Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 20, 2011

زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې



ډېر ملګرې به دا وایی چه د هډاوال وېب کی د داسې قسمه لیکنه او مضمون نشر کول مناسب نه دې
د دې خبرې به دا جوب وکړم چه ډېر نوې هلکانو د قېصونه
خبر شوې یم چه دا قسم علاج په سې ګرزی او خپل مال جان او وقت برباده وې
او دا معلومات ما ته زما ېو نیزدې او خاص بلکه اخص الخواص
ملګری او نامتو حکیم چه ډېر شهرت هم لرې
او په خپله ډېرې دوایانی هم لرې چه خپله یی جوړې کړې دې
او اکثر هربل فارمیسې سټورونو کی میلاوېږی او نوې ځوانان د وادا نه قبل او بعد ورته مرا جعه هم کوی
او ډېر ېو مشفق حکیم دې دا را کړې وو
او د چند وجو هاتو له وجی زه د هغه نوم نه ذکر کوم


 جلق یا موټک وهل ((استمنا ))


هرڅومره هڅه کوې ،توبه باسې خوله بدمرغه له دغه ناوړه کارڅخه ځان نه شې ژغورلای ،حال داچې پرکړویې هروخت ځان پړګڼي اوپه دې هم ښه پوهیږي چي دفحاشو انځورونو کتل یې داخیرت لپاره ټینګ تاوان دی ،ولي داکارغیري اختیاري یاپه بله خبره دځان بېباکې ګڼي. اوس لتاسي محترم څخه هیله کوې څودداډول ناوړه کارپه مخنوي کې ورسره اړینه مرسته وکړئ ،لارښونې اوسپارښتنې ورته وکړئ څوالله یې له دې ګړنګه راوباسې. هېره دې نه وې چې نوموړی په هیڅ ډول عملي فحاشې ککڼ نه دی .

په درنښت : عبدالمالک - هرات


 ځواب :

 خداي ته مراجعه وکړه او په دې پوه شه چې مسلمان ېې دغه راز دشخصیت دجوړولو په تیره بیا دانتوني رابینز کتابونه ډیر ولوله او  که واده نه لري ژر ترژره واده وکړه تاسو هم دغه مطلب ولولئ درسره مرسته کوي .



هیله ده روغ او جوړ واوسې، 

زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې او غواړم اوس یې له تاسو نه ځواب تر لاسه کړم د ډير کوچنيوالي راهيسي زه په استمنا masturbation باندي اموخته شوی وم چي هيڅ مو نشو کولای چي پريږدم يي اوس مي واده را نيژدي سوی دی او زه ويريږم چي زه به څنګه مقاربت کوم او دي استمنا زه ډير کمزوری کړی يم رنګ مي زيړ دی ډير ډنګر يم اوبله خبره دتناسلي اله مي ډيره کوچنۍ او نری ده زه ددي څخه هم ډير بيريږم او بله پوښتنه داده چي اوس مي اکثره پردماغ بوج پروت وي مازۍ کوچنۍ خبره باندي خښم او خشکه راځي . اوبله خبره زه ډير سوچونه وهم ګرده ورځ او شپه پرما باندي په سوچو کښي تيره شي که ټي وي ته ناست يم او يا د ملګرو سره ناست يم زړه مي غواړي چي يوازي ولاړشم او سوچ ووهم او د شپي تر ډيره پوري پروت يم په ځايي کښي سوچونه وهم خوب نه راځي او کله چي د شپي په نيمائي کښي راپورته شم 20 يا 30 منټه سوچ وهم او ډير ورسره تنګ يم او کمزوری يم زما ګوزاره اوس پر سوچ ده تاسو که کومه لارښوونه او يا درمل راته وښه ياست او د تناسلي د الي د غټولو او پنډه ولو دپاره که کومه درمل او يا لار ښوونه راته وښياست .
په درنښت

ځواب :
 تاوانونه دې په خپله په ګوته کړي خو که ېې اوس هم پریږدې کومه ستونزه چې ته ېې لرې ژربه بيرته ښه شي دسوچونو دکمولو لپاره یوه ارواپوه ډاکټر ته ورشه خو زما سپارښتنه دا ده چې ځان یوازې مه پریږده او حتما  سپورټ پيل کړه که نور نه وي په ورځ کې نیم ساعت حتماً منډې وهه  نور ځواب به په لاندې مطلب کې ترلاسه کړې .

ټولو قدرمنو وروڼو ته تفصیلي ځواب :
 قدرمنو لوستونکو دغسې ډیرې نورې پوښتنې هم تاند ته رسیدلې  دي  ما ډیرې هغه دلته نه دي نقل کړي دي ځکه چې ډیرې سره ورته وې  خو له دغسې پوښتنو له بده برغه دې نتیجې ته ورسیدم چې له دې سره سره چې موږ مسلمانان یو او حتي داسلام لپاره قرباني ورکوو خو هیڅکله مو فکر ونه کړچې داسلامي تعالیمو په اساس خپل ژوند سنبال کړو ډیر ځله موږ لمونځ او روژه نیول داسلام اساسي ارکان بولو خو له نورو ډیرو شیانو غافله یو زه فکر کوم چې له لودیځې دیموکراسۍ وروسته  چې دثور دانقلاب په شان دافغانانو له چمتوالی پرته پرې وتپل شوه دغسې ناسم کارونه نور هم زیات شوي دي ځکه چې فساد نن سبا اوج ته  رسیدلی دی باور وکړئ زه ددغو پوښتنو په ځوابولو شرمیږم خو چې دخپلو ځوانانو ناپوهي او دغه انحراف ګورم ددې مطلب دلیکولو په وخت له حده ډیر خواشنیی یم هغه ملت چې دجهاد نارې ېې په ټوله نړۍ کې انګازې کوي  په کومو ناخوالو اخته شوی دی په هرحال په دې هکله ډیرې خبرې نه کوم اواصلي بحث ته ستینږم دجرق وهلو او استمننا په هکله په یوه مخکني بحث کې هم ما لنډ معلومات درکړي خو دغسې ډیرو پوښتنو مجبوره کړم په یوه تفصیلي بحث کې  ېې وڅیړم له ټولو ځونانو او ځلمکیانو هیله کوم چې دغه مطلب په دقت سره ولولي ځکه چې  ټولو ته دکار خبرې پکې شته دي .

جرق وهل یا استمنا یا( masturbation) هغه عمل دی چې نارینه یا میرمن په خپله دځان دارضا کولو لټه وکړي  له جنسي اړیکو سره ېې توپير په دې کې دی چې په جنسي اړیکه کې  انسان عملاً له خپل مخالف لوري سره اړیکه ټینګوي او په سمه توګه  ارضا کیږي خو په استمنا کې یوازې له دحسي حواسو په وسیله سړی ارضا کیږي  اوهرڅه په تناسلي الې پورې محدودیږي چې دا مجازي ارګاسم دی په حقیقي جنسي اړیکه کې دبدن ټول غړي غږمله وي  او ټول پنځه ګوني حواس یوځاي کار کوي او اړتیا نه شته چې په خپل ذهن کې یوخیالي جنسي  چاپریال رامنځته کړو په دې معني کله چې په طبیعي توګه یو کس شهواني کیږي او په نتیجه کې خبره تر انزاله پورې رسیږي دبدن پنځه ګوني حواس سره په ګډه کار کوي چې دغه حالت رامنځته شي خو په استمننا کې یوازې دتناسلي الې حسي برخه فعاله وي او په دې ډول پرمازغو ډیر فشار راځي ترهغه چې شهواني چاپریال برابر اوانزال ترسره شي په جلق یا استمنا کې دبدن نور غړي لکه سترګې ،غوږونه ،او حتي دذایقې حواس فعالیت نه کوي کله چې دغه فشار پر مازغو راځي طبعاً یوه ستونزه پيدا کوي .اوانسان له روحي پلوه له سخت فشار سره مخامخ وي. دغه راز کله چې سړی پرې روږدی شي نو له حده زیات دغه کار کوي چې ډیره انرژي  ورسره ضایع کیږي او تناسلي اله هم  له کار لویدلی شي .

ددغه ناخوښ او پلیت عمل په پایلو کې دحافظې کمزورتیا  ،داشتها خرابي ، دهضمولو ستونزې ، سالنډي ، خلق تنګي ، حسد او کینه ، مالیخولیا  ،  دوینې کمی ، انزوا او ګوشه ګیري ، دویښتانو تویدل ، دسترګو کمزورتیا ، ضعیفي  ، دملا دردونه ،  په تعادل کې ستونزه ، او ډیرې نورې ناخوالې  یادولی شو دغه چاره په ډیرو ټولنو کې دود ده خو په هغو ټولنو کې چې ځوانان سپورټ او مطالعې ته هڅول کیږي او دغه زمینه ورته برابره وي جرق وهل یا استنما هم کمه ده خو زموږ په شان ټولنې چې یوازې انحراف او فساد پکې دودیږي او حکومت دځوانانو دسالمې روزنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري طبیعي خبره ده چې دغسې انحرافونه ډیر زیات دي .

په اروپايي ټولنو کې د استنما دتاوانونو په هکله ډیر څه نه دي لیکل شوي او د طب علم هم وايي که په  کمه پيمانه او یا مثالاً په اونۍ کې یو ځل یو انسان دغه پلیت عمل ترسره کوي کم تاوان نه پیښوي  خو داسلام په سپیڅلي دین کې استنما یا جرق حرام دی او کبیره ګناه بلل شوې ده له نورو تاوانونو ېې که ورتیرشو کله چې دا لویه ګناه ده باید له دغه پلید عادته ځان وساتئ

  داستمنا یا( masturbation)ترټولومهم تاوان (البته که پکې دیر افراط وشي )وار مخکې انزال دی هغه کسان چې په دې پلیت عادت روږدي دي په وارمخکې انزال اخته کیږي اوپه ګډ ژوند کې خپله میرمن نه شي ارضا کولاي پردې سربیره پر مازغو ناوړه اغیز کوي او دسترګو نظر هم ورسره خرابیږي دغه راز هغه کسان چې په زوراو له حده زیات سپرم له بدنه بهر ته باسي  ددې سبب کیږي چې دسپرم دالقاح کولو قدرت کم شي او په نتیجه کې ممکنه ده دغه کس هیڅکله اولاد پیدا نه کړي په لودیځو هیوادنو کې څولسیزې مخکې داسې نظریه پیدا شوه چې استمنا دځوانانو لپاره هیڅ تاوان نه لري بلکه له تناسلي او زهروي ناروغیوهم هغوي خوندي ساتي  او په استمنا کې یوازې یوه اندازه ویټامین او مني له بدنه بهر ته ځي .
خو اوس معلومه شوې چې دغه ستونزه ممکنه ده په اعتیاد بدله شي او ښايي ځوانان له ډیرو نورو کارونو وغړوي  دغه راز له وارمخکې انزال سره مرسته کوي البته په لودیځ کې دنجونو او هلکانو آزادیو او نورو کلتوري مسلو ته په پام سره په ځوانانو کې استمنا کمه ده خو دغه ستونزه ډیره په ختیځو هیوادونو کې دود ده البته که موږ په اسلامي اساساتو عمل وکړو او دخداي ویره تل راسره وي نو له دغه پلیت عادته ځان ژغورلی شو.
ترټولو مهمه خبره دا ده چې کله کوم ځوان په دې عادت روږدی شي په اسانه ېې نه شي کنټرولی  او په اعتیاد بدلیږي هغه کسان چې کمزورې اراده  لري هغوي تر نورو ډیر برې روږدي کیږي خو په وروسته پاتې ټولنو کې په ځوانانو کې دا یوه عام چاره ده او ډیری ځوانان پرې اخته وي البته پریښودل ېې آسانه کار دی او په تیره بیا دیو مسلمان لپاره  داسلام دمبارک دین اساسات مرسته کوي چې له دغه پلیت عادته ځان وژغوري کبان چې کله له اوبو ونیسئ تازه وي هر وخت چې پریکړه وکړئ غوره ده خو باید له دې عادته ځان خلاص کړئ  که په ژوند کې پرمختګ غواړئ هدفونه مو لوړ  کړئ او وړو مسلو ته ارزښت نه ورکوۍ
له بده مرغه دنورو بدو عادتونو په شان استمناّهم سمدستي نه شئ پریښودي خو که په یوځاي دغه سپارښتنې عملي کړئ سل په سلو کې له دې پلیت عادته ځان ژغورلی شئ دلته دڅولارو وړاندیزکیږي خو یادونه کوو چې ټولې لارې یوځاي عملي کړئ :
لومړنی ګام  اولومړنۍ سپارښتنه :

ترټولو مهمه خبره دا ده چې دغه عادت   ترک کولی شئ اوله ټولو هغو ناوړه اغیزو سره سره  دعلاج وړ ده او ډاکټرانو ویلي دي  چې که په دغو سپارښتنو عمل وکړئ حتماً مثبته نتیجه ترلاسه کوئ او ټولې هغه ناوړه اغیزې چې تاسو ددغه عمل له امله ورسره مخا مخ  یاست ډیرژر له منځه ځي په تیره بیا ځوانان چې کافي انرژي او تاندوالی لري ډير ژر دغه اغیزې له منځه وړلی شي هر وخت ېې چې پریږدئ ګټه مو کړې خو هیڅکله مه نهیلي کیږئ  نو ترټولو مهمه خبره  دا ده چې ژر تر ژره پریکړه وکړئ چې دغه پلیت عادت پریږدئ.
 دویم ګام او دویمه خبره :
ټول ارواپوهان او ډاکټران  دې نتیجې ته رسیدلي دي چې  په دې کار کې هم  پریکړه او هوډ ډیر اړین دی  او باید دې مسلې ته ډیره توجه وکړئ  ښايي ډیر ځوانان دغه خبره وکړي چې موږ همدا پریکړه نه شو کولاي  او اراده مو کمزورې ده  او بیا بیا ناکامه شوي یو  خو دغه کار خو آسانه دی  چې په لومړي سر کې په هغو ځایونو کې دغه کار مه کوئ چې هلته ېې شرایط برابر نه وي  او دغه نقل قول مه هیروئ چې هره ماته  او ناکامي  دیو بریالیتوب  سریزه او مقدمه ده  ایمانداره کسان دغره په شان کلک او هوډمن وي . دغه دوه لارې او ګامونه دپيل لپاره اړین وي
هغه لارې چې دجرق وهلو دپریښودو لپاره ېې درته وړاندیز کوو ښايي ستاسو له نظره  اسانه او ساده وي  او تاسو  به ووایئ چې موږ هم په دې خبرو پوهیدو خو که لږ ورته ځیرشئ او په دقت سره ېې ترسره کړئ له دې ناوړه عادته ځان ژغورلی شئ :

۱: له هر ډول جنسي تحریکه ځان وساتئ هغه کسان چې هره شپه بربنډ فلیمونه  ګوري  او یا دخپل ژوند مهمه برخه دفحشا او سکس په هکله خبرو ته بیلوي  او په کوڅه او سړک کې یوازې دنجونو اندامونو او څیرو ته ګوري هغه نه شي کولاي ځان له دغسې پلیدۍ خلاص کړي البته ځواني او شهوت طبیعي خبره ده خو  دشهوت کنټرول او پر نفس باور لوي شهامت غواړي خو که په خپلې بټوې ،موبایل او کمپيوټر کې  پارونکي او غیر اخلاقي تصویرونه لرئ  ټول له منځه یوسئ .
 دغه مصنوعی تحرکات چې نن سبا په افغاني رسنیو کې هم له حده زیات دي ددې سبب کیږي خونان انحراف ته ټیل وهي دغه مصنوعي پارونې دعمر مهم پړاو یعنې ځوانی بربادولی شي نو غوره ده ځوانان ددغسې پاروونکو صحنو له لیدو ځان خوندي وساتي هغه په  لودیځ کې کې پاروونکي فلمونه هغه وخت په رسنیو کې ښودل کیږي چې ځلمکیان ویده شوي وي خو زموږ په رسنیو کې پروګرامونه دعمر او سن په اساس نه خپریږي  په هرحال دمبتذلو پروګرامونو کتلو په ځاي غوره ده  مطالعه وکړئ او سپورټ ته مخه کړئ .
۲: ترټولو مهمه سپارښتنه دا ده چې له یوازیتوبه ځان وساتئ جرق وهل او استمنا له یوازیتوب سره نیغ  په نیغه اړیکه لري له هغه چاپریاله ځان ساتئ چې هلته داستمنا عمل ترسره کوئ معمولاً دغه کار په یوازیتوب کې کیږي نو حتي کله چې تحریک شوي هم نه یاست غوره ده  ځان یوازې پرې نه ږدئ ښه خبره دا ده چې ځلمکیان او ځوانان یوازې پاتې نه شي حتي دمطالعې لپاره هم باید یوازې نه وي  په هرچاپریال کې چې ځان یوازې احساس کړئ له هغه ځایه  بهر شئ که ډیر لږ هم تحریک شئ له یوازیتوبه بهرشئ او ځان په یوه کار بوخت کړئ  دا داستمنا دمخنیوي ترټولو مهمه او اغیزمنه لاره ده .
۳: له هغو کسانو سره ناسته پاسته مه کوئ چې فاسد او فحاش خلک دي  هغه کسان چې جنسي او  اخلاق انحراف لري په طبیعي توګه له دې چارې خوند اخلی  چې نور هم دځان په شان کړي  ځکه هغوي د دګناه احسا س کوي  او په دې ډول هڅه کوي نور ههم دځان په شان کړي  که غواړئ له دې چارې خلاص شي  له دغسې ملګرو خداي پاماني وکړئ .
۴ : سپورټ : هغه کسان چې سپورت کوي له جنسي انحراف سره نه مخا مخ کیږي  ځکه چې سپورت انسان ته فکري او بدني توان ورکوي او پر نفس اعتماد په هغوي کې پیاوړی کیږي  ددې لپاره چې له جنسي پاروونو سره مخامخ نه شئ سپورټ وکړئ البته حتمي نه ده یو کلب ته لاړ شئ که هر سهار نیم ساعت یا یو ساعتت منډې هم ووهئ ترټولو ښه ورزشی دی په اروپا کې هغه کسان چې سپورت ته وخت نه لري دکار ترځایه په بایسکل راځي او یا منډې وهي هلته بیا دسپورت جامي بیرته بدلوي دسپورټ لپاره ډیر وخت  پيدا کولی شئ  پرنورو ګټو سربیره هغه کسان چې سپورټ کوي جنسي انحراف نه لري .
۵:تلقین کول او کلکه اراده :
 ددې لپاره چې یو عادت پریږدو باید کلکه اراده ولرو او هغه مذبوته کړو او هره ورځ ځان تلقین کړئ او له ځان سره ووایئ دغه کار اسانه دی او زه ېې کولاي شم دغه راز ځینې اروايي کتابونه شته چې دشخصیت له مذبوتیا سره مرسته کوي دغه کتابونه حتماً مطالعه کړئ په تیره دانتوني رابینز کتابونه دشخصیت په جوړولو کې ډیره مرسته کوي  .
۶ : بل عادت داستمنا ځای ناستی کړئ :
 دا خبره ثابته شوې چې دیوه عادت دخوشې کولو لپاره ځینې کسان نور عادتونه خپلوي دمثال په توګه هنر او آرټ ته ګروهنه ممکنه ده تاسو له ډیرو شیانو وژغوري دغه راز  که ځان په ځینې مثبتو او په تیره بیا مستندو فلمونو رودږدی کړئ خوند به ترې ډیر واخلئ .
۷: ښه او مناسب خواړه او دژوند رودې :
ځینې مناسب خواړه له تاسو سره مرسته کوي چې مناسب فکر وکړئ او  ستاسو عمومۍ مقاومت ورسره زیاتیږي دغه رزا که هره ورځ په سړو اوبو حمام وکړئ ډیره ګټه لري  .
 دا هغه سپارښتنې وې چې په اروپايي سوسیالوجۍ کې ما پيدا کړې او له تاسو سره ښه مرسته کوي خو په دې برخه کې زما په نظر ترټولو مهمه خبره انګیزه او اسلامي ا حکامو ته توجه ده دخداي ویره په زړه کې ځاي کړي او پوه شئ چې تاسو دیوه مسلمان په توګه باید حرام کار ترسره نه کړئ دغه راز داستمنا په تاوانونو ځان خبرکړئ اوپوه شئ کله  چې تاسو په دې ناوړه عمل روږدي شئ له واده وروسته  خپله میرمن نه شئ راضي کولی او امکان لري داولاد له درلودلو هم محرومه شئ .
 دلته دغه خبره هم باید وکړو هغه ځوانان چې په دې کار کې افراط نه کوي له خاصې ستونزې سره نه مخامخیږي  او که ېې دغه پلیټ کار کړی وي اوس هم که توبه وکړي  ډیر ژر بیرته خپل توان ترلاسه کولاي شي او ښه او نیکمرغه ژوند به ولري .
قدرمنو وروڼو جرق وهل یو کبیره ګناه بلل شوې  چې لوي عذا ب لري  دخداي ګران رسول حضرت محمد ص فرمايي هرهغه څوک چې  په لاس خپل شهوت تشوي  ملعون دی  حضرت علی رض په دې هکله فرمايي  دا یوه ستره ګناه او ډیر پلیت کار دی  او هغه کسان چې په دې ډول خپل شهوت رفع کوي  له زنا سره برابره ګناه کوي له بده مرغه زموږ امام او ملا صاحبان په دغسې مسلو کې لږې  سپارښتې او خبرې لري اوس خو ډیری په سیاسي مسلو  کې هم ښکیل شوي او دټولنې اصلاح ته متوجه نه دي .
دلته میندې اوپلرونه هم ستره دنده لري او باید دخپلو ماشومانو او ځلمکیانو په روزنه کوي دقت وکړي دغه راز ښوونکي او ښونځي هم په دې برخه کې باید ډیر تبلیغ وکړي او دغه چاره دخپلو پروګرامونو په سر کې راولي  ځکه دغه پلیت عادت په ځوانانو کې  دارادې دکمزورتیا سبب کیږي ننۍ نړۍ دیرې اړتیاوې لري  او موږ ته وایيي ښه وخورئ  او په هیڅ کار کې ا فراط مه کوئ چې ناروغه نه شئ .
په دې ډول ویلی شو چې جرق وهل یا جلق وهل او استنما له شرعي او عرفي پلوه یو حرام کار دی او په ېوې کلکې توبې او پریکړې سره ځان ترې خلاص کړئ.

ډاکټر سباوون  

  د تاند له چلوونکو  نه ډیره مننه چې ډیره ښه او غوره لړئ مو پیل کړې ده


 
  1. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  2. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  3. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  4. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  5. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  6. ولې ارږمي باسو؟
  7. په احتلام پېښېدلو سره روژه نه ماتيږي
  8. په اوداسه یاغسل کې دمصنوعی اندامونو دوينځلو حکم
  9. په جنت کې به میرمن دکوم خاوندسره وي ؟
  10. په خرما سره د روژه ماتي صحي اعجاز
  11. په دينو حلقو کي برخوالو ته
  12. په روژه د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل
  13. په روژه ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي
  14. په روژه كي د ښځې او خاوند اړيكې
  15. په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
  16. په روژه په لاندې توګه خواړه وخورئ
  17. په روژه کښې خوب کې احتلام وشي
  18. په روژه کی د استمنا حکم
  19. په روژه کې خوشبويي لګول روا دي؟
  20. په روژه کې قی وهل
  21. په روژه کې له دې خواراکونواو خواړو څخه ډډه وکړﺉ
  22. په روژه کې مسواک
  23. په روژه کې په ژبه سره د يو څيز خوند کتل
  24. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  25. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  26. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  27. په مسجد کې سوال غوښتل
  28. په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
  29. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  30. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  31. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  32. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  33. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  34. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  35. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  36. ښه خواړه د انسان بدن روغ ساتي
  37. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  38. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  39. کرسی پربیٹھ نمازپڑھنے کا حکم
  40. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  41. کورنۍ، جومات او روژه

1 comment:

  1. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    زه په دی عمل اخته کسانو ته دومره وایم چه کله په یو انسان نفس او شهوت زور شی نو بیا هغه نه ددی کثیف عمل اضرار هیر شی او کله چه کار تر سره شی نو رورو ورته یاد شی . نو بهتره به دا وی چه هغه اضرار چی داکتر صاحب ورته اشاره کری په یوه سپینه پانه کی تل حان سره وساتو او دی جلق د شرایطو د برابرتیا په حالت کی هغه له حان سره په لور آوازاوپه دیر حیر سره ولولو. په درنشت برهان

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User