Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning
Showing posts with label په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره. Show all posts
Showing posts with label په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره. Show all posts

Saturday, May 14, 2011

په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره

په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره




د مستره خور د هغه د ښكلولو په حال كې
خوزه مستره ۵۱ کلن اسپانوي هغه وحشتناکه څېره لرونکې انسان دی، چې له څېرې څخه يې خلک ډارېږي. ددې اسپانوي په شوڼده هغه مهال يوه غده راوختله، چې دې لا کوچنې و.

کله چې خوزه جراح ډاکټر ته ورغې، نو هغه ورته د عمليات سپارښتنه وکړه، مګر دده (خوزه) له لورې ورته منفي ځواب ورکړ شو.

  دې (خوزه) چې د يوه يهودي ټولنې (يهوا) غړې دی، ددې کار سره مخالفت کوي، چې د خولې يا د بدن د کومې بلې برخې څخه انسان ته وينه ورکړ شي، او دا کار د څښتن په کارونو کې لاسوهنه ګڼي.

د خوزه مستره کورنۍ ته کابو ۳۰ کاله مخکې دا د سر درد پيدا شو، چې دا کورنۍ هم د خوزه مستره په څېر د يهوا د ټولنې له سرسختو پلويانو څخه ده. دې کورنۍ د ګاونډيانو د ډېر ټينګار او سپارښتنې سره سره چې خپل ناروغ زوی ډاکټر ته بوزي ته چندانې پام ونکړ.

دا غده په پرله پسې توګه يو وحشتناکه بڼه خپله کړه، او ورو ورو په لويېدو شوه، په لومړي سر کې خوله او لږ څه وروسته يې پوزه هم ور بنده کړه. د يو څه نورې مودې په تېرېدو سره دا غده دې بريد ته ورسېده، چې له سترګو يې هم لاس ووينځلو او ړوند شو.

خوزه مستره چې د پرله پسې وينه بهېدنې سره لاس و ګرېوان و، ډېره وېروونکې څېره يې خپله کړې وه، ان تردې چې خپله هم له خپلې څېرې څخه وډار شو. په پای کې يې له الماني ډاکټرانو څخه مرسته وغوښته، مګر هغوی ورته وويل چې بې له وينې ورکونې څخه دده عمليات ناشونې دي.

له يو څه مودې وروسته خوزه د ډېسکوري چېنل لخوا انګلستان ته راوستل شو، او دوه برتانوي ډاکټرانو ته وښودل شو، ډاکټرانو ورته وويل چې د ۵ کيلويی غده بايد عمليات شي.

مګر دې ځل يې خور، چې د برتانيې په سفر ورسره مله وه، د خوزه اعتراض رد كړ، او د ډاكټرانو شرطونه يې ومنل.


www.7tir.com/news/index.php/308/ : manba


بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User