Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, February 13, 2012

بيمه (Insurance)) شرعاً څه حکم لري ؟


د سايت محترمو چلوونکوته! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
ستاسو په ویب پانه کی په زره پوری معلومات خپریژی ستاسو نه یوه نری مننه
زه هم یوه پوشتنه لرم هغه داسی چی زه په یوه دفتر کی کار کوم او د دموسسی کارکوونکی د معاش نه برسیره صحی بیمه هم لری چی میدکل انشورنس ورته وایی (Medical Insurance)د هرکارکوونکی دمیاشتنی معاش نه یوه اندازه روپی (مثلا 500 افغانی) دفتر کت کوی او دی د دوه چنده دفتر ورسره یوجای کوی (مثلا 1000 افغانی)
نو د هری میاشتی د هر کارمند په سر 1500 افغانی د بیمی یو شرکت ته ورکوی نو هرکله چی کوم کارمند مریض شی او یا دوا واخلی نو د دغه مصارفو بیلونه دغه د بیمی شرکت ته استوی او هغه ورته د بیلونو روپی ورکوی
نو په نتیجه کیداشی یو کارمند دی خپلی کاری مودی په دوران کی تر هغی زیاتی روپی دی بیمی د شرکت نه واخلی کومی چی دده دوجی نه دبیمی شرکت ورکرل شویدی او یا هم کمی واخلی (مثلا د لسو میاشتو په موده کی 15000 افغانی دی بیمی شرکت ته دی یوه کارمند له وجی ورکول کیژی خو په دی موده کی کیدایشی یو کارمند د 20000 شلو زرو بیل دی بیمی شرکت ته واستوی او روپی واخلی اویا دکمو روپیو او یایی بیخی وانه خلی دادی یوه کارمند په مریضی او دهغو په مصارفو پوری اره لری)نو نتیجه داده کارمند که لژ روپی واخستی که دیری دی بیلو په مقابل کی او هغه باقی روپی دی شرکت شوی که یی لژ واخستی او کی دیری واخستی هغه به شرکت ورکوی
نو امید لرم چی داسلامی اصلو اواساساتو په رناکی مونژته دا واضح کری چی دامعامله صحیح ده او کنه او دی کومو دلایلو په بنیاد او یا په نوره اسلامی هیوادونو کی د دارنکه معاملاتو سره کوم نوعه چلند کیژی
ستاسو د تفصیلی او مدلل جواب په هیله
په احترام
بلال له کابل نه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
بيمه هغه که د ژوند وي ، درملنې وي يا د څيزونو  د ذمه وارۍ بيمه وي حرامه ده ځکه چې دا ډول معاملات په سود ، قمار او توکې باندې مشتمل وي .
مفتي مولانا کفايت الله دهلوي رحمه الله (مفتي اعظم احناف ) په اړه ليکي :
د ژوند په بيمه کې سود او توکه ده ځکه که د قسطونو ادا کول ودريږي نو مخکې ادا شوي قسطونه له مينځه ځي او ډوبيږي .
د څيزونو بيمه کول ځکه نا جايز دي چه په دې کې د قمار معامله مينځته راځي .
او د ذمې بيمه د نا جايز والی وجه هم قمار دی – حاصل دا چې د بيمې کار او بار په سود ، قمار او توکې باندې مشتمل دی چې دا ټول حرام دي قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90سورة المائدة).
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).  کفايت المفتي ج ۸ ص ۶۲ ) .
د مکې مکرمې د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه ليکي :
ژباړه : بيمه (Insurance)) په دې معنی ده چې يو کس هر مياشت يا هر کال د بيمې شرکت ته څه مبلغ ورکوي او د هغه په مقابل کې شرکت دا ظمانت او تعهد کوي چې هر کله څه حادثه مينځته راشي دغه شخص ته به د هغه خساره ور کوي .
په هر حال کې بيمه ور کوونکی د ضرر او تاوان په حال کې وي مګر د بيمې شرکت کله توان کوي او کله ګټه نو هغه معامله چې هميشه د برد باخت په حال کې وي قمار بلل کيږي . چې قمار حرام او لويه ګناه ده .
د بيمې ټول هغه ډولونه چې په تاوان باندې مشتمل وي حرام دي په دليل ددې حديث شريف  ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي: «ان النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : نَهَي عَنْ بَيْعِ الْغَرَر» مسلم (1513) ( يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د د اسې بيع چې په هغه کې ضرر وي منعه فرمايلې ده ).
 د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه ( مکة المکرمة ) (15/310)
 همدارنګه فتاوي علماء البدالحرام ليکي :
د درملنې بيمه (Medical Insurance)) د بيمې يو ډول دی چې د اسلام له نظره حرامه ده .
همدارنګه موقع الاسلام السوال جواب (سعودي عربستان) يې په اړه ليکي :
د بيمې ټول ډولونه حرام چې ځنې سود ، ځنې قمار او ځنې فريب او توکه باندې مشتمل وي :
ما حكم التأمين التجاري المنتشر اليوم ؟.
الجواب :
الحمد لله
1- جميع أنواع التأمين التجاري ربا صريح دون شك ، فهي بيع نقود بنقود أقل منها أو أكثر مع تأجيل أحد النقدين ، ففيها ربا الفضل وفيها ربا النسأ ، لأن أصحاب التأمين يأخذون نقود الناس ويعدونهم بإعطائهم نقودا أقل أو أكثر متى وقع الحادث المعين المؤمن ضده . وهذا هو الربا ، والربا محرم بنص القرآن في آيات كثيرة .
2-  جميع أنواع التأمين التجاري لا تقوم إلا على القمار ( الميسر ) المحرم بنص القرآن : ” يا أيها الذين آمنوا إنما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلكم تفلحون “
فالتأمين بجميع صوره لعب بالحظوظ ، يقولون لك ادفع كذا فإن وقع لك كذا أعطيناك كذا ، وهذا هو عين القمار ، وإن التفرقة بين التأمين والقمار مكابرة لا يقبلها عقل سليم ، بل إن أصحاب التأمين أنفسهم يعترفون بأن التأمين قمار .
3- جميع أنواع التأمين التجاري غرر ، والغرر محرم بأحاديث كثيرة صحيحة ، من ذلك حديث أبي هريرة رضي الله عنه ” نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن بيع الحصاة ، وعن بيع الغرر ” رواه مسلم .
إن التأمين التجاري بجميع صوره يعتمد على الغرر ، بل على الغرر الفاحش ، فجميع شركات التأمين ، وكل من يبيع التأمين يمنع منعا باتا التأمين ضد أي خطر غير احتمالي ، أي أن الخطر لا بد أن يكون محتمل الوقوع وعدم الوقوع حتى يكون قابلا للتأمين ، وكذلك يمنع العلم بوقت الوقوع ومقداره ، وبهذا تجتمع في التأمين أنواع الغرر الثلاثة الفاحشة .
4- التأمين التجاري بجميع صوره أكل لأموال الناس بالباطل ، وهو محرم بنص القرآن : ” يا أيها الذين آمنوا لا تأكلوا أموالكم بينكم بالباطل ” .
فالتأمين التجاري بجميع أنواعه وصوره عملية احتيالية لأكل أموال الناس بالباطل ، وقد أثبتت إحدى الإحصائيات الدقيقة لأحد الخبراء الألمان أن نسبة ما يعاد إلى الناس إلى ما أخذ منهم لا يساوي إلا 2.9% .
فالتأمين خسارة عظيمة على الأمة ، ولا حجة بفعل الكفار الذين تقطعت أواصرهم واضطروا إلى التأمين اضطرارا ، وهم يكرهونه كراهية الموت .
هذا طرف من المخالفات الشرعية العظيمة التي لا يقوم التأمين إلا عليها ، وهناك مخالفات عديدة أخرى لا يتسع المقام لذكرها ، ولا حاجة لذكرها فإن مخالفة واحدة مما سبق ذكره كافية لجعله أعظم المحرمات والمنكرات في شرع الله .
وإن مما يؤسف له أن بعض الناس ينخدع بما يزينه لهم ويلبسه عليهم دعاة التأمين كتسميته بالتعاوني أو التكافلي أو الإسلامي أو غير ذلك من المسميات التي لا تغير من حقيقته الباطلة شيئا .
وفقني الله وإياكم إلى البصيرة في الدين والعمل بما يرضي رب العالمين .
له بده مرغه په نورو اسلامې هيوادونو کې هم د کفارو دې نا وړه عمل نفوذ کړی دی ولی علماؤ يې په اړه کلکه مبارزه کړی ده او د هغې په حرمت کې يې ډيرې ليکنې کړی دي .
و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود



  1. گرم چیز استعمال کرنے کے فورا بعد
  2. گرمی کی غذائیں
  3. گرمیوں میں بھاری ناشتہ کرنے سے گریز کیا جائے
  4. گزشتہ 10 برس میں آنیوالے خوفناک زلزلے
  5. گستاخیٴ رسالت کے مجرموں کا عبرت نا ک انجام
  6. گستاخیٴ رسالت کے مجرموں کا عبرت نا ک انجامbook
  7. گلونه تصویر
  8. گناه کی نقصانات
  9. گوگل کی جگہ اپنا نام لکھیں
  10. گھر میں کتے پالنا
  11. ہاتھوں کي خوبصورتي
  12. ہجرت مدینہ کی حقیقت
  13. ہجری کیلنڈر کی خصوصیات
  14. ہرا دھنیا استعمال کرنے کے فوائد
  15. ہم شرمندہ ہیں
  16. یوازې د ربیع الاول ۱۲ مه نیټه ولې؟
  17. یوبهترین اسلامی سافٹ وير
  18. یوحدیث یادحدیث الفاظوتالاش
  19. یوه ځوان افغان فیس بوک جوړ کړ
  20. ېو ځل دا ضرور وا ګورا تا ته وایم
  21. ېوهلک دې چه وزن ئي 60کلوګرامه دې
  22. ېوډاکټر د خپل ځان اپرېشن په خپله کړې
  23. ۱۵ کلنه امريکايي پېغله څنګه مسلمانه شوه؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User