Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, March 9, 2012

د ذاتي ترقي په لار کې دا لومړی منزل دی


 

په خپل ځان باور

 

خود اعتمادي (په خپل ځان باور) څه شی دی؟ خود اعتمادي په خپل اندروني قوت د اعتماد، يقين او بروسه پيدا کولو نوم دی، انسان چې د خپل مقصد په حصول کې له څومره کاميابيو او ناکاميو سره مخامخ کيږي، دا د خود اعتمادي يو طرف دی.
د خود اعتمادي دويم نوم اولوالعزم دی، په موجوده دور کې ذهني انتشار عالمي بڼه غوره کړی، د کومې له وجهې نه چې د خود اعتمادي حصول ډير مشکل دی، دنيا چې په څومره تيزۍ سره پر مخ درومي په هماغه انداز داسې بيشماره ستونزې او مشکلات پيدا کيږي چې د هغوی امکاني حل په ټولنه کې نه تر ستركو کيږي، له همدې وجهې له خود اعتمادي، جرئت او اولوالعزمي څخه کار اخيستل پکار دي.
د خود اعتمادي الفاظ ډير ښايسته دي، اما په خپل کردار کې يې پيدا کول يو څه مشکل کار دی.
 
خود اعتمادي کوم خارجي شی ندی چې مونږ يې د خپل ځان لپاره وارد کړو او بيا په خپل کردار کې بدلون راولو، دا يو داخلي صنعت دی، کوم چې آهسته آهسته د فطري وديعتو له نشو نما څخه پيدا شوی، په خود اعتمادي سره په کردار کې سکون راځي او د داخلي قوت خارجي اظهار دی، د خود اعتمادي ترکيبي اجزاء په لاندې ډول دي.
(۱) تاسو چې څه کول غواړی بايد په هغه مو پوره علم وي.
(۲) تاسو بايد پوهيږی چې د هغه د حصول ممکن ذرائع څه شی دي.
(۳) د هغه په رڼا کې فيصله وکړئ.
(۴) خپلی فيصلې ته عملي جامه ور واغوندئ.
له هر عمل نه مخکې لومړی فيصله کول ضروري دي او چې کله هم فيصله کيږي هغه بايد بالکل واضحه وی، د هر عمل لپاره يو صحيح وخت وي، دا عمل په هغه وخت کې پکار ده په کوم کې چې بهتر وي، مونږ بايد څه وکړو او په کوم وخت کې يې وکړو په دې باندې پوره علم لرل دا د خود اعتمادي لومړی زينه ( پوړۍ) ده، کله هم چې کومه فيصله کيږي د هغې تر عمل لاندې نيول دومره ضروري دي لکه څومره چې د فيصلې کول ضروري دي، ځکه په دې سره د خود اعتمادي عملي اظهار کيږي.
کله چې مونږ په يوه وخت کې يو قدم پورته کوو او مونږ د معلوم له طرف نه د غير معلوم په طرف حرکت کوو، بايد زمونږه دغه تك قدم په قدم او منزل په منزل وي، له خود اعتمادي سره چې کله هم يو قدم پورته کړل شي نو دويم قدم خود بخود پورته کيدلای شي او چې کله مونږ او تاسو د يوه قدم په پورته کيدا کې کامياب شو بايد مونږ همدغه کاميابي بر قرار وساتو او مخته مزيد تك وکړو.
کله چې خود اعتمادي يو ځل خپله کړل سي هغه بيا زياتيږي او په يوه کامياب شخصيت کې يو مقناطيسي قوت پيدا شي، د کوم په ذريعه چې بيا نور خلك د ځان خوا ته را کش کولای شي، کوم وخت چې نور خلك له ده سره يو ځای کيږي هغه د يوې خوشحالۍ احساس کوي او دا غواړي چې دوی هم کامياب شي، د نفسياتو ماهرينو ويلي خود اعتمادي په نورو کې هم خود اعتمادي پيدا کولای شي.
په خود اعتمادي سره د نفس عزت راځي او په عمل کې نفس ته وقار پيدا کيږي، د ذاتي ترقي په لار کې دا لومړی منزل دی او په کردار کې له ټولو نه ښه خوبي، له دې څخه پرته اخلاقي سالميت نشي پيدا کيدلای.
خود اعتمادي له داخلي زندكي سره تعلق لري او د داخلي زندكي مرکز ذهن دی.
^ په بې اعمادي سره د کار کول په لوی لاس په کنده کې د ځان غورځول دي.
^ د کوم انسان چې په خپل ځان باور نه وي هغه خپلې ټولې ناکامۍ له تقدير څخه بولي.
^   د يوه عالم قول دی، چې په ځان اعتماد کول د جهاد درجه لري.
^ هغه څوک چې په خپلو صلاحيتونو باندې باور لري، هغه ناکامي هيڅکله نه مني، مسلسل کوشش کوي تر څو چې مقصود ته  نه وي رسيدلی.
^   په خود اعتمادي کې ژوند دی.
^ کله چې اخلاص او اعتماد ختم شي، نو انسان د ژوند په هيڅ يوه لاره نشي کاميابيدی.
^ په کوم انسان کې چې د خود اعتمادي ماده نوي، هغه هيڅکله په دنيا کې ترقي نشي کولای.
^ که تاسو په خپل ځان اعتماد وکړی، بيا نور هم په تاسو اعتماد کوي.
^   د ژوند زهر څه شی دی؟ ويره، مايوسي او وهم.
^   د ژوند دواء څه شی دی؟ حوصله، قوت او خود اعتمادي.
^ په جنك کې اسلحه نه جنكيږي، بلکه په مورچه کې د ناست عسکر زړه جنكيږي، زړه يې هم نه جنكيږي، بلکه په زړه کې موجود اعتماد جنكيږي.


د خود اعتمادي دښمن
د خود اعتمادي دښمن نااميدي ( مايوسي) دی.
* مايوس انسان د خوشحاليو په هجوم کې د غمونو تسلسل ويني، ځکه هغه ويريږي چې دغه خوشحالي يې ډير زر په غمونو بدليدونکی ده.
*    مايوسي د انسان تر نيمايي زياته وينه کموي.
* مايوسي د انسان تر ټولو لوی دښمن او د خدای تعالی Y عذاب دی.
*    مه مايوسه کيږی ! ځکه نتيجه يې د عمر کموالی دی.
* مايوسه او د کمزورو زړونو خاوندان پريږدی، که نه نو تاسو هم د دوی په شان کيدلای شی.
* له هرې ناکامۍ څخه وروسته کاميابي په لاس درتلای شي، شرط دا دی چې له ناکامي ورووسته مايوسه نشی.
* ځينې خلك په خپلو کمزوريو او خاميو باندې د پردې اچولو لپاره د نورو خلكو د عيبونو او کمزوريو پلټنه کوي، دا کار هغه څوک کوي چې د ځان له اصلاح څخه مايوسه وي.
*    مونږ ته نا اميده او مايوسه کيدل نه دي پکار.
* ستاسو د مايوسۍ ذمه وار هيڅوک نه دي، بلکه تاسو په خپله ياست.
يوه هلک په زړه غوني آواز خپلې مور ته وويل مور جانې ! زه پوهيږم هيڅکله به په امتحان کې کامياب نشم.
زويه ! دا خبره ولی کوی، ته په امتحان کې د کاميابيدو په هکله د منفي نظر په ځای له مثبت نظر څخه کار واخله.
دا وړه ( کوچنی) واقعه مونږ ته دوه اهم شيان را يادولای شي، اول دا چې نا اميدي يو غلط عادت دی او د نورو ټولو بدو عادتونو په شان دا هم په يوه ښه عادت بدليدلای شي، دويم دا چې زمونږ نا اميدي زمونږه د حالاتو پيداوار نده، بلکه زمونږه په ذات، رويه او نظر کې شامله ده.
د تاريخي او لويو خلکو په سوانحو کې داسې مثالونه مخته راغلي په کومو کې چې مثبتو خلکو ډيرو ناممکن کارونو ته د ممکن جامه ور اغوستی، هغوی له لويو نه په لويو خاميانو باندې د حيرانتيا وړ قابو موندلی، اميد، يقين او مثبتې رويې د هغوی په ژوند کې قسم قسم بدلونونه را وستلي دي.
تاسو هم نا اميدي ته ماتې ورکولای شي، هغه نا اميدي چې په ټولنه کې يې د ډيرو خلکو ژوند تباه کړی، له هغې سره د مقابلې کولو لپاره څو شيان په لاندې ډول ذکر کيږي.
(۱) لومړی کار دا وکړئ که څومره مشکل ولې نه وي خو د پر اميد اوسيدلو کوشش وکړی، په شروع شروع کې دا کار آسان ندی، ځکه چې د ټولو زړو عادتونو ريښې په زمکه کې ډيری مضبوطې خښې شوی دي او هغه په اساني سره مونږ نشو را ويستلای، اما که پوره کوشش وکړو او له سستي څخه کار وانخلو بيا يې ضرور را ويستلای شو، په زركونو خلكو داسې کړي دي، مونږ او تاسو يې هم کولای شو.
په دغه سلسله کې تر ټولو مهمه او ضروري خبره دا ده چې کله هم غمجن خيالات زمونږه په ذهن باندې تسلط کول وغواړي بايد فورا هغه په مثبتو خيالاتو بدل کړل شي، دا په يوه آسانه فارموله کيدلای شي، روح ته د تقويت ورکولو يو څو جملې بايد ياد کړل سي او چې کله هم په مونږ باندې غمجن او د نا اميدۍ خيالات راځي او  زمونږه په ذهن باندې تسلط کول غواړي، نو په دې وخت کې له ياد کړل شويو جملو څخه بايد کار واخيستل شي، ډيرو خلکو دا کار ازمايلی او دا يې ويلي دي چې د مقدس کتاب قرآن کريم آيتونه، حديثونه او نورې جملې په داسې لمحو کې له مونږ سره مدد کولای سي، تاسو هم بايد د مقدس کتاب قرآن کريم يو څو آيتونه، يا څو حديثونه او يا نورې داسې جملې چې روح ته قوت ور بښلای شي يادې کړی.
د دې کار په شروع کې تاسو ته يو څه کوشش کول پکار دي، بيا وروسته کرار کرار دا عمل ستاسو عادت جوړيږي، بيا که حالات هر څومره حوصله ماتونکي او مايوسکونکي ولې نه وي تاسو وار خطا کولی نشي، ځکه چې په دې وخت کې تاسو په خپل ځان کې د ننه د خود اعتمادي رڼا پيدا کړی.
(۲) لکه چې مخکې مو وليکل، کله چې مونږ په کوم قسم حالاتو باندې د قابو موندل وغواړو، دا کار کولای شو، ځکه چې ډير خلك د داسې حالاتو په قابو کولو کې کامياب شوي او مونږ هم کامياب کيدلای شو، مونږ ته د همدغو کاميابو خلكو د مدد حاصلول ضروري دي، يعنې مونږ بايد د هغوی ليکلي کتابونه يا د هغوی د ژوند سوانح ولولو، د مثبتې نظريې په تخليق کې دغه شان کتابونه ډير مدد کولای شي، د ډيرو خلكو د کامياب ژوند راز دا دی چې هغوی د نورو کاميابو خلكو ليکلي کتابونه يا د ژوند سوانح لوستلي او يا يې له نورو خلكو څخه د هغوی په حق کې يو څه آوريدلي، د هغوی په کتابونو کې د هغوی تجربې بيان شوې وي او چې کله مونږ دغه تجربې لولو نو مونږ ته هغه معلومې شي چې هغوی له همدغو تجربو نه کوم قسم فائده پورته کړی، مونږ هم بايد د هغوی په نقش قدم باندې د تللو کوشش وکړو.
(۳) د زندكي متعلق د پراميد او خود اعتمادي پيدا کولو يوه طريقه دا هم ده چې مونږ بايد هغه کار وکړو کوم چې زمونږ په قبضه کې وي او د هغه د سرته رسولو صلاحيت په مونږ کې موجود وي، په کوم کار کې مهارت حاصلول مونږ ته دا اعتماد را بښلای شي او په نورو کارونو کې هم مونږ ته په کار راتلای شي.
په ځينې وختونو کې که مونږ څومره نا اميده ولی نه يو خو بيا هم دا ويل صحيح ندي چې مونږ دغه کار نشو کولای، په داسې لمحو کې د هغو ټولو مهارتونو په کار اچول پکار دي کوم چې مونږ د لاسونو يا د ذهن په مدد سرته رسولای شو.
(۴) زمونږ د نا اميدي يوه لويه وجه دا هم ده چې مونږ زياتره وخت په خپل ځان باندې مغروره يو، د خپل بوج د کمولو لپاره بهترينه او آسانه طريقه دا ده چې مونږ د نورو بوج کم کړو.
د نورو خلكو خدمت ستاسو ستونزو د کمولو لپاره بهترينه طريقه ده، که مونږ دا احساس وکړو چې نور خلك له مونږ څخه څو چنده په زياتو مشکلاتو کې كرفتار دي، همدغه احساس هم مونږه ته تسکين راکولای شي او له مونږ سره په نا اميدي باندې په غلبه کولو کې مدد کولای شي، که چيرته مونږ د زړه له اخلاصه د نورو خلكو مدد وکړو نو زمونږ له زندكي څخه نا اميدي ليری کيدلای شي او مونږ ته يو مضبوط قسم خود اعتمادي پيدا کيدلای شي.

خود اعتمادي کوشش ته حوصله ورکوي

په خود اعتمادي سره مونږ د خپل عظمت احساس کوو، مونږ د زندكي په ميدان کې د فتح حاصلولو لپاره بايد په يوه کار مشغول شو، مونږ بايد له مصيبتونو څخه او نه ډار شو، د خطراتو پروا ونکړو او مونږ په دې يقين وکړو چې د مصيبتونو د تاريکيو تر شا د کاميابۍ ستوری ځليږي.
په تاريخ کې ډير داسې شواهد پيدا کيږي چې يوه مفلس کمزوري انسان چې کله هم په خپلو مټو باندې يقين ( بروسه) کړی هغه بيا د حيرانتيا وړ ترقي کړی او د لکونو انسانانو خير خواه جوړ شوی.
د نر له شان سره بعيده ده چې هغه له حوادثو او خطراتو نه ووريږي او د مايوسۍ ښکار دې شي، مشکلات د مونږ پټ قوتونه په جوش کې راولي او د مونږ اصلي جوهر ظاهروي، له دې وجهې نه بايد مونږ د تل لپاره مشکلاتو ته سينه سپر کړو، د سستي غوره کول له خود اعتمادي سره منافي دی.
د حق او باطل د تميز لپاره مونږ جنك کولو ته مجبور يو، ځکه له جنك څخه پرته د بدي ختمول ممکن ندي، په جنك کې د غير متوقع کاميابي او فتح انحصار زياتر په خود اعتمادي باندې وي.
د زندكي په جنك کې د فتح جنډې د پورته کولو لپاره که چيرته تاسو له خپل دښمن يعنې غير مستقل طبيعت، غفلت، سستي، بزدلي او کم همتي څخه کار واخلي تاسو به هيڅکله پر مخ ولاړ نشي، مونږ او تاسو بايد په زړه او دماغ کې خپل دښمن ته د اوسيدلو اجازه ورنکړو.

هغه انسان به کله هم کامياب نشي چې د هغه په دماغ باندې د ناکامۍ شيطان سپور وي، کله چې دی خپل ځان سپک كڼي او د يوې عهدې له قبلولو څخه ويريږي او د خپل بازو په قوت باندې يقين نلري.

غير مستقل مزاج انسان اكر که نيک وي، اما په ده بروسه نشي کيدلای، ځکه د ده په حق کې نشي ويل کيدای چې دی به تر کومه نيک وي او نه دا معلومه ده چې دی به کله دهوکه خوري، برعکس هغه انسان چې نيک نه وي مكر د مستقل مزاج خاوند وي، په هغه بروسه کيدلای شي.

د دغې خبرې هيڅ پروا ونکړی چې تاسو د غريب مور او پلار اولاده ياست، د يوه لوی کار وبار د چلولو لپاره له تاسو سره پيسې نشته او نه تاسو کوم اعلی تعليم حاصل کړی، ډير خلک نه د مالدارو زامن دي، نه ور سره روپۍ وي او نه يې کوم تعليم کړی، اما د جدوجهد او د خود اعتمادي له مخې کروړپتيان شوي او د ډيرو کتابونو مصنفين او ليکوالان شوي، تاسو هم کوشش وکړی او په دې يقين وساتی چې کاميابي د ستاسو پيدائشي حق دی، تاسو هم کامياب کيدلای شی.

يو مشهور ضرب المثل دی چې خدای ' د هغه چا مدد کوي څوک چې د خپل ځان په خپله مدد کوي او په دې کې هيڅ شبهې لره كنجايش نشته، کله چې تاسو د زړه له وسوسو نه كبراويږی، په خپل خدای ' او د خپلو مټو په زور باندې يقين نلري نو چې کله هم د خطر او تکليف نوم واخيستل شي ستاسو د بدن وينه به وچيږي، خدای ' عادل ذات دی، هغه مدد کونکی دی خو که د هغه ذات ' له ورکړل شويو قوتونو څخه کار واخيستل شي.

حکيم فيثاغورث ويلي دي ! هيڅکله دا خيال ونکړی چې تاسو بدقسمته ياست، تقدير ستاسو خلاف دی، ناکامي د تاسو په برخه ده، که چيرته په دنيا کې د بعضې انسانانو لپاره کاميابي او د بعضو نورو لپاره ناکامي د تقدير نوشته وی نو بيا به د کائناتو خالق مونږ ته د جدوجهد حکم نه کاوه.

د کاميابي لوی سبب خود اعتمادي دی

 

د کاميابي لويه وجه خود اعتمادي ده، همدا شان د نا کامي يوه لويه وجه هغه عدم خود اعتمادي ده، دا د کاميابي او نا کامي په لار کې يو لوی خنډ دی، له خود اعتمادي نه مراد دا دی چې هيڅ يو فرد له خود اعتمادي څخه پرته ترقي او کاميابي نشي حاصلولی، 

يو ډير ذهين مكر له خود اعتمادي نه محروم طالب العلم هغه شان ترقي نشي کولای کومه چې يو درميانه ذهين مكر له خود اعتمادي نه ډک طالب العلم حاصلولی شي.

په ټولنه کې اکثر وكړي د عدم خود اعتمادي ښکار دي، په عدم خود اعتمادي کې انسان يقين نکوي چې دی کوم کار کولای شي، داسې خلك د نورو 

په مخکې هيڅ يو کار نشي کولای، مثلا له استاذ څخه پوښتنه نشي کولای، د خلكو په مخکې چې ودريږي د خپلو خيالاتو اظهار نشي کولای، ځکه د ده په دې يقين وي چې له ده څخه کوم کار نشي کيدلای، هر کار چې وي يا يې غلطوي او يا يې ناکامه کوي.

د نفسياتو ماهرين وايي خود اعتمادي فطري يا پيدائشي صلاحيت ندی، بلکه دا په مشق سره حاصليږي، عدم خود اعتمادي د انسان په کاميابي او ناکامي کې يو لوی خنډ دی، بلکه تر بل هر شي لوی خنډ دی، لهذا د دغه خنډ ليری کول پکار دي، د عدم خود اعتمادي د ختمولو لپاره څو مهمې طريقې په لاندې ډول ذکر کيږي.

(۱) د عدم خود اعتمادي لويه وجه د ماضي کومه ناخوشكواره واقعه يا د والدينو غير مناسب چلند کيدلای شي، مثلا د داسې خبرو کول ! ته دغه کار نشي کولای، له تا څخه کار کيدونکی ندی او نور، په دغه صورت بايد د نفسياتو له کوم ماهر څخه مدد وغوښتل شي.

(۲) احساس کمتري، په خود اعتمادي کې د کمي يوه وجه هغه احساس کمتري ده، احساس کمتري لره ضرور يوه وجه وي، اول هغه وجه معلومه کړی او بيا د هغې د ليری کولو لپاره يو پروكرام جوړ کړی، 

اکثر وخت په وړکتوب کې ناخوشكواره واقعات احساس کمتري پيدا کوي، د احساس کمتري د ختمولو لپاره که مونږ په لاندې ذکر شويو خبرو عمل وکړو نو تر ډيره حده مو احساس کمتري ختميدلای شي

الف= دا خبره هر وخت په ذهن کې وساتی او په دې فخر وکړی چې د زمکې په ټوله کره باندې له تاسو پرته بل کوم فرد نشته، يعنی تاسو يواځې ياست،

 يا په بل عبارت په ټوله زمکه کې ستاسو مثل نشته، تاسو د يوه خاص مقصد لپاره پيدا شوي ياست.
ب = په هر انسان کې يو څه خوبی ضرور وي، خپلې خامی هيری کړی او د خپلو خوبيانو تالاش وکړی، له هغوی څخه يو فهرست جوړ کړی، 

په دغه فهرست کې له وړو نه وړې خوبی وليکی، مثلا ښه صحت،د ښه لباس شوق، د مطالعه شوق، خوش اخلاقي،ايمانداري، دروغ نه وئيل، نرم دلي، له غيبت نه ځان ساتتنه، په خندا له خلكو سره ملاويدل او داسې نور،

 د خپلو خوبيانو دغه فهرست د احساس کمتري تر ختميدلو پورې روزانه سهار او ماښام لولی او ځان ښه محسوسوی.
ت= په ټولنه کې يو فرد ضرور يو کار د ټولنې له بل فرد نه په ښه طريقه سرته رسولی شي، يعنی خدای ' هر فرد په ځينو خاصو صلاحيتونو سره نازولی،

 چا ته يې زيات صلاحيتونه ورکړي او چا ته کم، په دنيا کې هيڅ يو داسې فرد نشته چې هغه ته دې کوم صلاحيت نوي ورکړل شوی، يعنی هر فرد کم از کم يو خصوصي صلاحيت ضرور لري، 

د کوم په واسطه چې له نورو څخه بهتر وي، د تاسو تر ټولو ښه صلاحيت څه دی؟ د خپلو خصوصي صلاحيتونو فهرست جوړ کړی، هغه روزانه کم از کم يو ځل لولی او په هغه باندې فخر کوی.

ث = هيڅکله د ځان په حق کې منفي خبره مه کوی، مثلا احمق، بد شکل او ناکام او نه بل چا ته اجازه ورکړی چې ستاسو په حق کې منفي خبره وکړي، 

تر دوو هفتو پورې تاسو دا نوټ کړی چې هغه کوم شی دی چې د هغه په وجه تاسو د خپل ځان په حق کې منفي خبرې کوی؟ هغه کوم شی دی چې د هغه له وجهې تاسو خپل ځانونه سپک كڼي؟ د خپلو منفي سوچونو نكراني وکړی،

کله چې د احساس کمتري کومه منفي جمله پيدا نشوله نو تاسو سمدستي وواياست چې زه يو ډير هوښيار شخص يم، دا مشق جاري وساتئ تر څو مو چې احساس کمتري نوي ختمه شوی، هر کله مو چې خپل منفي سوچونه کنترول کړل، بيا خپل ځان ته يو انعام ورکړی، مثلا ځان ته کتاب، قلم واخلی او يا د خوښې خواړه وخوری.

ج = خپلې پخوانی غلطي په خپله ځانته وبښئ او هغه هيری کړی، د هغوی يادول هيڅ كټه نکوي، بلکه هغه د تاسو په پريشانيو کې اضافه والی راولي، له خود ترسي نه نجات پيدا کړئ او د خپلو خوبيانو خيال مو ساتئ.

ح = د ټولنې لپاره خپل ځان كټور جوړ کړی، خلکو ته په ښمر ورشئ، ډير زر به تاسو دا محسوسه کړی چې د ټولنې لپاره تاسو څومره مفيد ياست، خلك به ستاسو خدمت او قدرداني کوي او د تاسو احساس کمتري به ختمه شي، دا خبره په ذهن کې وساتئ چې خلك تاسو د ظاهري شکل او صورت له وجهې نه بلکه د شخصي خوبيو له وجهې دوست جوړوي.

خ = غربت هم د احساس کمتري يوه لويه وجه ده، غربت ته د خپلی ترقۍ په لار کې د خنډ جوړيدلو موقع مه ورکوئ، خپل ځان ته د هغه چا مثالونه مخته کيږدئ کومو چې په غربت کې ستركې پرانستلی، اما د خپل محنت له وجهې يې خپل نوم په دنيا روښانه کړی،

 قطب الدين ايبک کوم چې يو غلام ؤ د بادشاهي بنياد يې کيښود، مشهور امريکايي صدر نکسن په کوچنيوالي کې څپلۍ او بوټونه پالش کول، د ماضي ټولو لويو خلكو د خپلی زندكۍ اغاز له غربت څخه کړی.

د = د احساس کمتري د ختمولو يوه آسانه طريقه دا هم ده چې تاسو په روز مره زندكۍ کې د دې اظهار وکړی چې تاسو د احساس کمتري ښکار نه ياست، په دې سره ستاسو احساس کمتري ډير زر ختميدلای سي.

ذ = ستركې پټې کړی او داسې تصور وکړی چې تاسو د احساس کمتري ښکار نه ياست، بلکه ډير پر اعتماد ياست.

(۳) شرم، د خود اعتمادي په کمي کې يوه اهمه وجه هغه شرم دی، شرم دا مطلب چې د اجنبي خلكو، يا له استاذ، يا له صاحب منصب خلكو څخه ويره لري 

او د هغوی تر مخ د څه ويلو جرئت نشي کولای، شرمناک خلك له عامو خلکو سره د رابطې له قائمولو څخه ډاريږي، له هغوی سره له ملاقات کولو احتراز کوي،

 شرمناکو خلکو ته له نويو خلکو سره ملاويدل او له هغوی سره دوستي کول مشکل وي، شرمناک خلك د نورو خلكو خاصکر د اجنبيانو په موجودكي کې ډير خفه وي او ويره محسوسوي،

 په داسې چاپيريال کې د هغوی نبض او زړه درزيږي، مخ يې تک سور شي او خولې پرې را ماتې وي،

 د همدغې ويرې له وجهې هغوی صحيح سوچ او فکر نشي کولای، شرمناکو خلكو ته له صاحب منصب خلکو سره د رابطې قائمول مشکل وي،

 طالب العلم له خپل استاذ سره او پياده (مامور) د ادارې له سربراه سره د رابطې کولو په وخت کې داسې کوشش کوي تر څو په داسې وخت کې ور سره ملاقي شي چې له هغوی سره بل څوک نوي، د دې لپاره هغوی د ساعتونو نه بلکه د هفتو انتظار کوي.
شرمناک خلك د نورو خلكو په موجودكي کې عموما خاموش وي او خبرې نشي کولای، اکثر وخت په لړزيدونکي آواز خبرې کوي، د خلكو په موجوديت کې په کوم کار شروع نشي کولای، که چيرته د نورو خلكو په وړاندې د کوم کار کولو ورته وويل شي نو هغوی د عدم اعتماد له وجهې په ويره کې شي، شرمناک خلك عموما ښه او مؤثر ليډر نشي جوړيدای.

ځينې خلك په خاصو حالاتو او د خاصو افرادو په مخکې شرم محسوسوي، مثلا په کومه جلسه کې تقرير کول، يا په کوم نوي ماحول کې، يا د کوم تنظيم په مخکې، يا له جنس مخالف سره د رابطې قائمولو په وخت کې.

شرم د جسماني معذوره کيدلو په شان ذهني معذوره کيدل دي، کوم چې انسان فلج کوي، شرم يو منفي طاقت دی، د کوم چې ډير نقصانونه دي، مونږ يو څو په لاندې ډول ذکر کوو.

الف: شرمناک خلك له صاحب منصب


 او اعلی افسرانو څخه خپل حق نشي غوښتلای،




 د کوم له وجه


ې نه چې بيا دوی له خپلو جائزو حقوقو څخه محروم پاته شي.
ب : شرمناک خلك د خپلو صلاحيتونو اظهار نشي کولای،


 د کوم په وجه چې نه صرف دوی بلکه معاشره هم


 د دوی له صلاحيتونو څخه محرومه پاته شي،


 همدا وجه ده چې د دنيا په تعمير کې


 د هغوی کردار قابل ذکر ندی.


ت : د عامو خلكو په وړاندې چې دوی 

څه ويل غواړي نشي يې ويلای او چې څه کول 

غواړي نه يې شي کولای.


ث : د عامو خلكو په موجوديت کې شرمناک خلك

 د ښې کار کردكي مظاهره نشي کولای، 

چې وروسته بيا دا کار د هغوی د ترقي


 په لار کې يو لوی خنډ ثابت شي.


ج : شرمناک خلك د عامو خلكو په وړاندې 

يو صاف او واضحه سوچ نشي کولای،

 د کوم له وجهې نه چې دوی د بهترينو خيالاتو 


او رايه اظهار هم نشي کولای.


ح : دا خلك د خپلې کومې ذاتي مسئلې لپاره 

له بل چانه مرسته نشي غوښتلای.


په ټولنه کې په ډير زيات شمير کې خلك 

د دغې مسئلې ښکار دي، د نرانو 

په نسبت ښځې ډيرې شرم کونکي دي 

او دا په مونږ  د لوی خدای ' رحم دی، 

که چيرته ښځې شرم کونکی نه وی نو حالات به

 بيا بل ډول ول.




  1. رياكول په دين كښ په خپل بدن باندى
  2. رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُجِبْ دَعْوَتَكَ... قارىء : حاتم فريد
  3. رڼاګانې پنځه دي
  4. زكوات دادن براي مدارس دينى
  5. زلزلوں کی کثرت کا سبب
  6. زما کلے
  7. زمزم ;فائدے
  8. زمزم سے استنجاء
  9. زمونږ هدف اومقصد
  10. زمونږ ويب پانی په اړه
  11. زموږ دعاګانی ولی نه قبلیږی؟
  12. زنا کی تباہ کاریاں
  13. زندګي ازدواجي
  14. زه ازاد افغانستان يم
  15. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  16. زيبائش واّرائش استعمال شانه خضابي ورنگ
  17. زړه او غم
  18. زړه حمله او نښې
  19. زکاۃ کے مسائل کا انسائیکلو پیڈیا
  20. زیادہ گوشت خوری مضرِ صحت
  21. زیارتونه ، مندرونه
  22. سائنس دان گنجے پن کے علاج کے قریب پہنچ گئے
  23. سائنسی تحقیقات قران پاک کی روشنی میں
  24. سادگی کیا ہے؟
  25. سانحہ ٔ کربلا
  26. سانس کي بدبو
  27. سب سے مہنگا کمپیوٹر ماءوس

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User