Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, June 13, 2012

دښځولپاره په کورکی زده کړه که په مدرسه کی ؟






یوه خبره دلته بایدبله هم واضحه کړوچی په کورکی دښځولپاره که دتعلیم چاره وشی ښه به وی که په کومه مدرسه ،مسجد،یابل ځای کی؟ نومعلومه ده چی صحابیاتوډیره ښه زده کړه له خپلوخاوندانو،وروڼو،اونورومحارموڅخه ډیره ښه کولای شوای، ځکه په هغوی کی بخل،بدبینی،کتمان،بدنیتی،اونورحسد اوبغض هیڅ نه وو،که ښځوله نارینه ووڅخه کومه پوښتنه کولای هغوی ورته ښودل،اوورته یئ هماغه تعلیم ورکاوه کوم چی دوی له نبی صلی الله علیه وسلم څخه زده کاوه خوبیاهم صحابیاتورسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړچی زموږلپاره علاحده اهتمام وکړئ،ددی مانا دنورراتلونکی امت ښځوته داتلقین ده چی کولای شی کومه معلومه درسګاه یامدرسه ولری چی په هغې کی اسلامی روزنه وکړي.البته مخکی چی موږکوم شرائط ذکرکړل دپردې اواسلامی حجاب په اړه هغه بایدسل په سل کی په پام کی ونیول شی. په دی لړکی الموسوعة الفقهیة،ښه تفصیل بیان کړی دی چی رانقلوم یئ:
                                    تَعْلِيمُ النِّسَاءِ :
12 - لاَ خِلاَفَ بَيْنَ الْفُقَهَاءِ فِي مَشْرُوعِيَّةِ تَعْلِيمِ النِّسَاءِ الْقُرْآنَ وَالْعُلُومَ وَالآْدَابَ . وَمِنَ الْفُقَهَاءِ مَنْ قَال بِوُجُوبِ قِيَامِ الْمُتَأَهِّلَةِ مِنَ النِّسَاءِ بِتَعْلِيمِ عُلُومِ الشَّرْعِ ، كَمَا كَانَتْ عَائِشَةُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا وَنِسَاءٌ تَابِعَاتٌ (3) ، وَقَدْ قَال اللَّهُ تَعَالَى لِنِسَاءِ نَبِيِّهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ : { وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ } (1) وَيَجِبُ أَنْ يَكُونَ تَعْلِيمُ النِّسَاءِ مَعَ مُرَاعَاةِ آدَابِ أَمْرِ الشَّارِعِ الْمَرْأَةَ بِالْتِزَامِهَا لِلْحِفَاظِ عَلَى عِرْضِهَا وَشَرَفِهَا وَعِفَّتِهَا ، مِنْ عَدَمِ الاِخْتِلاَطِ بِالرِّجَال ، وَعَدَمِ التَّبَرُّجِ ، وَعَدَمِ الْخُضُوعِ بِالْقَوْل إِذَا كَانَتْ هُنَاكَ حَاجَةٌ لِلْكَلاَمِ مَعَ الأَْجَانِبِ .(3) تفسير القرطبي 10 / 118 ، والفتاوى الحديثية لابن حجر الهيتمي ص 85 ، والزرقاني 3 / 108 ، وانظر الموسوعة الفقهية 7 / 76 ، 77 . دلته څوټکی بایدپه پام کی ونیول شی؟دبشپړی پردې اهتمام،له مخلوط تعلیم څخه ځان ساتل،له غیرمحرموسره نه ږغیدل که سخته اړتیانه وه،دخپل ښځینه ږغ لاهم مستورساتل،ځکه چی دښځوږغ هم مستوردی،خپل شرف،عزت،ځان مال،اوټول څه ساتل،دخپلې حیاء اوعفت ساتنه کول،نوکه دغه ټول شرائط کومه ښځه ساتلای اوپه پام کی نیولای شی نوشریعت ورته اجازه ورکوی چی دینی،اسلامی،قرآنی،اونوره اړینه زده کړه دی وکړي؛  دقرآنکریم زده کړه: دغه خپله یوه دهغه وخت خاطره لیکم چی موږپرکال/۱۴۱۲/او/۱۴۱۳/هق په جامعه کی په کلیة القرآن الکریم،کی زده کړه کوله اومتعلمین وو،موږټول ټال نارینه محصلین(۷۰۰) اووه سوه نفره وو،اوزموږخویندې محصلاتي ټول ټال (۶۰۰) شپږسوه وې،ددورې په پای کی چی امتحانونه راڅخه واخیستل شول،په ټولودیارلس سوه نارینه اوښځینه زده کوونکوکی یوه خورچی(عزیزه کندهاری) نومیدله پرلومړی لمبرکامیابه شوه،خو: دجامعې ماحول پردی ډول جوړووچی زه په سخت قسم سره لوړه کوم چی ماپه ټوله دغه زمانه کی نه یوه ښځینه محصله لیدلی،نه می ږغ اوریدلی،اونه هم دبلې یوې اوس نوم راته یاددی له عزیزې پرته ،داختلاط اوګډوډتیاخوهیڅ سوال نه پیداکیدو،ددوی بیله لاره زموږبیله لاره،ددوی بیل هستوګن ځای زموږبیل،نو: که دغه ډول زیارڅوک وکاږي اوداسی ماحول جوړکړي څوک به یئ مخالفت وکړي؟ نه خیر! ټول امت ته دمنلودی اوټول به ورته که دهرډول نظرڅښتن وی هرکلی ووایئ؛خوپه ډیرتأسف زموږپه اسلامی هیوادونوکی اوس ددی ډول انتظام شته والی نه لیدل کیږی،په پاکستان کی عمومااوپه افغانستان کی هم په ځینوسیموکی اوس خصوصااوپه نوره عرب نړۍ کی هم په ځینوسیموکی د،اقرأ،ترنامه لاندی بیلابیل ښوونځي شته چی ښې پایلې یئ لرلی دي اوبدې اوازې ورڅخه نه دی راغلي دغه لایوڅه کیدای شی چی دخویندواومیندودزده کړی په لړکی ښه ګامونه واخلی خوکه یئ دجوړوونکو،تمویلوونکو،اوچلوونکونظرونه،فکرونه، اونیتونه سم وو،خوکه دهغوی نیتونه تجارتي،یاخدای مکړه غربی غوندی شوونودغه بیابله داسی سوړه جوړه شوه چی ګنډل یئ ناشونی کاردی.اللهم استرعوراتناوآمن روعاتنا؛آمین.
وَقَرنَ فِی بُیُوتِکُنّ:دعظیم الشان قرآن درسالت کورنۍ ته په ځانګړی ډول اوعمومادټول امت ښځوته حکم دی چی په خپلوکورونوکی کښینئ،اوبل اړخ ته دزده کړې مسئله ده،نوددی حکم پرځای کول خوله دی پرته نه کیږي چی ښځې له هرډول وتلو،ګرزیدلو،اولیدلوکتلوڅخه منعه نه شي نوپه دی صورت کی خوبیرته دزده کړې ورډب شو،دغه یوعمده سوال اوډیره له اهمیته څخه ډکه پوښتنه ده چی په ډیرتفصیل سره بایدتحلیل اوهغه څه چی دحل لاره وی راوویستله شی،دډیروتفاسیروله مطالعې وروسته په دی اړه زه دی نتیجې ته ورسیدلم چی زده کړه او،وقرن فی بیوتکن سره ټکرنه دی ،بلکه وقرن فی بیوتکن ددی ماناورکوی چی زده کړه دښځولپاره هم ډیره اړینه ده ،څه ډول دغه ماناورځنی کیږی ؟په دی کی به یوځل دعلامه آلوسی دمعتمدقرآنی تفسیر،روح المعانی عبارات مکمل رانقل اوبیابه تطابق ته ورپورې وزم:علامه آلوسی لیکی: وقرأ ابن أبي عبلة { *واقررن } بألف الوصل وكسر الراء الأولى ، والمراد على جميع القراءات أمرهن رضي الله تعالى عنهن بملازمة البيوت وهو أمر مطلوب من سائر النساء . أخرج الترمذي . والبزار عن ابن مسعود عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : « إن المرإة عورة فإذا خرجت من بيتها استشرفها الشيطان وأقرب ما تكون من رحمة ربها وهي في قعر بيتها »
وأخرج البزار عن أنس قال جئن النساء إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقلن : يا رسول الله ذهب الرجال بالفضل والجهاد في سبيل الله تعالى فهل لنا عمل ندرك به فضل المجاهدين في سبيل الله تعالى فقال عليه الصلاة والسلام : « من قعدت منكن في بيتها فإنها تدرك عمل المجاهدين في سبيل الله تعالى » وقد يحرم عليهن الخروج بل قد يكون كبيرة كخروجهن لزيارة القبور إذا عظمت مفسدته وخروجهن ولو إلى المسجد وقد استعطرن وتزين إذا تحققت الفتنة أما إذا طنت فهو حرام غير كبيرة ، وما يجوز من الخروج كالخروج للحج وزيارة الوالدين وعيادة المرضى ، وتعزية الأموات من الأقارب ونحو ذلك ، فإنما يجوز بشروط مذكورة في محلها .روح المعانی سورة الاحزاب. دروح المعانی تفصیل ته که څوک فکروکړی چی:په وروستنۍ برخه کی یئ لیکلی دی؛کله کله دښځوله کوره وتل حرام ګڼل کیږی بلکه کله کله کبیره ګناه وی لکه:دقبرونواومزاراتولپاره وتل،که فسادورکی ډیرترسترګوکیدو،اوهمدارازددوی وتل که څه هم مسجدته وی چی عطر(خوشبویئ ) یئ لګولی اوځان یئ ښائسته کړی وی،که فتنه یقینی وه،اوکه فتنه مظنونه وه نوبیاحرام دی کبیره نه ده،اوهغه څه چی وتل ورته روادی لکه:دحج لپاره، دوالدینودزیارت لپاره،دناروغانودپوښتني لپاره،دخپل خپلوانومړودپاتا(فاتحه)لپاره اونورداسی صورتونه....نوداروا دی په هغوشرائطوسره چی مخکی ذکرشول. اوس به نوموږوګوروچی په دی نژدې یادوشویوصورتونوکی یئ په پرده اوشرعی حجاب کی وتل رواشو،اوبل اړخ ته به دزده کړې اهمیت ته ځیرشوچی ترکومه بریده په صحیح،سالمه،اوضروری زده کړه پسې وزي؟نوخپله دتیروشویواحادیثو،درسالت ددورې معمول، اودصحابیاتودډول زده کړې ته په کتلوسره دحل مینځوۍ لاره راویستلای شو،چی څوصورتونه دی بایدپرترتیب تعقیب شي:۱/په کورکی ورته داړینوزده کړوچاره وشي،هغه که خپله څوک خپلومحرماتوته کوی،که ښځینه استاذه ورته ټاکي،اوکه دځانګړی پردې په انتظام سره ورته بل کوم نارینه استاذمقرروي ۲/دعلم دزده کړې فرضیت،وجوب،سنتیت،استحباب، اونورواهمواړخونوته په کتلواودبشپړې اسلامی پردې په پوره رعایت سره پریکړه کیدای شی اوهمدارازپه فتنه کی لویدل څومره یقینی دی یاداچی که په کورکی وي نودفتنې کچه څومره ده؟مثلاًپه موږسارایانوکی که کومه ښځه کوم لیک اولوست زده کوي ټول خلګ ورباندی بدردوایئ،خوپه کورکی دماما،خالا،عمه،کاکا،تره،اونورودغسی خپلوانوزامن که وزي ننوزي څوک ورباندی هیڅ پرواهم نه کوی،لیور:چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته مرګ ویلی دی: 1171 - حدثنا قتيبة حدثنا الليث عن يزيد بن أبي حبيب عن أبي الخير عن عقبة بن عامر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إياكم والدخول على النساء فقال رجل من الأنصار يا رسول الله ! أفرأيت الحمو ؟ قال الحمو الموت قال وفي الباب عن عمر و جابر و عمرو بن العاص قال أبو عيسى حديث عقبة بن عامر حديث حسن صحيح وإنما معنى كراهية لدخول على النساء على نحو ما روي عن النبي صلى الله عليه و سلم قال لا يخلون رجلا بامرأة إلا كان ثالثهما الشيطان ومعنى قوله ( الحمو ) يقال هو أخو الزوج كأنه كره له أن يخلوا بها قال الشيخ الألباني : صحيح(الجامع للامام الترمذی رحمة الله علیه،حدیث لمبر/۱۱۷۱/. خوزموږپه رواج کی ترټولونژدې خپل اودرازشریک لیوردی، ترمحرم لاهم محرم شمیرل کیږی،هرې خواته لیورکولای شی چی ورینداره یواځی بوزی،په کورکی ورسره دورینداري ګپې شپې،اوخنداګاني....هیڅ بدکارنه ګڼل کیږي،همدارازنجونې، پیغلې،اونوري تورسری دهرچاپه واده ،کوزده،غم اوښادي کی تللای،له کوره وتلای،اوشپې لاهم کولای شی،په خوښیووکی غزلې ،سندرې،اوبدلې ویلای اودریه وهلای شی خوپه ډیروړوکتوب کی یئ لاهم له مولوی صاحب،ملاصاحب،طالب، معلم،اومسجدڅخه ټینګ ستردي،اوداسی نورډیرمثالونه شته چی زموږپه پښتنی له حیاڅخه ډک ماحول کی لاهم داسی حال دی نودنوروټبرونوبه څه حال وی،؟؛موږګواکی د:قرن فی بیوتکن،ماناداسی کړی ده چی څه ددین یادنیاپه چاروپوه نه شی،په کورکی که هرډول ګډه امۍ وی څوک خونه راخبریږی. دغه څه چی مادسارایئ سیمودرواج په اړه خبره وکړه دادزده کړې درواوالی یانارواوالی دلائل نه دی هسی می دباب دمناسبت اوددی لپاره چی ګوندی پښتون شرمناک لوستونکی دخپل فامیل حال اورښتونی پردي ته ځیراوغم یئ وخوري.
 ۳/اودریم صورت دادی چی دلویودینی اومذهبی درسګاوو(لکه دیوبند،جامعة المدینة المنورة،جامعة اُم القریْ ،اونورو.....) په ډول زموږپه سیموکی هم دښځینه محصلاتولپاره انتظام وشی،چی هم ورکی سل په سل کی دشرعی حجاب رعایت شته هم تکړه استاذانې روزلې کیږی اوهم دبې سوادۍ له بیخه ایستلولپاره غوره طریقه ده،دغه نوداسلامی ځواکمن نظام په وس کی شته یاداسی بانفوذه شخصیتونه یئ کولای شی لکه ددیوبنداکابروچی دهندوانوپه خاوره کی داسی علوم وکرل چی تریوم المیعاده پوری به داسلام اومسلمانانولپاره دقُدوه،سنت حسنه،او،اُسوةٌ حَسَنَة ٌ حیثیت ولري؛فجزاهم الله عناوعن جمیع الامة،فی یوم الغُمة؛ .
 َولاتبَرّجنَ تَبَرّ ج َ الجَاهِلِیّةِ الاُولْی:دغه هم له همداسی عمده سوالونوڅخه دی چی ددی آیت کریمه دوهمه برخه ده،چی دامهات المؤمنینولپاره داسی حکم دی چی دجاهلیت دتبرج په ډول کړینی مه کوئ!دامام ابن کثیردمشهوراومنل شوی تفسیر(تفسیرابن کثیر) عبارات به ددی آیت شریف اووړاندی ووروسته آیاتونوله تفصیل اوتشریح سره رانقل اوپه رڼاکی به یئ لنډه خبره پردی هم وکړو:
وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا (31) يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا (32) وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآَتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (33) وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آَيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا (34)

وقوله تعالى: { وَلا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأولَى } قال مجاهد: كانت المرأة تخرج تمشي بين يدي الرجال، فذلك تبرج الجاهلية.
وقال قتادة: { وَلا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأولَى } يقول: إذا خرجتن من بيوتكن -وكانت لهن (1) مشية وتكسر وتغنُّج -فنهى الله عن ذلك.
وقال مقاتل بن حيان: { وَلا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأولَى } والتبرج: أنها تلقي الخمار على رأسها، ولا تشده فيواري قلائدها وقرطها وعنقها، ويبدو ذلك كله منها، وذلك التبرج، ثم عمت نساء المؤمنين في التبرج. وقال ابن جرير: حدثني ابن زهير، حدثنا موسى بن إسماعيل، حدثنا داود -يعني ابن أبي الفرات -حدثنا علي بن أحمر، عن عِكْرِمة (2) عن ابن عباس قال: تلا هذه الآية: { وَلا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأولَى } . قال: كانت فيما بين نوح وإدريس، وكانت ألف سنة، وإن بطنين من ولد آدم كان أحدهما يسكن السهل، والآخر يسكن الجبل. وكان رجال الجبل صباحا وفي النساء دَمَامة. وكان نساء السهل صباحا وفي الرجال دمامة، وإن إبليس أتى رجلا من أهل السهل في صورة غلام، فآجر نفسه منه، فكان يخدمه واتخذ إبليس شيئًا مثل الذي يُزَمّر فيه الرِّعاء، فجاء فيه بصوت لم يسمَع الناس مثله، فبلغ ذلك من حوله، فانتابوهم يسمعون إليه، واتخذوا عيدا يجتمعون إليه في السنة، فيتبرَّجُ النساء للرجال. قال: ويتزيَّن (3) الرجال لهن، وإن رجلا من أهل الجبل هَجَم عليهم في عيدهم ذلك، فرأى النساء وصَبَاحتهن، فأتى أصحابه فأخبرهم بذلك، فتحولوا إليهن، فنزلوا معهن وظهرت الفاحشة فيهن، فهو قوله تعالى: { وَلا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأولَى } (4) .چی لنډلنډ ټکی یئ زه په پښتوراژباړم:امام مجاهدرحمة الله علیه وایئ:چی ښځه راوزی اودخلګوپه مخکی ګرزی ،نودغه دجاهلیت تبرج دی؛امام قتادة،رحمة الله علیه وایئ:چی له کوره راوزی نوپه نخرو،(په اصطلاح شانه ورانه) ړنګه بنګه،اوبندپربندماتیږي،نودغه دجاهلیت تبرج دی؛نولوی خدای جلّ جلاله له دی څخه منعه کړی ده؛امام مقاتل ابن حیان رحمة الله علیه وایئ:چی ټکری خویئ پرسروی مګرتړلی یئ نه وی نوترهغه ټکری ددې غاړه،غاړه ګۍ،او،چوټیل،ټول ښکاره وی نودغه دجاهلیت تبرج دی؛اوسیدناعبدالله ابن عباس رضی الله عنهمایئ هغه قصه کړی چی دنوح اوادریس علیهماالسلام ترمینځ په موده کی پیښه شوی ده چی لوړیئ تاسی دتفسیرابن کثیرپه رانقل شویوعباراتوکی ولولئ،نوپردی ذکرشویوتفسیرونوبناء،کوم ډول په اوس وخت کی د(تبرج الجاهلیة الاولی ) دی اوکوم نه دی؟په عصری تعلیماتی مرکزونوکی خوټول ترټوله تبرج تبرج تبرج،بلکه ترتبرج ډیرګامونه وړاندی زموږخویندی روانې دي،ځکه چی دیمکراسی،دیمکراتیک فکر،دیموکرات واکمنان اوډیمیکریټیک جمهوریتونه ددی مانالری اودغه طرحه ددی لپاره جوړه شوی اوپلی شوی ده چی له زړونوموالعیاذبالله دایمان،اسلام،حیا،عفت،عزت،اوغیرت جنازه وباسی، په دی اوسنی په اصطلاح اسلامی جمهوریتونوکی مخلوط تعلیم ،مخلوط پارلمان،مخلوطه ولسی جرګه،مخلوط دفترونه،اومخلوط (ګډوډ) کړه وړه لازم ګڼل شوی دی که داسی نه وی نودښځوحقوق ترپښولاندی کیږی.
 
  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  5. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  6. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  7. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  8. د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
  9. د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
  10. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  11. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  12. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  13. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  14. د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
  15. د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
  16. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  17. د خوشحال اوسيدلو اصول د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
  18. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  19. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  20. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  21. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  22. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  23. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  24. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  25. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  26. د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
  27. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  28. د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
  29. د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
  30. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  31. د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
  32. د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
  33. د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
  34. د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟
  35. د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
  36. د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
  37. د لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟
  38. د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟
  39. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  40. د ليزر شعاع په وسيله د اضافي ويښتانو لرې کول
  41. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  42. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  43. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  44. د مخلوق د فنا په وخت کې اسرافيل هم وفات مومي ؟
  45. د مصنوعي غاښونو د ايښودلو حكم
  46.  
  47.  
  48. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  49. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  50. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  51. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  52.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  53. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  54.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  55. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  56.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  57.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  58. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین 
 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User