Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, March 9, 2012

په دنيا کې لويه کاميابي له ناکاميو نه وروسته حاصليږي


له کاميابي څخه مخکې ناکامي وي

 

تهامس ايډيسن په دنيا کې تر ټولو لوی موجد دی، 

ده له يو زر څخه زيات شيان ايجاد کړي، كروپ او وچه بيټرۍ 

هم د ده له ايجاداتو څخه دي، د كروپ جوړولو په وخت کې نوموړی

 له زر ځلې زيات ناکام شوی، يوه خبريال استهزاء ورته وويل !

 تهامس ايډيسن تاسو خو زر ځلې ناکام سوي ياست؟ 

تهامس ايډيسن چې د ډيرې مثبتي رويه څښتن وو ورته وويل !

 زه زر ځلې ناکام شوی نه يم، بلکه ما ته په زرو داسې طريقو 

علم حاصل شو د کومو له وجهې چې كروپ نه جوړيږي.

په دنيا کې لويه کاميابي له ناکاميو نه وروسته حاصليږي،
 د لوی مغليه سلطنت باني بابر اوه ځلې ناکام شو،
 د امريکا کاميابترين صدر چې له نامه سره يې

 اکثر خلك اشنا دي ابراهام لنکن په سياست کې اته ځلې ناکام سو، 

مكر خپل کوشش يې ترک نکړ او بالاخر د امريکا لوی صدر جوړ شو.

ناکامي د کاميابي اول شرط دی، کاميابي له ناکاميو څخه جوړيږي، 

د کاميابي لاره له ناکاميو څخه ډکه ده، 
د درميانه درجې کاميابي عموما له دريو ناکاميو څخه وروسته حاصليږي 

او لويه کاميابي له اوو ناکاميو څخه وروسته،

 په لومړي ځل کوشش کې تقريبا کاميابي ناممکن وي، 

لهذا د کاميابي د کوشش کولو په وخت کې 

دا خبره په ذهن کې وساتی چې په لومړي کوشش کې کاميابي مشکل دی

 او کاميابي له ناکامي څخ0ه وروسته حاصليږي.

په دنيا کې صرف هغه خلك لويه کاميابي لاسته راوړي کوم

چې حوصله او جرئت لري، په دنيا کې ډير لوی لوی ايجادات شوی

 ليکن دا ټول له بيشماره ناکاميو نه وروسته شوي،

د هر ايجاد داستان له ناکاميو څخه ډک دی،

 دا خبره په ذهن کې وساتی چې تاسو هم د کاميابي سفر له ناکامي 

څخه پرته نشی تر سره کولی، هره ناکامي عارضي وي تر څو يې

 چې تاسو مستقله نکړی، 

تاسو تر هغه وخته پورې نشی ناکامه کيدلی تر څو پورې چې کوشش پرې نږدی.
کاميابي کله هم يقيني نه وي او ناکامي کله هم مستقله نه وي، له ناکامي څخه دا ندی مراد چې تاسو به د هميشه لپاره ناکام ياست،

 بلکه له ناکامي څخه مراد دا دی چې تاسو نن ورځ نشی کاميابه کيدلی، يعنی په يوه خاص وخت کې، لهذا ناکامي په اصل کې تاخير دی، له ناکامي څخه دا هم ندی مراد چې تاسو خپل کوشش پريږدی، بلکه دا ترينه مراد دی چې تاسو سخت محنت وکړی، له ناکامي څخه دا ندی مراد چې تاسو هيڅکله نشی کاميابيدی،

 بلکه دا ترينه مراد دی چې په دې کې يو څه وخت ته ضرورت شته دی، که چيرته تاسو په يوه شعبه کې ناکام شی نو په کومه بله شعبه کې کوشش وکړی، تاسو يواځې په هغه صورت کې ناکامه کيدلی شی کله چې خپل کوشش پريږدی، يا دا چې تاسو له خپلو ناکاميو څخه کوم سبق زده نکړی.

کامياب خلك له ناکامي څخه نه ويريږي، هر فرد يو وخت ناکامه کيدلی شي، 
ناکامي په اصل کې د غلطي نوم دی، يعنی هيڅوک ناکامه کيدلی نشي بلکه کومه غلطي ترينه وشي، په دنيا کې له هر انسان څخه غلطي کيدلی شي،

 البته احمق خلك خپله غلطي نه مني، د غلطي نه منلو په ځای له هغې څخه سبق زده کړی، غلطي مونږ ته راښيي چې د دغه کار لپاره نورې بهترينې طريقې هم شته دي، غلطي تاسو عقلمند، 

توانا او صابر جوړوي، همدا شان تاسو د کاميابي لپاره تياروي، څوک چې غلطي ونکړي هغه ترقي نشي کولای، د مثبت سوچ او فکر خاوندانو ته ناکامي زحمت ندی بلکه ورته رحمت دی.

ناکامي رحمت دی

 

^ ناکامي انسان ته داسې سبق ور زده کوي کوم چې له بلې طريقې نشي زده کولی، انسان له ناکامي څخه ډير او له کاميابي څخه کم شی زده کولی شي، د ناکامي يوه كټه دا هم وي چې تاسو په اينده کې د هغه کار له کولو څخه بيا ځان ساتی.
^ لکه څرنكه چې د بدن په کومه برخه کې درد تاسو ته په دې خبر درکوي چې دلته کومه خرابي شتون لري او د علاج کول يې ضروري دي، همدا شان ناکامي هم په يوه پلان کې د کومې خرابي نښه کيدلی شي، يعنې يا خو دا چې ستاسو هدف سم نه دی، يا مو د هدف د حاصلولو طريقه سمه نه ده.
^   ناکامي د انسان په تخليقي صلاحيتونو کې اضافه والی راولي.
^ هيچا ته په خپلو حقيقي صلاحيتونو تر هغه وخته علم نه وي تر څو چې هغه ناکام شوی نه وي.
^ هيڅوک په دې علم نلري چې کوم څه کولی شي او  کوم څه نه، تر څو چې کوشش ونکړي او کامياب يا ناکام نشي.
^ د ناکامي تر ټولو لويه كټه دا ده چې دا مونږ د لويو کاميابيو لپاره تيار کړي.
^ ناکامي لعنت نه بلکه نعمت دی، دا د کاميابي لپاره بنياد (بنسټ) دی، د دغه بنياد د سمولو لپاره ښه طريقه دا ده چې له خپلو غلطيو څخه يو څه زده کړی، د ناکامي مطلب صرف او صرف دا دی چې دلته يو څه مسائل شتون لري کوم چې حل کولو ته په انتظار کې دي.
^   هره ناکامي مونږ ته د کاميابي لپاره لاره برابروي.
^    له هرې ناکامي څخه وروسته مونږ کاميابي ته ډير ورنږدې کيږو.

 

ناکامي

 

که چيرته تاسو ناکامي قبوله کړی او له هغې نه سبق زده کړی او دوباره کوشش وکړی، نو تاسو به ضرور کاميابي پيدا کړی.
هر انسان ناکام کيدلای شي، ناکامي د زندكي حقيقت دی، ناکامي د زندكي تر ټولو لوی استاذ دی.
*      ناکامي مونږ ته عاجزي را زده کوي.

* ناکامي مونږ له خپلو حدودو سره اشنا کوي.

*  ناکامي مونږ ته دا وايي چې تاسو د شکست قابل نه ياست.

* ناکامي مونږ ته خپله سمه لاره راښي.

*  ناکامي مونږ ته دا راښيي چې که هر څه سم هم کړی خو بيا هم که کوم شی په لاس در نشي، دا د زندكي يوه حصه ده.

*  ناکامي مونږ ته د کردار د مضبوطوالي متعلق سبق را زده کوي.

د ناکامي تر ټولو لوی سبق

له پورته ذکر شويو سبقونو نه علاوه ناکامي مونږ  ته يو بل سبق هم را زده کوي کوم چې له ټولو څخه لوی سبق دی ! ناکامي مونږ ته د ډير مضبوط اوسيدلو طريقه را زده کوي.


د ناکامي وجوهات

 

زمونږ د نن ورځې شک زمونږ د صبا ورځې کاميابي په ناکامي بدلولای شي.
د ناکامي ډير وجوهات دي، يو څو مهم يې مونږ په لاندې ډول ذکر کوو.

(۱) د مستقل مزاجي نيشتوالی

 

اکثره خلك له دې وجهې ناکامه کيږي چې له هغوی سره علم نه وي، بلکه هغه له دې وجهې څخه ناکامه کيدلای شي، چې هغوی ميدان پريږدي، د کاميابي راز صرف په دوو شيانو کې دی، مستقل مزاجي او مزاحمت، کله هم چې د کوم کار کول وغواړی، له هغه څخه بيا مخ مه اړوی.
يو اتل له دې وجهې نه وي قهرمان چې هغه له نورو خلكو څخه بهادر وي، بلکه هغه له دې وجهې اتل او قهرمان وي چې له نورو خلكو څخه لس درجې زيات بهادر وي.

(۲) خود غرضي او لالچ

کوم خلك چې خود غرضه وي، هغوی هيڅکله دا حق نلري چې هغوی د ترقي او کاميابي توقع وکړي، ځکه چې د داسې خلكو رويه د نورو خلكو د فلاح او بهتري لپاره نه وي، لالچ د روح سرطان ده، لالچ تعلقات او خپلولي تباه کوي.

لالچ څنكه پيدا کيږي

لالچ د نفس له دروغجن عزت څخه پيدا کيږي، مطلب دا چې يو کس په دروغو په خپل ځان فخر کوي او د يوه مقصد لپاره بل چا ته د ځان اظهار کوي، د لالچ نه د بچ کيدلو ښه طريقه دا ده چې تاسو د خپلو وسائلو مطابق مطمئن اوسيدل زده کړی، ياد لری چې د قناعت پسندي مطلب دا نده چې تاسو د مخته تللو آرزو مه کوی.

(۳) د کامل يقين نيشتوالی

کوم خلك چې له کامل يقين څخه خالي وي هغه د سرک په منځ روان وي، تاسو پوهيږی چې د سرک په منځ د تلونکو انجام څه وي، د کاميابي له مهمو رازونو څخه يو دا ده چې تاسو له کومې خبرې سره د مخالفت کولو په ځای د هغې تائيد او حمايت وکړی، تاسو د هرې مسئلې په مخالف طرف کې مه دريږی، بلکه د حل په طرف کې ودريږی.

په دنيا کې درې ډوله خلك دي.
۱= داسې خلك کوم چې لوی لوی کارونه کوي.
۲= داسې خلك کوم چې واقعاتو او حالاتو ته صرف كوري.
۳= داسې خلك کوم  چې په واقعاتو او حالاتو باندې فکر او غور کوي.
سوال دا دی چې تاسو له کومو څخه ياست؟.
عقيده له يقين کامل څخه پرته محض وهم ده.

(۴) پلان جوړونه او تياري نکول

د كټلو خواهش له هر چا سره وي، مكر د كټلو لپاره د تياري کولو خواهش له ځينو ځينو سره وي.
اکثر خلك داسې وي چې د تفريح لپاره تياري کوي، مكر د خپلی زندكي لپاره منصوبه سازي نشي کولی.
د تياري کولو مطلب دا دی چې ناکامي به برداشت کوی، مكر ناکامي به بالکل نه منی، د تياري مطلب دا دی چې له خپلو غلطيو څخه سبق زده کړل سي، د غلطيو کول غلط ندي، له مونږ څخه غلطي کيدلای شي، البته بې وقوف هغه څوک دی چې يوه غلطي بيا بيا کوي، کوم خلك چې غلطي کوي او د هغې اصلاح نه کوي، په دويم ځل له هغې څخه بله لويه غلطي ترينه کيږي.

 (۵) تجزيه

كټونکي خلك تجزيه کوي، بهانې نه کوي، ځکه چې دا د بايلونکو خلكو کار دی، له دوی سره يو کتاب وي کوم چې د ناکاميو له جواز نامو څخه ډک وي، مثلا هغوی ليکلي وي.

زه بد قسمت يم.
زه په منحوس وخت کې پيدا شوی يم.
زما عمر کم دی.
د ما عمر زيات دی، زه بوډا شوی يم.
زه مجبور يم.
زه ډير اوښيار نه يم.
زه تعليم يافته نه يم.
زه ښه ځواني نلرم.
زما له چا سره روابط، تعلقات نشته.
له ما سره ډيرې روپۍ نشته.
له ما سره وخت نشته.
کاشکې ما ته موقع په لاس راشي.
کاشکې زمونږ په خاندان بوج نه وی.
د بايلونکو خلكو دغه فهرست له دې څخه هم اوږد وي، د هر کس د کاميابيدلو فيصله دوه شيان کوي، وجوهات او نتائج، وجوهات بايد شمار نکړل شي تر څو چې نتائج شماريدلی شي.

(۶) د جرئت نيشتوالی

کامياب خلك په خپلو کارونو کې په خنډونو د غالب کيدلو لپاره د جرئت او قوت هڅه او تلاش کوي، کله چې د مونږ ذهن له جرئت څخه ډک وي، نو خپله هيره مو هيريږي او په خنډونو باندې برلاسي کيدلای شو، جرئت د خوف د نه موجوديدلو نوم ندی، بلکه په خوف باندې د غالب کيدلو نوم دی، کردار، انصاف او ديانتداري له جرئت نه بغير مؤثره نه وي.


  1. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  2. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  3. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  4. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  5. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  6. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  7. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  8. احرام درطياره [هواپيما]
  9. احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
  10. احكام رويت هلال
  11. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  12. ادويه مسدود كننده حيض
  13. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  14. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  15. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  16. استنجا كردن همراه كاغز
  17. اسلامي او مذهبي کتابونه
  18. اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
  19. اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
  20. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  21. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
  22. الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
  23. الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
  24. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو
  25. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو4
  26. الشیخ عبدالسلام روستمی نوی اوتازا بیانات
  27. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  28. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  29. انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
  30. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  31. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  32. اوقبله کوم طرفته ده
  33. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  34. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  35. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  36. ايما ن مفصل + ايمان مجمل
  37. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  38. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  39. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  40. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  41. ایا انسان خواره مو ليدلي
  42. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User