Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, April 7, 2012

مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده



د مذاهب اربعه اتباع واجبه ده

مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده ، هره مسئله يې د قرآن او ستنو د نصوصو په رڼا کې څيړل شوی ده چې د وجوب اتباع دلائل په لاندې ډول دی
۱- په څلورو مذاهبو د امت اتفاق دی او د امت د اجماع اتباع واجبه ده .
۲- الله جل جلا له حکم کړی دی چې د شرعي مسائلو د نه پوهيدو په صورت د دين د پوهانو په لارښونه عمل وکړئ .

فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .
همدارنګه فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (النسآء ۵۹ ) .

اولی الامر څخه مراد د شرعيت لارښودونکي فقهاء او علماء او همدارنګه د عدل قائمونکي د اسلامې نظام امراء دي ( فتح القدير ، ابن کثير ) .
د اولی الامر د امر منل او اطاعت په معروف باندې مقيد دی إنما الطاعة بالمعروف .. الحديث او يا امر بالمعروف او نهی عن المنکر باندې مشتمل وي .
د مذاهبو امامانو چې په تقوی او علم يې د ټول امت اتفاق دی ټول مسائل يې د قرآن او سنتو د نصوصو په رڼا کې په ډير احتياط او د زياتو څيړنو وروسته ترتيب کړی دي ، امت ته یې د قرآن او سنتو د اتباع حکم کړی دی او ورستی وصيت يې دا کړی دی که مو چيرې په دغه شرعي مسائلو کې کومه مسئله د قران او سنتو خلاف و مونده هغه پرېږدئ په قرآن او سنتو منګولې و نښلوی .
دلته په دې باره کې د امام ابوحنيفه اقوالو را اخلو:
 أولاً – أبو حنيفة رحمه الله :
 فأولهم الإمام أبو حنيفة النعمان بن ثابت رحمه الله وقد روي عنه أصحابه أقوالا شتى وعبارات متنوعة كلها تؤدي إلى شيء واحد وهو وجوب الأخذ بالحديث وترك تقليد آراء الأئمة المخالفة لها :
 1 – ( إذا صح الحديث فهو مذهبي ) . ( ابن عابدين في ” الحاشية ” 1/63 )
 2 – ( لا يحل لأحد أن يأخذ بقولنا ما لم يعلم من أين أخذناه ) . ( ابن عابدين في ” حاشيته على البحر الرائق ” 6/293 ) .
وفي رواية : ( حرام على من لم يعرف دليلي أن يفتي بكلامي ) .

زاد في رواية : ( فإننا بشر نقول القول اليوم ونرجع عنه غدا ) .

وفي أخرى : ( ويحك يا يعقوب ( هو أبو يوسف ) لا تكتب كل ما تسمع مني فإني قد أرى الرأي اليوم وأتركه غدا وأرى الرأي غدا وأتركه بعد غد ) .

3 – ( إذا قلت قولا يخالف كتاب الله تعالى وخبر الرسول صلى الله عليه وسلم فاتركوا قولي ) . ( الفلاني في الإيقاظ ص 50 ) .
همدارنګه دريو نورو امامانو همداسې وصيتونه کړي دي .
دا د امام ابوحنيفه رحمه الله وصيتونه وو چې د مذاهبو اتباع اصلاً د کتاب الله او سنتو اتباع دی.
د مذاهبو څنګه اتباع کول پکار دي :
فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ، بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).
په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی .
لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او دهغه د رسول  د اطاعت پر ځای د دغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دا دی  چې د الله جل جلا له او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح)  حضرت امام  شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفي ابوالمختار ) .)
همدارنګه په دې اړه اللجنة الدائمة ليکي :
اولا : المذاهب الأربعة منسوبة إلى الأئمة الأربعة الإمام أبي حنيفة والإمام مالك والإمام الشافعي والإمام أحمد ، فمذهب الحنفية منسوب إلى أبي حنيفة وهكذا بقية المذاهب.
ثانيا : هؤلاء الأئمة أخذوا الفقه من الكتاب والسنة وهم مجتهدون في ذلك ، والمجتهد إما مصيب فله أجران ، أجر اجتهاده وأجر إصابته ، وإما مخطئ فيؤجر على اجتهاده ويعذر في خطئه.
ثالثا : القادر على الاستنباط من الكتاب والسنة يأخذ منهما كما أخذ من قبله ولا يسوغ له التقليد فيما يعتقد الحق بخلافه ، بل يأخذ بما يعتقد أنه حق ، ويجوز له التقليد فيما عجز عنه واحتاج إليه.
رابعا : من لا قدرة له على الاستنباط يجوز له أن يقلد من تطمئن نفسه إلى تقليده ، وإذا حصل في نفسه عدم الاطمئنان سأل حتى يحصل عنده اطمئنان .
خامسا : يتبين مما تقدم أنه لا تتبع أقوالهم على كل الأحوال والأزمان ؛ لأنهم قد يخطئون ، بل يتبع الحق من أقوالهم الذي قام عليه الدليل ).
فتاوى اللجنة 5/28 .
ولا يجب على أحد اتباع مذهب بعينه من هذه المذاهب ، بل عليه أن يجتهد في معرفة الحق إن أمكنه ، أو يستعين في ذلك بالله ثم بالثروة العلمية التي خلفها السابقون من علماء المسلمين لمن بعدهم ، ويسروا لهم بها طريق فهم النصوص وتطبيقها . ومن لم يمكنه استنباط الأحكام من النصوص ونحوها لأمر عاقه عن ذلك سأل أهل العلم الموثوق بهم عما يحتاجه من أحكام الشريعة لقوله تعالى ” فاسألوا أهل الذكر إن كنتم لا تعلمون ” وعليه أن يتحرى في سؤاله من يثق به من المشهورين بالعلم والفضل والتقوى والصلاح )
فتاوى اللجنة الدائمة 5/56 .
او تر ټولو مهمه دا چې آيا د اوس زماني خلک به په تقوای او ديندارۍ کې مخکې وو که د ۸۰ هجرې زمانې خلک د هغوی څيړنې او تحقيقات به د اطمان وړ وو چې د صحابه کرامو او تابعيونو سره يې ديدن شوی وو او که د اوس زماني ؟
امام ابوحنيفه رحمه الله په ۸۰ هجرې سنه کې زږيدلی دی ، د څلورو امامانو مشر او د اسلامې امت اولين مجتهد بلل کيږي ، حنفي مذهب يوازنی مذهب دی چې په دور عثماني کې يې په ټول اسلامې امت ۶۰۰ کاله حکم کړی دی .
اللجنة الدائمة (عربستان ) په اړه ليکي :
ومذهب الإمام أبي حنيفة رحمه الله قد يكون أكثر المذاهب انتشاراً بين المسلمين ، ولعل من أسباب ذلك تبني الخلفاء العثمانيين لهذا المذهب ، وقد حكموا البلاد الإسلامية أكثر من ستة قرون ، ولا يعني ذلك أن مذهب أبي حنيفة رحمه الله هو أصح المذاهب أو أن كل ما فيه من اجتهادات فهو صواب . فتاوى اللجنة الدائمة 5/56 .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 


  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

3 comments:

  1. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. ډیره شکریه ښاغلی هده وال صاحب چی زمونږ پوښتونو ته د قرآن او سنت په رڼا کی ځوابونه ورکوی.الله ج دی نور هم بریالی لره .زما یو پوښتنه ده هغه دا چی یو قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی په کورس کی البته کومه پرده هم نه وی په منځ کی؟

    ReplyDelete
  2. ډیر ښکلی مطلب مو لیکل د څلو ر مداهبو باره کی، دومره باید ووایو چه یو مذهب خاص کول او دهغه تقلید کول درسته خبره نده بلکه زمونږ معیار باید قران او حدیث اوس دمذهب خبره چه قران او حدیث ته نږدی وه باید و یی منو مونږ سره باید مذهب مطرح نه وی بلکه قران او حدیث په رڼا کی باید دمسلی اصلی حقیقت ته ځان ورسو، که پدی لار کی هر مذهب مونږ سره همکاری کوی نو مونږ تری باید استفاده وکړو، خو اوس خلک مذهب په داسی متعصبانه ډول تقلید کوی چه نورو ته مختلف نومونه او القاب ورکوی، او ان تر دی پوری په مستندو کتابونو کی داسی لیکل شوی اګر چه لدی حدیث نه دامسله داسی معلومیږی خو چونکه زمونږ مذهب سره توافق نه لری نو مونږ یی پریګدو، او بل داچه به اکثر مذهبی فقهی کتابونو کی داسی مسلی شته چه هغه صراحتا دحدیث سره سمون نه خوری خو هغه باندی بیا عمل کیږی او ددرس به وخت کی دانه ویل کیږی چه دامسله درسته نه ده.

    ReplyDelete
  3. Enter your comment...ډیرښکلی اډه وال صاحب الله مو ترډیره پوری ژوندی لره الله دی نور هم توفیق درکي

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User