دتكبيرښې لوري ته اوداذان كيڼ لوري دهرومرو كولو هيڅ اصل
نشته
سوال
(۱۷۴) تكبيرښې طرف ته كول پكاردي اوكه كيڼ طرف ته ،يوصاحب واييچه
اذان دي كيڼ طرف ته وشي اوتكبيردي ښې طرف ته ،اوپيغمبر r داسې كړي دي په دي كښې ثواب دې ،ددې خلاف
كول په ثواب كښې كموالى راولي ،بل صاحب وايېچه دواړه خبرې برابرې دي ،تعين كول
بدعت دى ځكهچه ددي تعين ثابت نه دى ؟
جواب:
داشهرت بې اساسه دى ،په شريعت كښې ددې هيڅ حكم نشته چه اذان دي كيڼ طرف ته وي او
اقامت دي ښې طرف ته وي ،بلكه كوم طرف ته چه اتفاق وشي اذان اواقامت صحيح دى ،هيڅ
كراهيت هيڅ طرف كښې نشته ،چا چه په ښي طرف
كښې ثواب زيات ښودلى له هغه نه دي سوال وشي چه دفقه په كوم كتاب كښې ئي دا تصريح
ليدلې ده ياپه كوم حديث كښې داخبره شته ،داخوجدا خبره ده چه ښې طرف ودريدونكي
مقتدي ته زيات ثواب دحديث په رڼاكې ثابت دى ،خود اقامت ښې طرف په كولو كښې دثواب
ډيروالى مې چيرته ترنظر تيرشوى نه دى،والله اعلم .
