كيفية صلوة العيد
داختردمونځ طريقه داداءكولوداده
چه امام هركله
تكبيرتحريمه اووائى
نوبيادثناويلونه روستواودفاتحى نه مخكښے
درى تكبيرونه وائى
دهرتكبيرسره لاسونه اوچتوى اودبل تكبيرويلوپورى به ئى زوړندساتى
اوپه مينځ كښے
دومره وقفه كوى چه درى ځله تسبيح په كښے ويلى شى
بيابه لاسونه په نامه اوتړى
يوركعت به اوشى بيابه دويم ركعت شروع كړى
چه كله ركوع ته ورسيږى نودركوع كولونه به
مخكښے درى تكبيرونه په دغه طريقى سره اووائى،
دي تكبيرونوته تكبيرات زوائدويلى شى
هركله چه امام سلام اوګرزوى نوبياسمدستى خطبى ته پاڅيږى اودوه خطبى به وائى،
مستحب
دادے چه اوله خطبه به په نهه تكبيرونوويلوسره شروع كړى
اودويمه په اووسره اوچه كله
دمنبرنه راكوزيږى نوڅوارلس تكبيرونه به اووائى.
(كذافى ردالمحتار)

