Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, March 17, 2012

اهم ترينه مسئله د توحيد ده (دوهمه برخه)


خالد منصور هډوال

دوهمه برخه


قران بيا د الله رب العزت د توحيد اعلان كوي
عزتمندو : په بل ځاى كې الله رب العزت بيا د خپل توحيد اعلان كوي . اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ . پدې آيت كې الله رب العزت د خپل وحدانيت دعوه كوي او خپل وحدانيت په دلائلو ثابت وي ، ځكه چې د خلكو په زړو باندې د وحدانيت نقش جوړ شي:

الله رب العزت په دې آيت كې دومره محكم او مضبوط دلائل بيان كړه چې څوك هم دې چېلينج ته نشي حاضرېدلى . داسې مضبوط دلائلو ته يو مشرك هم نشى دريدى .

د دلائلو تفصيل
الْحَيُّ الْقَيُّومُ : عزتمندو ، حَيّ عربى كې ژوندي ته وايي ، دا لفظ تاسو به د اسماء الهيه كې لېدلي وي .
الْحَيُّ : مقصود ده ، همېشه ژوندي او همېشه باقې پاتې .
نو معلومه شوه چې مرګ هرچاته راځي ، ماسواء د الله رب العزت نه .
كه نبوي وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه عالم وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه ملا وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه پير وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه انجينر وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه ساينس دان وي ــ مرګ به ورته راځي .
كه ډاكتر وي ــ مرګ به ورته راځي .
صرف الله رب العزت به ژوندي وي .هُوا الْحَيُّ .


الْقَيُّومُ : او الله رب العزت به قايم وي ، قيوم ماخوذ د قيام نده صيغه د مبالغې ده  .
الْحَيُّ الْقَيُّومُ : الله رب العزت همېش لپاره ژوندى ده ، الله رب العزت همېش لپاره قايم ده .
الله رب العزت ددې لپاره بل دليل وړاندې كوي :  وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ  صرف او صرف هغه ذات به باقې پاتې وي ، چې خاوند د جلال او د اكرام ده لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ .

سِنَةٌ : د سين په زير باندې ، پريښانۍ ته وايي ، چې د خوب ابتدايي اثار شروع شي ، دېته سِنَةٌ وايي .
او  نَوْمٌ : هغه مكمل خوب ته وايي چې يو كس مكمل ويده وي ، نو الله رب العزت ددې دواړو نه منزه او پاك ده ، چا باندې چې خوب يا د خوب اثار راځي هغه اله نشى كيدی ، هغه خدای نشي كيدی ، دنيوي ، او مجازي مشرانو ته ، د شپې دولس بجې خوب ورشي ، د هغه طرف نه جواب راځي ، دې وخت كې هغه آرام كوي ، بيا بل وخت راشه ، څوك چې خوب او آرام كوي ، هغه حقيقي بادشاهي نشي كولي ، صرف هغه د الله رب العزت ذات ده ، څلورويشت ساعته سوال كوه ، څلورويشت ساعته به تا ويني ، ستا سوال به اوري ، كه ورځ وي ، كه شپه وي ، هر وخت سوال كوه ، هغه د رب ذوالجلال ذات ده لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ ، ده چې نه د خوب اثار پرې راځي ، نه چيرته خوب په راځي .

لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ :
لَّهُ : كې لام د تمليك لپاره ده ، معنى دا شوه چې تمام شيان چې په آسمانو كې دي او تمام شيان په ځمكه كې دي ، دا د الله رب العزت مملوك دي ، الله رب العزت ددې مالك ده او متصرف ده .

خطيب وايي
د آسمان مالك ــ الله رب العزت ده .
د مځکي مالك ــ الله رب العزت ده .
د انسان مالك ــ الله رب العزت ده .
د عرش مالك ــ الله رب العزت ده .
د فرش مالك ــ الله رب العزت ده .
د انبياء مالك ــ الله رب العزت ده .
د اولياء مالك ــ الله رب العزت ده .

چې يو شى مملوك وي ، هغه مالك نشى كيداى .
چې يو شى مملوك وي ، هغه خدای نشى كيداى .
انبياء مملوك ــ دي .
اولياء مملوك ــ دي .
علماء مملوك ــ دي .
فرشتى مملوك ــ دي .
انسانان مملوك ــ دي .
جنيات مملوك ــ دي .
نه انبياء خدای كيداى شي ــ نه اولياء خدای كيداى شي .
ځكه دا ټول محتاج دي ــ او كوم شى چې محتاج وي هغه خدای نشي كيداى .
كوم شى چې مملوك وي ــ هغه مالك نشي كيداى .
كوم شى چې مخلوق وي ــ هغه خالق نشي كيداى .
كه كيداى شي؟ جواب راكړئ ــ نه شي كيداى ــ جزاك الله .

 مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ .
داسې څوك شته چې په مخكې د چا شفاعت وكي ، بغير دده اجازت نه؟

ديته مالك وايي .
ديته اله وايي .
ديته خداى وايي .
چې نور تمام مجازي مالکان، نور تمام كذاب خدايان به د حقيقي خدايى په مخكې د حقيقي مالك په مخكې چپ او غلي ولاړ وي . چون او چراء به نشى كولى ،
نو دا خبره معلومه شوه ــ روښانه شوه .

چې الله رب العزت احد ــ دى .
الله سبحانه وتعالى صمد ــ دى .
الله سبحانه وتعالى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ــ دى .
الله سبحانه وتعالى وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ــ دى .
الله سبحانه وتعالى ــ په خداى كې يك تنها .
الله سبحانه وتعالى ــ په بادشاهي كې يك تنها .
الله سبحانه وتعالى ــ په مالكيت كې يك تنها .
بغير د الله سبحانه وتعالى ــ د اذن نه ــ د اجازت نه ، څوك د چا سپارښتنه او شفاعت نشي كولى .
ولي الله  ــ فرمايي مالك يوم الدين  ددې ورځې بادشاه او مالك زه يم .

ان شاءالله نور بيا...
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User