Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 30, 2010

ښه اخلاق

ښه اخلاق
:
الحاج فضل الله رشتين

د اسلام د مبين دين يوه ستره ځانګړتيا د ا ده چې ټول انسانيت  ته  يې  د ښو اخلاقو تعليم وركړى دى . 

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمائي

بعثت لاتمم مكارم الأخلاق
زه ددې د پاره رااليږل شوى يم چې  مكارم اخلاق پوره كړم.

مكارم  د مكرمه د كلمې جمع او  عربي كلمه ده . مكارم  ښو چارو ته وايي .
له مكارم اخلاق څخه  مطلب  ښې چارې  يعنې ښه اعمال   دي . دا ښه اعمال  د انساني كمالاتو د پشپړولو د پاره   ضروري دي . كه ښه اعمال نه وي نو انساني كمالات  بشپړ  كيداى نه شي..  د ښو اعمالو  په خاطر انسان ته  د اشرف المخلوقات درجه او مقام حاصل شوى دى . كه انسان ښه اعمال سرته ونه رسوي نو هغه په حقيقت   كښې د اشرف المخلوقات   دمقام او درجې په ارزښت نه  شي پوهيداى.
 له ښو اعمالو په  سرته رسولو سره د خداى بندګانو ته د روح خوشحالي او جسماني راحت او آرام  حاصليږي او په نړۍ كښې د امن او عافيت ، مينې او مسرت ، عدل او انصاف جنډه  په رپا راځي.
په ښو اخلاقو كښې دا لاندني اعمال او عادات شامل دي.
1 رښتيا او رښتينولي  :
   د انسان د پاره  رښتيا ويل ، په رښتينولئ ټينګ دريدل  او له رښتينو خلكو سره  راشه درشه او ملګرتوب  ډير ضروري ګڼل كيږي .
په ژبه رښتيا ويل ، په زړه كښې په رښتيا ايمان لرل ، په عمل كښې د رښتيا  اظهار كول د رښتيا نوم او حقيقت دى. د ايمان او رښتيا دواړو تر منځ يوه نژدې اړيكه ده  كه د چا ايمان  ضعيف وي نو هغه رښتيا نه وايي او څوك چې رښتيا نه وائي هغه د ضعيف ايمان خاوند دى.
په هر كار كښې له هر چا سره رښتيا ويل او رښتيا كول د يو ايماندار سړي كاردى. كه څوك په هر كار او هر خبره كې له دروغو څخه كار اخلي ، هغه نه يواځې  د ځان د بدبختئ سبب ګرځي بلكې نور خلك هم د بدبختئ په كوهي  كښې   وراچوي .
حق ويل :
څوك چې  حق وايي او د باطل په وړاندې سر نه ټيټوي هغه ته  خداى پاك كاميابي ور په برخه كوي . څوك چې دباطل په مقابل كښې د حق  تائيد كوي هغه د نيكمرغئ او سعادت په خوږو پايي .
افضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جابر ( ابو داوود )
له ټولو نه ښه جهاد دا دى چې  ظالم د بادشاه  په وړاندې  د حق كلمه وويل شي.
حضرت محمد (ص) فرمائي :
قل الحق و ان كان مر ( بيهقي )
د حق خبره وكړه كه څه هم ترخه وي .
حق ويل ، په حق ايمان لرل ، له حق څخه نه تيريدل ، په حق باور لرل او عمل كول د انسان د ابدي سعادت سبب ګرځي.
نن سبا يوشمير مسلمانان  ليدل كيږي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر په حق سترګې پټوي او  له حق ويلو څخه ډډه كوي .
زمونږ په ګران هيواد كښې  ليدل كيږي چې د عيسويت  د ترويج د پاره يو شمير خلك كار كوي . څوك چې دا كار كوي ، هغوي په حقيقت كښې په حق سترګې پټوي او له حق څخه كار نه اخلي .دوي  ته ښائي چې دا خبره  هيره نه كړي   چې خداى حق دى ، رسول حق دى ، قرآن حق دى. قرآن د مسلمانانو كتاب دى  او دا آخري  بشپړ كتاب . له دى كتاب نه پس بل كوم كتاب   نازل شوى نه دى او نه به هم نازل شي .   هر مسلمان ته ښائي چې د اسلام د مبين دين د ترويج د پاره كار وكړي .دوي ته ښائي چې  د قرآن پاك نسخې په خلكو وويشي . دوي ته ښائي چې د مسحيت  د ترويج څخه لاس په سر شي  دا ځكه چې دا كار د حق خلاف كار دى او څوك چې د حق خلاف كار كوي هغه مسلمان نه ګڼل كيږي.
3-  عفو او تيريدنه :
عفو ډير ښه شى دى . كه څوك له خپل دشمن څخه د بدل   اخستلو د طاقت د لرلو باوجود هغه معاف كړي نو دا ډير ستر كار دى.
د دښمن په مقابل كښې زور آزمائي ښه كار نه دى . كه دشمن ته عفو وشي نو له دې سره دشمني پاى ته رسي او كه له دشمن څخه څوك انتقام اخلي نو د هغه دشمني پاى ته نه رسي بلكې ددشمنئ اور لا نور تازه كيږي او په دې اور كښې انسانان سوزول كيږي.  څوك چې د ښو اخلاقو خاوند وي نو هغه هيڅوخت د دشمنئ د اور د تودولو خيال نه كوي بلكې غواړي په عقل سره او په فكر سره د دشمنئ اور  د مهر محبت په سړو اوبو مړ كړي.
4- تواضع  او  شكسته نفسي :
په هر كار او هر ځاى كښې له تواضع او شكسته نفسئ څخه كار اخستل د ښو اخلاقو ثبوت ګڼل كيږي. كه كوم دولت مند د خپل دولت په نشه  د تواضع او شكسته نفسئ له حد څخه بهر شي نو هغه  د ښو اخلاقو خاوند نه ګڼل كيږي . ښه اخلاق په مال او دولت لاس ته نه راځي ، بلكې د ښو اخلاقو لاس ته راوړنه  په تواضع او شكسته نفسئ  لاس ته راتلاى شي.
5- عفت او پاكي :
څوك چې خپل نفس  له هوا او هوس څخه په امان كښې ساتي هغه د عفت او پاكئ خاوند ګڼل كيږي.  كه كوم دوست  تا  ته شراب مخې ته ايږدي  او ته يې   له څښلو څخه ډه  وكړې  نو ددې مطلب دادى چې ته خپل عفت او پاكي  ساتې .
كه خداى مكړه   ته د چا له خوا  زنا كولو ته مجبور شې  مكر  ته دا كار ونكړې نو ته په دې ډول  خپل عفت او پاكي ساتې .  ته ځكه  ځان له بدو اعمالو څخه ساتې  چې ته د ښو اخلاقو خاوند يې كه خداى نا خواسته ستا اخلاق ښه نه وي نو ته هر بد كار ته لاس اچوى .
6- احسان :
د بد سلوكئ په مقابل كښې له ښه سلوك  او د ظلم په ځواب كښې له رحم څخه كار اخستلو   ته احسان وايي. كه  يو څوك  درسره بدسلوك وكړ ي  او ته  د هغه د بد سلوك په مقابل كښې له هغه سره ښه سلوك    وكړې نو  ددې مانا داده چې ته ورباندې احسان  كوې  .  كه  څوك  درباندې ظلم وكړي او ته  ورباندې د هغه د ظلم په مقابل كښې  له رحم  څخه كار واخلې نو دا هم  احسان دى.
7- ميړانه :
له  حق څخه  د حمايت  په خاطر له همت  او عزم څخه كار اخستل د ميړانې او شجاعت ثبوت دى.
هر مسلمان ته ښائي چې ميړانه او شجاعت ولري او د خپلې ميړانې او شجاعت په وسله  له  حق څخه دفاع وكړي . كه څوك ميړانه او شجاعت ونه لري هغه نه شي كولاى په هيڅ صورت د حق دفاع وكړي. له حق څخه دفاع په ميړانه كيږي او څوك چې دا ميړانه ولري هغه د ښو اخلاقو خاوند دى . شجاعت او ميړانه  هم په ښو اخلاقو يعنې مكارم اخلاق كښې شميرل كيږي.
خداى دې مونږ ټولو ته د هدايت لار وښيي . آمين
     ما علينا إلا البلاغ 
الحاج فضل الله رشتين
سرچینه
nengrahr.com

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User