اجل چې راشي وخت نه غواړی
اختر پټ ميړه نه دی
انسان ته خبره خره ته لرګئ
اوبه په ډانګ نه بېلېږي
اوښ که تږی شي، بيا يې هم يو زنګون اوبه په نس کې شته
بدبختي يوازې نه راځي
بې زحمته راحت نشته
پر آس ، ښځې او توره باندې مکمله باور نه کېږي.
پر پردي لاس مار مه وژنه
پر ښو تلوار په بدو تامل
پردئ کټ تر نيمو شپو دی
په پادې کې د يوې غوا مردارئ د ټولو نوم بدوي
په پچه وخوت کشمير يې وليد.
په تل کې به يې پېدا کړې
په درندو دروند، په سپکو سپک.
په دوه ګوتو لمر نه پټېږي
په زور کلي نه کېږي.
په کور کې که څوګ دي ، نو يوه خبر بس ده
په هوا کې ماڼې نه جوړېږي
په يوه ګل نه پسرلی کېږي
په ډېرو قصابانو کې غوا مردارېږي.
په ښايست مه نازېږه
پور دې پور منت دې نور
پوره ورک دې کړه دوه کوره
پړ مې که ، مړ مې که
تر بيکاري بېګاري ښه ده
ترکاڼي د بيزؤ کار نده
تروږمۍ چې ډېره شي، سهار نژدې کېږي.
تشه لاسه ته مې دښمن يې.
تللی وخت بيا نه راګرځي
تمه چې پېدا شي، مينه ورکېږي.
ته چې درنه تيږه جيګوې بېرته به ستا په پښو ولېږي
ته له ما جار زه له تا جار
تور لمڅی په صابون نه سپينېږي.
جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې
چرګه چې غټېږي، کونه يې تنګېږي
چرګه معلومه نه، چورګوړي اسمان ته وختل.
چونګښه او يخمالکه
چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي
چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي.
چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې
چې خر نلرې په خره نه ارضې.
چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله
چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي
چې شوه تير هغه شوه هير هوښيار نه ګرځي په تېرو پسې ډير
چې کار په هغه دې کار ، چې نه کار په هغه دې څه کار
چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي
چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته
چې هوګه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي
چې څه کرهې هغه به رېبې.
چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي
خبر د خپلې خولې په اندازه کوه.
خپل د زړه راز کوچنيانو او ښځو ته مه وايه
خپل عمل د لارې مل دی
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.
خپله لاسه ګله لاسه
خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې
خدای ته مرض کم نده ......... بنده ته بهانه
خر د ګل په بوې نه پوهېږي
خط له ټکي شروع کېږي
خفه وم چې ولې بوټونه نلرم، څو سړئ مې وليد چې پښې نلري
خوله يې د سوی شخوند وهي د اوښ.
خيال ګړي ګړي، په زياته د بدرنګ سړي.
د بد بخت سړي به د اختر په ورځ په ګېډه درد وي
د خدای قانون نه بدلېږي
د خره مينه لغته ده
د خلکو زور د خدای زور دی
د درواغو مزل لنډ دی
د دو پېسو شادي د لسو روپيو زنځير ويوړ.
د شيدو سوئ مستې پوه کوي
د صبر ميوه په مراد پخېږي
د عادت بلا په بسم الله نه ورکېږي
د غله په سر خلۍ ده.
د غله په غره کې ځاې نشته
د غله په ږيره کې خلی ده
د کبرجن سر ټيټ وي
د کمبخت سړي به په حلواه غاښ وځي
د لستوڼي د مار نه وډار شه.
د لمدو خټو لږ اوبه پکار دي.
د لوګري چې لو ته زړه نکېږي نو لور په لوټه اچوي
د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.
د ميدان نه وتلی پهلوان په هېڅ ارزښت نلري
د ميلمه مېلمه بد ايشي د صاحب د کور دواړه.
د نه رسيدلو نه په ځنډ رسيدل ښه دي.
د هرې شپې پسې ورځ ده.
د واده او ګور شپه نه په کور کېږي.
د ورغويي تڼاکه ملغلره ده
د ډول آواز له ليرې ښه خوند کوي.
د ړوندو په ښار کې يوسترګئ پاچا ده
درست کښت يې وخور دی يې لا مږه نه بولي.
درواغ د ناپوهه وزر دي
درواغجن حافظه نلري
درواغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي
دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي
دوست به له وره وباسې ولې له زړه نه يې نشې ويستلئ
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې
دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي
دومره ښه مکوه چې پرې ستومانه شې
دوه پکه، هغه هم سره ورک.
ديوالونه مږکان لري او مږکان غوږونه لري
زه ځان خورم تا لره، ته غار کينې ما لره.
زور يې د ملخ ، پټې وهي په مخ.
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده
ژوند په اميد خوړل کېږي
ساده سړی خدای ساتي
سپئ چې لېونئ شي خپل خاوند هم خوري
سپور د پلې په حال څه خبر دی
سترګې له سترګو شرمېږي.
سل دې ومره يو دې مه مره
سل روپۍ پور کړه د اختر شپه په کور کړه
سړی چې شتمن شي، حرص زياتېږي.
شپه که تياره ده، مڼې په شمار دي.
عبدالحقه ستا خو حق ده، عبدالخېر تاته خېر.
عيسی په خپل دين موسی په خپل دين
غر که څومره جګ دی ، خو په سر يې لار شته.
غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي.
غوسه چې ډېره شي، عقل کمېږي.
غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته صبر دی.
قانع د خدای دوست دی
قربان د خپله کوره ، چې تيز واچوې په زوره
قصابان ډېرېږي غوا مردارېږي
کبر زوال لري
کلاله وکه خپله سياله.
که غواړې چې خلکو ته خدمت وکړې نو خپل ځان هېر کړه.
که ما ويل چې زه يم، او تا ويل چې زه يم ، نه به ته يې او نه به زه ، او که تا ويل چې ته يې ، او ما ويل چې ته
يې، هم به ته يې او هم به زه يم که ډوډئ پردی وي نس خو دې خپل ده
کوهي جوړؤنکی پخپله کوهي کې ده
کوڅه ډبی سپي نه مه وېرېږه
کوږ بار تر مزله نه رسېږي
لمر په دو ګوتو نه پټېږي.
لمړۍ ځان پسې جهان
له اوربشو نه اوربشې، له غنمو نه غنم، هوښيار ويل زه يې منم
له باران نه پاڅيد ناوې ته کيناست
له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه
له خپل ټغر سره پښې وغزوه
له خوږو نه خواږه له ترخو نه ترخه د تا يې پرې څه
له شوروا نه مرور له غوښې سره پخلا
له لوږي مړ شه د منت خواړه مخوره
له مياشې نه فيل جوړول
له ناکلالې ښځې جره بې کوره ښه دی
له وخت نه ګټه واخله
له ږيرې يې اخلي پر بريتو يې ږدي
له ښو نه ښه ځېږي له بدو نه واښه
لورې تاته وايم نږورې ته يې واوره
ليدؤنکئ د اوؤه وزيرانو عقل لري.
لږ به خورم هوسا به اوسم
لېوه ته چې نصيحت کړې په هغه ورځ دوه خوري
مات لاس غاړې ته لوېږي.
مار چې څومره کوږ ځي، خپل سوري کې سمېږي.
مار يې لنډئ کړ خو مړ يې نه کړ.
مال خپل ساته ګاونډی غل مه نيسه
مکوه په چا چې وبه شي په تا
مکوه هغه کار چې نه دې مور کړی وي نه پلار
ملامت سترګې نلري
ملکان چې ډېر شي، کلی ورانېږي.
منځګړي چې ډېر وي، جګړه تودېږي.
مه مې يادوه بد پلار چې زه دې ياد نکړمه ښه پلار
موټی د خروار نمونه
موړ د وږي له حال څه خبر دی
مياشتې ته له لومړې ورځې دعا کېږي
ميلمه د کوربه سره نه جنګېږي
مينې نه مينه ځېږي
مېږي چې وزر وکړي، اخر ورکېږي.
ناپوهه دومره په بل نه کوي لکه په ځان
نارينه غرونه غرونه، ښځې اړمونه.
ناړې جې پورته اچوې بېرته ستا په مخ ولېږي.
نوک او اورۍ سره نه بېلېږي.
نوم يې لوی کور يې وران
نيمچه ملا سړی کفر ته باسي
هر چاته خپل وطن کشمير دی
هر کار په حوصله کېږي
هر ځلېدونکي ته ملغلره مه وايه
هر څوک خپل شی ښاغلی ګڼي
هره ورځ اختر نه وي
هره ورځ د بلې مور ده.
همېشه خپلې ګټې د خلکو په ګټو کې لټوه.
هېڅ ګل بې اغزي نشته
وچې خاورې په دېوال نه نښلي.
وخت سره زر دي
وخت ښه قاضي ده
ورغستلئ له منځ نه وتلئ
ورور په يوه اشتباه کلک مه نيسه
ورور دې هغه ده چې په درد دې وخوري
وروري به کوؤ حساب ترمينځ.
وروري به کوؤ خو حساب تر مينځه
ورېځ چې سپينه شي، اورښت توندېږي.
وسله هغه چې په لاس کې درغله.
وسله هغه ده چې په لاس کې دې وي
وينه په وينه نه مينځل کېږي
وړوکی لوښی زر ډکېږي.
ياخپل ګور يا خپل ګور
يار له کوڅې تير شو رنګ يې هېر شو
يتيم په ژړا پوخ دی
يو انار سل بيمار
يو وايي کور مې درجار، بل وايي زه هم سترګې لرم.
يو وايې کور مې له تا جار، بل رسی ورته وغوړوله.
ځانپېژنده ، خدای پېژندنه ده.
ځمکه د خدای ده کور دې خپل
ځمکه هغه توده وي، چېرته چې اور بلېږي
ځمکه هغه سوځي ، چېرته چې اور پرې بل وي
څاڅکي څاڅکي ډېرېږي
څه چې کرې هغه به رېبې
څه چې ځانته غواړې، خلکو ته يې هم غواړه.
څو زحمت و نه ګالې راحت نه مومې
ډوبېدونکی هر بوټې ته لاس اچوي
ړوند رڼا نه پېژني
ړوند يو يوار خپل د لاس لرګی ورکوي
ښه چې کوې امېدواره اوسه، او بد چې کوې خبرداره اوسه
9 ښه شی اول په ورور پېرزو لره
ښه کوه درياب ته يې اچوه
ښه وکړه په درياب کې يې واچوه، د سيند ماهيان هم هغه نشي هضمولی
ګنج په کنډواله کې ده.
ګوړه ګوړه وايه خوله به دې خوږه وي
ګټه په تاوان کېږي.
اوبه چې تر ستونې شي، ځوی او لور تر پښو لاندې شي
تورې به لالا وهي ، مړی به عبدالله وهي.
واده د مولا داد پکې غورځي الله داد
يو ودېږي لس ورته رقصېږي
داسې ژوندی اوسه چې په توصيف او تعريف وارزې
د سل کالو د بې عزته ژوند نه د يوې دقعې با عزته ژوند ترجيح لري
زيارت کې بانډاره ده خورې ته هم پسې راځه
داسې مړ شه چې په دعا وارزې
که مېړه دې څه ويلې، کلي ورکه ترې راځه
هغه شی چې دې نه ده ايښی مه يې اخله
چې نه دې وي له موره ، ورته مه وايه چې وروره
ګل په بوټي کې ښه ښکاري
څه چې دی نه وي کړي په کړو کې يې مه حسابوه
هر سر د پګړی وړ نده
منت واخله ولی منت مکوه
غيبت کوؤنکي او درواغجن ته په ژوند کې لاره مه ورکوه
چې په تنګ شي نو په جنګ شي
manbaa facebook pashto matalona By پښتو متلونه