Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 21, 2011

ولې ارږمي باسو؟

ولې ارږمي باسو؟
محمد بصير سليمانخېل   
که چیرته تاسې یوه ځای ته ورشی او هلته یو شمېر خلک ناست وي، خپل لاس خولې ته یوسی او ارږمی وباسئ. څو دقیقې وروسته به ووینئ چې هر یو ارږمی باسي. که مو چیرې تر اوسه ارږمی نه وي ایستلي، کېدای شي د دې مطلب په لوستلو سره تاسې هم ارږمی وباسئ.
دا چې ولې ارږمی باسو ا و علت یې څه ده، دوه نظرونه دي، چې لومړی یې د فیزیولوژي تیوري ده، د دې نظریې له مخې په بدن کې د اکسیجن د کمښت له کبله یا په وینو کې د ډای اکسایډ کاربن د کچې په پورته تللو سره حسي اخیستونکي برخې ځانګړي پیغامونه لېږدوي او په غیر ارادي توګه سره مغز د ارږمي د ایستلو فرمان صادروي.
د دویمې نظریې له مخې چې د ستړېدا په تیوري باندې مشهوره ده، وايي چې ارږمي دبدن یو طبیعي ډوله غبرګون ده چې د بدن د بېلابېلو غړو له خوا د ستړوونکو نښو د لېږلو په صورت کې د مغز له خوا په غیر ارادي ډول سره تر سره کېږي.
ارږمي هغه پدیده ده چې په زیاترو حیواناتو کې په غیر ارادي ډول سره رامنڅته کېږي. 
 
خو ډاکټران بیا د ارږمی ایستل د مجاورت (څنګلورتیا) پر پدیدي باندې تعبیروي.
مجاورت هغه احساس ده چې په معمول ډول سره د غیرارادي پدیدو په ترڅ کې د مغز له خوا د علایمي حس په مټ د همغو اصلي نښو سره ورته تر سره کېږي چې دا یوازې په ارږمي پورې اړه نه لري، بلکې خارښت او نورې غیر ارادې پدیدې هم په خپل ځان کې رانغاړي، له همدې کبله ده، کله چې موږ نور کسان د ارږمي په ایستلو سره وینو، موږ هم ارږمی باسو.  


سرچينه  غورځنګ

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User