Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 30, 2010

د اختر د ورځي مسايل او اداب‏





بسم الله الرحمن الرحيم

 
ښکاره خبره ده چي دټولو مسلمانانو د خوښي او خوشحالي لپاره دوه اخترونه دي چي وړوکى او لوى اختر دي، او دا په هر وخت کي بيا بيا راځي او مکرريږي او دا هم د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د حکم سره سم مسلمانانو د خپلو خوشحاليو لپاره معلوم کړي دي، خو دلته يو دريم اختر هم د مسلمانانو سته چي هغه ته جمعه  وايي او دا د هفتي په اخيري کي هر وخت راځي خو د دې او د هغه دواړو اخترو په مابين کي ډير فرق سته دا په دونه لوړه کچه سره نه لمانځل کيږي لکه هغه دوه اخترونه، په اسلام کي د لويو لويو تاريخي واقعاتو په مناسبت باندي اختر نسته لکه د بدر غزا، د فتحي غزا، او داسي نوري غټي غټي غزاګاني چي مسلمانانو لويي لويي کاميابۍ کي حاصلي کړي دي، له دغه درو اخترونو څخه ماسوا نور ټول بدعت او ناروا او په اسلام کي له خپله ځان جوړ سوي اخترونه دي، نه الله په قرآن کي د دې له ځانه جوړسويو اخترو په اړه څه ويلي دي او نه هم  نبي صلى الله عليه وسلم څه حکم کړى دى، لکه د نوروز اختر او د کرسمس اختر او داسي نور چي کفار يي لمانځي، خو کمزوري او ضعيف مسلمانان هم د کفارو پيروي کوي او په دې کي پوره ونډه اخلي بلکې د حکومت په سويه سره يي لمانځي چي دا ډيره نازوکه او له ګناه څخه ډکه خبره ده.
د اخترونو د مشروعيت حکــــــــــــــــــــــــــــمت:
الله پاک دا دواړه اخترونه د لويو سترو حکمتو لپاره روا بللي دي، وړوکى اختر له دې امله د مسلمانانو د خوشحالي ورځ ګرزيدلي ده چي مسلمانانو د اسلام له فرايضو څخه لويه فريضه ادا کړي ده لکه روژه، نو الله د دوى لپاره د دې عبادت د ختمېدا پر موقع د اختر ورځ وټاکله چي خوشحالي کي وکړي، او په دې کي د شريعت سره سمي خوشحالۍ وکړي د دې لپاره چي د اختر د ورځي د خوشحالي اظهار کي راسي او د خداى د نعمتو شکر کي ادا سي او په دې کي بايد خوشحاله سي ځکه دوى د روژي د نيولو په وجه د ګناهو څخه پاک سوي دي نو دا د الله لوى نعمت دى اظهار يي مناسب دى او د دې نعمت شکر ايستل لازم دي او په دې ورځ مسلمانان نوري زياتي نيکياني وکړي،
دا شان لوى اختر په داسي حال کي راځي چي مسلمانانو د ذو الحجي په نهو ورځو کي هم زيات عبادات کړي وي او د اسلام له فرايضو څخه لوى فرض ادا کوي لکه حج، او پر هغه خلکو چي د عرفي پرميدان ولاړي الله پاک له لوړه ځايه را ښکاره کيږي او خپلو ملايکو ته دا ور ښيي چي ما و دوى ته بخښنه کړي ده، نو د مسلمانانو لپاره دا هم ډيره لويه ورځ ده لمانځل يي لازم دي.

د اختر د لمانځه مشــــــــــــــــــــــــــــروعيت:
د هجرت په اول کال د اختر د لمانځه حکم وسو، ابوداود رحمه الله له انس رضي الله عنه څخه روايت کوي کله چي نبي صلى الله عليه وسلم و مديني ته راغلى د دوى دوه اخترونه ول چي په هغو کي به يي لوبي کولي، ده صلى الله عليه وسلم وپوښتل چي دا څه دي؟ دوى ورته وويل چي د جاهليت په دور کي موږ په دې ورځو کي لوبي کولي، نو نبي صلى الله عليه وسلم ورته وويل چي الله پاک ستاسو لپاره دا دوې ورځي په نورو ډيرو ښو ورځو درته بدلي کړي دي، هغه د لوى اختر او د وړوکي اختر ورځي دي.
د اختر د لمانځه حــــــــــــــــــــــــــــکم:
د دواړو اخترونو لمنځونه پر هر هغه چا چي د جمعي لمونځ ورباندي واجب وي واجب دى.
لکه علامه شامي رحمه الله داسي ليکي:
وشرع في الاولى من الهجرة (تجب صلاتهما) في الاصح (على من تجب عليه الجمعة بشرائطها). رد المحتار:٢/١٨٠.
د اختر د لمانځه وخـــــــــــــــــــــــــــــــت:
کله چي لمر ښه سپينوالى وکړي بيا د ماشپين د وخت تر داخليدا پور په دغه مابين کي د اختر د لمانځه وخت دى.
لکه علامه کاساني رحمه الله داسي وايي:
وأما بيان وقت أدائها فقد ذكر الكرخي وقت صلاة العيد : من حين تبيض الشمس إلى أن تزول لما روي عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه كان يصلي العيد والشمس على قدر رمح ، أو رمحين. بدايع الصنائع:٣/٩٢.
ښه کار دا دى چي د وړوکي اختر لمونځ لږ ناوخته وکړي تر څو خلک سرسايه ورکړي او د لوى اختر لمونځ ښه وختي کول پکار دي چي بيا خلک د اختري و حلالولو ته فارغ سي.
د اختر د لمانـــــــــــــــــــــــځه ځاى:
د اختر لمونځ به په لوى ځاى کي چي خلک کي ځاييږي ادا کوي او له ښاره به  د باندي وي خو ښار ته به نيزدي وي چي خلکو ته په ورتګ کي تکليف نه وي.
لکه له ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دى چي دى وايي نبي صلى الله عليه وسلم به د وړوکي او د لوى اختر په ورځ و عيدګا ته وتى. رواه البخاري:٤/١٦.
د ضرورت پر بنا د اختر لمونځ د کلي په جوماتونو کي هم کولاى سي.

کله چي د اختر ولمانځه ته وزي:
و عيدګا ته چي کله مسلمانان ځي هلته څه اسلامي اداب دي د هغو مراعت کول پکار دي:
په وړوکي اختر کي ديارلـــــــــــــــــــــس کارونه کول مستحب دي:
١- خوراک به کوي
٢-  هغه به هم خورما خوري
٣-  او تاک خورما وي به خوري
٤- غسل به کوي
٥- مسواک به وهي
٦-  خوشبيي به لګوي
٧-  په ټولو کي به هغه ښه کالي اغوندي
٨-  سرسايه به ورکوي
٩- او خوشحالتيا به ښکاره کوي
١٠-  او وعيد ګا ته به زر ځي، او د اختر د سهار لمونځ به د کلي په مسجد کي کوي
١١-  بيا به و عيدګا ته روانيږي
١٢-  په لاره کي به سوکه تکبيرونه وايي او چي کله و عيدګا ته ورسيږي نو پرېږي به يي
١٣-  او چي کله را واپس کيږي نو پر هغه لاره به راځي پر کومه چي نه وي تللى.

وندب في الفطر ثلاثة عشر شيئا:
 أن يأكل وأن يكون المأكول تمرا ووترا ويغتسل ويستاك ويتطيب ويلبس أحسن ثيابه ويودي صدقة الفطر إن وجبت عليه ويظهر الفرح والبشاشة وكثرة الصدقة حسب طاقته والتبكير وهو سرعة الانتباه والابتكار وهو المسارعة الى المصلى وصلاة الصبح في مسجد حيه ثم يتوجه الى المصلى ماشيا مكبرا سرا ويقطعه إذا انتهى الى المصلى في رواية وفي رواية أخرى اذا افتتح الصلاة و يرجع من طريق آخر . نور الايضاح:١/٨٥

د لوى اختر لمونځ او د هغه اداب هم داسي دي لکه د وړوکي اختر خو صرف په يوڅو ځايو کي فرق لري هغه دا چي د وړوکي اختر په روځ تر لمانځه له مخه څه خورما خوړل، او د لوى اختر په ورځ بيا هيڅ هم نه خوړل تر دې پوري چي واړه ماشوما به هم له خوراک چښاک څخه تر هغه منعه کوي تر څو د اختر د لمانځه څخه وروسته د اختري په غوښه د خوړلو شروع وکړي.
مناسب دا دى چي نارينه د لوى اختر تکبير په دونه لوړ اواز سره ووايي چي ونورو خلکو ته تکليف نه وي، او ښځي دي په سوکه سره وايي.
وأحكام الأضحى كالفطر لكنه في الأضحى يؤخر الأكل عن الصلاة ويكبر في الطريق جهرا ويعلم الاضحية وتكبير التشريق في الخطبة: نور الايضاح:١/٨٦.

د اختر تکبــــــــــــــــــــــيرونه دا دي:
 الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد.
د اختر دلمـــــــــــــــــــــــــــــــانـــــــــــځه طريق:
د اختر د لمانځ نيت به وکړي بيا به تکبير تحريمه ووايي بيا به سبحانک اللهم تر اخيره پوري ووايي، بيا به درې زايد تکبيرونه داسي ووايي چي له هر تکبير سره به لاسونه وغوژو ته يوسي، بيا به اعوذ بالله ووايي بيا به الحمد لله ووايي او په اخير کي به يو سورت ووايي خو مناسب دا دى چي (سبح اسم ربک الاعلى سورت ووايي) له دې وروسته به رکوع وکړي.
کله چي و دوهم رکعت ته ولاړ سي نو بسم الله به ووايي او بيا به سورت فاتحه ووايي او بيا به يو بل سورت ووايي خو مناسب دا دى چي سورت (الغاشيه) ووايي، په اخير کي به درې زايد تکبيرونه ووايي او په دغو کي به هم دواړه لاسونه وغوژو ته اوچته وي بيا به داسي کوي لکه په اول رکعت کي چي يي کول.
لکه په نور الايضاح کي چي دي:
وكيفية صلاتها أن ينوي صلاة العيد ثم يكبر للتحريمة ثم يقرأ الثناء ثم يكبر تكبيرات الزوائد ثلاثا يرفع يديه في كل منها ثم يتعوذ ثم يسمي سرا ثم يقرأ الفاتحة ثم سورة وندب أن تكون { سبح اسم ربك الأعلى } ثم يركع
 فإذا قام للثانية ابتدأ بالبسملة ثم بالفاتحة ثم بالسورة وندب أن تكون سورة الغاشية ثم يكبر تكبيرات الزوائد ثلاثا ويرفع يديه فيها كما في الأولى. نور الايضاح:١/٨٦.

د اختر د مبــــــــــــــــــــــــــــــارکۍ حکم:
دا د الله د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښي او خوشحالي ورځ ده نو مناسب دا دى چي خلک يو له بله سره خوشحاله  او د دې مبارکي ورځي مبارکي ورکړي خو هغه نه داسي چي له ځانه بدعات کي ګډ نه کړي دا يوازي په خوله سره دونه ويل کافي دي چي الله دې له موږ او له تاسو څخه  قبول کړي، په لاس سره يي کول ضروري نه دي.
لکه علامه ابن نجيم رحمه الله داسي ليکي:
والتهنئة بقوله تقبل الله منا ومنكم لا تنكر. البحر الرائق:٥/٢٠٦.
دا د نکيو ورځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ده:
١- مور او پلار دي په دې ورځ کي خوشحاله کړي، صله رحمي دي وکړي، او پر دوى دي د خپل وس سره سم د رزق پراخي وکړي.
٢- د همسايه ګانو او د دوستانو دي زيارت وکړي، او پر فقيرانو او پر مسکنانو او پر يتيمانو دي پراخي وکړي او د هغوى دل جويي دي وکړي، بالخصوص بيا په داسي جامعه کي چي د هغي جامعي په هره کورنۍ کي د غمونو څپي وي هلته يتيمان د خپل پلار لاس پر سر تېرول غواړي دلته کونډي او بوري  ژاړي د خپل خاوند او د خپل زوى غم ژاړي، اي الله په داسي معاشره کي به اختر نه بلکې مناسب خو دا دى چي د غم په ورځ سره يي ياد کړو خو بيا هم الله ته دي شکر وي چي غم او خوشحالي مو دواړه په اسلام کي دي هم پر غم او هم پر خوشحالي له الله څخه د اجر اميد لرو، قلم چي چلوم  يقينا اوښکي مي همسفري را سره رواني دي بس الله ته به ژاړو کله بګرام او کله ګونتنامو او کله ابو غريب را ياد سي. والى الله المشتکاه.
٣- د دو خپه ورڼو په منځ کي صلحه کول.
٤- د الله ذکر ډير کول او د قرآن شريف تلاوت کول.
د اختر په ورځ د قـــــــــــــــــــــــــــبرونو د زيارت کولو حکم:
شيطان کله هم په دې نه خوشحاله کيږي چي پر مسلمان په دنيا يا په اخرت کي خوشحالي راسي نو د اختر په ورځ هم دى کوښښ کوي چي د مسلمانانو دا د خوشحالۍ ورځ په غم وربدله کړي او فورا دا ورته ياد کړي چي ياره نن مناسبه ده چي د هديري زيارت وکړم حالانکې دا په اسلام کي نسته او نه هم د اسلام له شعارو څخه دى بلکې په دې ورځ بايد خوشحالي ولمانځله سي.
د اختر ورځ او د رسنــــــــــــــــــــــــــــــــــيو ذمه داري:
غَربيان لکه څنګه چي له موږ سره د جګړي په ميدان کي بر سري پيکار دي هم دا راز  غواړي چي موږ په کلتوري او عنعانوي لحاظ سره هم د دوى په شان جوړ کړي له هم دې امله غرب پلوه رسنۍ د اختر څخه له مخه لا اعلانونه کوي چي د اختر په ورځ زموږ دا پروګرام دى او هلته په هلمند کي دا پروګرام دى او په فلان ځاى کي دادى، او په ښکاره څه ناڅه دليل هم ورته وايي چي په دې پروګرامو کي موږ خپل ځوانان وسولي ته را بولو عجيبه د خندا وړ خبره ده هلته يي په بمونو کورونه ورته ورانه وي او دلته بيا د خوشحالي پروګرامونه ورته کوي.
زما پر دين مــــــــــــــــــــــــــينه وروره!
د دوى په دې ناوړو خطا نه سي هم په غم او هم په خوښي کي د اسلام سره همراه اوسه.
مسلمانو رسنيو ته پکار ده چي د دې ورځي ديني اړخونه په پوره معنا سره ومسلمانانو ته روښانه کړي
.

سرچینه  بینوا



  1. په زړه پوري پروګرامونه ددې ځاى څخه ډاونلوډ كى
  2. په سفرکی دلیپ ټاپ دساتنی لاری چاری
  3. په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
  4. په عربی ژبه کښی ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې بیانات اومحاضراتmp3
  5. په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
  6. په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
  7. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  8. په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
  9. په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
  10. په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
  11. په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
  12. په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
  13. په لندن كې دلمانځه وختونه :
  14. په ماشومانو کې شرم او کم جراتي
  15. په مبايل وېښتان اصلاح کړئ
  16. په مخكنيو نبيا نو باندي دقران نا زل شو ي برخه
  17. په مسجد کې سوال غوښتل
  18. په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
  19. په نارینه وو کې اضافي ویښتان
  20. په نړۍ كي تر انسان زياده خطرناك هيڅ نسته
  21. په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
  22. په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره
  23. په څوکۍ ډیر کیناستل دکولمو دکینسر خطر زیاتوي
  24. په کومو حالاتو کې د روژو نه نيولو اجازه ده؟
  25. په کومو شيانو روژه نه ماتېږي؟
  26. په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
  27. په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
  28. پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
  29. پښتانه اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي
  30. پښتو په لیکلو او ویلو کي ستونزه لري دپښتو لیک لوست ددغه لاري نه زده کړي
  31. پښتو کليز ١٣٨٨ هجري نمريزکال
  32. څلوزره ابادئ كې دجمعې لمونځ جائزده .
  33. څلوېښت حديثونه
  34. څنګه د انټرنيټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟
  35. څوك خپه كېږي او ولې؟
  36. څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
  37. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  38. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  39. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  40. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  41. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  42. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  43. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  44. چې يوه نيكې كمه شي
  45. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  46. ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
  47. ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
  48. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  49. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  50. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  51. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  52. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  53. ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
  54. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  55. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  56. کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
  57. کاهن ، نجومی
  58. کبیره ګناهونه
  59. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  60. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  61. کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
  62. کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
  63. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  64. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  65. که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
  66. که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
  67. که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
  68. که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
  69. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  70. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  71. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
  72. کورنۍ، جومات او روژه
  73. کږې سترګې (سترابیزم )
  74. کیفیت مراسم حج دانلود ویدیو فارسی
  75. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
  76. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۳)
  77. ګرانې خورې{}دغه درد مې واوره
  78. ګناه وكړه، خو په پنځو شرطونو
  79. گرم چیز استعمال کرنے کے فورا بعد
  80. گوگل کی جگہ اپنا نام لکھیں
  81. ہاتھوں کي خوبصورتي
  82. یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟
  83. یوبهترین اسلامی سافٹ وير
  84. یوحدیث یادحدیث الفاظوتالاش
  85. ېو ځل دا ضرور وا ګورا تا ته وایم
  86. ېوهلک دې چه وزن ئي 60کلوګرامه دې
  87. ېوډاکټر د خپل ځان اپرېشن په خپله کړې
  88. ۱۵ کلنه امريکايي پېغله څنګه مسلمانه شوه؟
  89. هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
  90. هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی
  91. هغه صورتونه چې دهغه پر کولو د روژې قضا واجبه ده :
  92. هميشه لمونځونه نه اداء كوونكى به ثواب ترلاسه كوي اوكه نه
 

ښه اخلاق

ښه اخلاق
:
الحاج فضل الله رشتين

د اسلام د مبين دين يوه ستره ځانګړتيا د ا ده چې ټول انسانيت  ته  يې  د ښو اخلاقو تعليم وركړى دى . 

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمائي

بعثت لاتمم مكارم الأخلاق
زه ددې د پاره رااليږل شوى يم چې  مكارم اخلاق پوره كړم.

مكارم  د مكرمه د كلمې جمع او  عربي كلمه ده . مكارم  ښو چارو ته وايي .
له مكارم اخلاق څخه  مطلب  ښې چارې  يعنې ښه اعمال   دي . دا ښه اعمال  د انساني كمالاتو د پشپړولو د پاره   ضروري دي . كه ښه اعمال نه وي نو انساني كمالات  بشپړ  كيداى نه شي..  د ښو اعمالو  په خاطر انسان ته  د اشرف المخلوقات درجه او مقام حاصل شوى دى . كه انسان ښه اعمال سرته ونه رسوي نو هغه په حقيقت   كښې د اشرف المخلوقات   دمقام او درجې په ارزښت نه  شي پوهيداى.
 له ښو اعمالو په  سرته رسولو سره د خداى بندګانو ته د روح خوشحالي او جسماني راحت او آرام  حاصليږي او په نړۍ كښې د امن او عافيت ، مينې او مسرت ، عدل او انصاف جنډه  په رپا راځي.
په ښو اخلاقو كښې دا لاندني اعمال او عادات شامل دي.
1 رښتيا او رښتينولي  :
   د انسان د پاره  رښتيا ويل ، په رښتينولئ ټينګ دريدل  او له رښتينو خلكو سره  راشه درشه او ملګرتوب  ډير ضروري ګڼل كيږي .
په ژبه رښتيا ويل ، په زړه كښې په رښتيا ايمان لرل ، په عمل كښې د رښتيا  اظهار كول د رښتيا نوم او حقيقت دى. د ايمان او رښتيا دواړو تر منځ يوه نژدې اړيكه ده  كه د چا ايمان  ضعيف وي نو هغه رښتيا نه وايي او څوك چې رښتيا نه وائي هغه د ضعيف ايمان خاوند دى.
په هر كار كښې له هر چا سره رښتيا ويل او رښتيا كول د يو ايماندار سړي كاردى. كه څوك په هر كار او هر خبره كې له دروغو څخه كار اخلي ، هغه نه يواځې  د ځان د بدبختئ سبب ګرځي بلكې نور خلك هم د بدبختئ په كوهي  كښې   وراچوي .
حق ويل :
څوك چې  حق وايي او د باطل په وړاندې سر نه ټيټوي هغه ته  خداى پاك كاميابي ور په برخه كوي . څوك چې دباطل په مقابل كښې د حق  تائيد كوي هغه د نيكمرغئ او سعادت په خوږو پايي .
افضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جابر ( ابو داوود )
له ټولو نه ښه جهاد دا دى چې  ظالم د بادشاه  په وړاندې  د حق كلمه وويل شي.
حضرت محمد (ص) فرمائي :
قل الحق و ان كان مر ( بيهقي )
د حق خبره وكړه كه څه هم ترخه وي .
حق ويل ، په حق ايمان لرل ، له حق څخه نه تيريدل ، په حق باور لرل او عمل كول د انسان د ابدي سعادت سبب ګرځي.
نن سبا يوشمير مسلمانان  ليدل كيږي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر په حق سترګې پټوي او  له حق ويلو څخه ډډه كوي .
زمونږ په ګران هيواد كښې  ليدل كيږي چې د عيسويت  د ترويج د پاره يو شمير خلك كار كوي . څوك چې دا كار كوي ، هغوي په حقيقت كښې په حق سترګې پټوي او له حق څخه كار نه اخلي .دوي  ته ښائي چې دا خبره  هيره نه كړي   چې خداى حق دى ، رسول حق دى ، قرآن حق دى. قرآن د مسلمانانو كتاب دى  او دا آخري  بشپړ كتاب . له دى كتاب نه پس بل كوم كتاب   نازل شوى نه دى او نه به هم نازل شي .   هر مسلمان ته ښائي چې د اسلام د مبين دين د ترويج د پاره كار وكړي .دوي ته ښائي چې  د قرآن پاك نسخې په خلكو وويشي . دوي ته ښائي چې د مسحيت  د ترويج څخه لاس په سر شي  دا ځكه چې دا كار د حق خلاف كار دى او څوك چې د حق خلاف كار كوي هغه مسلمان نه ګڼل كيږي.
3-  عفو او تيريدنه :
عفو ډير ښه شى دى . كه څوك له خپل دشمن څخه د بدل   اخستلو د طاقت د لرلو باوجود هغه معاف كړي نو دا ډير ستر كار دى.
د دښمن په مقابل كښې زور آزمائي ښه كار نه دى . كه دشمن ته عفو وشي نو له دې سره دشمني پاى ته رسي او كه له دشمن څخه څوك انتقام اخلي نو د هغه دشمني پاى ته نه رسي بلكې ددشمنئ اور لا نور تازه كيږي او په دې اور كښې انسانان سوزول كيږي.  څوك چې د ښو اخلاقو خاوند وي نو هغه هيڅوخت د دشمنئ د اور د تودولو خيال نه كوي بلكې غواړي په عقل سره او په فكر سره د دشمنئ اور  د مهر محبت په سړو اوبو مړ كړي.
4- تواضع  او  شكسته نفسي :
په هر كار او هر ځاى كښې له تواضع او شكسته نفسئ څخه كار اخستل د ښو اخلاقو ثبوت ګڼل كيږي. كه كوم دولت مند د خپل دولت په نشه  د تواضع او شكسته نفسئ له حد څخه بهر شي نو هغه  د ښو اخلاقو خاوند نه ګڼل كيږي . ښه اخلاق په مال او دولت لاس ته نه راځي ، بلكې د ښو اخلاقو لاس ته راوړنه  په تواضع او شكسته نفسئ  لاس ته راتلاى شي.
5- عفت او پاكي :
څوك چې خپل نفس  له هوا او هوس څخه په امان كښې ساتي هغه د عفت او پاكئ خاوند ګڼل كيږي.  كه كوم دوست  تا  ته شراب مخې ته ايږدي  او ته يې   له څښلو څخه ډه  وكړې  نو ددې مطلب دادى چې ته خپل عفت او پاكي  ساتې .
كه خداى مكړه   ته د چا له خوا  زنا كولو ته مجبور شې  مكر  ته دا كار ونكړې نو ته په دې ډول  خپل عفت او پاكي ساتې .  ته ځكه  ځان له بدو اعمالو څخه ساتې  چې ته د ښو اخلاقو خاوند يې كه خداى نا خواسته ستا اخلاق ښه نه وي نو ته هر بد كار ته لاس اچوى .
6- احسان :
د بد سلوكئ په مقابل كښې له ښه سلوك  او د ظلم په ځواب كښې له رحم څخه كار اخستلو   ته احسان وايي. كه  يو څوك  درسره بدسلوك وكړ ي  او ته  د هغه د بد سلوك په مقابل كښې له هغه سره ښه سلوك    وكړې نو  ددې مانا داده چې ته ورباندې احسان  كوې  .  كه  څوك  درباندې ظلم وكړي او ته  ورباندې د هغه د ظلم په مقابل كښې  له رحم  څخه كار واخلې نو دا هم  احسان دى.
7- ميړانه :
له  حق څخه  د حمايت  په خاطر له همت  او عزم څخه كار اخستل د ميړانې او شجاعت ثبوت دى.
هر مسلمان ته ښائي چې ميړانه او شجاعت ولري او د خپلې ميړانې او شجاعت په وسله  له  حق څخه دفاع وكړي . كه څوك ميړانه او شجاعت ونه لري هغه نه شي كولاى په هيڅ صورت د حق دفاع وكړي. له حق څخه دفاع په ميړانه كيږي او څوك چې دا ميړانه ولري هغه د ښو اخلاقو خاوند دى . شجاعت او ميړانه  هم په ښو اخلاقو يعنې مكارم اخلاق كښې شميرل كيږي.
خداى دې مونږ ټولو ته د هدايت لار وښيي . آمين
     ما علينا إلا البلاغ 
الحاج فضل الله رشتين
سرچینه
nengrahr.com

ملانجم الدين اخند زاده

ملانجم الدين اخند زاده 






: لیکنه او ټولوونه  :  
امین الدین  « سعیدی »
 ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب (١)   دامير  عبدالرحمن دپاچاهي په وخت کې دلوى اعتبار خاوند ؤ .  دغه  شاه د سره دماذونانو دکابل په ښار کې بندي کړ. دى د زندان نه په يو خاص تر تيب مخ  په ختيځ وتيښتيد  او هلته  په ختيځو سرحد ادتو کې دمهمندو په سيمه  په ژړوبي او چمر کند کې استوګن شو  او دانګليسانو په مقابل کی به جنګيده.   بيا  دامير  حبيب الله خان دپا چاهي  په وخت  کې دهغه په غوښتنه  او اعتماد  بيرته  افغانستان  ته راغى او دننګر هار  په  ولايت کې دجلال کوټ  نه مخ په جنوب دهډي په  کلي  کې استوګنه غوره کړه .  ده دهمدغه  پا چا  په زمانه کې  ډير  داسلام  ددين  اساسات محکم  کړل او  هر خواته  يې ريښې  او پلې خورې شوې ،دى  دداسې لوى شخصيت  خاوند  شو چې په ټول  افغانستان  کې ده دخلکو  په عقيد و حاکميت درلود.
دغه  منلى  شخصيت  دهمدغه  امير  حبيب الله  په وخت کې ١٣٢٠ يا ١٣٢١  هجري  قمري  کال ؤ چې د اجل  داعي ته ئې لبيک ووايه .
په دي حساب  دده  د وفات  تاريخ ( قبر غازى ) ١٣٢٠  دى .  دده  مزار  او مقبره  دهډې په  کلي کې دوالاحضرت  سر دار  محمد  داود دافغانستان  صدراعظم  په اهتمام  ښه  جوړه  شوې . دده  هديره  دټول ځتيځ  او سرحد بلکې دټول افغانستان  او پشتو نستان  دخلکو  د عقيدې ځاى دى . ( ٢)
دده تفصيلى پيژندنه   :
دنجم الدين اخند زاده  صاحب رحمة الله  عليه  دمفصل پيژندلو دپاره په کار ده چې په لاندې ډول سره يې وپيژنو :
 ١- دده عمر  او حيات  او قواره
 ٢ : دده هويت قوم  او نسب
٣ :دده اصلى او فرعى مسکن
 ٤ :دده تحصيل  او علم
 ٥ :دده تصوف
 ٦ :دده  جهاد
 ٧ :دده  دشهرت  اندازه  او کارونه  تر مر ګه پورې
 ٨ :دده  مشهور  ماذونان او منسوبين
٩- دده دمرګ نه وروسته  شهرت او  تا ثيرات مګر ډير  تاسف دى چې دداسې يو لوى شخصيت  چې دټول  حيات  ګذارشات  او حر کات  يې نهايت  متانت  او سنجيدګى  لري .  هغومره  چې  ويل  کيږي  او يا  اوريدل  کيږي  او يا يې  وينو  په دغه  اندازه دده سوانح  دليکلو  دپاره  چا  کوښښ  نه دى  کړى  په دغه  هکله  زمونږ ګيله  دده  دمعقولو  منسوبينونه  کوم  چې په خپل  وخت  کې نهايت  منلى تير شوى زياته ده  يوازي دملا  توتي اخند نه  هغه  هم  صرف  دده  دمواعيظو تذکرې  مګر نهايت  ناقص  ليدل  کيږي  او بس .
  که اوس  زمونږ  په لاس  کې  مطلوبه  معلومات  راشي  اميد دى چې څه ناڅه  خوبه  ترې  جوړ شى او راتلونکي لپاره به  ګوندې دغه  هيله  دده  پوه  عقيدت  مندان   کوښښ  وکړي چې  زمونږ دهدف  نارسيده  مطلب  تکميل  او  پوره  کړي .  باور لرم  چې په دغه  لار کې  خوارې به دده  د عقيدت  مندۍ ښه   ثوبت  وي . دده عمر او حيات او قواره  زمونږ په لاس  تحريري اسناد ډير   کم دي کوم  تحريري  سند  چې زمونږ په لاس کې  شته  هغه  يوازې  دده  دفوت تاريخ  ښى  چې  په (١٣٢٠ )  او يا  ( ١٣١٩ )  هجري  قمري کال  کې  فوت شوى چې دده  نه دټول عمر اندازه نشي معلو ميدلى مګر    او ريدلي مو دي چې  اخند زاده  صاحب عمر  او يا  کلو په حدود  کې  اندازه  کيدلى  شو خلک  وايې  چې ښه  قوى وجود يې  درلود  مګر  رياضيت  او تقوى  په وجه  نحيف  شوى ،حتى چې دډير  رياضيت  له کبله  دده  دلاسو رګونه  شنه شنه ځليدل .
 وايي  چې دى ښه خوش قواره  جګ سړى ؤ  او پر تندي  باندې شين  خال  هم درلوده  او دده  دشين  ښکلى  خال  شهرت  زيات  ؤ .
دده  رنګ  او قواره  با تاثيره  هيبت  ناکه  وه  دو رايه  به په  خلکو  دده رعب وليده  مګر په عين  وخت  کې مشفق  او مهريان هم ؤ .
دد حيات ټول  په حرکت  کې  تير شوى معلو ميږي چې دده په  ضمير  کې  يو داسې اور  او تپش  او حرکت  مودجود ؤ چې په يو ځاى نشو پاتې کيدلى .
 ده  هر چيرته  ته  دخلکو  په افکارو کې  داسې  تحول  قايم  کړ ى  چې  تر ننه  هم  هغه  تحول  دخلکو  په مابين  کې ياد  او  دقدر  وړ دى  ده  په ځان باندى  ډير  خلک  دښو اخلاقو په وجه عاشقان  کړى ؤ دده  دحقانيت  داثبات  دپاره  دا کافى ده چې دى ټولو  پوهو علماؤ منلى ؤ او دده  حر کات  ئې  داسلام  ددين په اساس موافق  ګڼل .دده هويت قوم او نسب اصلى  او فرعي مسکن او ځايونه يې
ملانجم الدين  اخند زاده  صاحب  په قوم  کاکړ او په مليت افغان دى په اصل دجنوبي شپلګر دعلاقې نه دى او هم هغلته  ددنيکونه  او پلرونه  تير شوى . ( ٣ )
دى بيا دتحصيل  او زده کړې په وخت  کښې  دجنوبى نه مخ په مشرقى  ننګرها  را روان  شوى  په ننګر هار  کې ځاى په ځاى  ديره  شوى او تحصيل يې کړى  دى .  
دتحصيل  دپاره  افريدوته  هم تلى  پيښور او یوات کی هم اوسيدلى  دى . ده  دتحصيل  نه ورسته  مخ  په خپل  وطن افغانستان  روان شوى  او په هډه کې اقامت اختيار کړى ؤ . لکه  مخکې چې مو وويلى  دځينې سياسي  معاذيرو له کبله کابل  ته غوښتل  شوى ؤ  دکابل  په ښار  تندور  سازى  کې  او سيدلى  او بيا  دکابل  نه مخ  په ننګر هار  تلى او مهمندو په علاقه  په څړوبي ،  او چمرکنډ کې‌  استوګنه  کړې ده . په ننګر ها  کې په روداتو  کې څه  موده تيره  کړى  او هلته  په فقير آباد او نورو  روداتو  او شينوار کې  ګر ځيدلى  په لغمان  او  سور رود   او کامه  او خو ګياڼو کې  هم د وعظ  او تبليغ  او يا دنورو  مقاصدو په مطلب  تلى دى دګرمۍ په وخت  کې دى به کابل  ته هم  تلو او هلته  په پغمان  کې څه موده يې استو ګنه کړې ده . دى  په  شمالي  کې دکوه دامان  خواته دداؤد زيو په علاقه  کې   اوسيدلى او شايد چـې هلته  به  دکوه  دامان  په ځينو  ځايو کې ګر ځيدلى وي  مګر دده  د حيات  اخرنۍ شپې  او  ورځې دننګر هار  په دجلال کوټ نه درى ميله  مخ  په جنوب  هډه کښى تير  شوى  دى
دى شايد په نورو ځايونو کې هم ګرځيدلى  او يا او سيدلى  وي  مګر  مونږ نه دې اوريدلي نو ځکه دليکو جر ئت نه کوو .دده تحصيل  او علم
مخکې مو وويل  چې دى دتحصيل  دپاره  زيات  ګرځيدلى او په ډيرو  ځايونو کۍ او سيدلى دى .
 وايي چې  اخند زاده  صاحب ډير  پوه او ښه معقول عالم ؤ په تفسير ، او حديث ، قرائت ،  صرف ، او نحو ، او فقه ، او اصول ،  او معاني ، منطق ،  او  هيئت  او رياضي ، او حکمت ،  او ميراٍ ،  او حساب او تصوف ...   .
 دده  دعلم  او تحصيل
په علومو کې يې  ښه  قوى  لاس درلوده  رښتيا  دده  هغه  کتابتونو نه چې  اوس دنجم المدارس په لاس  کې  دی معلو ميږي چې دى  ښه  عميق  عالم  او د مطالعې  شائق  ؤ .
 وايي  چې اخند زاده صاحب  به دعلما  سره ډير  علمي  بحثونه  کول  ده به هميش  دعلم  دپاره  دعمل  اندازه  کتله دده  استاذان هم  خلک ښه يادوي . دده  د استاذانو په سلسله کې دسر شاهي نه چې سړى مخ په بړو ځي  يو  هديره  ده دهغې  ځاى  خلک  يو قبر ښى وايې  دا داخندزاده  صاحب  استاذ تير شوى او ډير  ښه مبارک  شخص يې خلک  يادوي .
   ملا نجم الدين اخندزاده  صاحب دده زيارت  ته  را تلو دده استاذان  په ننګر ها  او سر حداتو او سوات  او پيښور  او شايد نورو ځايويونو  کې هم  تير  شوي  وي . کوم  وخت  چې دده  دعلم  قال نه مخ  په  علم  حال  تو جه  برابر وي  داوخت  دده  يو بله دوره  شروع کيږي  دا په تواتر  ثابته  ده چې اخندزاده صاحب  دصوات صاحب نه  په   حيات  کې دقادري شريفي  طريقه  وکړه او په دغه  طريقه کې ترننه درسونه  کامل  کړل  او ماذونى مرتبى  ته ورسيد . 
 په سوات کښى ډير وظايف  کړي او دسوات  صاحب په نزد  نهايت  منلى  ؤ . که څه هم  زمونږ سره  دده  او سوات  صاحب په  هغه وخت  کې دکرامت زياتې کيسې نشته مګر مونږ  دومره  پو هيږو چ   دواړه  جنابان  با تقوى او پر هيز ګاران  تير شوې ،  عقيده لرو  چ  اوراد  او وظايفي ېې  ډير پوره تا ثيرات شته دى  مګر  زه نه  غواړم چ  دقيصو رطب اويالس ياد کړو .
  ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب په څلور واړو  طريقو کې  ماذون و . ( ٤ ) مګرده به خلکو ته  يوازې د قادرې  طريقې اجازه  ورکوله .(٥) دده تحصيل  آو علم او تصوف هډى صاحب عالم ؤ مګر داسې نه چې علم ېي  دعمل سره نه برابر يده  او يا دسر تنبه توب نه به يې  کا راخستلو  او يا  دکبر  او غرور نه  ډ ک عالم  او يا  داچې  دده علم علم  داوهامو او خرافاتو يوه مجموعه  ؤ  او يا   خداى مکړه  چې ده به  دين ددنيا  دپاره  وسيله  ګرځولى وي  يو حقانى عالم ؤ.  ده داسلام  دين پيژندلودى  په دى خبره  پو هيده  چې  خلکو  کې بايد   دمحبت او مؤدت  اساس  قائيم  شي  دى  ريا کار  صوفي نه ؤ  او نه  دکونج  آو صومعي طرفدار ؤ .  دى  يو اجتماعى شخصيت ،  هميش  دناوړو رسم  او رواج سره  مجادلې کړې خلک يې  دبې کارۍ او تنبلۍ  نه  خلاصول .مصلح او مجاهد

 نجم الدين اخندزاده  صاحب به علماؤ سر زيات  محبت  کولو او ښه  عالم  به ئى زيات  خوښو
دهغه وخت علما ؤ په ده باندى  دعلميت ازميښتونه  کړى ؤ  علما ،  دده نه په  لو يو لويو   کتاب، او علومو   او په باريکه باريکه  مسايلو کې پو ښتتنې کړې مګر دده سره  دعلميت  اندازه  قوى  وه
دعلما ؤ پو ښتنو د پاره  يې ښه  ځوابونه  ورکړي .  د علما ؤ په نزد  ښه  جيد  عالم ثبوت  شوى ؤ  نو ځکه  يې  دى ددين  داقتدا  او ددين  دحمائي  دپاره  دهغه عصر  لوى نابغه  شخصيت  ليدلو .  ده  علما تربيه  کول  او علماؤ ته ئى  دعمل درس  ورکولو
 نجم الدين   اخندزاده صاحب  ته هر کال  په سلهاؤ بړ ستنې جوړولې  او بخشش به ډول  به يې ورکولې .  دى  دعلماؤ  دپاره خولۍ  او پګړۍ  پيداکولې او دبخشش په قسم به يې ورکولې  دنجم الدين اخندزاده  صاحب  علمي بحثونه علمي  موعظي  او خطا يي  ښې با تاثيره ياديږي .  ده خلکو ته  دکونج  او  زاويې  در س نه دى  ورکړى  ده خلکو ته  دنيا  په داشان  بده نه ده ظآهره  کړې  چې خلک  دى دنيا  ترک  او کار دى نه کوي .
دى  په دى  خبره  پو هيده  چې ددنيا مذمت  هم ددې   دپاره  دى چې بايد مسلمان  ددنيا  دمحبت اندازه   وپيژني  داسې  نه چې ددنيا دمحبت په وجه  دخلکو  حقوق تلف  درحم او عاطفې  خيال  ونه ساتي  داسې  دنيا  نه چې  هرج  مرج  پيدا شي  دجنګ  او قتل  موجب  وګرځي  او داسې  نه چې  خلک په  دنيا غره  شي  خپل  خالق  هير  کړي او دبلې  ورځې غمه  ورسره  نه وي  اوکه  نه  دنيا  ددې  دپاره چې د ځان او دخلکو دخدمت  او رفاهيت  په مقصد  وي بده نه  بلکه  پيد ا کول  يې ثواپ  دى.
نجم الدين اخند زاده  صاحب  حقيقي عالم ، په دې خبره ښه پو هيده  چې ځنګه علما ؟؟؟  دى په دې  پوه ؤ چې دخلکو  داصلاح  دپاره  څنګه علم  په کار دى .
 ده  سره  دا ملاحظه  وه چې دوخت  او زمان مراعات شته دى  ده  علما  په ځان را ټول  کؤل  خلکو  کې نوى روح پو کړو . مګر  ډير   تاسف  دى چې دده  دکار نقشه  دده نه پاتې  وروستينو خلکو بدله  کړه په دې پوه نه شول چا  اصلي  سر څه وي په دې ښه پوه نشول  چې  دنجم الدين  اخند زاده  صاحب  مطلب څه  ؤ  چا داخيال وکړو چې د اخند زاده  صاحب سره  دتسپو  دشمار  خيال  ؤ . څوک په دى  عقيده  لاړل چې ډوى ورکول  او لنګر  مقصود  دى چا داګمان وکړ و چې سر  مراقبه  سپين  څادر  او قبا  په  کار  ده  چا سره  دا سودا  پيدا شوه  چې چا  دساده خلکو  په وسيله نور خلک تهديد ول  او غولول  په  کار دى . همداوجه  وه چه چا دلنګر په نامه  او چا دمسجد  دجوړولو په  هنګامې  او چا  دمدرسې جوړولو په انګازې چا په  دى نامه  چې دا کوم او داسې  داسې خيال مې دى  ناروا  نارو  کارونه  وکړل  عامونه عامونه  مسلمانان  يې  په حقيقي  اسلام باندې هم بد ګمان کړي  خدای خبر  چې داسې  جنبان داوسني اسلام  دضعف  له امله  په  هغه  ورځ دپاک  خداى  په  لوى دربار  کښى  څه  ځواب  ورکوي
بايد ووايم  چى  نجم الدين  اخندزاده  صاحب  په  مخلصانو کې ښه پاک  او پوه  خلک  هم وه  دهغوى دخدمتونو اندازه  مونږ سر شته  اميد دى چې هغوى دکارنامو  تذکرى آينده   تماس ونيسم او خپلو  ګرانو  لو ستو نکو دپاره يې  دسوغات  په ډول  وړاندې کړم .
( ١ ) سر محقق  عبدالله بختاني خدمتګار دنجم الدين اخندزاده صاحب دنوم په هکله  ليکي :
 مادسر محقق مولوی محمد اکبر معتمد  شينواري څخه څو څو ځلې اوريدلي  دي چې هغه به ماته  ويل  :  چې ما  دشينوارو صوفي صاحب نه اوريدلي دي چې :  دهډې اخونزاده صاحب  اصلي  نوم ( عبد القدير )  دى مګر  دعلم ،  رو حانيت او غزاګانو په برکت  ونورو  لخوا ورته ( نجم الدين )  لقب  ورکړ شوى دى چې  معناي‌ (ددين  ستورى )  کيږي
دشينوارو  صوفي صاحب  اصلي نوم  صوفي علم گل  دى .  داخوندزاده صاحب  ماذون  او هغه  ته نژدي سړى و په ډير غزاگانو کې يې دجناب هډې صاحپ سره برخه  اخستي ده
( دهډې اخوندزاده  مو لانا نجم الدين ) ليکنه : سر محقق عپد الله بختانى خدمتګار . دغه کتاپ  په ١٣٨٧ ( دافغانستان دکلتورى ودې )  ( ٢ ) دننګر هار دسره رود  دولسوالۍ  دچهارباغ حضرت محمد سعيد  سعيدى مجددي  عليه  الرحمه دحضرت صاحب عطاء معصوم  مجددي زوي دى .  په کال ١٢٥٧  هجري شمسي کې په چهارباغ صفا کې زيږيدلى او دسنبلې په شپږمه  کال ١٣٧٢ هجري شمسي دلوى اختر  دمياشتې  په ١٩ مه  دخوږ ياڼيو په اګام کې  حق ته رسيدلى .   هغه مرحوم چې دمولانا  نجم الدين اخوندزاده  يو نژدي ملګرى ، دوست  ، مريد   او خليفه  يا ماذون و د نجم الدين داخونزاده صاحب دوفات نيټه  په  خپله  هغه  مرثيه کې  چى ( در مرثيه  غوث زمان  قطب  دوران  قدوۀ سالکان  پيشواى پير وجوان  مرشد  کاملم  محبوب  دلم  اعنى  صاحب  هډه رحمة الله عليه) په نامه ياديږي  دنجم الدين اخند زاده صاحب دوفات نيټه  : ( دچهار شنبې شپه  د ١٣٢٠  هجري قمري  کال دروژى دمياشتې ٢١ مه  معرفي کړى ده
مرحوم حضرت  صاحب محمد  سعيد د په خپلې   مرثيه کې پدې هکله ليکي :
چــــــونکه سردار بشر  رفت ازاين دار فنا
صبر از رفتن خــــــوبان  جهان مـــــى بينم
صبر تلخ است وليکن ثمرش شيرين است
مژده نيک به صابر زسبحان  مــــــى بينم
ګر ازاين  دار فنا جـــــــان به سلامت ببرم
سابقون را همه  اى غمـــــزدګان مۍ بينم
شپ چهارشنبه  شنو تو زوفــــات  صاحب
          بيست ويکم  زمه  وشهر  رمضان  مۍ بينم
سنۀ الف  وهم  سه صد وعشرين بــه يقين
بيست ويکم  زمه  وشهر رمضان  مى بينم
چـــونکه خوبان  هم  رفتند سعيدى زجهان
شو مجرد  کـــــه  ترا نيز  روان  مى بينم
در مرثيه اى که در فوق تقديم ګرديده ،  باقيد ( يقين ) مصرع تاريخ ( سنۀ الف  وهم سه صدو عشرين ( ١٣٢٠ به يقين )  معرفۍ شده است .
( ماخذ :دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډې اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ١٣١ او ١٣٢  ) دچاپ کال  ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م )    ټولنه  لخوا  - جرمني  ) په پيښور کې چاپ شوي . ) (٣) محترم سلطان عزيز دمرحوم اخوند زاده  صاحب د نوم  په هکله داسې ليکي
دمرحوم اخوندزاده صاحب نوم ( نجم الدين )  او اصلي مسکن ئې  شلګر دى . ولې دوى په ننګر هاراو سوات  او دپښتونستان  په نورو ځينو کې په ( کابل ) ملا  شهرت  درلود  او  دوى  په خټه کاکړ او په کاکړو کې
 ( ابک زى ) او په ابک زيو کې ( اخونزاده خيل )  حسابيږي دغه کورنۍ  او س هم په شلګر کې په  اخونزاده  خيلو سره  خورا مشهوره ده  دهمدې کبله دوى ته  داخونزاده  لقب  هم  ور په برخه  شوی دى
مونږ ته دمرحوم اخونزاده صاحب نژدې خپلوان  پوره  معلوم  ندي  مګر  دومره  خبر يو چې، د دوى  مبارک  والد محمد حسن اخونزاده  نوميده  خو افواهي مو  اوريدلي دي  چې دوى نژدې  خپلوان ډير نه در لودل
( ماخذ : دننګر هار  ورځپاڼه  : ٤٩ مه ګڼه  د١٣٣٩  دثور ٣١ نيټه  دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډې اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ٣٣ ) دچاپ کال ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م )  ( ٤ ) جناب نجم الدين اخوندزاده  صاحب  دقادرىد طريقې شيخ او دتصوف په څلورو مشهورو طريقو  ( قادريه ، نقشبنديه ، چشتيه ، سهرورديه ) که مرشد  او پير و .  او په سلګونه  ماذونان ئى درلودل
اخوند زاده صاحب دقادريې  دطريقې نه  علاوه په دغه نورو  طريقو کې  هم اذن ورکاوه
(٥) دهډې صاحب  مشهور  ماذونان
    يادونه
ماذونان يا خليفه  هغه چاته وايي چې پير  ورته  دمريد نيولو  اجازه  ورکړې وي
داخوند زاده صاحب ځينې ماذونان هم دې درجې  ته رسيدلي ؤ  چې هغوى هم ځانته  ماذونان ټاکلى وو
محترم  راز محمد  دغبرګولى دمياشتې  په ( ٣ او ٤ نيټه ) کال  ١٣٣٩  دننګر هار دورځپاڼې په ( ٥٢ او ٥٣ ) ګڼه کې  دنجم الدين اخند زاده  مشهور ماذونان په لاندى ډول معرفي کړى
اول : ميا قمر  الدين 
ميا قمر الدين  صاحب په اصل  کې دپيښور داچنيى ؤ او بيا  دهغه ځاى ځنې  راغى او دلته دننګر ها  دروداتو  په بړو کې هستوګنه درلوده وائى چه ډير ښه  عالم او ښه قلم  خاوند ؤ دتدريس او تاليف سره يې ډير  شوق لرلو چې دده تر  اوسه قلمي ځيني چاپي اثار شته دى
 دوم : دبتخاک حضرت صاحب
دبت خاک  حضرت  صاحب چې دده  مبارک  نوم عبد الشکور او دزياتې تقوا  خاوند  او ښه  عالم  او مجاهد  هم ؤ . د چکنور ملا صاحب ( محترم امير محمد  دمرحوم اخترمحمد زوى دننګر هار دمومند درې ا وسيدونکى په کال ١٢٦٠ هجرى ، قمرى زيږيدلى او په کال ١٣٥٠ هجرى قمرى د ٩٠ کالو په عمر دمارسينګى په منطقه کشى وفات  شوى ) چې يو لوى مجاهد  شخص و  دبتخاک حضرت  ځينې ماذون شوى ؤ.همدارنګه  جناب  مير صاحب  جان پادشاه  دسلام  پور  او استاد صاحب چه اصلى نوم يې جان پادشاه  دسلام شور او استاد  صاحب  چه اصلي  نوم يې پاينده محمد ؤ دهمدى بتخاک  حضرت صاحب  ماذون  او خپله   د اخونزاده صاحب  ډير ګران  مريدان وو چه استاذ  صاحب ئې  دخپلى کتابخانې متصرف  ګرځولى  او مير  صاحب جان  پادشاه  صاحب ئې څرنګه چه  يو  کره او نامتو  مجاهد او خانداني سړۍ و له  همدې امله ئى دلنګر انتظام همده ته  ور پلاس  کړى و
( مورخين ليکي :  دلنګر انتظام  مرحوم مولانا نجم الدين اخندزاده  په خپل  ژوند کې دکنړ مير صاحب جان  پاچا صاحپ  ته چې په شيخ پاچا  سره مشهور  و ورپلاس کړى و چې دمرحوم  اخندزاده دوفات  نه وروسته  هم  دده دوصيت  سره سم  دهمدې پاچا  صاحب  پرلاس کې و  او وروسته  بيا دده ځوى مرحوم  سيد عباس  پاچا  صاحب يې انتظام  کاوه
 دريم : صوفى  عالم گل صاحب
صوفي عالم ګل  صاحب يو د هغه  ماذونانو څخه وچې اخونزاده صاحب په ( پهلون ) سره لقب ورکړى او دصاحب سره يې په غزاګانو کښې اشتراک کړى و  او دښه شجاعت او ميړانې څښتن و . دتر نګزو حاجي صاحب چې فضل واحد  نو ميده  چې هغه  يو ډير  عابد او ستر  مجاهد و  دهمدې صوفي عالم ګل صاحب ځينې ماذون شوي  و
څلورم دسر کاڼو ميا صاحب
ميا صاحب چې دده نوم  سيد اکبر شاه او  په اصل دکامې و  او بيا  يې  په سر  کاڼو  کې هستو گنه  در لوده  چې دپوره فضل  او فيض  خاوند وپنځم : حضرت  شاه
مرحوم  حضرت شاه  په لغمان کې  هستوګنه  لرله ، او سيد   او با تقوا  شخصيت و
 سيد  شمس الدين  مجروح ،  دقبايلو  مستقل رئيس  دهمد غه  مبارک ځوى دى
شپږم : محمد سعيد جان ( مجددى
مرحوم محمد سعيد جان  ( مجددى ) د چهارباغ  صفا  نه دى ،  دى  حاجي ،  قارى  او ښه  مبلغ هم و
اتم : احمد خان اخونزاده  صاحب
احمد خان  اخونزاده صاحب  چه په  دولت  زى ملا صاحب سره  شهرت  لري  ښه  کره عالم  او د صاحب دتحصيل د دورې اکثرآ ملګرى و
نهم : دکو  هاټ  ملا  محمد ياسين
دکوهاټ ملا  محمد ياسين  صاحب دکو هاټ په علاقه کې  لوی  عالم  او مدام به يې د  درس  او تدريس  وظيفه  اجرا کوله
لسم : د حصارک ميا صاحب
په خوږ يانو کښې دحصارک  ميا صاحب چې نوم يې عبد الرحيم ؤ
يولسم : ملا  محمد حسين
دلغمان  په سنګر کې ملا  محمد  حسين صاحب چې  په قوم  ساپى او دپړوائي شيخ صاحب  باندې  مشهور  ؤ . دى ښه  ذاکر  او زاهد  شخصيت  ؤ .  دځينو  خلکو  په  روايت  سره  داملې ملا مسلم  صاحب  دى
دنجم الدين اخونزاده صاحب  د ماذونانو ځنې دغه دولس  تنه  مشهور وو  او نور  هم  شته  لکه چې په کوه  صافي  کې ملا مسعود  صاحب او په ممله  کښې  امام  حاجې صاحب او داسى  نور
ماخذ : دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډې اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه  ٤٤ او ٤٥ ) دچاپ کال ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م
سرچینه
nengrahr.com

Monday, November 29, 2010

خپله ژبه هم كلا ده هم بلا



خپله ژبه هم كلا ده هم بلا

1 ديوه بنده ايمان به هغه وخت روغ او مستقيم شي چې كله يې زړه روغ او مستقيم شي، 
او زړه به يې هغه وخت روغ پاتې شي چې كله يې ژبه روغه شي [ حديث انس رضى الله عنه]
2 دخولې اوشرمګاه له لاسه به ډېر خلك جهنم ته لويږي. [ حديث]
3 معاذ رضى الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته وويل: 
هغه عمل راوښيه چې جنت ته مې ورسوي اوله جهنمه مې ليرې كړي،
ده صلى الله عليه وسلم  په تفصيل سره ورته بيان كړ اوبياېې ورته كړه: ددې ټولو غورچاڼ درته وښيم؟
معاذ رضى الله عنه وويل:
هوكې! اى دخداى رسوله! رسول الله صلى الله عليه وسلم  خپله ژبه مباركه په لاس كې ونيوله 
او ورته يې وويل: دا وساته! معاذ وپوښتل : اياد خبرو پوښتنه به هم راڅخه كيږي؟
ده صلى الله عليه وسلم  ورته وويل: معاذه! مور دې درباندې بوره شه! 
ډېر داسې خلك به وي چې يواځې د ژبې په سر به پړمخې په اور كې لويږي.
4  رسول الله صلى الله عليه وسلم  وويل: يوه سړي وويل: 
په خداى قسم كه به فلانى سړى خداى جل جلاله  وبښي،
نو خداى جل جلاله  وويل: داڅوك وايي چې زه به فلانى ونه بښم؟
ما دى بښلى دى اوستاعمل مې ټول ضائع كړ ، ابوهريره رضى الله عنه له دې حديث وروسته وايي
چې ګواكې دې سړي په دې يوه خبره سره خپله دنيا او اخرت له تباهي سره مخ كړي دي.
5 رسول الله صلى الله عليه وسلم  وايي يو سړى به يوه داسې خبره وكړي
چې په هغه به خداى جل جلاله  له ده نه راضي شي خودى به پرې خبر هم نه وي 
اوهغه خبره به دومره مهمه نه ورته بريښي 
خو په هغې سره به ده لوړې درجې ترلاسه كړي وي اويوه سړي به داسې خبره وكړي
چې په هغه به خداى جل جلاله  په غصه شوى وي اودى به يې 
دومره خطرناكه نه بولي خوپه دې خبره به دى جهنم ته ولويږي.
6 انس رضى الله عنه وايي: له صحابه وو څخه يوسړى درسول الله صلى الله عليه وسلم  په زمانه كې
ومړ نو يو چا وويل چې دجنت زيرى وركړئ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وويل: ته څه خبر يې؟ 
كيداى شي ده به بې ګټې خبرې كړي وي اويابه يې په داسي شي بخل كړى وي چې دده څه به يې نه كمول.
7 اوپه يوه بل روايت كې راځي چې داُحد په ورځ يو ځوان شهيد شو په داسې حال كې 
چې له لوږې يې په ګيډه پورې كاڼي تړلي وو. نو مور يې له مخ نه خاورې پاكې كړې او ويې ويل:
زويه! مبارك شه! جنت دې مبارك شه! رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته وويل: ته څه خبره يې؟
كيداى شي ده به بې ګټې خبرې كړي وي او لا يې كوم بې تاوانه شى له چانه منعه كړى وي .
8 رسول الله صلى الله عليه وسلم  وايي: 
كه څوك په الله او اخرت ايمان لري نو ياخودې دخير خبره كوي اوكه نه چوپ دې اوسي.
9 رسول الله صلى الله عليه وسلم  وايي: ديوچاد اسلام لويه ښېګڼه 
داهم ده چې بې ګټې كارونه اوخبرې پرېږدي.
10 سفيان بن عبدالله الثقفي وايي ما رسول الله صلى الله عليه وسلم  ته وويل 
چې يارسول الله! د اسلام په اړه داسې يوه خبره راته وكړه چې له تا
وروسته له بل چانه پوښتنې ته اړ نه شم.
ده صلى الله عليه وسلم  راته وويل: دا ووايه! چې په الله مې ايمان ده اوپه دې خبره ودريږه!
دى وايي ما ورته وويل چې يارسول الله جل جلاله  ته په ماباندې له څه شي نه زيات وېرېږي؟
نوده مبارك صلى الله عليه وسلم  خپله ژبه په لاس كې ونيوله اوراته كړه يې: په دې!
11 دمسلمانانو مور ام حبيبه رضى الله تعالى عنها وايي چې 
رسول الله صلى الله عليه وسلم  ويلي دي
چې دبني اّدم هره خبره دده په ضرر ده اوګټه نه ورته رسوي ،
يواځې په ښو امر او له بدو منعه كول اودخداى جل جلاله     ذكر.
دژبې دساتنې اود بې ګټې خبرو دشرعي ، طبي، او ټولنيزو تاوانونو 
او ضررونو په اړه مې په سر كې ډول ډول مضمونونه پراته دي ،
بارو وكړئ كه دقلم واګي مې پريښودلې له ليكنې نه به خبره واوړي 
اويوه رساله به ځنې تياره شي،
خو ويريږم چې دكوم رنځ په تشخيص خبرې كوم هسې نه په خپله دهغه ښكار شم ،
دخداى جل جلاله  دپيغمبر له دې پورته خبرو نه وروسته زما اودبل خبرې څه ارزښت لري؟
زما تفصيلات اوڅېړنه ټوله بې معنا راته ښكاريږي.
دپيغمبر صلى الله عليه وسلم  داپورته يولس ملغلرې مې دپښتو په مزي كې
درته وپييلې نور نه غواړم په خپلو يوڅو خبرو دچاماغزه ورخراب كړم، خو يواځې 
دهغو كسانو څو لنډې خبرې را اخلم چې ددې ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم  
په روښانه اوځلانده لاره يې ګامونه ايښي وو، چې هغه صحابه كرام 
اوسلف علماء دي. ( رضى الله تعالى عنهم ).
وايي چې سلفو علماوو به خپلې داخبرې هم شمارلې لكه يوڅوك 
چې ووايي: نن ورځ ګرمه ده ، نن ورځ سړه وه.
وايي : دسلفو يو تن عالم چا په خوب وليد ، ده ورته وويل: 
چې زه په يوه خبره باندې نيول شوى يم او ولاړ يم ، هغه داچې: يو وخت ما وويل: 
خلك باران ته ډېره اړتيا لري نو راته وويل شول: ته څه پوهېږي؟
زه دخپلو بنده ګانو په ګټو تر هرچاښه پوهېږم.
وايي يوه صحابي رضى الله عنه يوه ورځ خپلې مينځې ته وويل:
راوړه څه شى چې ليږ سات پرې تېر كړو، بيا يې وويل: استغفرالله! 
ماهېڅ داسې خبره نه ده كړې چې هغې ته مې واګې او مهار نه وي برابر كړى،
يواځې داخبره چې بې له مهاره او واګو مې له خولې ووتله.
وايې چې ابوبكرصديق رضى الله عنه خپله ژبه ونيوله اوبيا يې وويل :
دې زه له تباهي سره مخامخ كړى يم اوهره خبره چې دې ترڅو كړي نه وي 
هغه له تاسره بنده ده خو كله چې دې وكړه بيا ته دهغې خبرې بندي شوې.
امام ابن القيم جوزي وايي: چې دسلفو اوخلفو علماء په دې كې اختلاف لري 
چې اّيا د انسان هره خبره ليكل كيږي اوكه يواځې دخير اوشر خبرې يې ليكل كېږي؟
خوښكاره خبره دالومړۍ ده چې هره خبره ليكلى  كيږي.
دى ليكي : په ژبه كې دوه لوى اّفتونه پراته دي ، كه سړى له يوه نه ځان وژغوري 
له بل هغه نه يې ځان نشي ژغورلى، چې هغه يو دخبرو اّفت ده اوبل دچوپتيا
او كله كله خوپه خپل وخت اوخپل ځاى كې هر يو له هغه بل نه دروند وي.
نوڅوك چې له حق خبرې نه چوپ پاتې شي هغه ګونګ شيطان دى اودخداى جل جلاله  ګناه ګار دى
اوپه ناحقه خبره غږېدونكى ناطق اوګړېدونكى شيطان دى اودخداى جل جلاله  ګناه ګار دى.
زيات خلك په خبرو اوچوپتيا كې له دې اّفتونو سره لاس اوګريوان دي اودحق پالونكي
اود صراط مستقيم لارويان هغه خلك دي چې له باطل نه يې ژبې ژغورلي وي
اودګټې په ځاى كې يې خلاصې كړي وي.
له بې ګټې اوبېځايه خبرو نه ځانونه ژغورل اودحق او روا خبرو په مهال دطوطي په شان ګړيږي ،
كه چيرته دخپلو خبرو پايله اخيستنه په لنډو ټكو كې راونغاړو نوپه دې
غوره پښتو متل كې داټول مفهوم ځائيږي چې وايي:
خپله ژبه هم كلا ده هم بلا

محمد وزير حامد
سرچینه پښتواسلام


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User