Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, August 7, 2013

په اخترونوکې دمبارکۍ شرعي حیثیت



لیکوال: مفتي شاهد(حقاني)

eedڅه وخت مخکې مې په (اصلاح انلاین)کې دیوه چا ددې پوښتنې په ځواب کې چې په اخترونوکې دمبارکۍ ورکولو شرعي حیثیت ورته څرګند کړي، دنوموړې ویب سایټ دفقهي مسایلو دیوه کارپوه ځواب ولوست ،ځواب که څه هم بد نه وو،خو دحنفي فقهي دکتابونو پرځای یې دامام احمدبن حنبل پرحواله ورته ځواب ویلی و،داچې څلور واړه ائمه داهل سنت والجماعت علمبرداران دي اومونږورته تر هر چاډیر درناوی لرو،خو دامام ابوحنیفه رح جامع مذهب سره ددې چې دداسې استفتاوویا پوښتنولپاره دځواب ویلوستره کتابي ذخیره لري ،منل شوي سلف او خلف علماءاو متخصصین لري او زمونږ افغاني ټولنه هم په قاطع اکثریت دحنفي مذهب پیروان دي ،خوبیا هم ددې ملحوظاتوسربیره د مستفتي دسوال دځواب لپاره نوموړې کارپوه د ځواب دیوې غښتلې مرجع په بڼه په حنفي مذهب لومړۍ کومه حواله نه وه ورکړي ،بلکې دامام احمد بن حنبل رح په حواله یې داپوښتنه ځواب کړي وه ،اونه یې دحنفي فقه له غني معدنیانونه سائل ته   کومه مرغلره را ایستلې وه، ماته داسې ښکاره شوه ،چې ګوندې خدای ج مکړه زمونږدحنفي مذهب کتابونه پدې مسئله کې کوم وضاحت نلري او یوازې حنبلي مذهب دامسئله حل کړي ،پداسې حال کې چې د(الدرالمختار ،بحرالرائق ،ردالمحتار) غوندې دحنفي مذهب معتمدکتابونه پدې باب کې ډیراستنباطات لري ،خوورته لومړۍ مراجعه او پرې اعتماد ترټولومخکې شرط دی ،چې دلته مسکوت عنه پاتې شوی و،مونږچې دافغاني ټولنې نبض ونیسو، نوراته به جوته شي ،چې غوڅ اکثریت افغانان احناف اودحنفي فقهې مسائل تر نورومقدم بولې ،نو کوم علماء چې ددې ټولنې دیني او علمي خدمت کوي ،هم باید په همدې ژبې ورسره خبرې وکړي ،هسې نه چې په لوی لاس موخپله واحده ټولنه دوحدت پر ځای په څو برخو ویشلې وي ،بل له علمي اومسلکي اړخه دافتاء داصولو په رڼا کې کوم که څوک ځان مقلد یا دمذهب پیروبولې ،نو دخپل مذهب دمسائلو پرځای پر بل مذهب باندې دفتوی ورکولولپاره هم کلک ضوابط او اصول شته، چې ددې قواعدوپه رڼا کې به دبل مذهب د مسائلو په باب فتوی ورکول کیږي ،او که دمذهب له دایرې نه بهر وي ،نو بیا خوافغاني ټولنه لا دې ته اوس نده چمتو،چې دحنفیت پرځای دعدم تقلیدپرکږلیچنولارو سر شي او خدای ج مکړه دخپلواسلافومذهبي عنعناتوته نور دپای ټکی کیږدې ،هيله موداده چې دفتوی اوقضاء دڅانګوپوهان یا کارکوونکې دا اصول په پام کې ونیسې اولومړیتوب ورته ورکړي ،پورتنۍ یادونې مذهبي تعصب یا تنګ نظري هم ونه بلل شي ،چې څنګه نو په حنفي مذهب فتوی ضروري ده !دانور خو هم حق دي .....! ځکه همدا قواعد دهمدې څلورګونومذاهبو له منل شویو علماوولخوا لیکل شوي او دفتوی په باب کې پرې پوره باور پکار دی ،بلکې هغه اصل یې وګڼې چې له امله به یې خپل رسالت سرته رسولی وي او دخلکوسوالونوته به یې منل شوی ځواب ویلې وي .
داخترونودمبارکۍ دمشروعیت یا اباحت په باب دې هڅونې اړ ایستم تر څودمسئلې شرعي اړخونه وسپړم اودصحابه کرامو رض داثاروتر څنګ دحنفي مذهب غوندې به دموضوع دوضاحت لپاره دنورو درې ګونو مذاهبواقوال هم له حوالو سره مله رانقل کړم ، څو دموضوع حقیقت ته ځان ورسوواو ددې موضوع شرعي حیثیت ته به لاس رسی وکړو!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له شک پرته چې اخترونه دمسلمانانودخوشحالۍ اوتفریح ورځې دي اوکال کې دا دوه اختره داسلام دستر پیغمبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم له هغه مبارک هجرت نه وروسته دیوه نعمت په بڼه دهغو دوو ورځوپه بدل کې معاوضه شول ،چې دمدینې منورې خلکوبه پکې لوبې او خوشحالۍ کولې ،لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په یوه حدیث کې داسې راغلې : أخبرنا علي بن حجر , قال : حدثنا إسماعيل , قال : حدثنا حميد ، عَنْ أَنَس , قال : كان لأهل الجاهلية يومان من كل سنة يلعبون فيهما , فلما قدم النبي - صلى الله عليه وسلم - المدينة , قال : كان لكم يومان تعلبون فيهما , وقد أبدلكم الله بهما خيرًا منهما : يوم الفطر ويوم النحر. (السنن الکبری للامام البیهقی)
ژباړه :دانس رض نه روایت شوی چې دجاهلیت په وخت کې به دخلکو لپاره هرکال دوه ورځې داسې وي چې دوئ به پدې دواړوورځوکې لوبې کولې ،کله چې نبي کریم ص مدینې ته راغی، ویې فرمایل چې ستاسولپاره دوه داسې ورځې وي چې لوبې به مو پدې دواړوکې ورځوکې کولې اوپه تحقیق سره الله ج ستاسولپاره دادوه ورځې ددې نه په ښوورځو بدلې کړي ،چې یوه دکوچني اختر او بله دغټ اختر ورځ ده .

داروایت بل ځای داسې راغلی : 19 أخبرنا أبو طاهر المبارك بن أبي المعالي الحريمي ببغداد أن هبة الله بن الحصين أخبرهم أبنا أبو علي الحسن بن علي بن المذهب أبنا أبو بكر أحمد بن جعفر القطيعي ثنا عبد الله بن أحمد حدثني أبي ثنا عفان ثنا حماد أبنا حميد قال سمعت أنس بن مالك قال قدم رسول الله صلى الله عليه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما هذا اليومان قالوا كنا نلعب فيهما في الجاهلية قال إن الله قد أبدلكم بهما خيرا منهما يوم الفطر ويوم النحر وقد رواه الإمام أحمد أيضا عن محمد بن عبد الله الأنصاري عن حميد ( 1 ) وكذلك رواه عن الأنصاري أبو حاتم الرازي ( 2 ) ورواه محمد بن يحيى العدني عن مروان بن معاوية عن حميد ( 3 )
ورواه محمد بن إسحاق السراج عن سوار بن عبد الله عن المعتمر بن سليمان عن حميد عن أنس ورواه أبو داود السجستاني في سننه عن موسى بن إسماعيل عن حماد عن حميد ( 1 ) ورواه النسائي عن علي بن حجر ( 2 ) $ آخر $ * إسناده صحيح
)الاحادیث المختارة للانصاری-ج۳/ص۲۲۰

داختر دورځودفضیلت اواهمیت په هکله نورډیر احادیث هم شته خو دلیکنې داختصار له امله په همدې حدیث بسنه کوو،دلته به یې زیات په فقهي جهت باندې دڅیړنې ترکیزوکړو،ترڅوراته ددې مشروعیت او عدم مشروعیت څرګند شي .

څنګه چې کتل کیږې ټول مسلمانان داختر په مبارکیوکې دخوشحالۍ اظهارکوي اویوبل ته په لومړي ملاقات کې دمبارکۍ مروجه اصطلاحات کاروي لکه عربي اوعجمي ټولنوکې داسې اصطلاح کارول کیږي چې ((تقبل الله منا ومنکم ))همداسې ((عیدمبارک)) ((اختر دې مبارک شه ))اونورداسې .........دتبریکۍ جملې چې ترې دمبارکۍ مفهوم معلومیږې ،په عربي کې ورته (تهنئة بالعید)یا داختر مبارکي وایې ،دااصطلاحات شرعا څه حرج نلري اونه کوم کراهت لري، بلکې جمهورفقهاء ټول پدې آند دي، چې دامشروعیت لري او درسول الله ص دنوروصحابووپه څېر د(ابې امامه الباهلي رض)او( واثلة رض ) نه هم ددې الفاظو استعمالول ثابت دی ،وروسته بحث کې به راشي چې د(مکحول )نه چې پدې باب کې دانکارکوم روایت راغلی ،هغه دامیرالمؤمنین فی الحدیث امام بخاری رح غوندې محدثین ضعیف ځکه بولې چې په سند کې (عبدالخالق ) راغلی اوهغه دامام بخاری په نزد منکر الحدیث دی ،همداسې یې دڅلورګونومذاهبو امامان یا هم مباح یامستحب بولې او کوم ډول کراهیت بدعت پکې نه وینې لکه په لاندې عبارتونوکې به دالنډیز وڅیړل شي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وفي استحبابالتهنئة بالعيد قوله : " عن جبير بن نفير قال : كان أصحاب النبي(ص) إذا التقوا يوم العيد يقول بعضهم لبعض : تقبل الله منا ومنك .
قال الحافظ : إسناده حسن " . قلت : المراد ب‍ (الحافظ) عند الإطلاقابن حجر العسقلاني ، ولم أقف على هذا التحسين في شئ من كتبه ،وإنما وجدته للحافظ السيوطي في رسالته : " وصول الأماني في أصولالتهاني " (ص 109) ، من الجزء الأول من " الحاويللفتاوي " ، وقد عزاه لزاهر بن طاهر في " كتاب تحفة عيد الفطر " ،وأبي أحمد الفرضي . ورواه المحاملي في " كتاب صلاة العيدين " (2 /129 / 2) بإسناد رجاله كلهم ثقات رجال " التهذيب " ، غير شيخهالمهنى بن يحيى ، وهو ثقة نبيل كما قال الدارقطني ، وهو مترجم في "تاريخ بغداد " (13 / 266 - 268) ، فالإسناد صحيح ، لكن خالفه حاجببن الوليد في إسناده ، فلم يرفعه إلى أصحاب النبي (ص) . فقال :
حدثنا مبشر بن إسماعيل الحلبي عن صفوان بن عمرو السكسكي قال : "سمعت عبد الله بن بسرو عبد الرحمن بن عائذ وجبير بن نفير وخالد بنمعدان يقال لهم في أيام الأعياد : تقبل الله منا ومنكم . ويقولونذلك لغيرهم " . أخرجه أبو القاسم الأصبهاني في كتابه " الترغيبوالترهيب " (ق 41 / 2 - 42 / 1) . فإن صح السند بهذا إلى الحاجب ،فإن في الطريق إليه من يحتاج إلى الكشف عن حاله ، فلعل مبشر بنإسماعيل حدث بهذا وهذا ، وبخاصة أن عبد الله بن بسر هذا – وهوالمازني - صحابي صغير ، ولأبيه صحبة ، فيبعد أن يقول هو والتابعونالمذكورون معه شيئا دون أن يتلقوه عن الصحابة ، فتكون الروايتانصحيحتين ، فالصحابة فعلوا ذلك ، فاتبعهم عليه التابعون المذكورون .
والله سبحانه وتعالى أعلم . ويؤيد الرواية الأولى ما ذكره ابنالتركماني في " الجوهر النقي " (3 / 320) من رواية محمد بن زيادقال : كنت مع أبي أمامة الباهلي وغيره من أصحاب النبي (ص) ، فكانواإذا رجعوايقول بعضهم لبعض : تقبل الته منا ومنك . قال أحمد بن حنبل : إسنادهجيد . ولم يذكر من رواه ، وقد عزاه السيوطي لزاهر أيضا بسند حسن عنمحمد بن زياد الألهاني قال : رأيت أبا أمامة الباهلي يقول في العيدلأصحابه : تقبل الله منا ومنكم . ثم كتب بعض إخواننا الطلاب تعليقاعلى نفمي المتقدم ، فقال : بل قال الحافظ في " الفتح "(تمام المنعة لمحمدالالبانی)
دپورتنې روایاتوخلص مفهوم څوشیان دي : یوداچې امام حافظ ابن حجرعسقلاني یا حافظ امام سیوطي رح څخه پداسې سند چې دیوه طریقه یې رجال ټول ثقات دي د(جبیر بن نفیل په )حواله روایت رانقل کوي، چې درسول الله ص اصحابوبه یوه بل ته داسې ویل (تقبل الله منا ومنکم )یعنې دا کلمات به یې داختر دمبارکۍ پروخت یوه بل ته ویل ،بیا یې دجبیر ددې روایت دتایید لپاره د(محمد بن زیاد)هغه روایت راوړی، چې د(ابن الترکماني )په حواله په (الجوهر النقی )کې رانقل شوی ،چې (محمد بن زیاد)پکې وایې : چې زه د(ابی امامه) رض غوندې دنورواصحابوسره هم پاتې شوی یم ،کله به چې هغوئ بیرته راتلل (البته دعیدګاه نه)نویوه بل ته به یې ویل (تقبل الله منا ومنکم )ورپسې امام سیوطي رح په حسن سند سره همدا د(محمد بن زیادالالهاني) له خولې وایې :چې ما (ابي امامه الباهلی رض)صحابي وکوت چې خپلو ملګروته یې په اختر کې ویل چې (تقبل الله منا ومنکم)......
نوددې روایاتوچې رفع یې صحابووته شوي داختر په مبارکۍ کې داپورتني الفاظ سندا ثابت شول او دوئ سلفوبه یوه بل ته اختر کې مبارکي ویله ، بیهقي دمکحول لاندینی همدا یو روایت راخستی چې پکې ددې ډول مبارکۍ نه انکار رانقل شوی ،خو دامام بخاري غوندې محدث دا روایت ضعیف بللی (6091 - أخبرناه أبو الحسين بن بشران ببغداد أنبأ أبو جعفر محمد بن عمرو الرزاز ثنا محمد بن الهيثم بن حماد ثنا نعيم بن حماد ثنا عبد الخالق بن زيد بن واقد الدمشقي عن أبيه عن مكحول عن عبادة بن الصامت رضي الله عنه قال Y سألت رسول الله صلى الله عليه و سلم عن قول الناس في العيدين تقبل الله منا ومنكم قال ذلك فعل أهل الكتابين وكرهه عبد الخالق بن زيد منكر الحديث قاله البخاري (سنن بیهقی الکبری)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
6522- وَقَدْ رُوِىَ حَدِيثٌ مَرْفُوعٌ فِى كَرَاهِيَةِ ذَلِكَ وَلاَ يَصِحُّ أَخْبَرَنَاهُ أَبُو الْحُسَيْنِ بْنُ بِشْرَانَ بِبَغْدَادَ أَخْبَرَنَا أَبُو جَعْفَرٍ : مُحَمَّدُ بْنُ عَمْرٍو الرَّزَّازُ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْهَيْثَمِ بْنِ حَمَّادٍ حَدَّثَنَا نُعَيْمُ بْنُ حَمَّادٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الْخَالِقِ بْنُ زَيْدِ بْنِ وَاقِدٍ الدِّمَشْقِىُّ عَنْ أَبِيهِ عَنْ مَكْحُولٍ عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنْ قَوْلِ النَّاسِ فِى الْعِيدَيْنِ تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ قَالَ :« ذَاكَ فِعْلُ أَهْلِ الْكِتَابَيْنِ ». وَكَرِهَهُ. {ج} عَبْدُ الْخَالِقِ بْنُ زَيْدٍ مُنْكَرُ الْحَدِيثِ قَالَهُ الْبُخَارِىُّ.(سنن بیهقی ) .
ژباړه :مکحول دعباده بن صامت رض نه روایت کوي چې دافرمایې چې ما درسول الله صلی الله علیه وسلم نه په اخترونوکې دخلکو ددې وینا په باب وپوښتل چې وایې (تقبل الله منا ومنکم )نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل چې داد اهل کتابوکاردی اوبد یې وباله )خوامام بخاری رح ددې روایت په باب وایې :چې دې سند کې (عبدالخالق) راغلی اودامنکرالحدیث دی ،نوپدې جرح سره دمکحول روایت ضعیف او هغه داثبات روایت صحیح پاتې شو.
دموضوع په باب دمذاهب اربعو دعلماوواقوال :
علامه زین بن نجیم رح دحنفي فقه متبحر عالم (تهنئه )یامبارکي په دعایې الفاظوسره جایزبولې ،لکه دانوموړی عالم چې په (بحرالرائق )کې لیکي :((والتهنئة بقوله تقبل الله منا ومنكم لا تنكر. وفي المجتبى: فإن قلتعد الغسل ههنا مستحبا وفي الطهارة سنة قلت: للاختلاف فيه والصحيحأنه سنة، وسماه مستحبا لاشتمال السنة على المستحب وعد سائرالمستحبات المذكورة هنا في بعض الكتب سنة اه‍)). (البحرالرائق)ج/۴
یعني د(تقبل الله منا ومنکم) په عبارت سره مبارکۍ باندې انکار نشته او داجایزدی ،همدارازبحرالرائق کې بل ځای هم همدا سې دجواز عبارت راغلی لکه چې وایې :((وَزَادَ فِي الْحَاوِي الْقُدْسِيِّ أَنَّ مِنْ الْمُسْتَحَبَّاتِ التَّزَيُّنَ وَأَنْ يُظْهِرَ فَرَحًا وَبَشَاشَةً وَيُكْثِرَ مِنْ الصَّدَقَةِ حَسَبَ طَاقَتِهِ وَقُدْرَتِهِ وَزَادَ فِي الْقُنْيَةِ اسْتِحْبَابَ التَّخَتُّمِ وَالتَّبْكِيرِ ، وَهُوَ سُرْعَةُ الِانْتِبَاهِ وَالِابْتِكَارِ ، وَهُوَ الْمُسَارَعَةُ إلَى الْمُصَلَّى وَصَلَاةُ الْغَدَاةِ فِي مَسْجِدِ حَيِّهِ وَالْخُرُوجُ إلَى الْمُصَلَّى مَاشِيًا وَالرُّجُوعُ فِي طَرِيقٍ آخَرَ وَالتَّهْنِئَةُ بِقَوْلِهِ تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ لَا تُنْكَرُ ، ))
البحرالرایق ج/۵یعنې اختر کې دامستحب ده چې تزیین پداسې بڼه وشي چې خوشحالي پکې څرګنده شي اودخپل طاقت مناسب پکې خیراتونه وشي ،خوشبویې استعمال شي ،په تیزۍ سره عیدګاه ته لاړشي ،دسبا لمونځ دخپلې محلې په جومات کې اداشي ،عیدګاه ته پلی لاړشي،اوله عیدګاه نه بیرته په بلې لار راشي اوهم د۰تقبل الله منا ومنکم )په الفاظومبارکي منکره نده اونه ورته څوک بد وایې ،بلکې داهم دمستحباتوپه کتار کې راځي .
همداسې دحنفي مذهب بل منل شوی کتاب (الطحطاوي علی المراقي)تهنئه یا داختر مبارکۍ ته مستحب وایې اودادصحابوورض عمل بولې ،لکه چې داعبارت یې ددې اظهار شهادت ورکوي :((والتهنئة بقوله تقبل الله منا ومنكم لا تنكر بل مستحبة لورود الأثر بها كما رواه الحافظ ابن حجر عن تحفة عيدالأضحى لأبي القاسم المستملي بسند حسن )).
یعني په پدې ماثورې دعاسره دصحابي داثرله کبله داختر مبارکي مستحب ده .
وكان أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا التقوا يوم العيد يقول بعضهم لبعض تقبل الله منا ومنكم قال وأخرجه الطبراني أيضا في الدعاء بسند قوي اه قال والمتعامل به في البلاد الشامية والمصرية قول الرجل لصاحبه عيد مبارك عليك ونحوه ويمكن أن يلحق هذا اللفظ بذلك في الجواز الحسن واستحبابه لما بينهما من التلازم اه وكذا تطلب المصافحة فهي سنة عقب الصلاة كلها وعند كل لقي (الطحطاوی علی المراقی الفلاح ج۱/ص۲۴۵
لنډه ترجمه : په تقبل الله منا ومنکم )سره داختر مبارکي دحافظ ابن حجرپه صحیح سند سره دصحابي داثرله کبله مستحب ده ،اودرسول الله ص صحابه رض به چې کله یوله بل سره اختر کې مخامخ کیدل، نو یوبل ته به یې په مبارکۍ کې دا مذکوره دعا ویله ،همداسې شام اومصرکې د(عیدمبارک علیک )غوندې الفاظ به یو سړي بل ته ویل ،دا ممکن ده چې د(عید مبارک علیک)اصطلاح په حسن جوازاواستحباب کې دخپلمنځي تلازم له امله د(تقبل الله منا ومنکم )پورې ملحق شي اوهمدارنګه مصافحه یا ستړې مشي هم ددې برخه کیدای شي، چې مصافحه له هر لمانځه نه پس اوهم دهر چا سره دلیدوپروخت سنت عمل دی .
دطحطاوي له پورتني عبارت نه یوه بله مسئله هم معلومه شوه اوهغه په اسیایي هیوادونوکې د(عید مبارک)یا افغاني ټولنه کې (اختر دې مبارک شه )الفاظ دي ،چې داهم لکه د(تقبل الله منا ومنکم )غوندې مشروعیت لري بلکې دطحطاوي رح په نزد مستحب او دصحابوودمأثورې دعاپورې پیوسته دي ،خونن سبا پکې ترخیم راغلی دا(علیک)کلمه ورسره خلک نه وایې یوازې (عید مبارک) وایې اوبس .
په فقه العبادات حنفی کې دموضوع په باب داسې وضاحت راغلی دی : أن يظهر الفرح والبشاشة لمن لقيه لما روي عن حبيب بن عمر الأنصاري قال : حدثني أبي قال : " لقيت واثلة يوم عيد فقلت تقبل الله منا ومنك . فقال : تقبل الله منا ومنك " فقه العبادات حنفی ج۱ ص۱۱۴.
- 6 - أن يكثر من الصدقة في ذلك اليوم وأن يؤدي صدقة الفطر قبل الصلاة لمن وجبت عليه )ژباړه :دچاسره چې اختر کې مخ کیږي، دخوشحالۍ اظهار به کوي ځکه دحبیب بن عمر انصاری نه روایت شوی داوایې چې پلارمې راته حدیث بیان کړی ،چې ویل یې راته زه دواثلة رض سره داختر په ورځ مخامخ شوم نوماورته وویل تقبل الله منا ومنک نوواثلة رض راته ځواب کې وویل تقبل الله منا ومنک .
همداسې علامه الحصکفي په الدرالمختارکې دمبارکۍ مشروعیت په ګوته کړی ،لکه په لاندیني عبارتونوکې به په تفصیل سره راشي .
(المغني فی فقه الامام احمدبن حنبل)کتاب کې راغلي چې دجمهوروفقهاووله اقوالو نه جوته ده چې   په مجموعي یا ټولیزډول داختر دمباکۍ مشروعیت ثابت دی اوپدې کې کوم حرج نشته لکه چې لیکې :
((ذهب جمهور الفقهاء إلى مشروعيّة التّهنئة بالعيد من حيث الجملة . فقال صاحب الدّرّ المختار - من الحنفيّة - إنّ التّهنئة بالعيد بلفظ " يتقبّل اللّه منّا ومنكم " لا تنكر . وعقّب ابن عابدين على ذلك بقوله : إنّما قال - أي صاحب الدّرّ المختار - كذلك لأنّه لم يحفظ فيها شيء عن أبي حنيفة وأصحابه ، وقال المحقّق ابن أمير حاجّ : بل الأشبه أنّها جائزة مستحبّة في الجملة ، ثمّ ساق آثارا بأسانيد صحيحة عن الصّحابة في فعل ذلك ، ثمّ قال : والمتعامل في البلاد الشّاميّة والمصريّة : عيد مبارك عليك ونحوه ، وقال : يمكن أن يلحق بذلك في المشروعيّة والاستحباب لما بينهما من التّلازم ، فإنّ من قبلت طاعته في زمان كان ذلك الزّمان عليه مباركا ، على أنّه قد ورد الدّعاء بالبركة في أمور شتّى فيؤخذ منه استحباب الدّعاء بها هنا أيضا .
أمّا عند المالكيّة فقد سئل الإمام مالك عن قول الرّجل لأخيه يوم العيد : تقبّل اللّه منّا ومنك يريد الصّوم وفعل الخير الصّادر في رمضان ،وغفر اللّه لنا ولك فقال : ما أعرفه ولا أنكره. قال ابن حبيب : معناه لا يعرفه سنّة ولا ينكره على من يقوله ، لأنّه قول حسن لأنّه دعاء ، حتّى قال الشّيخ الشّبيبيّ يجب الإتيان به لما يترتّب على تركه من الفتن والمقاطعة .
ويدلّ لذلك ما قالوه في القيام لمن يقدم عليه ، ومثله قول النّاس لبعضهم في اليوم المذكور : عيد مبارك ، وأحياكم اللّه لأمثاله ، لا شكّ في جواز كلّ ذلك بل لو قيل بوجوبه لما بعد ، لأنّ النّاس مأمورون بإظهار المودّة والمحبّة لبعضهم .
أمّا الشّافعيّة فقد نقل الرّمليّ عن القموليّ قوله : لم أر لأصحابنا كلاما في التّهنئة بالعيد والأعوام والأشهر كما يفعله النّاس ، لكن نقل الحافظ المنذريّ عن الحافظ المقدسيّ أنّه أجاب عن ذلك بأنّ النّاس لم يزالوا مختلفين فيه ،والّذي أراه أنّه مباح لا سنّة فيه ولا بدعة. ثمّ قال الرّمليّ : وقال ابن حجر العسقلانيّ : إنّها مشروعة ، واحتجّ له بأنّ البيهقيّ عقد لذلك بابا فقال : باب ما روي في قول النّاس بعضهم لبعض في يوم العيد : تقبّل اللّه منّا ومنك ، وساق ما ذكره من أخبار وآثار ضعيفة لكن مجموعها يحتجّ به في مثل ذلك ، ثمّ قال : ويحتجّ لعموم التّهنئة لما يحدث من نعمة أو يندفع من نقمة بمشروعيّة سجود الشّكر والتّعزية ، وبما في الصّحيحين عن كعب بن مالك في قصّة توبته لمّا تخلّف عن غزوة تبوك أنّه لمّا بشّر بقبول توبته ومضى إلى النّبيّ صلى الله عليه وسلم قام إليه طلحة بن عبيد اللّه فهنّأه . وكذلك نقل القليوبيّ عن ابن حجر أنّ التّهنئة بالأعياد والشّهور والأعوام مندوبة . قال البيجوريّ : وهو المعتمد .
وجاء في المغني لابن قدامة : قال أحمد رحمه الله : ولا بأس أن يقول الرّجل للرّجل يوم العيد : تقبّل اللّه منّا ومنك ، وقال حرب : سئل أحمد عن قول النّاس في العيدين : تقبّل اللّه منّا ومنكم قال : لا بأس به ، يرويه أهل الشّام عن أبي أمامة ، قيل : وواثلة بن الأسقع ؟ قال : نعم ، قيل : فلا تكره أن يقال هذا يوم العيد ؟ قال : لا .
وذكر ابن عقيل في تهنئة العيد أحاديث منها أنّ محمّد بن زياد قال : كنت مع أبي أمامة الباهليّ وغيره من أصحاب النّبيّ صلى الله عليه وسلم فكانوا إذا رجعوا من العيد يقول بعضهم لبعض : تقبّل اللّه منّا ومنك ، وقال أحمد : إسناد حديث أبي أمامة جيّد .
لنډه ژباړه او خلص مطلب :
جمهورفقهاء په اخترکې دمبارکۍ په ورکولوپه ټولیزډول دمشروعیت حکم کوي ،
داحنافو مسلک :په احنافوکې د(الدرالمختار)مصنف اخترکې دمبارکۍ په فکرد(تقبل الله منا ومنکم) دعا جایزبولې ،علامه شامي چې دالدرالمختارمحشي دی وایې :چې دامام ابوحنیفه رح اوملګرونه یې پدې هکله څه ندې نقل شوي ،نوځکه علامه الحصکفی پدې پورتني عبارت سره دارانقل کړ،البته محقق ابن امیرحاج وایې چې   له نصوصوسره اشبه داده چې داجایز او فی الجمله مستحب ده اوپدې باب کې دجواز لپاره دصحابوواثار شته ،او متعامل په شامي ا ومصري ښارونوکې دنوروالفاظوغوندې د(عید مبارک علیک)اصطلاح مروجه ده اوددې دعا دسلفودهغې دعا سره تلازم ممکن دی ،نودواړه مشروعیت لري ،بلکې ډیرې داسې دعاګانې مشروعیت لري چې دبرکت لپاره وي او پداسې مواردوکې یې بیا دجواز حکم وي .
دموالکو مسلک/دامام مالک رح نه چاوپوښتل چې یوه روژدار ته څوک ووایې چې (تقبل الله منا ومنکم) نوده ورته وویل چې نه یې پیژنم او نه ترې انکار کوم، یعني نه ورته سنت وایم او نه ترې انکار کوم ،ځکه داښه دعا ده ،حتی چې شیخ الشبینی فرمایې چې داسې خوشحالیوکې داسې مبارکي واجب ده ،ځکه چې پریښودل یې فتنې رامنځته او صله رحمي پرې کوي ،اوپدې خوښیوکې نور الفاظ هم ویل کیدای شي ،لکه( عید مبارک )،(اختر دې مبارک شه )داسې نور....اودداسې الفاظوپه ویلوکې دجواز کوم شک نشته بلکې واجب ورته ویل شوي اوداځکه چې خلک په خپلمنځي محبت او مودت سره مامورین دي اودې سره محبت کې زیاتوږالی راځي .
دشوافعو مسلک :په شوافعوکې (رملي رح) لومړی د(القمولي) په حواله وایې ،چې زمونږداصحابونه داختر ، کال اومیاشت کې دمبارکۍ ورکولوکوم نقل صریح ندی راغلی، بیاوروسته دحافظ ابن حجرعسقلاني رح په حواله وایې چې ، دامشروعیت لري ،او(حافظ منذری) دحافظ مقدسي )په حواله وایې چې زما په نظر دامبارکي مباح ده نه سنت ده اونه بدعت ده ،په عام ډول دکوم نعمت دشکرداداکولویا دکوم غم نه دخلاصیدلولپاره دسجدې کولوباندې ورته استدلال کیدای شي ،لکه په صحیحینوکې د(کعب ابن مالک )رض دتوبې کیسه چې دتبوک له غزوي نه پاتې شوی وواوبیایې توبه قبوله شوه، کله چې ورته دتوبې دقبلیدوبه باب بشارت ورکړل شو،نودمګړۍ ورته( طلحه بن عبید) ورپاڅید او ورته یې مبارکي ورکړه ،نوداددې لپاره دجواز دلیل کیدای شي ،پدې توګه (القیلوبي رح )دحافظ ابن حجررح )نه نقل کړي چې په اخترونو،کلونواومیاشتوکې مبارکي ورکول یوبل ته مندوب او ښه کار دی ،(البیجوري) بیا وایې چې دحافظ ابن حجررح داخبره معتمده ده .
دحنابله وو مسلک :دابن قدامه په (المغنی )کتاب کې داسې راغلي چې :امام احمد رح فرمایې :که یوکس بل ته داختر په ورځ ووایې (تقبل الله منا ومنکم )باک نلري ،(حرب )وایې له امام احمد بن حنبل رح نه دنوموړې دعا په هکله چې په اخترونوکې یې خلک یوبل ته وایې پوښتنه وشوه ،هغه وویل باک نلري ،دشام خلک یې له (ابي امامه رض )نه روایت کوي ،چاوویل چې له( واثله بن الاسقع)رض نه هم روایت شوی ؟ده ورته وویل چې هو ،بیا یې وویل چې که څوک ووایې داداختر ورځ ده، داخوبه مکروه نوي ؟ده ورته وویل چې نه ،ابن عقیل داختر دمبارکۍ په هکله ځینې احادیث راوړي چې ځینې یې دادی :یقینا (محمدبن زیاد)رح وایې چې :زه دابوامامه رض اودنبي کریم ص دنوروصحابووسره وم ،چې کله به دوئ داختر نه (داختر دلمانځه نه )راستانه شول، نوبعضوبه بعضوته ویل چې (تقبل الله منا ومنکم )یعني الله ج دې یې زمونږاوستاسونه قبول کړي .امام احمد رح وایې چې دابوامامه دحدیث سند جیداوښه دی.
ابن قدامه المغنی کې داعبارت له لږ تغیرسره داسې راخستی :
فصل : ولا بأس أن يقول الرجل للرجل يوم العيد تقبل الله
فصل : قال أحمد رحمه الله : ولا بأس أن يقول الرجل للرجل يوم العيد : تقبل الله منا ومنك وقال حرب : سئل أحمد عن قول الناس في العيدين : تقبل الله منا ومنكم قال : لا بأس به يرويه أهل الشام عن أبي أمامة قيل : و واثلة بن الأسقع قال : نعم قيل : فلا تكره أن يقال هذا يوم العيد قال : لا وذكر ابن عقيل في تهنئة العيد أحاديث منها أن محمد بن زياد قال : كنت مع أبي أمامة الباهلي وغيره من أصحاب النبي صلى الله عليه و سلم فكانوا إذا رجعوا من العيد يقول بعضهم لبعض تقبل الله منا ومنك وقال أحمد : إسناد حديث أبي أمامة إسناد جيد وقال علي بن ثابت سألت مالك بن أنس منذ خمسين وثلاثين سنة وقال : لم يزل يعرف هذا بالمدينة وروي عن أحمد أنه قال : لا ابتدئ به أحدا وإن قاله رددته عليه
(المغنی فی فقه الامام احمدبن حنبل)جزء ۲/۲۵۰صفحه
دامام طحاوي په (مختصراختلاف العلماء) کتاب کې ددې سره چې (ابن قدامه (په (المغني) کتاب کې دامام مالک رح نه داخترونوپه مبارکیوکې اباحت قول رانقل کړی، خودلته ترې داسې راغلې ،چې دادعجموکاردی ،پداسې حال کې چې د(ابوامامه) رض او (واثله بن الاسقع )رض نه هم داختر دمبارکۍ الفاظ ثابت دي ،د(حسن بصری )رح او( محمدبن سیرین)رح په ګډون هم دتابعینونه ثابت دي ،دمختراختلاف العلماء للطحاوي عبارت داسې دی :
كما يرى كثيرا من الناس يفعله في تهنئة العيد عبد الله بن يوسف قال سألت مالكا عن قول الناس في الفطر والأضحى قبل الله منا ومنكم قال ذلك من فعل الأعاجم وكرهه وقال عمر سئل الأوزاعي عن تلاقي الناس في العيدين بالتحية والدعاء فقال التحية بالسلام حسن وتلاقيهم بالدعاء محدث وقال عمرو بن خالد كنا نأتي الليث بن سعد في الفطر والأضحى فتقول قبل الله منك ومنا يا أبا الحارث فيقول ومنكم ومنكم وذكر ابن وهب عن الليث أنه لا بأس بذلك
وقال يحيى بن عثمان سألت الحارث بن مسكين عن ذلك فقال لم تزل الأشياخ يمصر يقول ذلك ولكن هؤلاء الذين يقولون سنين كثيرة لا يريدون أن يموتوا قال أبو جعفر وحدثنا يحيى بن عثمان قال حدثنا نعيم قال حدثنا محمد بن حرب عن محمد بن زياد الألهاني قال كنا نأتي أبا أمامة وواثلة بن الأسقع في الفطر والأضحى ونقول لهما قبل الله منا ومنكم فيقولان ومنكم ومنكم لا يعلم عن أحد من الصحابة في ذلك كراهة ولا إباحة غير ما روي عن أبي أمامة وواثلة وروى أبو عوانة عن ابن عون قال قلت للحسن في قول الناس في المعيدين تقبل الله منا ومنكم فقال محدث وذكر عبد الرحمن بن مهدي أن هذا من كلام ابن عون وقد روى حماد بن سلمة عن أيوب قال كنا نأتي محمد بن سيرين والحسن في الفطر والأضحى فنقول لهما قبل الله منا ومنكم فيقولان ومنكم ولما اتفقوا على أنه جائز لمن يريد ذبح الأضحية أن يقول اللهم تقبل مني جاز لغيره أن يدعو له بذلك وكذلك لا يختلفون في أنه جائز أن يقول للقادم من الحج قبل الله حجك فجاز مثله في العيدين وقد كان بكار بن قتيبة والمزني وأبو جعفر بن أبي عمران ويونس بن عبد الأعلى يهنئون بالعيد فيردون مثله على الداعي لهم (مختصراختلاف العلماءللطحاوی)
پورتني عبارت کې دصحابوو(ابوامامه رض اوواثله رض )اوتابعینوحسن بصري رح او محمدابن سیرین رح په څېرله سلفونه په اخترونوکې دمبارکۍ الفاظ(تقبل الله منا ومنکم )ثابت شول ،همدارنګه که یو څوک لوی اختر کې ذبح وکړي، دتقبل دعا کولای شي ،که له حج نه راشي نو هم ورته د(تقبل الله حجک ) ویل جایزدي، همداسې که اخترونه وي نوپه ورته توګه ورته مبارکي جواز لري .
نن سبا یو بل دود ګډ دی، چې ځینې خلک دمبارکۍ ورکولولپاره دمبارکۍ کارت ورلیږي، پدې باب هم دځینوعلماوونظرمثبت دی او لکه ځنګه چې یې په شفاهي مبارکي دجواز حکم ورکوي ،داسې یې په کارت کې هم ممنوعیت نه ګوري ،لکه دې لاندې عبارت چې دابوادود دشرحي عبدالمحسن کې داسې لیکلې دی:
حكم بطاقة التهنئة بيوم العيد
السؤال: ما حكم بطاقة التهنئة بيوم العيد؟ الجواب: التهنئة بيوم العيد سائغة، وقد جاء ما يدل على ذلك، وكونه يكتب تهنئة أيضاً لا بأس بذلك، ولا نعلم شيئاً يمنع منه، وقد ذكرت في الفوائد المنتقاة في آخرها أثراً: أن الصحابة كانوا إذا لقي بعضهم بعضاً يوم العيد قال بعضهم لبعض: تقبل الله منا ومنكم، وقد ذكره الحافظ ابن حجر وأظنه قال: وإسناده إسناد الصحيح، وقد أشرت إليه في آخر الفوائد المنتقاة في الفوائد المتفرقة في القسم الأخير.
شرح ابوداود عبدالمحسن العباد
ددې سوال او ځواب له عبارت نه څرګنده شوه ،چې په کارت کې چاته مبارکي لیږل هم جواز لري او ډول ممنوعیت نلري ،څنګه چې مشافهة مبارکي روا ده همداسې بالکتابت هم روا ده .
دلته درمضان دمیاشتي په حلول او دخول سره ځیني خلک لکه داختر دورځو یوبل ته مبارکي ورکوي آیا داهم په حکم کې لکه داختر ونوغوندې ده که نه ؟ځواب یې څرګند دی ،شرح ابوداوعبدالمحسن العباد)کې دیوې پوښتنې په ځواب کې داسې لیکې: چې درمضان دمیاشتې په حلول مبارکي رواده اوحکم یې لکه داختر غوندې دی ،ځکه درمضان میاشت دلوی عظمت لرونکې ده او ددې په با ب تبریکي کوم ډول باک نلري ،ددې مسئلې دوضاحت لپاره همدالاندې عبارت ښه وضاحت دی لکه چې وایې ؟
السؤال: ما حكم التهنئة بحلول شهر رمضان؟ الجواب: لا أعلم بها بأساً، وهي مثل التهنئة بالعيد، والصحابة رضي الله عنهم كانوا إذا لقي بعضهم بعضاً في العيد قالوا: تقبل الله منا ومنكم، ولا شك أن شهر رمضان مناسبة عظيمة يفرح بها، ويسر بها، ويحرص على اغتنامها؛ لأنها موسم من مواسم الآخرة، والناس يفرحون بهذا الموسم، ويدعو بعضهم لبعض، فينبغي أن تكون التهنئة بالدعاء، والكل يدعو بأن يوفق للصيام والقيام، وأن يأتي بما هو مشروع، سواء كان فرضاً كالصيام أو مستحباً كالقيام، فيدعو الكل بأن يوفق الله عز وجل الجميع لصيامه وقيامه على الوجه الذي يرضي الله سبحانه وتعالى.
شرح ابوداود عبدالمحسن العباد
دپورتنۍ څېړنې نه دې پایلې ته رسیدای شوچې داخترپه ورځوکې یوبل ته د(تقبل الله منا ومنکم )(عید مبارک )یا (اختر دې مبارک شه) اوداسې نورومصطلاحاتوسره مبارکي ورکول مشروعیت لري اومستحب عمل بلل شوی ،داچې دصحابوورض اوسلفو صالحینونه ثابت دي او دوئ زمونږ مقتدایان دي ،نوددې په هکله به کوم ډول دعدم مشروعیت کوم شک او شبه نوي پاتې ،زمونږدحنفي مذهب علماءهم لکه دنوروپداسې متبرکه ورځوکې یوبل ته دمبارکۍ ورکولوپه هکله دجواز حکم کوي ،همدا راز دځینوعلماووپه آند خومبارکي ورکول یوبل ته واجب ده اوکوم ډول حرج پکې نه لیدل کیږي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User