د
شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
محترم مفتی صاحب ته اسلام علیکم و رحمت الله!
خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.
اما بعد،
زما پوښتنه داده چی،
خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.
اما بعد،
زما پوښتنه داده چی،
پوښتنه
: د شپاړسو كالو جينئ
نكاح ددې ولي په زبردستى وكړه نو آيا بالغې نكاح بغير ددې د رضا نه ولي په زبردستى
كولى شي او كه نه ؟
ځواب
: دبالغې نكاح بغير ددې د رضا او اجازته صحيح نه ده او هيڅ يو ولي ته ددې اختيار نشته
چې د بالغې نكاح بغير ددې ددې د رضا نه وكړي كه نكاح وشي او بالغه راضى نه وي او
دى دا نكاح جائز او نه ساتله نو دا نكاح
باطله ده او د بالغ عمر شرعاً پنځلس كاله
دى نو د شپاړسو كالو جينئ شرعاً بالغه ده خو د ولي په تپوس او په اطلاع باندې سكوت
كول د باكرى رضا او اجازت ګڼله كيږي او تمكين د وطئى وغيره هم فقهاء اجازت ګڼي . الدرالمختار(۲)
(۲) ولايجبر
البالغة البكر على النكاح لا نقطاع الولايه بالبلوغ فان استاذنها هو اى الولى الخ
فسكنت الخ فهو اذن ( ايضاً ج ۲ ص ۴۱۰ ط س ج ۳ ص ۸۵ ) ۱۲ ظفير .

