سلامونه اونیکی هیلی :
ځواب ته مو منتظر یم.
له ټولو بیا هم نړی مننه
له ټولو بیا هم نړی مننه
ډاکتر عبدالهادي رحماني له کابله
ځواب: درمختاركې دامضمون داسې دى چه دټولې ږيرې وينځل فرض دي، خوله ږيرې نه
دزوړندو ويښتانووينځل اومسحه كول فرض ندي بلكه سنت دي اورنګۍ ږيره چه دمخ پوستكى ور نه ښكاريږي دهغې لاندې وينځل ضروري دي ([1]) اودكومې وينځل چه فرض دي
په هغې كښې درى ځل والى سنت دى ([2]) لكه څرنګه چه ږيره په مخ كښې شامله ده داّبه هم په هغواوبوسره وينځل كېږي كومې چه دمخ دپاره را اخستل شوې وي مثلا اول به په دواړو ورغووكې اوبه راواخلي اوپوره مخ به دږيرې سره ووينځي بيابه په دواړو ورغووكې اوبه راواخلي اوپوره مخ به دږيرې سره يوځاى ووينځي همداډول به دريم ځل بيا دږيرې دپاره جدا اوبه هغه وخت راواخلي چه خلال كوي اوهغه هم يوځل ([3]) .
_________________________
[1] - وغسل جميع اللحية فرض يعنى عمليا ايضا الخ ثم لاخلاف ان المسترسل لايجب غسله ولامسحه بل يسن وان الخفيفة التى ترى بشرتها يجب غسل ما تحتهاالخ ( الدرالمختار على هامش ردالمحتار فرائض الوضو ج۱ ص۹۳ ،.
[2] - وتكرار الغسل الى الثلث سنة ايضا لمواظبة النبى عليه الصلوة والسلام الخ ( غنية المستملى سنن الوضو ص ۲۵ ظفير غنية المستملى دادكبيري اوشرح منيه په نوم سره مشهوره ده داد شيخ ابراهيم حلبي تصنيف دى داهم په مختلفومطابعو كې چاپ شوې ده دستاسې په لاس فتاوى كې دصفحاتوحواله دفخرالمطابع لكهنو دچاپخاني نسخه ده ۱۲ .
[3] -وتخليل اللحية الغيرالمحرم بعدالتثليث (درمختار) اى تثليث غسل الوجه امداد الخ روى ابوداودعن انس (رض) كان صلى الله عليه وسلم اذا توضا اخذ كفا من ماء تحت حنكة فخلل به لحيته وقال بهذاامرنى ربى . ردالمحتار كتاب الطهارة سنن وضو ص ۲۰۹ ج ۱ ) (۱) ردالمحتار كتاب الطهارة بحث وضو ج ۱ ص ۹۳ . ۱۲
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.