول او پداسی یو مصیبت کی راګیر یم چی نور یی د کتابونو په لوستلو او د جومات له امامانو نه په پوښتلو ستړې شوی یم هیله کوم چی زما مرسته وکړۍ.
تاسو ته په ډاګه ده چی دلته په اوروپا کی ښځی اتیا په سلو کی بربنډی دي نو که سړې هر څومره کوښښ هم وکړي چی ښځو ته به نه ګوري، خو بیا هم د انسان سترګی ورباندې لګیږي، نو خاصتاً زه چی هسی می سترګی ورباندی ولګیږي نو تناسلي آله می په حرکت راشي او ترینه رڼې اوبه روانی وي چی البته خوند هم حس کوم اویا کله چی د جنسي اړیکو په خیال کی ډوب شم، له همداسی پیښی سره مخامخ کیږم.
اوس کله چی می د الله په فضل سره واده هم وکړ نو کله چی له خپلی میرمنی سره خبری کوم او یا ورته په مینه وګورم په همدغه مصیبت اخته کیږم، په الله قسم چی له ډاره خپلی ښځی ته هم سم نشم کتلی او په ډیرو ځان وینځلو ستړی شوی یم. او ددی سوال بل جز دا چی اکثره د سفر په وخت کی او یا هم د خوب نه د راپاڅیدو په وخت کی تناسلي آله می په خوځښت راشي او وروسته هماغسی رڼی اوبه یعنی بی رنګه اوبه ووځی کله له بولو د مخه او کله وروسته، آیا پدی حالاتو کی غسل واجتیږي. ستاسو څخه د یو ښه ځواب په هیله.
لومړی ځواب :
۱ – دشهوت په حالت کې خارجیدونکې اوبه یو مني دي او یوهم مذي او یو بل قسم چې له بولو نه وروسته خارجیږي هغې ته ودي وايي.
مني هغه اوبه دی چې په ټوپ او خوند سره خارج ، شهواني غریزه یې پرې اشباع شي او وروسته له هغې شهواني قوه تر یو وخته ختمه شي هغه اوبه غلیظې او ټینګې وي او یو خاص بوی لري  اکثره نارینه اوښځینه چې واده یې کړی هغه پیژني.
بل مذي چې کله دلمس یا کتلو یا فکر په حالت کې خارجیږي، رڼې اوبه وي ټینګې نه وی او دهغو په وتلو دانسان شهواني قوه نه ختمیږي او دا په نارینه کې یوه طبیعی خبره ده، نو په غالب ګمان ستاسې (داکثره نارینه وو په څیر) دمذي دخارجیدو ستونزه ده ، نو دمذي پر خارجیدو غسل نه شته ، روژه پرې نه ماتیږي او نه هم په حج کې کوم نقصان پیدا کوي ، سهل بن حنيف – رضي الله عنه – وايي چې : كنت ألقى من المذي شدة – أي كثرة – وكنت أكثر منه الاغتسال – لظنه أن ذلك واجبًا عليه – فسألت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقال: (إنما يجزيك من ذلك الوضوء). فقد عرفت إذن أنه يكفي فيه الوضوء ولا يجب فيه الاغتسال من الجنابة لأنه ليس المني الذي يوجب الغسل.
ژباړه : له مانه به ډیر مذي خارجیدل او به ما بیا ډیر غسلونه کول (پر دې ګمان چې لکه مني له دې هم غسل واجب دی) نو بیا ما له رسول الله پوښتنه وکړه ، هغه صلی الله علیه وسلم راته وویل : له دې (مذي) نه یوازي تاته اودس کول کفایت کوي، بیا زه پوهه شوم چې له مذي نه یوازې اودس کفایت کوي او دجنابت غسل پرې نشته ددې لپاره چې هغه مني نه دي پر کوم چې غسل واجبیږي.
نو له تاسې چې کله هم دا اوبه خارج شي، یوازې دلمانځه او نورو عباداتو لپاره اودس وکړئ، غسل پر تاسې نشته (ان شاء الله تعالی).
دریم ودي اوبه دي: چې له بولو (قضای حاجت) نه وړاندې یاوروسته بې له کوم خوند او ټوپ څخه خارجیږي چې هغه هم د بولو حکم لري او یوازې په اودس او استنجا سره پاکیږي او غسل پرې نشته.
اصلاح انلاين

د مني ، مذی او ودی ترمينځ څه فرق دی؟

مني :
هغه سپينی سرښناکې غليظی اوبه دی  چه په خوند سره په توپ  او تيز سرعت سره وځی  له وتلو ورسته  د ستړتيا احساس کيږي او شهوت له منځه ځی .
د مني په وتلو سره که د بيداری په حال کې وي او که د خوب غسل فرض کيږي .
مذی :
هغه سپينی سرښناکی صافی رقيقی يا بی رنګه صافی رقيقی  اوبه دی چې د شهوانی خيال  په وخت کې خارجيږي يا د شهواني شوق په وخت کې وڅي .
ودي :
هغه سپينی سرښناکی صافی رقيقی اوبه دی چه د متيازو مخکې يا ورسته يا د کوم درانه کار يا درانه شی پورته کولو په وخت کې  له شرمګاه څخه وځی  يا که په بل رنګ وی  زيړ  يا بل ډول  چې دکوم مرض له وجی وځی
د مذی او ودی په وتلو سره غسل نه فرض کيږي بلکي اودس ماتوي ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ باب طهارت )
لايفرض الغسل عند مذی او ودی بل الوضوء ومن البول جميعاً علی الظاهر (الدرالمختار علی هامش ج۱ ص ۱۵۳ ظفير ) .

 
  1. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  2. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  3. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  4. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  5. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  6. ولې ارږمي باسو؟
  7. په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
  8. په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
  9. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  10. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز
  11. په دينو حلقو کي برخوالو ته
  12. په روژه د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
  13. په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
  14. په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې
  15. په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
  16. په روژه په لاندې توګه خواړه وخورئ
  17. په روژه کښې خوب کې احتلام وشي
  18. په روژه کی د استمنا حکم
  19. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  20. په روژه کې قی وهل
  21. په روژه کې له دې خواراکونواو خواړو څخه ډډه وکړﺉ
  22. په روژه کې مسواک
  23. په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
  24. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  25. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  26. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  27. په مسجد کې سوال غوښتل
  28. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  29. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  30. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  31. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  32. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  33. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  34. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  35. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  36. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  37. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  38. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  39. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  40. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  41. کورنۍ، جومات او روژه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User