ددعوت محترمو كاركوونكو ته سلامونه او احترامات وړاندي كوم
وروسته ستاسو دويب پاڼي له ښاغلو څخه ديوې پوښتني ځواب غواړم چي په لاندي ډول ده.
لكه څنګه چي په جنت كي ټولو نيكو مؤمينانو جنتياون ته حوري په نکاح كيږي نو د هغه ښځو لپاره چي په خپل ژوند كي يي ميړونه نه دي كړي او ياهم پيغلي مړي شويدي او بيا جنت ته ولاړي شي نو د هغوي لپاره څه شي شته چي ددوي نكاح ورسره وشي؟ 
په درنښت
(سيد فيض الله (قريشي)
 
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مسلمانان په مجموع کې ټول نر اوښځې شامل دي فرق په تقوا کې دی .
د کومو نعمتونو چې له سړيو سره وعده شوي ده د هغې له ښځو سره هم ده .
قوله تعالی : وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا (التوبه ۷۲)
له دغو مؤمنانو نارينه او مؤمنانو ښځو سره الله وعده ده چې دوی  ته به داسې جنتونه ورکړي چې تر هغو لاندې ويالی بهيږي  او دوی به پکې تل اوسيږی .
الله جل جلاله بل ځای فرمايي :
ِانَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (35 الاحزاب ) .
يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې ،رښتني نارينه او رښتنې ښځې ، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې ، تواضع کونکي نارينه او تواضع کونکې ښځې ، خيرات ورکونکي نارينه او خيرات ورکونکې ښځې ، روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکې ښځې ،پاک لمنه نارينه او پاک لمنې ښځې ، او هغه نارينه چه د الله تعالی ذکر زيات کوي او هغه ښځې چې د الله تعالی ذکر زيات کوي  تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) معفرت او لوی اجر (جنت ) .
په جنت کې به ټول جوړی جوړی وي (نر او ښځه ) .
الله جل جلاله فرمايي : وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 25 البقره
له ازواج نه مراد جوړې دي يعنی نر اوښځه په جنت کې به نراوښځې جوړې وي پاکې پاکې
له مطهرة نه مراد جسمې او معنوي پاکې ده جسمی لکه بول،منی اوحيض او معنوي لکه بد اخلاقی ددی نه پاک وي .
لکه تفسيرالطبري چه ليکي : والأزواج جمع زَوْج, وهي امرأة الرجل. يقال: فلانة زَوْجُ فلان وزوجته.
وأما قوله: ” مطهَّرة ” فإن تأويله أنهن طُهِّرن من كل أذًى وقَذًى وريبةٍ, مما يكون في نساء أهل الدنيا، من الحيض والنفاس والغائط والبول والمخاط والبُصاق والمنيّ, وما أشبه ذلك من الأذى والأدناس والريب والمكاره.
ولی په قرآن کې چې واضح دسړيو لپاره حورې ذکر شوی دي
قوله تعالی : حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ  (الرحمن ۷۲)
كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ( ادخان ۵۴)
اصلاً ددې بيان په حکمت الله تعالی ښه عالم دی مونږ  په غيبو ايمان لرو چې په ډیر څه نه پوهيږو .
مګر ځنو علماؤ ددې حکمت داسې بيان کړی دی :
حکمت دادی چې د قرآن هرخبره د انسان له فطرت سره لګي او هره خبره یې له نزاکت او لوړ ادب نه ډکه ده .
ښځه فطرتاً حياناکه ده د ميړه وريادول ورته ښه نه ښکاري اوشرميږي .
لکه په دنيا کې چې رواج دی سړی د ښځې خواستګارۍ ته ورځې ولې سړي د ښځو په يادولو تشويق کيږي خو شځې د ميړه په ور يادولو شرميږي .
نور په جنت کې چې کوم نعمتونه دي د نر اوښځې لپاره مساوي دی  لکه  په پورته آيت شريف کې خبره په عمل کې ده چې د چا به ډيرښه وي او دچا به لږ  ښه  وي .
نور په جنت کې هغه څه موجود دي چې څه ته د انسان زړه وشي  اوغواړي يې :
قوله تعالی : “وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُون” (فصلت/31)
او ستاسې لپاره هلته هغه څه شته چې ستاسې نفسونو يې غواړي او تاسې لپاره هغه څه شته چې تاسې يې درخواست وکوئ  .
کوم ښځه چې مخکې له واده وفات شوی وي الله تعالی به د دنيا نه هغې ته يو خاوند تعينوي چې ددې په خوښه وي ځکه د جنت له نعمتونو يو نعمت د ښځې او نارينه يوځايوالی دی او دغه نعمت په يوازې يو طرف نه تر سره کيږي (فتاوی جامع اهل سنت والجماعت نمر 195 ) .
څيړنه : آن لاين اسلامې لارښود

 بسم الله، والصلاة والسلام علی رسول الله.
محترمه وروره: السلام علیکم.
مؤمنې ښځې ته به الله جل جلاله ټول هغه نعمتونه ورپرخه کوي؛ کوم چې مؤمن سړي ته ورپه برخه کوي.
البته الله جل جلاله مؤمن جنتي يوه يا له يوې زياتې حورې په نکاح کوي، که چېرې يې ښځه مؤمنه وي، او د ده په نکاح کې مړه وي؛ ...هغه به يې په قيامت کې هم ښځه وي.
همدارنګه د مؤمنې ښځې مېړه که جنتي وي؛ نو هغه له خپل مېړه سره د هغه په نکاح کې وي، که چېرې يې مېړه جنتي نه وي؛ نو الله جل جلاله به يې يو بل مؤمن جنتي ته په نکاح کوي.
دا سوچ که ځينې کوي، چې ښځې ته ولې له يوه مېړه زيات نور مړونه نه په نکاح کيږي؛ نو ځواب دا دی چې دې کې دالله جل جلاله حکمت دی، جنتي حورو باره کې الله جل جلاله فرمايي: قاصرات الطرف.
يعنې نظرونه يې يواځې په خپلو مړونو قاصر وي، له خپل مېړه پرته حوره بل هيچا ته نه ګوري.
همدارنګه مؤمنې ښځې ته به په هغه پاک ځای کې الله جل جلاله يواځې داسې لوړ صفت ورعطا کوي، چې د شهواني غريزې سترګې به يې يواځې خپل مېړه پورې راټولې وي, له خپل مېړه پرته به د بل چا تمنا نه لري.
لکه څنګه چې په دنيا کې د غوڅ اکثريت ښځو سترګې په خپلو مړونو پورې راټولې دي، يا کم نه کم يو سړي پورې راټولې وي، نه غواړي چې په ژوندانه کې يې په يوه وخت کې له يوه سړي زيات نور خلک وي.
همدارنګه د مؤمن سړي سترګې به يواځې خپلو ښځواو حورو پورې راټولې وي؛ د بل چا حورې او ښځې ته به د شهواني غريزې په سترګه نه ګوري.


د پورتنۍ خبرو دليلونه: د پيغمبر صلی الله عليه دا حديث:
ما في الجنة أعزب. رواه مسلم.
جنت کې به لونډ او لونډه نه وي.
لونډ او لونډه مونږ په پښتو کې هغه سړي ته وايو چې ښځه نه لري، او هغې ښځې ته يې وايو چې مېړه نه لري.
بل دليل:
...أن معاوية رضي الله عنه خطب أم الدرداء فأبت أن تتزوجه وقالت سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : "المرأة لآخر أزواجها ولست أريد بأبي الدرداء بدلاً ، فنصحها معاوية بالصيام .
وفي رواية: أيما امرأة توفي عنها زوجها فتزوجت بعده فهي لآخر أزواجها. السلسلة الصحيحة الجزء الثالث صفحة 275
بل دليل:
وعن حذيفة أنه قال لامرأته: " إن شئت أن تكوني زوجتي في الجنة فلا تزوجي بعدي فإن المرأة لآخر أزواجها في الدنيا.
په درنښت و.افغان ستوري


  1. كله چه باران دحدنه زيات شى نوداووائى
  2. كله چه غم درته ورسيږىدغه دعاولولى
  3. كله چه مرگ نزدى په نظرراشى نودا دعا وايه
  4. كله چې انسان دخپل ژوند نه تنگ شي نودا دعا دې كوي
  5. كله چې دنظرلگيدلونه يريږي نودا ووايه
  6. كله چې ستاڅوك صفت وكړي نو داسې دعا غواړه
  7. كله چې څوك په سفر وځي اوتانه دعا وغواړي نوداسې ورته ووايه
  8. كناراب وكمود طرز غربي
  9. كه ته نارينه يې نو مه ژاړه، ستا اوښكې قيمته دي، او نارينه نه ژاړي
  10. كه خراب خوب دى وليدلو نولاندى مسنونه طريقه عملى كړه
  11. كه دسهارلمونځ په روژه كې په وخت وكړاى شي نوهيڅ باك ئي نشته
  12. كه زنانه سره مهر وې اودغه مهرنصاب ته رسيږى قربانى پرى لازم ده او وکه نه ؟
  13. كه سودا كوونكى د شي عيب پټ كړي
  14. كه يوسړى داخترپه مونځ کښی امام لره پس دتكبيراتو نه دقيام په حالت كښے راګىركړوفى الحال به تكبيرات ووائى
  15. كه چا په هيره روژه خوړله ور په ياد يې كړم؟
  16. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  17. كه چرى دلوى اخترورځ كښے اشتباه يعنى شك راغى
  18. كه چرى ديوسړى څلورجوړ ے جامى وى
  19. كه چرى يوسړى دقربانى په روځوكښے دنصاب مالك شونوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  20. كه چيرې دماشومانودعادت كولولپاره په كوركې اذان وكړاى شي نوڅه حكم لري؟
  21. كويژدن والا ته دعا
  22. كچرى دقربانى څاروے ئى خرڅ كړو
  23. كچرى دووكسانوپه غلطى كښے ديوبل قربانى ذبحه كړه ؟
  24. كچرى ديوسړى قرض وى ليكن فى الحال ورسره دومره پيسى نشته چه قربانى پرى واخلى نوپه
  25. كچرى غريب سړى قربانى وكړه اوبياپدے ورځوكښے غنى (مالداره) شو
  26. لس كلن ماشوم روژه ونيسي كه نه؟
  27. لماذا تأخر المسلمون و لماذا تقدم غيرهم - شكيب أرسلان
  28. لمانځ فرضونه
  29. لمانځه نه غافله مسلمان
  30. لمــــاذا نقـــــول الحمــــــدلله بعـــد العطــــــاس ؟
  31. لمیٹڈ کمپنی
  32. له اذان وروسته مقتديانو ته اوازكول څنګه دى؟
  33. له اقامت نه وروستهچه په جماعت كښې وروسته والى راشي نودتكبيرراګرځول څنګه دي ؟
  34. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  35. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  36. له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې
  37. له شيطانه پناه : كله او څنګه؟
  38. له فاتحې اوسورت نه مخكې بسم الله
  39. له نيمې شپې څخه وروسته لمونځ كول مكروه تحريمي دى اوكه نه
  40. له نکا ح څخه مخکې وويل که دسې وشو نوزما ښځه دې طلاقه وګڼله شي څه حکم دى ؟
  41. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  42. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
  43. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې / د ډاکټرسباوون ځواب
  44. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  45. لوحة اغلق الهاتف في المسجد
  46. لوې اختر - د قربانو اختر
  47. لوې اخترمسائل
  48. لپ اسٹک کے نقصانات
  49. لیدل سترګه نه، بلکې دماغ يې کوي
  50. لیپ ټاپ بیټری مو ددوه ساعته پرځای څلور ساعته کار وکړي