Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, June 14, 2012

په تجارت کې څومره ګټه کول پکار دي ؟



سلام علیکم محترمو او زړه ته را نژدی داسلامی ویب چلونکوالله دی اجرپه دنیا او اخرت کی درکړی زما یوه بوښتنه ده که یو سړی یو خروار لرګی په ۹۵۰۰کلداری واخلی او بیا یی په افغانیو ۷۰۰۰خرڅ کړی ددی ګټه داسلام له نظره څرنګه دی مهربانی وکړی لګ ژرځواب راکړی .
ف- ناصري

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په تجارتي جنس کې کټې کولو ته په اسلامې شريعت کې بيع المرابحه وايي .
په اسلامې شريعت کې د مرابحې يا ګټې حد نه دی تعين شوی .
لقوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ (النساء ۲۹ ) .
ژباړه : ای مؤمنانو ! په ناحقه سره خپلې شتمنۍ په خپلو منځونو کې مه خورئ مګر دا چې تجارت وي چې ستاسې په خوښی سره سر ته ورسيږي .
عن أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رضي الله عنه قَالَ : قال رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّمَا الْبَيْعُ عَنْ تَرَاضٍ ) . (صحيح ابن ماجه -2185 )
له ابی سعيد الخدری رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : بيع به د طرفينو په خوښه تر سره کيږي (که د کوم طرف خوښه نه وي بيع نه صحي کيږي ) .
په اسلامې شريعت د نرخونو آزادي ده :
عن أنس رضی الله عنه قال: غلا السعر على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال الناس: يا رسول الله غلا السعر فسعر لنا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إن الله هو المسعر القابض الباسط الرازق، وإنی لأرجو أن ألقى الله وليس أحد منكم يطلبنی فی دم ولا مال ( ترمذي ، ابن ماجه ، ابوداود) .
ژباړه : د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې يو ځل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ډيره ګراني شوه ، نو خلکو حضور صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې حضور ! تاسې نرخ مقرر کړئ – او سوداګر په هغه پابند کړئ – رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چې د نرخ کم او زيات کولو واله الله تعالی دی هغه تنګي يا فراخي را وستلو واله دی ، هغه د ټولو روزې رسان دی او زه هيله کوم چې د الله تعالی سره په داسې حال کې ملاقي شم چې څوک زما نه د ځان او مال ، ظلم او حق تلفئ غوښتوونکی نه وي .
معارف الحديث په تشريح د دغه حديث شريف کې ليکلي دي چې ګراني دوه ډوله ده يو په طبعي شکل د قحط له امله وي چې د انس رضی الله عنه د حديث نه طبعي يا د قحط ګراني معلوميږي .
او بل د سوداګرو د ډيرې ګټې د پاره  مصنوعي قلت دی چې قيمتونه زيات کړي .
شاولی الله دهلوي رحمه الله ويلي دي چې : کچيرې حاکم دا محوس کړي چې سوداګر د عامو خلکو سره ظلم او زياتی کوي او په نصيحت او وعظ نه اصلاح کيږي نو هغه قيمتونه کنترولولای شي ځکه چې دا فساد فی الارض دی د الله تعالی په مخلوق باندې تباهي راوستل دي .
لکن په هر حال د حضرت انس رضی الله عنه ددې حديث شريف تقاضا دا ده چې د نرخ د کنترول څخه ځان بچ شي او په هغه صورت کې کنترول کولای شي چې د عوامو سره ښکاره زياتی کيږي .
امام مالک په موطا کې د سعيد بن المسيب تابعی روايت نقل کړی دی چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مدينې په بازار کې حاطب بن ابی بلتعه و ليد چې وچ انګور په داسې نرخ باندې خرڅوي د حضرت عمر رضی الله عنه په نزد نامناسب نرخ وو – نو هغه ور ته و فرمايل : اما ان تريد فی اسعر و اما ان ترفع من سوقنا ( يا ته خپل نرخ مناسب کړه او يا خپل مال د بازار نه پورته کړه ) .
اسلامې تجارت په صدق ، عدل او انصاف ولاړ دی :
سره له دې چې په اسلامې شريعت کې د نرخ آزاد پريښودل دي او همدارنګه د ګټې حد نه دی تعين شوی ، تجاران او سوداګر به په ګټه کې انصاف او عدل کوي .
پخپلو کړيو وعدو او قراردادونو به وفا کوي :
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ -( المائدة : من الآية1
وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً- (الاسراء : من الآية34
بيع مرابحه يو امانت دی چې بيع امانت هم ور ته وايي د امانت خيال به ساتي او په هغه کې به خيانت نه کوي :
 ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا) (النساء : من الآية 58)
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا إيمان لمن لا أمانة له ولا دين لمن لا عهد له (راوي : انس بن مالک – مشکاة المصابيح 73/1 ).
ايمان نشته هغه چا لره چه امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چه پر خپله وعده وفا نه کوي (د ايمان  او دينداری نه مراد کامل ایمان دی) .
په معاملاتو کې به عدل کوي :
وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8]
[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ] [المائدة:8] .
د درواغو قسمونو ، فريب ، سود ، احتکار او ټولو حرامو معاملاتو څخه به ځان ساتي :
که په تجارت کې پورته ظوابط په نظر کې و نه نيول شي نو ظلم او زياتی دی :
( وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ) البقرة : من الآية229
(الضوابط تجارة – معاملات المعاصره مدينه منوره )
په تجارت کې د درواغو قسمونو ، چل او فريب سخت وعيد :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «ثَلاثَةٌ لا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ: رَجُلٌ حَلَفَ عَلَى سِلْعَةٍ لَقَدْ أَعْطَى بِهَا أَكْثَرَ مِمَّا أَعْطَى وَهُوَ كَاذِبٌ، وَرَجُلٌ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ كَاذِبَةٍ بَعْدَ الْعَصْرِ لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ رَجُلٍ مُسْلِمٍ، وَرَجُلٌ مَنَعَ فَضْلَ مَاءٍ، فَيَقُولُ اللَّهُ: الْيَوْمَ أَمْنَعُكَ فَضْلِي كَمَا مَنَعْتَ فَضْلَ مَا لَمْ تَعْمَلْ يَدَاكَ». (بخارى:2369)
ژباړه: د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : دری ډلې دي چې د قيامت په ورځ له هغوی الله تعالی خبرې نه کوي ، او هغوی ته نظر نه کوي : يو هغه کس چې قسم خوري چې ما خپل تجارتي جنس په دومره قيمت اخيستی حال دا چې حقيقي قيمت هغه نه وي او دروغ وايي ، بل هغه سړی چې وروسته له مازديګر څخه په دروغو قسم کوي تر څو د مسلمان مال پخپله تصرف کې راولي ، بل هغه څوک چې د اضافي ابو يا عامو د ورکولو مانع شي ، پس الله تعالی فرمايي : نن ورځ زه تا د خپل فضل څخه محروموم لکه څنګه چې تا نور د هغه اوبو نه محروم کړی وو چې ستا کسب نه وو .
و الله سبحانه و تعالی اعلم
الله تعالی دی خپل فضل وکړي نن اکثره معاملات په بې انصافی ، درواغو ، چل او فريب بنا دي .

آن لاين اسلامې لارښود

  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  5. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  6. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  7. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  8. د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟
  9. د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
  10. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  11. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  12. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  13. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  14. د حمل مخنېوئ ، د حمل يا جنين د قتل سزا او نور مهم احکام
  15. د حيض په حالت کې د قرآنکريم د تعليم ورکول جايز دي ؟
  16. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  17. د خوشحال اوسيدلو اصول د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
  18. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  19. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  20. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  21. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  22. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  23. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  24. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  25. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  26. د زنا او لواطت د بی شرمه عمل خطرناکی پايلی
  27. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  28. د شيخ احمد په نوم خوب او خبر يا وصيت درواغ او ګمراه کونکی دی
  29. د شپاړسو كالو جينئ نكاح په زبردستى جائز نه ده
  30. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  31. د عطرو په استعمال سره روژه نه ماتېږي
  32. د عقد نکاح (ګوژدې ) وروسته له ميرمنې سره تېلېفوني خبرې جايزې دي ؟
  33. د غاښ ډکول او پوښول د غسل او اودس مانع ګرځي ؟
  34. د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟
  35. د فاتحې اوسورت ترمينځ بسم الله په پټه ده اوكه په جهرسره
  36. د قرآنکريم په تعليم ،اذان او امامت اجرت اخستل روا دي ؟
  37. د لمانځه د ادا کولو نه پس په سجده پريوتل څنګه دي ؟
  38. د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟
  39. د لوط علیه السلام د قوم د هلاکت څلور صفتونه چی اوس زموږ په ځوانانو کی هم سته
  40. د ليزر شعاع په وسيله د اضافي ويښتانو لرې کول
  41. د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
  42. د ماشومانو دپار د نانزکو (عروسک ) جوړول او رانيول څه حکم لري ؟
  43. د مانځه نه وروسته بغير له كوم سبب سجده كول څنګه دي ؟
  44. د مخلوق د فنا په وخت کې اسرافيل هم وفات مومي ؟
  45. د مصنوعي غاښونو د ايښودلو حكم
  46.  
  47.  
  48. Popular Posts : Most viewed Last 7 days

  49. د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته! ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پ...
  50. سلامونه اونیکی هیلی ستاسودسایت تولوکارکونکواولیدونکوته پس له سلامه زمایوملگری دی چی دواده ئ تقریبآ یوه میاشت کیژی هغه وائ چی زماد...
  51. za deera khushala yam che staso site me paida kro za yo sawal lara aya de sheeya sara nikah rawa di o ka na di no k sook okry no sa ...
  52.   Screensavers - GREATNESS OF ALLAH (SWT)    Abu Bakr Siddiq's Swords Download Al-Aqsa Masjid Download Allah-Miracle-Cl...
  53. دوه مياشتې وړاندې واده شوې يم ميړه مې دحيض په وخت هم راسره لوبې كوي او دپرتوګ لپاسه خپل شهوت پوره كوي ( مني يې وځي ) خو دخول صورت نه...
  54.   اسلامی وېب سا ئټونه البث المباشر لإذاعة القرآن الكريم من المملكة العربية السعودية مكتبة...
  55. پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟ ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملون...
  56.  ډاکټر سباوون ' منبع : تاند صاحب سلامونه مې قبول کړه:  دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې ...
  57.   اردو فونٹس مختلف اردو فونٹس  تصویری شکل میں  زیل میں دیے گئے ہیں۔ یہ تمام ٹرو ٹائپ اردو فونٹس ...
  58. دښاغلي فیسبوک سره مرکه   ليكوال: تاج محمد تمکین 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User