عبورکردن ازجلو نمازگذار درمسجدجائزاست یاخیر؟ زیرابعضی هابعدازسلام گشتاندن ازجلونمازگذاران دیگرعبورمیکنندوحتی باشانه های نمازگذارن پاهای شان تماس میکند .
درنمازجمعه درهنگام قرائت خطبه توسط خطیب بعضی هانمازسنت چهار رکعتراادامیکنندچه حکم دارددرستاست؟
ادای نمازدرخانه یادفترویامسافرت درصورت ضرورت قبل ازادای جماعت بطورانفرادی آیادرست است؟
بشير احمد – كابل
هغه عذرونه چې سړی کولای شي د جماعت لمونځ ترک کړي
۱- چې کله سخت باران وريږي چټرۍ او نورڅه هم نه وي ددی ويره وي چې که جومات ته لاړ شم جامې به مې ټولې لمدې شي .
۲- کوم ځای چه سخته يخني وي دا حکم د هغه ځايونو دی چيرې چي زياتې واورې اوريږي او تګ راتګ سخت وي
۳- دلمانځه په وخت کې سخته سيلۍ راشي .
۴- په سفر روانيدل وي د سورلۍ د تلو ويره وي .
۵- د دوښمن ويره وي د ځان ،مال اوکور.
۶- معذور وي که په آسانۍ سره جومات تلی شي نو جومات ته تلل پکار دي .
۷- دتشواوډکومتيازو سخت نيولی وي او دج
ماعت وخت وي .
۸- ډوډی پوره تياره وي وږی وي دا خيال يې وي که لمونځ ته لاړ شم فکربه مې په ډوډی کې شي .
۹- مريضی : چې جومات ته نشي تلای يا يې په تګ سره د مرض د سختيدو ويره وي .
د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
د جمعی خطبې ته عوږ نيول او چپ والی واجب دی ، د خطبی په منځ کې لمونځ کول ،تلاوت کول ،تسبيح ويل ، سلام او دسلام ځواب ورکول ټول نا جائز دي .
کل
ما حرم فی الصواة حرم فيها ای فی الخطبة خلاصة وغيرها فيحرم اکل وشرب
وکلام ولو تسبحاً او رد سلام او امراً باالمعروف بل يجب عليه يستمع او يسکت
(درالمختار) .
(فتاوي دارالعلوم ديوبند ،کفايت المفتي او تنوير الأبصار ) .
د خلکو په اږو تيريدل ګناه ده .
په
حديث شريف کې راغلی دی چې : مَنْ تَخَطَّی رِقاَبَ النَّاسِ يَوْمَ
الجُمُعةِ اِتَّخَذَ جَسْراً اِلی جَهَنَّم (ترمذي او ابن ماجه ) .
يعنی څوک چې دجمعی په ورځ د خلکو په اږو تيريږي د ځان لپاره د جهنم پول جوړوي .
د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
د لمونځ کونکی له مخې تيريدل ګناه ده که په جومات کې وي او که بل ځای په حديث شريف کې یې په اړه داسې وعيد ذکر شوی دی :
عن
أَبِي جُهَيْمٍ رض قَالَ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم :
«لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ،
لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ
يَدَيْهِ». قَالَ الراوي: لا أَدْرِي أَقَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ
شَهْرًا أَوْ سَنَةً. (بخاري: 510)
ترجمه:
ابوجهيم رض روايت کوي چه رسول اكرم ص وفرمايل: څوک چې د لمونځ کونکی له
مخې تيريږی ، که پوهيدلای چې دا کار څومره ګناه لري ،تر څلويښتو کلونو به
يې توقف کولو مګر د لمونځ کونکی له مخې به نه تيريدلو ، راوي وايي : په ياد
مې نه ده چې رسول الله ص وفرمايل چې : څلويښت ورځې ،که مياشتې او که کال .
که د لمونځ کونکی مخې ته کوم شی موجود نه وي بايد د سُتری مخې ته لمونځ وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .
يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .
ستره
هغه شی ته وايي چه لمونځ کونکی هغه خپلې مخې ته ږدي که هغه لرګی وي که بل
شی تر څو د لمونځ کونکی له مخې تيريدونکی لمونځ اخلال نه کړي .
د ستره احکام :
۱- د ستره لوړوالی يو ګز يا تر هغه زيات وي .
۲- که امام خپلې مخې ته ستره ودروي نو مقتديانو ته ضرور نه ده .
۳- مستحب ده چې لمونځ کونکی ستره لږ څه ښی يا چپ طرف ته ودروي او مخامخ نه وي .
۴-
که لوی جومات يا آزاده فضا وي د لمونځ کونکی د پښو نه تر سجدې ځای پورې
تيريدل جواز نه لري (شيخ شفيق الرحمن ندوي )، فتاوي المحودي ليکي د سجدې له
ځای نه تقريباً يو متر مخکی مسافې نه تير نه شي او دا قول د مرتاشى، صاحب بدائع، فخر الاسلام، صاحب نهايه، فتح، عنايه، او صاحب رد المحتار ترجيح ورکړي . (رد المحتار: 2/398)
۵- که کوچنی جومات يا کور وي د لمونځ کونکی له پښو نه د قبلې تر ديوال تيريدل جواز نه لري .
۶- لمونځ بايد بې له ستره داسې ځای ونه شي چې هلته د خلکو تګ راتګ وي .
۷-
که د لمونځ کونکی له مخې نه څوک تيريږی بايد د تسبيح په اشاره يا د قرائت د
صوت د لوړوالی په واسطه یې منع کړي ، خو دا جايزه نه ده چې په لاس يا خبره
یې منع کړي .
سلامونه او نیکی هیلی می اومنی خوشحال شوم چی هدوال له ویب پاڼی نه دومره په زړه پوری او خونداور په پښتو ژپه هر اړ خیزی اسلامی لاری ښودل شوی دی مونږ په ویاړو په داسی پاڼو الله مو نور هم کامیاب او بریالی کړه-په درنښت ستاسو ورور ایوب خان دل یار
ReplyDelete