صبر او تحمل
یو د هغو صفاتو او ښو عاداتو څخه چې مسلمان په
هغه سره زینت حاصلوی ، د الله تعالی لپاره صبر کول او تکلیفونه برداشتول دی . په ناخوښه او د تکلیف په حال کې خپل ځان ته
حوصله ورکول او د هغه برداشت کول او په هغه سره راضی کیدل صبر دی .
د الله سبحانه وتعالی په عبادت او اطاعت کې که
چیری انسانی نفس څه تکلیف محسوسو نو د هغه التزام کول د مؤمن خوی او طریقه ده او د
الله تعالی په نافرمانی کې که طبعی طور کشش هم وی ، خپل نفس د هغه څخه ساتی د
مصیبت د نازلیدو په وخت کې د ناراضی اظهار نه کوی ځکه چې مؤمن په دی پوهیږی چې دا
د تقدیر فیصلی دی او په تقدیر باندی نه راضی کیدل د الله تعالی څخه د ناراضی کیدو
اظهار دی . به دی حالاتو کې یعنی د مصیبت په حالاتو کې مؤمن د الله تعالی د مدد
طلبګار وی او پر صبر باندی ډېر لوی اجر او
ثواب چې وعده یی سوی ده په فکر کې راګرځوی او پر بی صبری باندی د الله تعالی وعید
او شدید عذاب په ذهن کې راګرځوی . او دا فکر کوی چې د الله تعالی فیصلې جاری دی
هغه هیڅوک نسی بندولای او د الله تعالی فیصلې د عدل او انصاف فیصلې دی بنده که صبر
وکړی کنه . که صبر وکړی نو اجر ورکول کیږی او که بی صبری وکړی نو ګناه ده او عذاب
ورکول کیږی . صبر د هغو اخلاقو څخه دی چې
د انسان په ریاضت او محنت سره حاصلیږی ، مسلمان به دا کوشش کوی چې د تکلیفو په وخت
کې د اجر او ثواب وعده په ذهن کې راوګرځوی او د الله تعالی څخه د صبر توفیق وغواړی
.
الله تعالی فرمایی :
« یَآاَیُّهَاالَّذِیْنَ آَمَنُوْا اصْبِرُوْا
وَصَابِرُوْا وَرَابِطُوْا وَاتَّقُواللهَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُوْنَ » -- (آل
عمران ۳ – ۲۰۰) .
ترجمه : ای مؤمنانو صبر کوی (په طاعت ، مصیبت او له
معصیته ) یو بل ته د صبر تلقین کوئ ( او د دښمن په مقابله کې ) محکم اوسئ او د
الله تعالی څخه وویریږئ د دی لپاره چې تاسی کامیاب سی .
تفسیر :
یعنی ای مؤمنانو ! که فتح او د
دنیا و آخرت کامیابی غواړی نوپه سختی تیرولو او طاعت کې ټینګ اوسئ . او د معصیت
څخه ځان وساتئ او د دښمنانو په مقابله کې ټینګ او مضبوط اوسئ او دلاوری ښکاره کړئ
او د اسلام د حدودو به حفاظت کې همیشه مشغول اوسئ
د هرځایه څخه چې د دښمن د تعرض اندیښنه وی هلته د اوسپنی د دیوال په شان
خپلی سینې سپر کړئ او پښی مو ټینګې کړئ .
همدارنګه الله تعالی فرمایی : « وَاسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ
وَالصَّلوةِ » -- ( البقرة ۲- ۴۵) .
( د صبر او لمانځه
په ذریعه ( په هره سختی کس د الله تعالی څخه) مدد غواړئ . او بیا الله تعالی فرمایی : « وَاصْبِرُوْا وَمَا صَبْرُکَ اِلاَّ بِاللهِ
» -- ( النمل ۱۶- ۱۲۷) . (
او صبر کوه او نه دی صبر ستا مګر په توفیق د الله سره .
تفسیر :
یعنی پر مظالمو او شدائدو صبر کول آسانه کار نه دی ، که الله تعالی چاته
توفیق ورکړی نو صبر او تحمل هم کولی شی سختی برداشت کړی . (کابلی ) . همدارنګه فرمایی : «وَاصْبِرْ عَلی مَا اَصَابَکَ
اِنَّ ذلِکَ مِنْ عَزْمِ الاُمُوْرِ » -- ( لقمان ۳۱- ۱۷) . ( او پر هغه تکلیف چې تاته
رسیږی خصوصا په امربالمعروف او نهی عن المنکر کې ) صبر کوه بیشکه دغه له مهمو
مقصودی کارونو څخه دی .
دغه رنګه فرمایی : « وَبَشِّرِالصّبِرِیْنَ الَّذِیْنَ
اِذَا اَصبَتْهُمْ مُصِیْبَةٌ قَالُوْا اِنَّا لِلهِ وَ اِنَّا اِلَیْهِ رَاجِعُوْنَ
اُوْلئِکَ عَلَیْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَاُوْلئِکَ هُمُ الْمُهْتَدُوْنَ
» -- ( البقرة ۲ – ۵۵ – ۱۵۷) .
ترجمه :
او صبر کونکو ته زیری ورکړئ ( په جنت سره صبر کونکی ) هغه کسان دی کله چې
دوی ته څه مصیبت ورسیږی نو وایی دوی بیشکه موږ (مملوک) د الله یو او بیشکه موږ هم
ده (یعنی الله ته ) بیا ورتلونکی یو دغه کسان دی چې پر دوی د رب له طرفه عنایتونه (بخښنی) او رحمت دی او دغه
کسان پرسمه لاره تلونکی دی .
تفسیر :
یعنی هغه کسان چې په دغو مصائبو یی صبر وکړی او د نعمت ناشکری یې ونکړه
بلکی دغه مصیبتونه یی د ذکر او شکر وسیله وګرځول نو ای محمده صلی الله علیه وسلم
زموږ د طرفه هغوی ته زیری وکړه .
الله تعالی فرمایلی دی :
« وَلَنَجْزِیَنَّ الَّذِیْنَ صَبَرُوْا
اَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَاکَانُوْا یَعْمَلُوْنَ » -- ( النحل ۱۶- ۹۶ ) .
( اوموږ
به ( په آخرت کې) صبر کونکو ته د دوی د اعمالو ډېره ښه بدله ورکړو ) .
دغه رنګه فرمایی :
« وَجَعَلْنَا
مِنْهُمْ أَئِمَةً یَهْدُوْنَ بِأََمْرِنَالَمَّا صَبَرُوْا وَکَانُوْا بِآَیَاتِنَا
یُوْقِنُوْنَ » -- (السجدة ۳۲- ۲۴) .
( او له دوی څخه ځینی موږ امامان ګرځولی وو چې
زموږ په حکم سره به یې د خلګو ته لاره ښوله کله چې یی صبر وکړی یعنی د دنیا په
سختیو او د منکراتو په ظلم یی صبر وکړ او خپل دین یې ټینګ وساتی او وو دوی چې زموږ
په ایاتونو چې له انبیاء الله سره وو ) یقین به یی کاوه .
تفسیر :
یعنی مسلمانان دی د الله تعالی په وعدو یقین او باور ولری او په سختیو دی
صبر وکړی او پخپلو کارونو کې دی ثابت او قائم اوسی نو له دوی سره به پاک الله هم
داسی معامله وکړی لکه وسوه او ښه وسوه .
الله تعالی فرمایی : « اِنَّمَا یُوَفّی الصّبِرُوْنَ
اَجْرَهُمْ بِغَیْرِ حِسَابِ » -- ( الزمر ۳۹ – ۱۰) .
صبر کونکو ته د دوی ثواب بی حسابه (ډېر زيات)
ورکول کيږی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : « الصبر ضیاء » -- صحیح مسلم) . یعنی صبر یو
نور او روښنایی ده ) .
همدارنګه فرمایی : « مَنْ یَسْتَعْفِفْ یُعِفُّهُ اللهُ وَمَنْ
یَّسْتَغْنِ یُغْنِهِ اللهُ وَ مَنْ یَتَصَبَّرْ یُصْبِرُهُ اللهُ وَ مَا اُعْطِیَ
اَحَدُ عَطَاءً خَیْرًا وَ اَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ » -- ( صحیح بخاری) .
ترجمه :
څوک چې د ځان د ساتلو کوشش کوی یعنی الله تعالی دی ساتی او څوک چې بی نیازی
اختیار وی الله به دی بی نیازه کړی او څوک چې د صبر کوشش وکړی الله به ده ته صبر
ورکړی او تر صبر بهتر ښه او وسیع شی هیچا ته نه دی ورکول سوی .
همدارنګه فرمایی : « عَجَبًا لِاَمْرِ الْمُؤْمِنِ
اِنَّ اَمْرَهُ کُلَّهُ خَیْرٌ وَلَیْسَ ذلِکَ لِاَحَدِ اِلاَّ لِلْمُؤْمِنِ اِنْ
اَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَکَرَ فَکَانَ خَیْرًا لَهُ وَ اِنْ اَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ
فَکَانَ خَیْرًا لَهُ » -- صحیح مسلم) .
ترجمه :
د مؤمن لپاره څومره عجیبه خبره ده چې د ده ټوله معاملات د ده په حق کې خیر
دی که چیری وده ته خوشحالی ورسیږی او دی د هغه شکر ادا کړی نو دا شکر ادا کول د
دله لپاره خیر دی او کچیری تکلیف ورته ورسیږی او دی صبر وکړی نو دا د ده لپاره ښه
او خیر دی .
د نبی علیه الصلاة والسلام د یوې لور کوچنی مړ
کیدی ځکندن یی و نو نبی علیه الصلاة والسلام یی را وغوښتی نبی علیه الصلاة والسلام
ورته وویل : « اَقْرِأْ لَهَا السَّلاَمَ وَقُلْ لَهَا اِنَّ لِلّهِ
مَااَخَذَ وَلَهُ مَا اَعْطَی وَکُلُّ شَیْئٍ عِنْدَهُ بِاَجْلٍ مُّسَمًّی فَلْتَصْبِرْ
وَلْتَحْتَسِبْ » -- ( صحیح بخاری) .
ترجمه :
زما لورته سلام ووایه او زما پیغام ورکړه چې خاص الله لره دی هغه چې ده
اخیستی دی او هغه چې ده درکړی دی ، د هرشی د ده په نزد یو وخت مقرر دی دا باید صبر
وکړی او په هغه کې دی د ثواب نیت وکړی .
الله تعالی به ثواب ورکړی .
نبی علیه السلام فرمایی : « یَقُوْلُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ
اِذَا ابْتَلَیْتُ عَبْدِیْ بِحَبِیْبَتَیْهِ (عَیْنَیْهِ) فَصَبَرَ عَوَّضْتُهُ مِنْهُمُا
الْجَنَّةَ » -- ( صحیح بخاری ) .
ترجمه :
« الله تعالی فرمایی کله چې زه خپل بنده د دوو محبوبو سترګو په تکلیف کې
مبتلا کړم او هغه صبر وکړی نو د هغه په عوض کې وده ته جنت ورکوم .
همدارنګه فرمایی : « مَنْ یُّرِدِاللهُ بِهِ خَیْرًا
یُصِبْ مِنْهُ » -- (ایضا) .
(الله تعالی چې
چاته اراده د خیر وکړی نو هغه په مصیبت کې اخته کړی (د ازمویښت لپاره) .
او بیا فرمایی
: « اِنَّ عِظَمَ
الْجَزَاءِ مَعَ عِظَمِ الْبَلاَءِ وَ اِنَّ اللهَ تَعَالی اِذَا اَحَبَّ قَوْمًا
ابْتَلاَهُمْ فَمَنْ رَضِیَ فَلَهُ الرِّضَاءَ وَمَنْ سَخِطَ فَلَهُ السَّخَطُ »
-- ( سنن الترمذی و سنن ابن ماجه . )
( څومره چې لوی
مصیبت وی هغومره لوی اجر او ثواب دی کله چې الله تعالی د یو قوم سره محبت کوی نو
هغه ازمویی څوک چې راضی سی د هغه لپاره (د الله ) رضا ده او څوک چې ناراشه سی د
هغه لپاره (دالله) ناراضی ده .
همدارنګه نبی علیه الصلاة والسلام فرمایی
:
« مَایَزَالُ الْبَلاَءُ بِالْمُؤْمِنِ
فِی نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتّی یَلْقَی اللهَ وَمَاعَلَیْهِ خَطِیْئَةُ
» -- ( سنن ترمذی) .
ترجمه :
مؤمن همیشه پخپل نفس ، مال اولاد سره ازمویل کیږی ترڅو چې د الله سره
ملاقات کوی نو د ده پرذمه به هیڅ ګناه نه وی .
ایذا یعنی تکلیف برداشتول ډېر تکلیفی صبر دی او د صدیقینو او صالحینو طرز د
عمل او شعار دغه دی .
د الله تعالی د ذات په وجه چې کله یو مسلمان
ته تکلیف رسیږی او دی صبر وتحمل کوی ، د بدی جواب په بدی سره نه ورکوی او نه شخصی
انتقام اخلی او هرڅه د الله تعالی د دین او د هغه د رضا لپاره کوی د الله انبياء
او رسولان علیهم السلام د ده لپاره ښه نمونه ده چې دوی ټولو د الله د ذات او د هغه
د په دین دین ډکی ابتلاء او ازمایشونه تیر کړی دی .
حضرت عبدالله بن مسعود فرمایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو نبی حال
بیانوی چې هغه خپل قوم په وینو سور کړی او د خپل مخ څخه وینی صفا کولی او دای یی
ویل :
« اَللّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِیْ فَاِنَّهُمْ
لاَیَعْلَمُوْنَ » ـ- ( متفق علیه )
ترجمه :
ای الله زما قوم ته مغفرت وکړه ځکه چې دوی نه پوهیږی رسول الله صلی الله
علیه وسلم چې کوم تکلیفونه برداشت کړی دی په هغو کې یو دا هم و چې مخکی یی ذکر وسو
. دغه رنګه د نبی علیه الصلاة والسلام د یو برداشت د
اندازې دارنګه ذکر سویدی ). نبی علیه الصلاة والسلام یوه ورځ مال تقسیم کړی نو یوه
اعرابی (کوچی ) وویل په دی تقسیم کې انصاف او د الله رضا نه دی ملحوظ سوی . دا
خبره نبی علیه الصلاة و السلام واوریده نو مخ یی سور سو او وی ویل :
« یَرْحَمُ اللهُ مُوْسی لَقَدْأُوذِیَ
بِأَکْثَرِ مِنْ هذَا فَصَبَرَ » -- ( متفق علیه ) .
(
الله دی پر موسی علیه السلام رحم وکړی هغه ته تردغه زیات تکلیفونه ورکول
سویدی مګر هغه صبر وکړی ) . او بیا
فرمایی : « قَدْکَانَ مِنْ
قَبْلِکُمْ یُؤْخَذُ الرَّجُلُ فَیُحْفَرُ لَهُ فِی الاَرْضِ فَیُجْعَلُ فِیْهَا ثُمَّ
یُؤْتی بِالْمِنْشَارِ فَیُوْضَعُ عَلی رَأْسِهِ فَیُجْعَلُ نِصْفَیْنِ وَیُمْشِطُ
بِأَمْشَاطِ الْحَدِیْدِ مَادُوْنَ لَحْمِهِ وَعَظْمِهِ مَایَصَدُّهُ ذلِکَ عَنْ دِیْنِ
اللهِ » -- ( صحیح بخاری).
(
ستاسی څخه مخکی کسانو کې داسی سړی به و چې (دښمنانود دین) به ونیوی په ځمکه
کې به یی ښخ کړی بیا به یی آره پر سر ورکیښودله دوه ځایه به یې پری کړی او د دوی
غوښی او هډوکی به یی د اوسپنی په ږمونځ سره ږمونځولی . دا خبری هم دوی د الله
تعالی د دین څخه نه راوګرځول .
الله تعالی د انبیاؤ او رسولانو د تحمل او
صبر ذکر فرمایی : «
وَمَالَنَا اَلاَّ نَتَوَکَّلَ عَلَی اللهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ
عَلی مَاءَ اذَیْتُمُوْنَا وَعَلَی اللهَ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُتوکلونَ » -- (ابراهیم ۱۴- ۱۳).
ترجمه :
او څه عذر دی موږ ته په دی کې چې
توکل به نه کوو پر الله حال دا چې راښوولی یی دی موږ ته لاری د دین (زموږ) او قسم
دی چې صبر به وکړو خامخا پر ضرر رسولو د تاسی موږ لره او توکل کونکی دی خاص پر
الله توکل کوی .
ځینو صحابه وو رضی الله عنهم به ویل چې چا به
پر تکلیفونو صبر نه کوی هغه به موږ مسلمان نه بلل . کوم مسلمان چې په صبر او تحمل سره زندګی تیروی
د شکایت او ناراضی اظهار نه کوی د مکروه دفاع په مکروه سره نه کوی او بدی په ښه
طریقه سره ختموی او د عفوی درګزر څخه کار اخلی الله تعالی دا عمل ډېر عظیم کار
بللی دی : « وَلِمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ
ذلِکَ لَمِنْ عَزْمِ الاُمُوْرِ» ---
( الشورا ۴۲-۴۳) . څوک چې صبر کوی او معافی کوی ،
دا د همت د کارو څخه دی .
-
- راځي د بادموله ګټوڅخه ځان خبرکړو
- راځي دخپلوویبلاګونوادرسونوته په خپله خوښه تغیرورکړو
- راځی چه مسجد نبوې د نیز دې نه وا ګو رو
- ربيع المؤمن
- رحمان بابا نوی دیوان
- رحمت عالم
- رزق حرام کے نقصانات
- رسائل arabic SMS
- رسائل للحجاج والمعتمرين حج مراسم پښتو mp3
- رعايت تحقيق فلكياتي
- رمضان المبارک -- فضائل، احکام و مسائل
- رمضان المبارک او زمونږ غفلت
- رمضان المبارک خصوصی نشریات
- رمضان او افغانان
- رمضان او ماشومان
- رمضان او ځوانان
- رمضان او ځوانه جوړه
- رمضان مسائل
- روايت قفيز طحان واحكام مستنبط از اّن
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.