Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 21, 2011

د ماشوم ستونزه چې د شپې خپله بستره لمدوي


د ماشوم ستونزه چې د شپې خپله بستره لمدوي
ډاکټرعطاالله زيارمل   
په ماشومانو کې د خپلو تشو متيازو د کنټرول کېدو عمر يو له بله توپير لري. څرنګه چې په ماشومانو کې د خبرو کولو ، د يو شي د يادولو او نورو مهارتونو ترلاسه کول د هغوي له عمر سره څرګند توپير لري د ادرار کنټرول هم همداسې وګڼئ. تاسو به ليدلي وي چې يو ماشوم په يو کلنۍ کې په خبرو کولو پيل کوي خو بل داسې وي چې تر دوه کلنۍ پورې سمې کليمې نشي جوړولى او په خبرو يې څوک نه پوهېږي. په ماشومانو کې د تشو متيازو د ساتلو توان هم توپير لري يو ماشوم يې د زيات وخت لپاره ساتلى شي او بل بيا داسې نه وي او له لږ وخت وروسته خپل پرتوګ  لمدوي.
ډېرى ماشومان د خپل عمر له درې کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې د شپې په مهال په خپلو تشو متيازو باندې کنټرول پيدا کوي او بيا خپله بستره نه لمدوي. خو که دې مسئلې ته له سره وګورو نو په هرو لسو ماشومانو کې چې پنځو کلونو ته رسېدلې وي په دوي کې بيا هم يو ماشوم خپلې تشې متيازې د شپې پر مهال نشي کنټرول کولى. هغه ماشوم چې له پنځو کلونو څخه يې عمر لږ وي او کله کله د شپې له لوري چې ١٠ نه تر ١٢ ساعتونو پورې ويده وي او خپلې تشې متيازې کنټرول نه کړي نو په هغو ماشومانو کې بايد ونه شمېرل شي چې د شپې خپله بستره لمدوي.
• که ماشوم په خپلو تشو متيازو يو وار کنټرول پيدا کړى وي او بيا ورته دغه ستونزه پيدا شي نو معمولاً دغه د سټريس او ژورې وېرې نښه ګڼل کېږي. دغه ستونزه په ځانګړي وخت کې ماشوم ته پيدا کېږي ، لکه کله چې له ماشوم څخه وروسته بل ماشوم وزېږي او دغه ماشوم ورباندې خپه وي او يا کله چې ماشوم ښوونځۍ ته تلل پيل کړي.
• په ډېرو لږو ماشومانو کې د شپې له لوري په خپلو تشو متيازو نه کنټرول ددې له امله را منځته کېږي چې دغه ماشومان د خپلو متيازو په سيسټم کې انتانات ولري او يا يې د متيازو د سيسټم په لارو کې کومه بله ستونزه رامنځته شوې وي.
• که ماشوم ته پورتنۍ ستونزه پيدا شي او د ورځې له لوري ډېر ځله تږى کېږي او تشې متيازو ته ځې نو دا ددې مانا ورکوي چې ماشوم ته د شکرې ناروغۍ پيدا شوې چې بايد غم يې وخوړل شي.
آيا د شپې له مخې د بسترې لمدول کومه خطرناکه ستونزه ده؟

نه ، دومره خطرناکه ستونزه نه ده ، خو بيا هم د مور او پلار لپاره يې يو سرخوږى دى . ځکه چې په بستره کې تشې متيازې په هيڅ حالت کې چاته د منلو نه دي.
په لومړي سر کې بايد څه وکړو؟
• داسې يوه وړوکې توشکه جوړه کړئ چې په منځ کې يې پلاسټيک وي او د ماشوم د توشکې له پاسه يې واچوئ ترڅو په هغه وخت کې چې ماشوم د شپې له مخې تشې متيازې وکړي بيا يې په آسانۍ سره پرېمينځې او د وچېدلو وي.
• خپل چلند ته مو پام وکړئ ممکن داسې وي چې تاسو خپل ماشوم دومره ډار ولى وي چې هغه د همدې ډار له امله د شپې له مخې خپلې تشې متيازې نشي کنټرول کولى. او يا دا چې په کور کې مو داسې ماحول رامنځته کړى وي چې ماشوم ورکې د خونديتوب احساس نه کوي.
• بايد له خوب څخه وړاندې تاسو د خپلو ماشومانو په اړه ډاډ ترلاسه کړئ چې تشې متيازې يې کړي او که په ډکه مثانه ويده شوي دي. او بل دا چې تاسو د کوټې په يوه کونج کې يو تشت کېږدئ ترڅو ماشومان په هغه کې د شپې له مخې تشې متيازې وکړي دا ځکه چې دوي پداسې حال کې چې له خوبه ډک وي د تشناب پورې تللو ته ځان اړ ونه ګڼي. ډېرى وخت داسې وي چې ماشوم د خپلې مثانې د ډکېدو له امله له خوبه راويښ شي خو بيا تشناب ته نشي تللى او نه هم په خپلې مور باندې غږ کولى شي نو په بستره کې پاتې کېږي او بيا په خوب کې ترې بې اختياره تشې متيازې لاړې شي.
• د ماشومانو د تشو متيازو بوى ته پام وکړئ که بوى يې له طبيعي حالت څخه تغير و نو ددې ګمان کېږي چې ماشوم ته د بولي سيسټم کومه ناروغي پېښه شوې نو بايد د تشخيص لپاره يې روغتيائي مرکز ته بوځئ.
آيا ډاکټر ته مراجعه وکړو؟

هوکې ، کله چې تاسو او ستاسو ماشوم د تشو متيازو د کنټرول په لاره کې ځان ناکام وباله او يا فکر کوئ چې ماشوم مو د بدني علت له امله دغه ستونزه لري لکه د بولي سيسټم د انتاناتو شتوالى نو بيا ډاکټر ته ولاړ شئ ترڅو درسره مرسته وکړي. بايد په ياد مو وي چې د بولي سيسټم انتانات ددې لامل ګرځي چې ماشوم په وار وار او له درده ډکې تشې متيازې وکړي.
ډاکټر ممکن په دې اړه څه اقدامات ترسره کړي؟

• ډاکټر ستاسو ماشوم معاينه کوي او د تشو متيازو ټيسټ ورته توصيه کوي ترڅو په ادرار  کې يې د بولي سيسټم ناروغۍ تشخيص شي.
• ډاکټر ممکن تاسو ته دداسې يوې توشکې توصيه وکړي چې خپل ماشوم ته يې را ونيسئ ، هغه ځانګړې توشکه داسې جوړه شوې چې په هغې کې زنګ عيار شوى ،کله چې توشکې ته لوندوالى ورسېږي نو په زنګ وهلو پيل کوي او ماشوم له خوب څخه را پاڅوي او په دې ترتيب سره ماشوم زده کوي چې خپلې تشې متيازې تر تشناب پورې ورسوي. البته له دې طريقې څخه هغه وخت تاسو ګټه اخيستلى شئ چې ستاسو ماشوم له شپږ کالو څخه زيات عمر ولري او په دې باندې کوم اعتراض هم ونلري.
موږ او تاسې په دې اړه څه مرسته کولى شو؟

• په لوى لاس ستونزه مه غټوئ ، کوښښ وکړئ چې ستونزه بې اهميته وګڼئ او د کورنۍ له نورو غړيو څخه هيله وکړئ چې ددې ستونزې په منځه وړلو کې له تاسو سره مرسته وکړي. خپل ماشوم ددې ستونزې له امله مه رټئ او کوښښ وکړئ چې ماشوم ته موضوع روښانه کړئ.په ياد مو وي چې ددې ستونزې له منځه وړل زياتې هڅې غواړي.
• کومه ورځ چې ماشوم په خپله بستره کې تشې متيازې نه وي کړې نو تاسو ماشوم ته يو ستورى ورکړئ ترڅو يې په ديوالي کليزه کې ولګوي او په دې سره د خپل ځان د پرمختګ په اړه مالومات ترلاسه کړي. ددې ترڅنګ خپل ماشوم هره شپه وهڅوئ چې له ويده کېدو دمخه تشناب ته ولاړ شي او خپله مثانه تشه کړي.
• کومه اندازه مايعات چې تاسو ماشوم ته د شپې له مخې ورکوئ په هغو کې کمښت مه راولئ د ماشوم په ستونزې کومه اغېز نلري. خو يو ټکي ته مو بايد پام وي چې ماشوم ته د شپې له مخې ګاز لرونکي او يا کافئين لرونکي مايعات ور نه کړئ ځکه چې دغه مايعات تشې متيازې زياتوي.
• که ستاسو ماشوم له زنګ لرونکې توشکې سره موافقه نه کوي او د ځان توهين يې ګڼي نو له هغې توشکې څخه ګټه مه اخلئ ځکه چې په هغې سره د ماشوم سټريس او وېره نوره هم زياتېږي.

ګرانو لوستونکو! که غواړئ چې د روغتيا په اړه نور مالومات ولولئ نو د برېښ په نوم ويبلاګ ته سر ورښکاره کړئ. پته يې په لاندې ډول ده


په درنښت
زيارمل


 



  1. پښتانه اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي
  2. پښتو په لیکلو او ویلو کي ستونزه لري دپښتو لیک لوست ددغه لاري نه زده کړي
  3. پښتو کليز ١٣٨٨ هجري نمريزکال
  4. څلوزره ابادئ كې دجمعې لمونځ جائزده .
  5. څلوېښت حديثونه
  6. څنګه د انټرنيټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟
  7. څوك خپه كېږي او ولې؟
  8. څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
  9. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  10. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  11. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  12. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  13. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  14. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  15. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  16. چې يوه نيكې كمه شي
  17. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  18. ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
  19. ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
  20. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  21. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  22. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  23. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  24. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  25. ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
  26. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  27. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  28. کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
  29. کاهن ، نجومی
  30. کبیره ګناهونه
  31. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  32. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  33. کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
  34. کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
  35. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  36. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  37. که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
  38. که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
  39. که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
  40. که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
  41. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  42. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User