salam hadawall seb
زمایوه
پوشتنه ده خدای دی وکړی چی جواب یی کری
اوله پوښتته په رکوع نه چی پورته شم دعه دعا لولم الحمدلله حمدا کسیرا طیبا مبارک فیهی دعا زمونګ استازمونګ ته ویلی وه ایا دا جایزده اوکه نه
دوهمه پوشتنه داده چی دشوال دمیاشتی روژی سومره سواب لری ایاداپه اسلام کی شته
اوله پوښتته په رکوع نه چی پورته شم دعه دعا لولم الحمدلله حمدا کسیرا طیبا مبارک فیهی دعا زمونګ استازمونګ ته ویلی وه ایا دا جایزده اوکه نه
دوهمه پوشتنه داده چی دشوال دمیاشتی روژی سومره سواب لری ایاداپه اسلام کی شته
عبداللطیف ظفرهده وال
جواب {1}: تاسو ته چه کومه دعاء استاد محترم خو دلی ده
په دې کی ډېر اجر دې او دا زه په خپله هم د ډېر وقت نه وایم
او حدېث به هم رانقل کړم درته .
-------------------------------------
الحمد لله حمدا كثيرا طيبا مباركا فيه
ثلاثين ملك يتسابقون في كتابتها وكل حرف
له ملك يصعدون بها الي السماء من ثقل وزنها
وروى البخاري من حديث عن رفاعة بن رافع الزرقي قال :
كنا يوما نصلي وراء النبي صلى الله عليه وسلم فلما رفع رأسه
من الركعة قال : سمع الله لمن حمده . قال رجل وراءه :
ربنا ولك الحمد حمدا كثيرا طيبا مباركا فيه . فلما انصرف قال :
مَن المتكلم ؟ قال : أنا . قال :رأيت بضعة وثلاثين ملكا
يبتدرونها أيهم يكتبها أول .ورواه مسلم من حديث أنس رضي الله عنه
الله أكبر كبيرا ، والحمد لله كثيرا ، وسبحان الله بكرة وأصيلا
وروى مسلم من حديث ابن عمر رضي الله عنهما قال :
بينما نحن نصلي مع رسول الله صلى الله عليه وسلم إذ قال
رجل مِن القوم : الله أكبر كبيرا ، والحمد لله كثيرا ، وسبحان الله بكرة وأصيلا .
فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من القائل كلمة كذا وكذا ؟ قال رجل مِن القوم :
أنا يا رسول الله . قال : عَجِبْتُ لها ! فُتِحَت لها أبواب السماء . قال ابن عمر :
فما تركتهن منذ سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ذلك .
للشيخ محمد المختار الشنقيطي .
--------------------------------
امید دي په معنی به یی پوها شوې یی .
بیاهم مفهم به یی درته بیان کړم
خلاصه : یو ځل د نبی پا ک ﷺ نه روستو دا دعاء یو صحابی وا وئیلی .
نبی پا ک ﷺ تپوس وکړو چه دا دعاء چا وه وئیلۍ .
بیا ئی وه فرمائیل چه ما وا لیدل چه د دېرشو نه زیات ملائک را کو شوې وو
د د دې کلماتو پورته کولو ته . د وجی دوزن د دې نه { چه ثواب یی ډېر زیات وو }
جواب {2}: د شوال د نفلي روژو شمير شپږ دی ، کله چې د رمضان المارک سره دا نفلي روژې يو ځای شي د يو کال روژه نيولو ثواب لري .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ صَامَ رمضان ثم أَتْبَعَهُ سِتًّا من شَوَّال فَذَاكَ صِيَامُ الدَّهْر»
« هر چا چې د رمضان د مياشتې روژه او په هغه پسې د شوال شپږ ورځې روژه
ونيسي اجر او ثواب يې د يو کال د روژې نيولو سره برابر دی ». مسلم (1164)
مستحب دا ده چې دا روژې د اختر په دوهم سبا پيل شي ،ددې روژو
نيول د شوال د مياشتې په مينځ او يا آخر کې هم جايز دي ، تر مينځ يې وفقه
غوره ده لکن پيوست نيول يې جايز دي :
کما فی الدر و ندب تفريق صوم الست من شوال ولا يکره التتابع ( الدرمختار ج ۲ ص ۱۷۱ مطلب فی صوم الست من شوال.
قال النووي رحمه الله :
قَالَ أَصْحَابُنَا :
يُسْتَحَبُّ صَوْمُ سِتَّةِ أَيَّامٍ مِنْ شَوَّالٍ ، لِهَذَا الْحَدِيثِ
قَالُوا : وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَصُومَهَا مُتَتَابِعَةً فِي أَوَّلِ
شَوَّالٍ فَإِنْ فَرَّقَهَا أَوْ أَخَّرَهَا عَنْ شَوَّالٍ جَازَ . وَكَانَ
فَاعِلا لأَصْلِ هَذِهِ السُّنَّةِ ، لِعُمُومِ الْحَدِيثِ وَإِطْلاقِهِ .
وَهَذَا لا خِلافَ فِيهِ عِنْدَنَا وَبِهِ قَالَ أَحْمَدُ وَدَاوُد .
المجموع شرح المهذب .
او بل دا چې که څوک د فرضي روژې قرضدار وي هغه به لومړی قضايي روژه نيسي او نفلي ؟
په دې اړه د فقهاؤ تر مينځ څه اختلاف نظر شته ځنې په دې نظر
دي چې دا روژې په حديث شريف په رمضان پسې پيوست ذکر شوی دي نو لومړی به
نفلي روژې نيسي او وروسته به قضايي روژې نيسي ځکه چې د قضايي روژې د پاره
تر راتلونکي رمضان پورې وخت شته .
او ځنې فقهاء بيا په دې نظر دې چې د قضايي روژې قضايي راوړل واجب دي او مستحب په واجبو باندې نشي مقدم کيداي .
ان شاء الله څه باک نه لري چې لومړی د شوال نفلي روژې ونيسي او بيا قضايي روژه ونيسي ځکه چې درمختار ليکي : ولذا جاز التطوع قبله ( قبل قضاء رمضان بخلاف قضاء الصلوة ) درمختار ج ۲ ص ۱۶۰ ) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۴۶ ) .
د شوال روژې د يو کال روژه نيولو ثواب لري
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ صَامَ
رمضان ثم أَتْبَعَهُ سِتًّا من شَوَّال فَذَاكَ صِيَامُ الدَّهْر» « هر چا
چې د رمضان د مياشتې روژه او په هغه پسې د شوال شپږ ورځې روژه ونيسي اجر او
ثواب يې د يو کال د روژې نيولو سره برابر دی ». مسلم (1164)
ددی حديث شريف شرحه داده چې د هر نيک عمل ثواب 10 چنده دی ،
نو د 30 ورځو ثواب 300 ورځي کيږي او ثواب د 6 ورځو مساوي دی په 60 ورځو چې
په دې ترتيب ټولې ورځې به 360 شي چې 360 ورځې يو کال دی که هر کال دغه عمل
تر سره شي نو د ټول عمر سره برابريږي .
و الله اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.