- ka yao sary yave khaze sara zeena woky da dy sary nika da dagy khazy lor sara kegy kana
امام ابوحنیفه (رح)، امام احمدبن حنبل(رح) او د امام مالک (رح)
یو روایت کې پدې اند دي چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور او
مور ورباندې حرامې دي، نکاح یې ماتیږي، ددې دلایل د فقهې په کتابونو کې
شته او علماوو ته معلوم دي.
بل پلو ته امام شافعي (رح) او امام مالک(رح) په یوه بل قول کې پدې اند دي چې دغه کار خو یو ناوړه او بد کار دی خو د کومې ښځې سره چې زنا شوې ده د هغې له مور او یا لور سره نکاح حرامه نه ده او که له پخوانه ورسره نکاح شوې وي نو ماتیږي نه، ددې نظر د تایید دلایل هم د فقهې په کتابونو کې شته .
۲ – که یو چا له یوې ښځې سره زنا ونه کړه خو په یوه بستره کې له جامو نه پرته(لوڅ) ورسره څملاست، په شهوت سره یې لاس پرې وواهه، مچو یې کړه خو جنسي عملي اړیکې (دخول) صورت ونه نیوه ، نو دلته هم د امام ابوحنیفه(رح) د مذهب پر اساس ددې ښځې لور او مور په سړي حرامه ده او نکاح هم پرې ماتیږي، خو امام شافعي(رح) او امام احمد (رح) پدې اند دي چې نکاح نه پرې ماتیږي.
تاسې چې د کوم حالت یادونه کړې ده، هغه پدې صورت حال کې شامله ده په اختلافي مسایلو کې د دلایلو پر بنسټ یا د شرعي ضرورت پر اساس د یوه مجتهد رایه پریښودل او د بل مجتهد رایه غوره کول خو روا دي اما یوازې د خپل خواهش د پوره کولو لپاره او د خپلې شخصي پیښې په پام کې نیولو سره د خپل پخواني مذهب او مجتهد امام رایه پریښودل او د بل هغه غوره کول مناسب کار ندی .
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.